شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اروپا د ایران پر سندان او د امریکا تر چکش لاندې؛ د اټومي هوکړې برخلیک به څه وي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
اروپا د ایران پر سندان او د امریکا تر چکش لاندې؛ د اټومي هوکړې برخلیک به څه وي؟

(ژباړه)

د ایران اټومي پروګرام الماني او فرانسوي شرکتونو د شاه په وخت کې رامنځته کړ، چې شاه هغه مهال په ځانګړې توګه د انګلیس تابع و؛ خو په ۱۹۷۹م کال کې د شاه د حکومت له نسکورېدو وروسته په ایران کې د اروپا نفوذ ختم شو او دغه هېواد د امریکا په دام کې ولوېد. اروپا هڅه وکړه چې په ایران کې د خپل نفوذ لپاره لاره پیدا کړي، نو له همدې امله یې د ایران هستوي مسلې ته وروسته له هغو لمن ووهله، چې په ۲۰۰۳م کال کې ایراني مخالفینو د دغه هېواد له ځینو هستوي فعالیتونو څخه پرده پورته کړه. پر چین او روسیې سربېره د ایران او اروپایي مثلث (انګلیس، فرانسې او المان) تر منځ خبرو دوام درلود، چې ایران په همغه کال د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره یو پروتوکول لاسلیک کړ او د هغه پر بنسټ یې د اټومي انرژۍ د چټکې کتنې اجازه درلوده. دغه مسله یو ځل بیا په  ۲۰۰۵ م کال کې له هغه وروسته راپورته شوه، کله چې ایران د اټومي انرژۍ د غني کولو لړۍ پیل کړه. اروپا فشار راوړ، ترڅو قضیه ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي، چې وروسته بیا روسیې د مخالفت تر څنګ پخپل هېواد کې د اټومي انرژۍ د غني کولو وړاندیز وکړ، خو ایران د ۲۰۰۶م کال په لومړیو کې دغه مسله ونه منله.

په دې توګه دغه حالت تر اوږدو کلونو پورې د ډېرو هسکو ټیټو په ترڅ کې دوام وکړ او امریکا هڅه وکړه، چې دغه مسله حل نه شي. امریکا غوښتل چې اروپا په یاده مسله کې بوخته وساتي او په دروغو سره یې خپل دخالت پکې رد کړ او داسې یې وښوده چې له ایران سره هېڅ لېوالتیا نه لري. اروپا هم له امریکا پرته د دې مسلې د حل توان نه درلود، تر دې چې د ۲۰۱۳م کال د نومبر پر ۲۴مه د ایران او پنځه جمعه یو هېوادونو یعنې د المان په ګډون د امنیت شورا د دایمي غړو تر منځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوه هوکړه لاسلیک شوه. پر همدې اساس ایران د بندیزونو په لرې کولو کې د امریکا پر وړاندې پاتې راغی، تر دې چې له انقلابونو وروسته یې په سیمه کې د امریکا په ګټه رول ولوباوه. په ځانګړي ډول د سوریې انقلاب، چې اسلامي رنګ یې خپل کړ او د امریکا ګټې یې له ګواښ سره مخ کولې، لکه څنګه چې اوباما هم پر دغې موضوع اعتراف وکړ.

پر همدې اساس ایران په ډېرې بې شرمۍ سره د دغه ناوړه رول لوبول پیل کړل او هغه اموال یې بیرته راوګرځول او په دغه لاره کې یې ولګول، چې د امریکا له لوري بلاک شوي وو، ترڅو د هغوی اووه میلیارده ډالر په امن کې شي. اروپا پر دغه حالت ناخوښه وه، ځکه د امریکا په موخه ښه پوهېده او امریکا له ایران سره د پټو خبرو په پایله کې هوکړه پای ته رسولې وه. اروپا هڅه وکړه چې دوی ته ماتې ورکړي، خو کله چې ناکامه شوه، نو د دغو خبرو منلو ته یې غاړه کېښوده، ترڅو خپل نړیوال اغېز وساتي او ګټې یې خوندي شي او د فشارونو د دوام له لارې یې هڅه وکړه، چې ډېرې لاسته راوړنې ولري. تر دې چې د ۲۰۱۵ م کال د جولای پر ۲۰مه نوې هوکړه وشوه. که څه هم دغه هوکړه د امریکا په ګټه وه او اوباما یو تاریخي لقب ورکړ، چې د ۲۰۱۶ م کال په ټاکنو کې یې د ډیموکراټانو د رایو تر لاسه کولو او په سیمه او ځانګړي ډول سوریه کې یې د ایران د رول ساتلو لپاره ترې د تبلیغاتو په توګه ګټه واخیسته. اروپایانو دغه فرصت د اقتصادي لاسته راوړنو لپاره یو غنیمت وباله او جمهوري غوښتونکو بیا له دغې هوکړې سره مخالفت وښود، ترڅو مخالفین یې په ټاکنو کې بریالي نه شي.

وروسته له هغې چې جمهوري غوښتونکي واک ته ورسېدل، د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د ۲۰۱۸م کال د مې پر ۸مه دغه هوکړه له منځه یوړه؛ نوموړي وویل: «دا چې په سوریه کې حالات بدل شوي او اوس د نظام د نسکورېدو ګواښ نشته؛ نو د ایران لپاره هلته اړتیا نه لیدل کېږي.» روسیې او اردوغان تر ایران او په لبنان کې د هغه تر حزب وروسته د اسلامي انقلاب په له منځته وړلو او د امریکا د مزدور سیکولر نظام په واکمنولو کې مهم رول ولوباوه؛ ځکه ګومان یې کاوه چې اروپا له دغه هوکړه لیک څخه ګټه کړې. امریکا هوډ وکړ چې پر اقتصادي جګړې سربېره، چې ټرمپ د ۲۰۱۸ م کال د مارچ پر ۲مه پر دوست او دښمن باندې اعلان کړه، له ایران سره یو بل هوکړه لیک ترسره کړي. دا هغه هوکړلیک و، چې په دې سره یې د اروپا ګټې له ګواښ سره مخ کولې. 

ایران د امریکا له برید سره همغږي لري، د هغې په ګټه کار کوي او پوهېږي چې امریکا په نړیواله کچه تر ټولو پیاوړی نفوذ لري. نو پر همدې اساس اروپا د اټومي هوکړې په پرېښېدو ګواښي، نو ځکه په لومړي ځل د ۲۰۱۹م کال د مې پر ۸مه بندیزونه پرې راکم شول؛ په همدې توګه د دویم ځل لپاره یې د ۲۰۱۹ م کال د جولای پر ۷مه، د درېیم ځل لپاره یې د ۲۰۱۹ م کال د سپټمبر پر ۷مه او د څلورم ځل لپاره یې د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر پر ۶مه وګواښله، ترڅو بندیزونه پرې راکم شي. په هره کچه چې اروپا د غوښتنو منل ځنډوي، د امریکا د بندیزونو د ډېرېدو ترڅنګ د ایران ګواښونه هم لوړېږي. دا ټول د امریکا په ګټه دي، ځکه موخه یې د هوکړې له منځه وړل دي. اروپا هڅه وکړه چې خپلو نفتي عایداتو ته د رسېدو لپاره له امریکایي نړیوال مالي نظام پرته بله لاره پیدا کړي.

فرانسې د امریکا د قانع کېدو هڅه وکړه، چې ایران ته اجازه ورکړي، ترڅو هستوي هوکړه لیک ته د ژمنتیا، د خلیج د امنیت او د سیمې د امنیت لپاره د خبرو د پیل د ضمانت او له ۲۰۲۵م کال وروسته د هوکړه لیک د وروستي پړاو لپاره د ۱۵ میلیارده ډالرو په ارزښت یو باوري ګام واخلي، چې د نفتو له څلور میاشتنيو حقونو سره برابر دی. خو امریکا دغه وړاندیز ونه مانه او پر ایران یې نوي بندیزونه ولګول چې ۱۶ موسسې، ۱۱ کښتۍ او ۱۰ کسان پکې شامل وو؛ نو په دې سره اروپا خپلې موخې ته ونه رسېده. د امریکا دغه کار په ښکاره توګه له ستونزو سره د اروپا مخ کول او په ایران کې یې د سوداګریزو ګټو ګواښل وو.

اروپا پر هوکړه ټینګار کوي، ځکه سیاسي او اقتصادي ګټې یې چمتو کوي؛ هغه داسې چې له امریکا سره به د هوکړه لیک د تړلو لپاره د ناستې توانايي پیداکړي او د دوی نړیوال قدرت به لوړ کړي. امریکا غواړي د اروپا لاسته راوړنې له منځه یوسي او په داسې ډول یې یوې څنډې ته کړي چې پر امریکا پسې روانه وي، نه دا چې د دغه هېواد پر وړاندې ودرېږي. همدارنګه د چین او روسیې لپاره هم دا ډول پلان لري. پر همدې اساس امریکا غواړي په یوازې توګه له ایران سره داسې هوکړه لاسلیک کړي چې چوکاټ یې خپله جوړ کړي، ترڅو په لومړي ګام کې خپلې اصلي ګټې او بیا وروسته د نورو هېوادونو ګټې خوندي کړي. دا ښکاره ده چې امریکا له شمالي کوریا سره په خبرو اترو کې چین ګوښه کړ، په داسې حال کې چې چین په دغه سیمه کې د نفوذ څښتن دی؛ خو د سیاسي کمزورتیا له امله ونه توانېد چې امریکا درې اړخیزې ناستې ته اړ کړي.

همدارنګه امریکا له شمالي کوریا سره هغه شپږاړخیزه خبرې لغوه کړې، چې روسیې، چین او چاپان هم پکې ګډون کاوه؛ ترڅو په یوازې توګه تصمیم ونیسي. بل دا چې امریکا وښيي، چې په نړیواله کچه سیال نه لري، په یوازې توګه نړیوالې اړیکې معلومې کړي او نور ورته ژمن پاتې شي. که ژمن پاتې نشي، پر هغوی فشارونه راوړي او بندیزونه پرې لګوي، تر دې چې د هغوی پر وړاندې عامه افکار تحریکوي؛ لکه څنګه یې چې د تروریزم په مسله کې د نړۍ ټولو هېوادونو د امریکا امر ومانه او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ورسره ملګري شول، د هغې قوانین یې ومنل او چا به چې سرغړونه وکړه، هغه به یې له ترورېزم سره په ملاتړ تورن کړ او بندیزونه به یې پرې ولګول، ترڅو د عامه افکارو د کرکې لامل شي. نو امریکا دا ډول په نړیوالو قضیو کې عمل کوي او خپله واکمني او ګټې خوندي کوي.

له همدې امله ښکاري چې د اروپا هڅې ډېرې سستې او ناکامې دي؛ ځکه ګومان کېږي چې هوکړه لیک به عملي نه شي او یوازې تر خبرو پورې به پاتې شي. اروپا په دغه کار سره راضي کېږي، ترڅو یوه زمینه برابره شي او د خپلو لاسته راوړنو په ساتلو کې ځنډ وکړي؛ په داسې حال کې چې امریکا غواړي نور هېوادونه ګوښه کړي او په یوازې ځان له ایران سره تړون لاسلیک کړي او ایران هم د امریکا له دغه کار سره همغږي لري. ایران تل د اروپا په اړه د امریکا له دریځ څخه په ګټې اخیستنې سره پر اروپا فشار راوړي، خو  د دې تر څنګ نورې ستونزې هم شته چې دغه تړون په بهرنۍ او کورنۍ کچه ځنډوي؛ ځکه ټرمپ غواړي داسې کار وکړي چې په ټاکنو کې یې د بریا زمینه برابره شي.

ایران یو ملتپال دولت دی، چې مذهبي اختلافونو ته لمن وهي او ګټه ترې اخلي. دغه هېواد د امریکا په رکاب کې د خپلو ګټو د خوندي کېدو هڅه کوي او د خپلو ګټو لپاره د امریکا نفوذ پیاوړی کوي. لکه څنګه چې په سورریه، عراق او افغانستان کې د دغه هېواد کړنې ولیدل شوې. اوس د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د تاسیس وخت دی، چې ډېر ژر به تاسیس شي او له هېچا سره به د جګړه ییز او اټومي وسلو د جوړښت په تړاو خبرې ونه کړي او لاسوهنې به یې ونه مني؛ بلکې هغه څه به ترسره کړي چې شریعت اجازه ورکړې او د دښمن د وېرولو لپاره به امکانات برابروي.

لیکوال: اسعد منصور

مترجم: بهیر «ویاړ»

Last modified onسه شنبه, 24 ډسمبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې