شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د قسطنطنیې د فتحې یاد
بسم الله الرحمن الرحيم
د قسطنطنیې د فتحې یاد

(ژباړه)

دا کوم لوی یاد دی چې موږ یې شاهدان یو؟ دا کوم یاد دی چې د بېزانس دولت لومړۍ پلازمېنه پکې د لوی اسلامي دولت پر پلازمېنه بدله شوه؟ دا کوم لوی ځواک او کومه ښکاره بریا ده؟ دا کوم عزت دی، چې په عامه توګه د مسلمانانو او په ځانګړې توګه د فاتحینو په برخه شوی دی؟

له دغې فتحې ۲۰۰ کاله وړاندې مغولو اسلامي خاورې وېجاړې او اشغال کړې او د هغوی خلیفه یې وواژه. په ۱۲۵۸م کال کې عباسي خلیفه معتصم باالله ووژل شو. تقریبا دوه میلیونه مسلمانان قتل شول او د خلافت پلازمېنه اشغال شوه. ښځې، نران او ماشومان ووژل شول؛ امت په پرله پسې توګه له ذلت سره مخ شو، تر دې چې الله سبحانه وتعالی قطر، بیبرس او د هغوی په څېر د اسلام اتلو ساتونکو ته توفیق ورکړ، چې د اسلام او مسلمانانو په ملاتړ راپورته شول.

د مغولو له بریدونو وړاندې د صلیبيانو بریدونو دوام درلود، چې مسلمانان پکې له ډول ډول ستونزو سره مخ شول، تر دې چې اتل صلاح الدین هغه بریدونه پای ته ورسول او له مسلمانانو څخه یې دفاع وکړه.

موږ ټولو تاریخ لوستی او پر دې پوهېږو چې د عباسي دولت په وروستیو کې حالت څه ډول و. مسلمانان د نړۍ د لېوانو له خوا شکنجه او له منځه وړل کېدل او د دوی لپاره تر ټولو ښه حالت دفاع و، نه یرغل. خلکو به پر امت ملنډې وهلې او هغوی ته به یې د ذلت په سترګه کتل؛ تر دې چې داسې مېړني خلک را پورته شول، چې له الله سبحانه وتعالی سره یې ژمنه وکړه او د رنځ، صبر او اوږدې مبارزې له زغملو وروسته یې عثماني خلافت تاسیس کړ او مسلمانانو ته یې دارالاسلام پرانیست. عثماني دولت د هغو ټولو بریاوو  پیل و، چې له تاسیس وروسته د مومنو او مخلصو نسلونو په واسطه دغه دولت ځواکمن شو. له دغو نسلونو څخه لوی عثماني سلطان او محمد فاتح راووتل، ترڅو د روم لومړۍ پلازمېنه د خلافت پر پلازمېنه بدله کړي. مسلمانان د همدغه عثماني دولت پر مټ له دفاعي حالت څخه یرغلېز حالت ته لاړل او بېلابېلې فتحې یې په برخه شوې، چې په سر کې یې د قسطنطنیې فتحه ده.

وروسته بېرته دغه حالت بدل شو. عثماني خلافت ړنګ شو او د مسلمانانو لپاره هېڅ داسې دولت پاتې نه شو چې هغوی سره متحد کړي او ملاتړ یې وکړي. په دې سره بېرته د شاته تګ وخت پیل شو، چې زموږ اوسنی حالت د هغه وخت ښه بېلګه ده. بغداد، فلسطین، شام او ډېری اسلامي خاورې یې اشغال کړې او بېرته د ذلت، سپکاوي او غم حالت ته ور وګرځېدو.

اې عزتمندو مسلمانانو! له شک پرته د قسطنطنې فتحه باید موږ راویښ کړي او زموږ پام دوو مهمو ټکو ته راواړوي:

لومړی: د اسلامي دولت د بیا تاسیس لپاره کار کول باید خپل لومړیتوب وګرځوو، څو له ځانه د محمد فاتح او صلاح الدین ایوبي په څېر کسان جوړ کړو.

دویم: دا دولت به د عثماني، عباسي او اموي خلافت په شان نه وي؛ بلکې دا به د نبووت پر تګلاره دویم راشده خلافت وي. هغه بریاوې به تر لاسه شي، چې تر اوسه پاتې دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه زېری ورکړی دی؛ لکه د یهودو ماته او د روم فتحه. نو د دنیا او اخرت لپاره د حزب التحریر په چوکاټ کې کار وکړئ، ترڅو د دغه دولت ماڼۍ ودروو.

﴿وَيَومَئِذٖ يَفرَحُ ٱلمُؤمِنُونَ بِنَصرِ ٱللَّهِ﴾

[روم: ۴-۵]

ژباړه: په هغه ورځ کې مومنان د الله سبحانه وتعالی له مرستې څخه خوشحالېږي.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې