پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پېړۍ معامله؛ څوک به فلسطین ازاد کړي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د پېړۍ معامله؛ څوک به فلسطین ازاد کړي؟

د دویم سلطان عبدالحمید (وروستي عثماني خلیفه) په وخت کې د فلسطین قضیه پر یوه نړیواله موضوع بدله شوه. که څه هم د خلافت دولت هغه مهال ځینې ستونزې درلودې، خو بیا هم انګلیسان ترې وېرېدل؛ نو له همدې امله یهودي هرتزل په ۱۹۰۱م کال کې د انګلیس په ملاتړ خپل استازی دارالخلافې ته ولېږه. دا چې هغه مهال عثماني خلافت له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان و، نو دغه استازي له ځان سره خلیفه ته ډېر غنیموتونه یووړل، ترڅو خلیفه د پیسو په بدل کې پرې د فلسطین یوه برخه وپلوري.

دویم سلطان عبدالحمید سربېره پر دې چې استازی یې ځان ته ور پرېنښود، بلکې په تندو او تاریخي جملو یې ځواب ورکړ. د دغه ځواب یوه برخه دا ده: «ډاکټر هرتزل ته نصېحت وکړئ، چې په دغه برخه کې جدي ګامونه وانه خلي، ځکه زه د فلسطین له یوې لوېشتې خاورې هم نه شم تېرېدلی... یهودان دې خپله میلیونونه شتمني له ځان سره وساتي، کله چې د خلافت دولت ړنګ شو، هغه مهال بیا فلسطین له پیسو پرته تر لاسه کولی شي.»
کله چې خلافت را نسکور شو، همداسې وشول. په ۱۹۱۷م کال کې د بالفور تړون په وسیله انګلیس په فلسطین کې یهودو ته لار هواره کړه او ملګرو ملتونو هم د انګلیس د دغه سیاست ملاتړ وکړ. یهودو په ۱۹۴۸م کال کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې دولت اعلان کړ. کله چې  امریکا د نړیوال سیاسي ډګر ته راودانګل، هڅه یې دا وه چې پر یهودو خپل نفوذ ډېر او د انګلیس لاس لنډ کړي. له همدې امله امریکا د یهودو دولت ته د انګلیس په پرتله متفاوته طرحه وړاندې کړه. انګلیس په فلسطین کې د یهودانو په رهبرۍ یوازې یو دولت غوښت، خو امریکا د دوو دولتونو طرحه درلوده، یعنې پر یهودي دولت سربېره فلسطیني دولت هم.  

د د نولسمې پېړۍ تر لومړۍ نیمایي پورې فلسطین په قضیه کې یوازې دوه سیالان (انګلیس او امریکا) یو د بل پر وړاندې ولاړ. کله چې د مسلمانانو ډال (اسلامي خلافت) ړنګ شو، نو ښکېلاک اسلامي خاورې ووېشلې او خپل لاسپوڅي حکام یې پکې وګومارل. اسلامي او عربي هېوادونو د ښکېلاګر یهودي دولت پر وړاندې هېڅ ډول پلان او پالیسي نه درلوده. هغوی خپل سیاستونه د دوو لویو قدرتونو (انګلیس او امریکا) پر محور تنظیم او تعقیبول، ان تر دې چې د عربو او اسراییلو جګړې هم د دغو دوو قطبونو د اجنډا پر اساس تر سره شوې. بالاخره امریکا په دې وتوانېدله چې د فشارونو او ډيپلوماسۍ له لارې د انګلیس طرحې ته ماته ورکړي او خپله عملي کړه. «د پېړۍ معامله» هغه امریکایي طرحه ده، چې د بیت المقدس په پلازمېنه کولو او په اسلامي نړۍ کې د امریکایي ګټو د خوندي کولو په موخه د یهودي دولت د بقا لپاره جوړه شوې وه، چې بالاخره ټرمپ اعلان کړه. پر دې ټولو سربېره امریکا په دریو دلایلو سره د یهودي دولت بقا غواړي:

۱ـ د یهودو دولت باید د لستوڼي مار په توګه کار وکړي، ترڅو د مسلمانانو د سیاسي او جغرافیوي یووالي مخه ونیسي.

۲ـ امریکا او غربي زورواکي د یهودو د دولت ملاتړ کوي، ترڅو مسلمان له هغوی سره په جګړه بوخت شي او خپل اصلي دښمنانو (انګلیس او امریکا) ته یې پام نه شي.

۳ـ غربیان د یهودو پر فساد، جرم، مکر او منافقت ښه پوهېږي او نه غواړي چې د هغوی تر منځ ښکېل شي؛ له همدې امله یې هغوی ته یو مرکز جوړ کړ، ترڅو له غربي ټولنو څخه ټول یهودیان ورته راټول شي.    

د خلافت له سکوت څخه تر دې مهاله د یهودي دولت پر وړاندې د مسلمانانو له خوا هېڅ قوي موقف او ادرس نه دی وړاندې شوی. ځینې عربي هېوادونه د امریکا او ځينې هم د انګلیس په ولکه کې شول، هر یوه د دغو دوو هېوادونو سیاستونه تعقیبلول. له یهودو سره د عربي هېوادونو ځینو حکامو پټې او ځینو په ښکاره اړیکې جوړې کړې، ان تر دې چې هغه یې په رسمیت وپېژانده او هغوی ته یې له خپله ادرسه له هر ډول ګواښ څخه ډاډ ورکړ. سعودي عربستان ـ هغه هېواد چې د مسلمانانو د رهبرۍ دعوه کوۍـ د یهودو د دولت په ملاتړ د امریکایي سیاستونو تابع دی.

امریکایي ورځپاڼې بلومبرګ په ۲۰۱۷م کې یو راپور خپور کړ، چې پکې راغلي دي: «جارید کوشنر» د ټرامپ زوم او یهود مشاور، د عربو او یهودو د دولت د سولې طرحه له «محمد بن سلمان» سره په توافق پر مخ وړي. دغه راز ایران په اسلامي نړۍ کې د شیعه دعوت کوونکی، چې ظاهراً د امریکا او یهودي دولت پر ضد چیغې وهي، په داسې حال کې چې تر اوسه یې د اسلام او مسلمانانو دښمنانو ته هېڅ زیان نه دی اړولی. برعکس د اسلامي نړۍ عامه افکار یې په داخلي شخړو سره مصروف کړي، چې یهود یې له یاده ووځي او زرګونه پوځي ځواک یې د مسلمانانو پر وړاندې په جګړه کې لګیا کړی دی. ښکاره بېلګه یې د لبنان «حزب الله» ډله ده، چې تر څنګ یې یهودي دولت په امن دی، خو د سوریې په انقلاب کې یې زرګونه مسلمانان له خاورو سره خاورې کړل.

رجب طیب اردوغان؛ د جعلي لقبونو، سرو او ژېړو کرښو څښتن. هغه څوک چې د اسلامي شعایرو لپاره یوازې کرښې باسي او د امت د درد لپاره یوازې مکارارنه اوښکې تویوي. هغه څوک چې د غرب په ځانګړې توګه امریکا په پیروۍ سوریې، لېبیا او افغانستان ته لښکر لېږي، خو د یهودو د ښکېلاکګر دولت پر وړاندې له یوه اړخه سرې کرښې ټاکي او له بل اړخه وایي: «د یهودو له دولت سره د ترکیې د اړیکو عادي کول به د سیمې په ګټه وي!»

اوسمهال یې په اسلامي نړۍ کې عامه افکار داسې غولولي، چې د فلسطین قضیه د فلسطینیانو داخلي قضیه بولي او یا هم دا قضیه یوازې په عربو پورې تړلې بولي. خو حقیقت داسې نه دی، ځکه چې د فلسطین قضیه په اسلامي امت پورې اړه لري او رېښې یې له اسلامي عقایدو څخه خړوبېږي. فلسطین هغه خاوره ده چې الله سبحانه وتعالی د مسلمانانو لومړۍ قبله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اسراء او معراج سره مبارکه خاوره وګرځوله. دغه خاوره د ښکېلاکګرو هدیره ده. فلسطین د صلیبیانو او مغولو د وحشت تجربه لري، خو بیا هم د مسلمانانو په لاس کې لوېدلی دی. دا هغه خاوره ده چې حضرت عمر فاروق فتحه کړه، صلاح الدین ایوبي ازاده کړه او دویم سلطان عبدالحمید د خپل سر په قیمت وساتله. دا په دې مانا چې یوازې د مسلمانانو امير او لښکر اسلامي خاورې ساتلی او ازادولی شي. د خلافت واحد او ځواکمن دولت به د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژمنه (د فلسطین ازادول او له یهودو سره جګړه) پوره کړي. په حقیقت کې همدغه «د پېړۍ معاملې» پر وړاندې د اسلام او قران معامله ده.

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې