پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت دولت د ۹۹ تلین په مناسبت د حزب التحریر د امیر محترم شیخ عطا ابن خلیل ابو رشته پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت دولت د ۹۹ تلین په مناسبت د حزب التحریر د امیر محترم شیخ عطا ابن خلیل ابو رشته پیغام

(ژباړه)

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله وصحبه ومن والاه وبعد:

 په عامه توګه اسلامي امت ته چې الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه امت ګرځولی، په ځانګړې توګه د حزب التحریر ځوانانو ته چې صادقانه او مخلصانه اسلامي دعوت لېږدوي او الله تعالی عزت ورکړی دی، دغه راز د دې پاڼې ټولو هغو درنو لوستونکو ته چې په ډېر شوق یې لولي، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

۹۹ کاله مخکې په دغه ورځ د هغه وخت جنایت کوونکي (مصطفی کمال) خلافت لغوه اعلان کړ. که څه هم دا ښکاره او ثابته وه چې د خلافت له منځه وړل ښکاره کفر او د اسلام حاکمیت له منځه وړل دي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حدیث سره سم، چې بخاري او مسلم روایت کړی وایي؛ باید د خلافت له منځه وړونکي سره مخامخ جګړه وشي. جناده ابن ابي امیه وایي: موږ په داسې حال کې عباده ابن صامت ولید چې هغه ناروغ و او ورته ومو ویل: الله تعالی دې شفا درکړي، موږ ته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه داسې حدیث ووایه، چې الله سبحانه وتعالی له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د هغه په اورېدو، تاته ګټه کړې وي. عباده ابن صامت وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم له موږ څخه وغوښتل چې بیعت ورسره وکړو او موږ هم ورسره وکړ. په دغو برخو کې یې له موږ څخه بیعت واخیست:

«أنْ بَايَعَنَا عَلَى السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي مَنْشَطِنَا وَمَكْرَهِنَا، وَعُسْرِنَا وَيُسْرِنَا، وَأَثَرَةً عَلَيْنَا، وَأَنْ لَا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ إِلَّا أَنْ تَرَوْا كُفْرًا بَوَاحًا عِنْدَكُمْ مِنَ اللَّهِ فِيهِ بُرْهَانٌ»

ژباړه: په سختۍ او اسانۍ، په غم او ښادۍ او نظر نورو ته موږ ته په لومړیتوب له موږ سره بیعت وکړئ. دغه راز له فرمان ورکوونکو سره تره هغه وخته جنجال ونه کړئ، تر څو مو چې ښکاره کفر نه وي پکې لیدلی، چې د الله تعالی پر وړاندې یې دلیل وګرځوئ.

نو واجب هغه وه، چې له مصطفی کمال سره د خلافت د سقوط پر مهال وسله واله جګړه شوې وای. قرباني ورکړل شوې وای، که په لوړ قیمت هم تمامېدای. خو هغه طاغوت چې د کومې جزا لایق و هغه جزا یې ونه لیده. له هغه وخته وروسته د بهترین امت تاریخ پیکه شو، چې د انسانیت د دعوت لپاره راوتلی و. هغه امت چې یو وخت یې د خلافت دولت درلود، چې د حق او عدالت په برخه کې ټوله نړۍ ترې وېرېده. خو اوس له پنځوسو زیاتې برخې شوی او هر یو یې د خپلې برخې لپاره له بلې برخې سره دښمني کوي. پر ټولو داسې بې رحمه واکمنان حاکم شوي چې پر هغوی رحم نه کوي. یوازې دا نه ده، بلکې چارې یې د استعمار او کفارو اجیرانو حکامو ته سپارلي دي. دغه راز شتمنۍ یې د الله تعالی د دین د دښمنانو اقتصادي څرخ ګرځولي.

په داسې حال کې چې د دې ځمکو او د خلکو شتمني غلا شوې او اقتصاد یې ړنګ دی او د دې ځمکو خلک ترې ګټه نشي اخیستی او حالت یې داسې دی چې «د یوه اوښ پر شا په وچه دښته کې اوبه بار وي او له تږې له منځه لاړ شي.» دا هم د دې احمقانو تر مخه واقع کیږي. او بې وزلي له حکامو او د هغوی شاوخوا خلکو پرته ټول خلک نیولي. دا هغه حکام دي چې د خپلو کړنو ګټه په ذلت او خوارۍ له خپلو بادارنو څخه اخلي او په دې کار سره له الله سبحانه و تعالی او پیغمبر سره یې خیانت کوي او هڅه کوي چې خلک د الله سبحانه و تعالی له لارې منحرف کړي.

اې مسلمانانو! خلافت د مسلمانانو سرنوشت ټاکونکې مسئله ده؛ له دې لارې حدود پلي کیږي، حرمت ساتل کیږي، د فتوحاتو زمینه برابریږي او اسلام او مسلمانان په پت او عزت سره اوسیږي. دا ټول د غالب او باحکمت الله په کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنت او د صحابه وو په اجماع کې راغلي. او بسونکې ده چې مسلمانان د دې درېیو چارو په هکله فکر وکړي څو پوه شي چې خلافت څومره لویه فریضه ده:

لومړی: دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده چې طبراني په معجم الکبیر کې له عاصم او ابو صالح او هغوی له معاویه رضی الله عنه څخه روایت کړی چې ویې ویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې ویل:

«وَمَن مَاتَ وَليسَ في عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

ژباړه: هر څوک په داسې حال کې ومري چې له چا سره بیعت ونلري د جاهلیت پر مړینه مړ شوي.

او دا د مسلمان د ګناه پر عظمت دلالت کوي چې په داسې حال کې له خلیفه سره د بیعت کولو لپاره کار نکوي چې وس یې لري. نو پر دې دلیل دی چې باید حتما خلیفه شتون ولري او له هغه سره بیعت وشي.

دویم: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته صحابه کرام رضی الله عنه پر دې بوخت شول چې خلیفه وټاکي په داسې حال کې چې د میت خاورو ته د سپارلو لپاره عجله په نصوصو کې ډېره یاده شوې ده. په معرفه السنن و الاثار کې بیهقي ویلي: «شافعي له ابو سعید څخه روایت کړی: تر ټولو غوره عجله د میت خاورو ته سپارل دي، کله یې چې مړینه تثبیت شي.» دا د هر میت په هکله ده او حتی که رسول الله صلی الله علیه وسلم میت وي. نو صحابه کرام رضی الله عنه د پیغمبر پر جنازه هم د خلیفه ټاکل مقدم وګڼل. دا په دې دلالت کوي چې صحابه کرام رضی الله عنه د خلافت په اقامه کولو اجماع لري چې د رسول الله خاورو ته سپارل یې وځنډول او د خلیفه پر ټاکلو بوخت شول.

درېیم: عمر رضی الله عنه د خپل وفات پر ورځ د خلیفه د ټاکلو لپاره شپږ هغه کسان وټاکل چې د جنت زېری ورکړل شوی و او درې ورځې یې وخت ورکړ او وصیت یې وکړ چې که تر درېیو ورځو یې د خلیفه پر ټاکلو هوکړه ونکړه نو له درېیمې ورځې وروسته دې مخالف کس ووژل شي او پنځوس کسان یې دې کار ته وګومارل. حال دا چې هغوی ته د جنت بشارت ورکړل شوی و، حل و عقد شورا غړي او د صحابه وو کبار وو. او دا کار د صحابه وو تر مخ تر سره کېده. خو دا چې دا کار ناسم ګڼل شوی وي او یا یې چا مخالفت کړی وي کوم روایت نشته دی. نو دا هم دلالت کوي چې د مسلمانانو لپاره ناسمه ده چې له درېیو شپو او ورځو زیات وخت د خلیفه په نشتون کې تېر کړي. خو نن پر موږ د «درېیو ډېرې ټولګې» تېرې شوي!! لا حول و لا قوه الا بالله. نو اې مسلمانانو خلافت ډېر لوی امر او د مسلمانانو سرنوشت ټاکونکې مسئله ده.

اې مسلمانانو! له دې ټولو سره سره موږ د الله سبحانه وتعالی له رحمت څخه نا هیلې نه یو:

﴿إِنَّهُ لَا يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ﴾

[یوسف: 87]

ژباړه: له الله سبحانه و تعالی څخه له کافرانو پرته بل څوک ناهیلي کیږي نه.

ځکه چې د الله له رحمت څخه یوازې کافران ناهیلې دي. هغه هم په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی د ځمکې د خلافت هغو مومنینو ته وعده ورکړې چې صالح عمل تر سره کوي.

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ﴾

[نور: 55].

ژباړه:الله ستاسو له هغو کسانو سره چې ایمان راوړي او ښه عملونه وکړي، وعده کړې چې هغوی په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي لکه چې له هغوی څخه مخکې تېر شوي خلک یې ګرځولي ول.

همداسې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دکتاتورانو له حاکمیت څخه وروسته، چې اوس موږ پکې اوسېږو، د نبوت پرمنهج د خلافت د راتګ وعده ورکړې: «ثم تکون خلافة علد منهاج النبوة». یعنې دا چې له هغې وروسته به د نبوت پر منهج خلافت وي. دا حدیث احمد له نعمان بن بشیر څخه روایت کړی.

خو هغه څه مو چې مخکې وویل بیا يې هم تکرار وایو او ټینګار کوو چې له شکه پرته الله قادر او غالب دی او که یې موږ د دین نصرت وکړو نو زموږ نصرت به وکړي. او هغه دا دی چې د دې امر له مخلصینو او صادقینو څخه وو. د الله سنت همدا دی چې له اسمان څخه ملایک راښکته نشي چې زموږ پر استازیتوب د خلافت قایمېدو ته کار وکړي او موږ تکیه وکړو او یوازې لیدونکي وو. بلکې الله سبحانه و تعالی که وغواړي نو ملایکې به هم راواستوي که موږ په رښتیا سره کار وکړو. په هر نصرت او بریا کې د الله سبحانه و تعالی وعده همداسې ده. که هغه وعده د خلافت د راتګ په هکله وي او یا که د الله سبحانه و تعالی په لار کې د هرې جګړې په هکله وي.

او موږ د الله سبحانه و تعالی حمد او ستاینه کوو چې دې امت ته یې د حزب التحریر په رامنځته کېدو سره عزت ورکړ؛ هغه حزب چې خپل ځان یې د اسلامي ژوند او د خلافت رامنځته کولو ته وقف کړی دا حزب په رښتیا سره داسې رهبري ده چې خپلو خلکو ته دروغ نه وايي. داسې حزب دی چې اصلیت او ښه بوی یې ښکاره دی او هر هغه څوک یې چې د حس کولو وس نه لري له هغې لرې کیږي او غورځي. موږ دا حزب همداسې ګڼو او ټول شباب یې قاطع با عزم او فعاله مخلص خلک پېژنو، داسې خلک چې اخرت له دنیا څخه لوړ ګڼي او خپله شپه د الله رحمت ته او د هغه سبحانه و تعالی او د پیغمبر د وعدو تحقق په هیله سبا کوي او دا د الله سبحانه و تعالی لپاره ستونزمنه نه ده.

په پای کې، د خلافت تاسیس یوازې د حزب التحریر پر ځوانانو نه، بلکې پر هر مسلمان چې د دغه امر وړتیا لري فرض دی. نو اې مسلمانانو زموږ ملاتړ وکړئ او اې مسلمانو پوځيانو موږ ته نصرت راکړئ او په دې سره د انصارو سیرت او نصرت راژوندی کړئ، کله چې یې د الله سبحانه و تعالی دین ته نصرت ورکړ؛ الله سبحانه و تعالی هغوی ته د مهاجرینو وروڼه وویل، د هغوی ستاینه یې وکړه او په خپل سپېڅلي کتاب کې یې له هغوی څخه له کوم قید پرته د رضایت اعلان وکړ؛ خو یو قید یې کېښود او هغه قید د پیروۍ او احسان و:

﴿وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ﴾[توبه: ۱۰۰].

ژباړه: هغه مهاجرین او انصار چې تر ټولو د مخه د ایمان بلنې ته په لبیک ویلو کښې وړاندې شول، دغه راز هغه کسان چې وروسته له نېکۍ او رښتینولۍ سره په په هغو پسې راغلل؛ الله سبحانه و تعالی له هغوی څخه خوښ او دوی له الله سبحانه و تعالی څخه خوښ شول. الله سبحانه و تعالی د هغوی لپاره داسې باغونه (جنتونه) چمتو کړي دي، چې لاندې به یې ویالې بهېږي او هغوی به پکې د تل لپاره اوسېږي. همدا ډېر لوی بریالیتوب دی.

 د الله سبحانه و تعالی له دین سره نصرت او د خلافت تاسیس د فضیلت او د اجر د لویوالي له امله و، چې حتی ملایکو د سعد ابن معاذ جنازه ولېږدوله، ځکه چې د الله سبحانه و تعالی له دین سره یې نصرت کړی و. لکه څرنګه چې حاکم په المستدرک علی الصحیحین کې روایت کړی دی.

په پای کې، هر څوک چې د خلافت له تاسیس څخه وړاندې د تاسیس لپاره یې نصرت او فعالیت کوي؛ اجر یې څو ځله له هغه کس څخه زیات دی چې وروسته له تاسیس څخه یې نصرت او مرسته کوي.

 ﴿لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُولَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِينَ أَنفَقُوا مِن بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ﴾

[حدید: ۱۰].

ژباړه: ستاسې څخه چې کوم کسان له فتحې (بریا) څخه وروسته مالي لګښت او جهاد وکړي، هغوی هېڅکله له هغو خلکو سره نه شي برابرېدلای چې له فتحې څخه مخکې یې مالي لګښت او جهاد کړی دی؛ د هغو درجه په وروسته وخت کې له مالي لګښت کوونکو او جهاد کوونکو څخه ډېره ستره ده؛ که څه هم الله سبحانه و تعالی له دې دواړو سره غوره ژمنه کړې ده. څه چې تاسو کوئ الله سبحانه و تعالی پرې خبر دی.

او موږ له الله سبحانه و تعالی څخه عاجزانه غواړو چې (د خلافت د راپرځېدلو د ۹۹مې کلیزې یاد) مخکې له دې چې ۱۰۰مه کلیزه یې یاد کړو د لوی نصرت زمینه وګرځي او بیا هغه راشده خلافت له سره پر نړۍ وځلېږي. 

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

[روم: 5].

ژباړه: او په دغه ورځ (د روم په برلاسه کېدو) به مسلمانان د الله سبحانه و تعالی په ورکړل شوې بریا باندې خوشالي وکړي. الله سبحانه و تعالی د هر هغه چا سره مرسته کوي چې خوښه یې شي او هغه برلاسی او پوره رحم لرونکی دی.  

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ستاسو ورور د حزب التحریر امیر عطأ ابن خلیل ابو الرشته

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې