جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کرونا؛ د ډیموکراتیکو دولتونو ناسمې حللارې او اسلامي بدیلونه
بسم الله الرحمن الرحيم
کرونا؛ د ډیموکراتیکو دولتونو ناسمې حللارې او اسلامي بدیلونه

خلک او سياسي نظام د هر ناورين د حل لپاره حللارې له هغه مبداء یا ايډيولوژۍ څخه اخلي چې خلک او سياسي نظام پرې عقيده لري. مګر د کرونا نړيواله وبا په داسې حال کې افغانستان ته راغلې چې سياسي نظام يې پر ډيموکراسۍ او پانګواله ايډيولوژۍ عقيده لري او عام ولس پر اسلام او اسلامي حللارو. نو ځکه د ولس او نظام تر منځ د افهام او تفهيم ژبه ستونزمنه کيږي او کوم پیغامونه او حللارې چې دولت رسوي، خلکو ته عملي او حللارې نه برېښي. نو ځکه دولت له دغه وبا سره د خلکو له چلند څخه راضي نه دی او خلک هم د دولت له پاليسيو او حللارو څخه.

د کويډ ۱۹ نړيوالې وبا د خپرېدو په اړه د خلکو د وېرې فعال علاج ته اړتيا ده، ترڅو خلک په ټولنه کې خپله د وېرې د خورېدو سبب نشي او غير لازمو طبي خدماتو ته لاس وانه چوي، ځکه دا د دوی د بدن معافيت لا را ټيټوي. مګر دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې دولت، ولس، علماوو او رسنيو په ګډه د واحد اسلامي فکر، عقيدې او حللارو په توګه له ناورين سره چلند کړی وای.

له هر څه د مخه يې ټولنې ته پیاوړي او قوي اسلامي مفاهيم وړاندې کړي وای. هغه دا چې خلکو ته يې د دې فضا جوړه کړې وای چې کورونا يوه ويروسي وبا ده چې په ټولنه کې د نورو ناروغيو خلاف په ساري ډول خپريږي. دغه وبا په نړۍ کې د بشري نظامونو، وضعي قوانينو او د ضعيفو انسانانو د عقلي حللارو د تطبيق پایله ده، نو ځکه باید انسانان بېرته د الله سبحانه وتعالی لور ته، د هغه د را استول شوي دين (اسلام) حللارو ته رجوع وکړي او له اخلاصه ډکه توبه وباسي. ځکه په دې اړه الله متعال فرمايي:

﴿ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

[الروم: 41].

ژباړه: په وچه او اوبو کې د خلکو د لاسونو پر عملونو سره فساد ښکاره شوی دی، نو الله سبحانه وتعالی پر دوی باندې د هغو عملونو د سزا خوند څکي چې دوی ترسره کړي دي، ښایي چې دوی رجوع وکړي.

مګر دغه ناروغي د انسانانو د مړينې سبب نه ده، بلکې د مرګ سبب د يوه انسان د اځل د نېټې رارسېدل دي، چې هغه هم یوازې د الله متعال په علم او واک کې دی. او دا هغه څه دي چې په قرآن او سنتو کې په قطعي ډول ثابت دي. طاعون، وبا، کرونا او ... یوازې د مړينې حالات دي او بس. د افغانستان اکثره وګړي، پر دغه مفهوم باور لري، مګر نظام او حاکم چارواکي اصلا په ټولنه کې د دا ډول مفهوم پر خپرولو باور نه لري. حال دا چې یوازې همدغه مفهوم زموږ د ټولنې د معافيت پر لوړولو کې کافي رول ادا کولی شوای.

دې ته ورته دا فضا شوې وای چې وبا د پخوانيو امتونو لپاره عذاب و، مګر د اسلامي امت لپاره رحمت او شهادت دی. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: «أَنَّهُ عَذَابٌ يَبْعَثُهُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَأَنَّ اللَّهَ جَعَلَهُ رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنِينَ لَيْسَ مِنْ أَحَدٍ يَقَعُ الطَّاعُونُ فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابِراً مُحْتَسِباً يَعْلَمُ أَنَّهُ لَا يُصِيبُهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ إِلَّا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ شَهِيدٍ»

رواه البخاري.

ژباړه: داسې عذاب دی چې الله سبحانه و تعالی پر هر چا چې وغواړي نازلوي او الله هغه د مومنانو لپاره رحمت جوړ کړی هر څوک چې د طاعون د راتګ پر مهال په هماغه ځای کې پاته شي او صبر وکړي او پوه شي چې د الله سبحانه و تعالی له غوښتنې پرته بل څه نه پرې نازلیږي، هغه ته به د شهید اجر ورکړل شي.

مګر زموږ د حکومت او رسنيو په فرهنګ کې اصلا د اځل، صبر، رحمت او شهادت مفاهیم نه ترسترګو کيږي. بلکې هرڅه يې د کفري نړۍ پر تجربو او د نړيوال روغتيايي سازمان پر توصيو ولاړ دي. چې دا خپله زموږ پر ټولنه د الله سبحانه وتعالی د عذاب د نازلېدو او د عامو او خاصو انسانانو د هلاک کېدو سبب ګرځي. ځکه زموږ چارواکي زموږ په اسلامي عقيده او مفاهيمو باور نه لري، بلکې له الله سبحانه وتعالی سره يې د اړيکې پرځای له کفري دولتونو او کفري نړيوالو سازمانو سره اړيکه پیاوړې کړې ده او د الله سبحانه وتعالی د لارښوونو پر ځای د کفارو لارښوونو ته تسليم شوي دي.

حال دا چې مسلمانان باید د الله سبحانه وتعالی لور ته د دعا، توبې، مسکينانو سره د مرستې، د مريضانو د علاج لپاره د صدقاتو راټولولو ته وهڅول شي او خلکو ته ورپه یاد شي چې په دنيا کې مسلمانانو ته د هر راز ضرر رسېدل په آخرت کې د هغوی لپاره د ستر اجر لامل دی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلاَ وَصَبٍ وَلاَ هَمٍّ وَلاَ حُزْنٍ وَلاَ أَذًى وَلاَ غَمٍّ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا، إِلاَّ كَفَّرَ اللَّهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ»

رواه البخاري.

ژباړه: مسلمان ته د ستونزې، مصيبت، هم، حزن، ضرر، غم او آن د یوه اغزي داخلېدل د هغه بدن ته نه دي، مګر د دې لپاره چې الله متعال يې له ګناهونو څخه کموي. 

لازمه وه چې حکومت له لومړي سره له هغو هېوادونو سره خپل ځمکنی او هوايي تګ راتګ بند کړی وی او يا يې شفاف کړی وای چېرته چې د کويډ ۱۹ وبا خپره شوې وه. مګر دوی له دغه چارې سره ډېر بېباکانه چلند وکړ. آن خپل ولس ته يې په دوامدار ډول دروغ وويل او په هوايي ډګرونو، سرحدونو او ځانګړو شوو روغتونونو کې يې د لازمو تدابيرو تبليغات کول، خو اکثره يې ظاهري او دروغ وو. ترهغه چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د خلکو په منځ کې ناروغي خپره شوه.  

دې ته ورته ټول هغه کسان چې افغانستان ته له بهره راتلل، باید له کافي معایناتو او څېړنو وروسته ټولنې ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوې وای. په دې برخه کې هم غير شفاف او سليقوي چلند وشو. ځکه حاکم چارواکي د دغو کارونو لپاره لازم امکانات نه لري او څه يې چې د خلکو له جيبونو نه د مالياتو تر نامه لاندې غلا کړي وو، هغه يې ټول په ډيموکراتيکو ټاکنو کې د خپلو رقابتونو لپاره مصرف کړل.

همداراز په کورونو کې د قرنطين مسئله باید له لازمو، شرعي، معقولو، علمي او واقعي لارښوونو سره سم ترسره شوې وای. حال دا چې په دغه برخه کې افغان دولت د خپلو کافرو بادارانو څخه ړوند تقلید کوي او د نړيوال روغتيايي سازمان فشارونو ته له هر ډول معقولیت پرته تسليمېږي. ترڅو د الله متعال د رضایت او د خپل مسلمان ولس د خدمت او مصؤنيت پرځای د خپلو بادارانو رضایت ترلاسه کړي. نو ځکه وينئ چې په دې برخه کې د تدابيرو په لړۍ کې پراخ تناقضات او ستونزې ليدل کيږي.

د کويډ۱۹ وبا د مړينې کچې ته په کتو، د ټولنې تر ټولو زړو، ضعيفو او ناروغو انسانانو ته مرګ ژوبله پېښوي. په ماشومانو، ښځو او ځوانانو کې يې د مرګ ژوبلې کچه ډېره کمه ده. دغه واقعيت ته په کتو د نړۍ اکثره سیاستوال، پانګوال او د رسنيو خاوندان د دغه وبا د مرګ تر تهدید لاندې دي، نو ځکه هغوی د ځان د ساتنې لپاره داسې تدابير نيسي چې ګڼې سياسي، اقتصادي، ټولنيزې او اخلاقي ستونزې رامنځ ته کوي او په ټولنه کې د ګډوډۍ سبب کيږي. نو ځکه ستر ناورين له کورنا څخه نه، بلکې د کافرو، ظالمو او لاسپوڅو چارواکو له غلطو تدابيرو او حللارو څخه احساسيږي او دا هغه ټکی دی، چې غربي چارواکي يې د ځان ساتلو په قيمت د کپېټلېستي ناورین سره مخ کړي او په ټولنه کې يې د توليد، توزيع او خدمتونو وړاندې کولو څرخ په ټپه درولی او د سهامو بازارونه سخت رالوېدلي، افرادو او شرکتونو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي. تر دې چې د پانګوالۍ وهمي ارقام، د بانک نوټونو ارزښت او ... هرڅه بربنډ شوي دي.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې باید د وړيا معايناتو خدمتونه تامين شوي وای. حال دا چې په دې برخه کې شوي اقدامات نه کافي دي او نه هم افغانستان شموله.

لکه څنګه چې زموږ په جګړه ځپلې خاوره کې د فقر، بې کارۍ او لوږې ستونزه ټول احساسوي، دولت باید خلکو ته لازمې مرستې رسولې وای او همداراز يې د ټولنې پر شتمنو کسانو غږ کړی وای او پر هغوی يې ټاکلې ماليه وضع کړې وای، ترڅو د شتمنو ترڅنګ د بې وزلو د ژوند د چارو سرپرستي هم په ښه توګه ترسره شوې وای.

خلکو ته باید د پاک کولو او وينځلو وسايل په وړيا توګه وېشل شوي وای، په ځانګړي ډول د هغو کورنيو لپاره چې هغوی يې د اخيستلو وړتيا نه لري.

پر سوداګرو باندې احتکار د یوه حرام عمل په توګه منع شوی وای، ترڅو د وبا تر نامه لاندې يې د خلکو له جيبونو څخه پاتې پيسې نه وای غلا کړې. خو دا ټول هغه وخت ممکن وو چې زموږ نظام اسلامي وای او چارواکو مو پر اسلامي حللارو باندې عقيده درلودای. ځکه اسلام د يوه مکمل دين په توګه زموږ دا ډول ناورینونو ته هم کافي حللارې لري. آن تر دې چې اوس یو شمېر غربي مفکرين او متخصصین د نړۍ په لويو ورځپاڼو کې د هغو يادونه کوي. د بېلګې په توګه ډاکټر کريګ کونسيډين نيوزويک ته په یوه لیکنه کې ليکلي وو چې پيغمبر محمد «لومړنی» کس و چې د وبا پرمهال يې روغتيايي بېلوالی او د شخصي نظافت ساتلو تجويز ورکړی دی.

ځکه بخاري په خپل صحیح کتاب کې له اسامه بن زید او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلَا تَدْخُلُوهَا وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا مِنْهَا»

ژباړه: کله مو چې واورېدل چې په یوه ځمکه کې طاعون رامنځته شو هغې ځای ته مه ځئ او کله چې په داسې ځای کې اوسېدئ چې طاعون رامنځته شو، له هغې څخه بهر مه ځئ.

نو دا د دولت دنده ده، چې د دا ډول ناروغيو پر مهال د خلکو فکري او رواني وضعيت د اسلام پر بنسټ ثابت وساتي او عملا د ناروغۍ د رامنځ ته کېدو ځای قرنطين کړي او د هماغه سيمې اوسېدونکي اړ کړي، ترڅو هم هلته پاتې شي او دې ته ورته د نورو سيمو اوسېدونکو ته اجازه ورنه کړي چې په وبا اخته سيمې ته لاړ شي. چې دا چاره نه چين دولت، نه نورو دولتونو او نه هم افغان دولت ترسره کړه. ځکه دغو ټولو ته د خلکو د ژوند په پرتله مادي ګټې او سياسي رقابتونو اهمیت درلود.

دا يوازې اسلامي دولت دی چې خپل مسوولیت به د الله سبحانه وتعالی د رضايت لپاره، د خلکو د چارو په سمه سرپرستۍ سره، د بشپړ اخلاص په ترڅ کې درک کوي او په امانت دارۍ سره به خلکو ته لازم خدمات رسوي. ځکه دولت شرعا مکلف دی چې ټولې روغتيايي اړتياوې، خدمات او درمل په وړيا توګه خپلو اتباعو ته ورکړي. دا مهال به د ناروغانو لازمه درملنه کيږي او سالم کسان به هم د جمعې لمونځ، هم نور فرض لمونځونه په جماعت ادا کوي او د حج او عمرې چارې به هم پر مخ بيايي او په عادي توګه به ټولنیز او اقتصادي ژوند د مخکې په شان پر مخ روان وي. نه دا چې د عامه او اقتصادي ژوند په درولو سره به روغتيايي ناورين په ستر بشري ناورين بدلوي. هغه مهال به خليفه، والي، د کور مشر او بل هر مسوول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه حدیث شریف چې «کُلکُم رَاعٍ او یا فَالإِمَامُ رَاعٍ، وَهْوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ» رواه البخاري. چې هر یو ستاسو مسوول دی او یا امام هغه راعي دی چې د خپل رعيت مسوولیت لري. پر بنسټ عمل کوي. نو له اسلامي نظام پرته زموږ چارې د راعي (شپانه) په لاس کې نه، بلکې د لېوانو په واک کې دي او د هر ناورين پرمهال چې خلک ګورې، لکه یتيمان، چې له هرې دروازې شړل شوي او رټل شوي دي. نو دا د ټولو مکلفیت دی چې د دغو لاسپوڅو نظامونو حقيقت درک کړي او د هغوی د راپرځولو او پر ځای يې د اسلامي نظام د تاسيسولو لپاره په ګډه مبارزه وکړي. حزب التحرير ستاسو په منځ کې د مخلص لارښود په توګه مبارزه کوي او خپل اهل (امت) ته هېڅکله دروغ نه وايي؛ نو راپورته شئ، هم د کورونا د ناورين پر وړاندې يو بل ته لاس ورکړئ او هم د اسلامي نظام د تاسيس لپاره، ترڅو له اوسني ناوړه وضعيت څخه ووځو او د رب العالمين رضايت ترلاسه کړو.

سیف الله مستنیر

د حزب التحرير ولایه-افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې