جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له اقتصادي ناورین سره د امریکا مخ کېدل
بسم الله الرحمن الرحيم
له اقتصادي ناورین سره د امریکا مخ کېدل

(ژباړه)

د امریکا ولسمشر ټرامپ ویلي؛ د دې امکان شته چې هېواد به یې د کرونا د خپرېدو له کبله له اقتصادي ناورین سره مخ شي.  دغه راز د پنجشنبې په ورځ د امریکا مرکزي بانک وویل، چې امریکا د کرونا د اقتصادي اغېزو له کبله له اقتصادي ناورین سره مخ ده او د دغه ناورین مخه نه نیول کیږي.

د امریکا مرکزي بانګ اقصادپوه، مایکل مایر وویل: «موږ د امریکا اقتصاد، د راټیټېدو په حال کې سقوط بولو او دا په لوړ اواز او رسمي اعلانوو.» هغه زیاته کړه : «کار، شتمني او باور به له منځه ولاړ شي. دغه بانګ باور لري چې اقتصاد به په دویمه ربع کې زیانمن او ۱۲٪ راکم شي.

زه په هغو خبرونو زیات باور نه لرم، چې د اقتصاد پر سقوط، بلاوو او فوري انزوا ټینګار کوي. خوکله چې په ۱۹۷۲م کال کې په امریکا کې له بانک نوټونو څخه د طلا پشتوانه د یوه لوی نړیوال ناورین څخه د خلاصون په موخه لغوه کړل شوه، ورځ په ورځ باور زیاتېده او د پورونو پر مټ په لګښتونو کې مصنوعي زیاتوالی راغی، چې همدا د صنعت د پرمختګ لامل وګرځېد. هغه پورونه زیات شول، چې په راتلونکو کې یې د ترلاسه کولو امکان نه و. ځکه ډېری نښې ښيي، چې ۳۰٪ غربي په ځانګړې توګه هغه امریکایي شرکتونه چې په دغو پورونو کې راګیر دي، له ماتې سره مخ شوي دي. خو دغه شرکتونه په مصنوعي تنفس (پورونه) ژوند کوي، چې د سقوط تر وخته یې ټول اقتصادي سیسټم تر لاسه کولی شي. دا ښکاره ده چې مرکزي بانګونو د ګټې کچه را ښکته کړې او له پشتوانې پرته یې د پیسو په چاپ کې زیاتوالی راوستلی او دغه پیسې شرکتونو ته پور ورکوي. له پشتوانې پرته د پیسو چاپ، د اقتصادي زوال او ناورین مخه نه شي نیولی، بلکي یوازې د هغه حجم ته په کتو، د هغه وخت ځنډوي. ان له دغو هېوادونو څخه ځینو یې د حل لار ورکه کړې ده. د اېټالیا لومړی وزیر وایي چې اېټالیا د کرونا ویروس کنټرول په بشپړه توګه له لاسه ورکړی، ځمکنۍ(بشري) حل لارې پای ته رسېدلي او هرڅه یې اسمان ته پرېښي دي!  

بحث باید تر خیالونو، اندېښنو او د ناورین په خیالي تصور کې د ډوبېدو لامل نه شي، ځکه دا په نړۍ کې د الله تعالی له امر سره په ټکر کې کیږي. د پانګوالۍ نظام منشا د ناورینونو پیل وو او دا کومه نوې خبره هم نه ده. دغه نظام د ۱۹۲۹م نه تر ۲۰۰۸م کال په ناورین کې و او اوس هم په ناورین کې دی؛ خو دغه نظام  یوازې د لنډمهاله حلارو او له بلې لارې د ناورین د له منځه وړلو په هڅه کې دی. خو تر ټولو مهمه پوښتنه داده چې دغه مکر به تر کله دوام وکړي؟ ځکه د الله سبحانه و تعالی په رضا به واقعي او د باور وړ سقوط د هغه چا پر لاسه ترسره شي، چې دغه پاچاهان له مخې لرې کړي. مثلاً: کمونېزم او د هغوی سیاسي بنسټ له فزیکي نښتې پرته، د نورو حزبونو له خوا سقوط شو او دا موضوع د پانګوالي د مبدا له سقوط څخه وروسته په کپیټالیستي هېوادونو کې د یوې عملي اېډیولوژۍ په حیث یوه مفکوره پاتې شوه. اوسمهال دغه خبرې اترې پر هغو سیاسي نهادونو نفوذ نه لري او اغېزه نه پرې کوي، چې پر نړۍ یې حاکمیت کړی، نړیوال یا سیمه ییز نفوذ لري او یا هم مرکزي ځواک دی.

په پوره ډاډ ویلی شو، چې دغه پرلپسې ناورینونه به دوی کمزوري کړي او په پایله کې به د دوی یوه برخه د خپلمنځي کړکېچونو له کبله میدان پرېږدي، یوه ډله نور به د رامنځته شوو ستونزو او ناورینونو په وجه له سیالۍ پاتې شي. ځکه د دغو ناورینونو  له اغېزې او فشار څخه انکار کول، د دې قدرتونو د سیاسي فکر ستونزه او له واقعیت څخه ناسم درک دی. دغو پاچاهانو پخوانیو لاملونو او له منځه تلونکو محدودیتونو ته پام ونه کړ، نو اغېزې به یې زیاتې وي. له شک پرته چې دغه ماتې یوه بل داسې سیاسي نهاد ته په تمه ده، چې د دوی له سیاسي او فرهنګي بنسټونو سره په ټکر کې وي. دغه نهاد باید د غرب پخواني نهاد پر وړاندې مبارزه وکړي. هغه هم که غرب خپلې ټولې مفکورې، نظریې او مکتبونه څنډې ته کړي، خو بیا هم داسې باورونه ورسره پاتې شي، چې بحث پرې وکړي. دغه راز خلک د نظام پر وړاندې، په خپل ځان بې باوره شي او په ټولو سیاسي او اقتصادي برخو کې د دوی په مقابل کې  مبارزه وکړي.  

دا یو حساس پړاو دی، چې موږ اړباسي له خیالونو لاس واخلو او په تمه پاتې نه شو. دا هغه څه دي، چې د امت سیاستوال او مبارزین یې باید وغواړي. د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې شکر کوو؛ هغه چا چې هوښیارانه عمل کړی،  باور لري چې ژوند ته د اسلام پر راګرځېدو کې د اسلامي فکري رهبرۍ له بریا او د الله سبحانه وتعالی د ژمنې د ټینګښت او د خلافت تاسیس، دا ټول هغه حوادث دي چې د دقیقې نېټې په اړه یې یوازې الله سبحانه وتعالی پوهېږي. د تغییر په برخه کې له سیاسي او فکري پوهې وروسته عمل بریا راوړي، د الله تعالی د دغه قول پر بنسټ: 

﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ

(سوره رعد آیه 11)

ژباړه: هېڅکله الله سبحانه وتعالی د یوه قوم حالت نه بدلوي، څو یې چې پخپله بدل نه کړي.

دا هغه امر دی، چې د دوی  د بریا دلایلو  د اګاهانه  مېزان په اراده پورې اړه لري:

﴿إِنْ تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ

(سوره محمد آیه 7)

ژباړه: که تاسو د الله سبحانه و تعالی له دین او پیغمبر سره  مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسو سره مرسته وکړي او ستاسو قدمونه به ټینګ کړي.

د نهضت په شتون کې د الله سبحانه وتعالی د نصرت ترلاسه کول او ژوند ته د اسلام راستنول ممکن دي. دغه راز له دې دواړو سربېره د الله تعالی سنتونه، وسایل، تغییر او د تغییر اراده به هم ټینګه شي.

په پای کې باید ووایو: که کفر د اوسنیو ټکانونو په وسیله هر څومره کمزوری شي، چې ان په موقت ډول پر ځمکه را پرېوزي او شته ناروینونه یې پر ګونډو هم کړي، خو د هغوی کامل سقوط چې د دوی لپاره به مرګ وي د یوه بنیادي سیاسي بنسټ په لاس ترسره کېږي.ځکه د غربي فکر له سقوط وروسته اوسنی بحث د پاچاهانو او پاچاهیو دی، نه د بنیادونو او اېډیولوژیو. که د الله تعالی رضا وه، اسلامي امت به ډېر ژر د خلافت تر چتر لاندې راټول شي. دغه راز د خپل ځواک په اوج کې له دغو ځواکونو قوي دی؛ خو پوښتنه دا ده چې څه ډول؟ په داسې حال کې چې اوسمهال کمزوری دی او دغه کمزوري یې درې لاندې لاملونه لري:

لومړی: امت له کایناتو، انسان، او ژوند څخه یو ټولیز سیاسي ـمعنوي فکر لري، چې د یوه انسان په توګه د بشر ستونزو ته رادانګي. دغه راز دا یوه سالمه مفکوره ده، چې فکر ته قناعت ورکوي، له فطرت سره سمه ده او زړه ته سکون ورکوي. همدارنګه دا داسې یو فکره او عقیده ده چې غرب او پانګوالي نظام په وېره کې اچوي.

دویم: امت داسې مادي امکاناتو، شتمنۍ او انرژي لري، چې بل هېڅوک یې نه لري.

درېیم: که امت اجماع هم ونه لري، خو د حاکمیت، سیاسي برخې، حزبونو او اکثریت امت لپاره بنسټیزه سیاسي رهبري لري.

په موجود سیاسي بنسټونو کې دغه درې شیان  به ډېر ژر د الله سبحانه وتعالی په رضا په نړیواله توګه په قدرت کې د اساسي او کیفیت لرونکي تغییر لامل شي. وروسته دغه بنسټ په اسانۍ سره کولی شي چې د غرب او پانګوال نظام پاتې شونې د خپلو شته زخمونو او ستونزو په وجه له منځه یوسي او الله سبحانه وتعالی په دغه کار توانا دی. لکه څنګه چې فرمایي:

﴿الم* غُلِبَتِ الرُّومُ ۚ فِي أَدْنَى الأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ۚ فِي بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ الأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ ۚ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ۚ وَعْدَ اللَّهِ لاَ يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ

(سوره روم آیات 1-6)

ژباړه: الف، لام، میم. رومیان مغلوب شوي دي او دغه ماتې په نیږدې هېواد کې رامنځته شوه. خو له دغې ماتې وروسته به دوی ډېر ژر برلاسي شي. له دغې ماتې او بریا مخکې او وروسته، دا څو کاله ټول کارونه د الله تعالی په خوښه تر سره کیږي. دغه راز له بلې بریا وروسته به ټول مومنان خوشحاله شي، الله تعالی د قدرت څښتن او رحیم ذات دی. همدارنګه دا هغه ژمنه ده، چې الله سبحانه وتعالی کړې، الله تعالی همېشه پخپله ژمنه دریږي؛ خو ډېری خلک په دې نه پوهیږي.     

له الرایه جریدې څخه

لیکونکی: استاد حسن حمدان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې