جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د کورونا پایلې؛ هغه بحران چې یو نوي نړیوال نظم ته اړیتا لري
بسم الله الرحمن الرحيم
د کورونا پایلې؛ هغه بحران چې یو نوي نړیوال نظم ته اړیتا لري

(ژباړه)

د هرې ورځې په تېرېدو کورونا له سخت بحران څخه پرده پورته کوي، چې د پانګوال نظام د افکارو او قانون جوړونې په برخه کې ورسره مخ دی.

په داسې حال کې چې د کورونا ویروس ډېر خلک له منځه یووړل، موږ دې پایلې ته رسېږو، چې د بحران د رامنځته کېدو لامل وېروس نه، بلکې اصلي بحران د پانګوال نظام په صحي سیسټم کې دی. اصلي وېره او ټولیز ډار یا هغه اقتصادي کړکېچ چې تېښته ترې ناشونې ده، د دغو ټولو علت غلطو فکري اساساتو او هغه غلط سیسټم ته ورګرځي چې له انساني ارزښتونو تش او پانګوالي نظام پرې ولاړ دی.

له شک پرته چې اوسنیو بحرانونو ته په کتو بشر یو بنسټیز بدیل ته اړیتا لري. دغه راز بشر تر بل هر وخت زیات یو داسې سیاسي نظام ته اړتیا لري، چې د انسانانو امور د عدالت پر بنسټ رهبري کړي. داسې نظام چې پکې د روغتیا برخه، د درملو تولید او علمي څېړنې د انسانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر سره کېږي. همدارنګه هغه نظام چې له عمر او روغتیایي حالت په پام کې نیولو پرته د خلکو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکوي، نه دا چې اقتصادي ګټو ته لومړیتوب ورکړي. لکه اوس چې په پانګوالي نظام کې تر سره کېږي.

د موضوع ارزښت ته په کتو لاندې ټکي بیانوو:

۱. په ډېری غربي هېوادونو کې یو ځل بیا د پانګوالي نظام هغه بدرنګه څېره ټولو ته ښکاره شوه، چې د انسان تر ژوند یې اقتصادي ګټو ته لومړیتوب ورکړ او هغه حل لارې چې د دغه نظام پلویانو او پلي کوونکو د کورونا وېروس پر وړاندې د مبارزې لپاره وړاندې کړې.

امریکا، د غربي نړۍ په اصطلاح هغه هېواد چې ازادۍ یې رامنځته کړې، اوس پر بیمې شرکتونو ولاړ نظام په دلیل له لویې غمیزې سره مخ دی؛ هغه غمیزه چې د دغه نظام د بحران زیږېدو کیسې کوي. پر دې سربېره، حکومت د خلکو د روغتیا په پرتله خپلې اقتصادي ګټې د جدول په سر کې کړې دي. په ډنمارک کې دولت پخپلو تړونونو کې د روغتیایي چارو په برخه کې د بودیجې د ډېروالي سیاست مخته وړي او دا هغه څه دي چې د بحران د رامنځته کېدو په دوام کې په څرګنده توګه معلومېږي. اقتصاد پوهان له یوه کاله راپدېخوا پر حکومت نیوکې کوي چې د روغتیا برخې لپاره یې ۶میلیارده کرون ځانګړي کړي دي، هغه اندازه پیسې چې له نیمې بودیجې سره برابرېږي او د روغتیا برخه د مالیې وزارت په وړاندیز ورته اړتیا لري.

۲ـ له شک پرته چې پر نړۍ اوسني واکمن نظام د کورونا بحران په حل کې خپله ناکامي وښوده. ځکه څه موده مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ګواښ کړی و، چې ډېر ژر به دغه ویروس د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم خپور شي او په ډېر احتمال چې په یو نړیوال بحران به بدل شي. کله چې دغه ویروس خورېدل پیل کړل، د روغتیا نړیوال سازمان توصیه وکړه، څو ټول شکمن کسان معاینه شي او د دغه ویروس د مخنیوي لپاره یاد کسان قرنطین شي. اروپایي دولتونو دغه ګواښ جدي ونه نیو. دغه کار د دې لامل شو، څو د روغتیا د نړیوال سازمان ډېر شمېر پوهان پر غربي دولتونو د کورونا د مخنیوي د تګلارو له کبله نیوکه وکړي.

۳ـ له شک پرته چې د وبا (ټول نیوونکو) ناروغیو پر مهال اسلام پر مسلمانانو ځینې تدابیر لازم کړي دي. لکه: نظافت او پاکوالي ته پام کول او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو لپاره قرنطین دی. دا امر په نصوصو کې پېژندل شوی امر دی. سربېره پر دې، اسلام د اجل مفهوم، پر الله سبحانه وتعالی توکل او پر قضا رضایت هم ثابت کړی دی؛ په داسې بڼه چې مسلمان ته یې په دې اړه چې روغتیا، ناروغي، ژوند او مرګ د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دي، هېڅ ډول شک نه دی پرېیښي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قُل لَّن يُصِيبَنَآ إِلَّا مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَنَا هُوَ مَوۡلَىٰنَاۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ﴾

‏[توبه:۵۱]

ژباړه: دوی ته ووایه چې تاسو هېڅکله موږ ته کومه ګټه او زیان نه شئ رسولای. دا هر څه یوازې د الله سبحانه وتعالی په واک کې دي. هماغه الله تعالی زموږ رب دی او موږ مومنان باید پر هغه سبحانه وتعالی توکل وکړو.

۴ـ له شک پرته چې دا یوازې د اسلام او خلافت نظام برکت دی، چې په عادلانه او سمه توګه د بشر د ستونزو د حل وس لري. ځکه اسلامي شریعت تل له مادي ګټو د انسانانو ژوند ته لومړیتوب ورکړی او د دا ډول ناروغیو د خپرېدو پر مهال دولت خپل ټول مادي وس او پر شتمنو د مالیو له لارې، له ناروغۍ سره پر مبارزې ورټولوي. دغه راز غریبو خلکو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

دغه ویروس پر داسې مهال په نړۍ کې خپور شوی، چې اتو تنو د ځکمې د کرې د نیمایي اوسېدونکو  شتمني د ځان کړې ده.

نو اوس هغه وخت دی چې بشر د پانګوالي نظام له شر څخه د خلاصون په موخه د یو حقیقي بدیل موندلو لپاره خپلې سترګې پرانیزي. ځکه د پانګوالي نظام د حاکمیت او دوام له وخته د بشر ډېری برخه امنیت، ارامتیا او سکون نه لري؛ خو موږ مسلمانان بیا هم زیری ورکوو او په دې باور لرو چې الله سبحانه وتعالی دنیا د خلافت راګرځېدو لپاره چمتو کوي. دغه راز پر دې باور لرو، هغه وخت به خلافت راځي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت د الله سبحانه وتعالی د دین د احکامو پر بنسټ د نړۍ رهبري او د خلکو د چارو نظم په لاس کې واخلي او همدارنګه د بشر د هدایت څراغ یې وګرځي.

لیکوال: عبدالرحمن محمد ـ ډنمارک

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې