جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د کوچني اختر د را رسېدو په اړه د حزب التحریر- ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د مبارکۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
د کوچني اختر د را رسېدو په اړه د حزب التحریر- ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د مبارکۍ پیغام

د حزب التحریر- ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر له طنجې تر جاکاراتا پورې ټول اسلامي امت ته د اختر د را رسېدو له امله مبارکي وايي. په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې ژوند یې د خیر لوري ته دعوت او د اسلامي حاکمیت د بیا را ګرځېدو لپاره مبارزې ته وقف کړی دی. د رحمت، مغفرت او د دوزخ له اوره د خلاصون د میاشتې په پای ته رسېدو سره د ارحم الراحمین له درباره غوښتنه کوو چې ستاسې روژه، قیام، صدقات او مبارزات په خپل دربار کې قبول کړي او د خیر، برکت، نصرت او بریالیتوب دروازې د اسلامي امت پر مخ پرانيزي.

الحمدالله د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس له امنیتي ګواښونو او د کرونا وایروس د خپرېدو له خطر سره سره د روژې غوره او وړ استقبال وکړ او دا عظیمه فریضه یې ترسره کړه. نو د اختر په راتګ سره خوشاله اوسئ، ځکه چې دا خپله د الله سبحانه و تعالی حکم دی.

پکار ده چې د روژې اصلي پیغام له روژې وروسته هم هېر نه کړو او هغه یوازې له خوړولو او څښلو ډډه کول نه دي، بلکې د ژوند ټولې برخې را نغاړي او په ټولنیزو او فردي چارو کې د الله تعالی احکامو ته غاړه اېښودل دي. په ډیموکراتیک نظم که نه ګډون، له غربي استعمار او اشغال سره مبارزه، د پانګوالۍ، دیموکراسۍ او نشنلېزم د مفکورو ردول، له ټولو ارزښتونو سره یې د دولت–ملت نه منل او د غربي بشري حقونو او نړیوالو کنوانسیونو نه منل د روژې له سیاسي پیغامونو څخه شمېرل کېږي.

پوه شئ چې د مومنانو واقعي اختر هغه وخت دی چې اسلامۍ نړۍ د غیر اسلامي نظامونو له افکارو او لوېدیځ استعمار څخه خلاصه شي او د راشده خلافت په تاسیس سره اسلام په کامل او شامل ډول د ژوند په ټولو برخو کې پلی شي. نو د داسې عظیم سعادت لپاره د حزب التحریر د افکارو او پروګرامونو ملاتړ وکړئ او په دې ستر بدلون کې خپل رول ولوبوئ. هغه بدلون چې په هغو کې اسلام واکمن او مسلمانان خوشالیږي.

وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ ‏بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ [الروم: ۴-۵]

او په هغه ورځ به مسلمانان خوشالیږي. (هو! خوشالېږي) د الله تعالی د نصرت له امله. الله تعالی له هر هغه چا سره مرسته کوي چې ویې غواړي او هغه عزیز (پر خپلو دښمنانو باندې برلاسی) او (پر خپلو دوستانو باندې) ډېر مهربانه دی.

د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې