شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په اسلامي هېوادونو کې واکمن دولتونه د کفارو په خدمت کې دي
بسم الله الرحمن الرحيم
په اسلامي هېوادونو کې واکمن دولتونه د کفارو په خدمت کې دي

(ژباړه)

الله سبحانه وتعالی د اسلام دین رالېږلی، تر څو د انسان اړیکه له خپل ځان، الله تعالی او نورو کسانو سره تنظیم کړي. دغه راز الله سبحانه وتعالی د انسان ستونزې په یوه مبدا پورې تړلي، چې عقیده ده او له هغې څخه یو نظام راپورته شوی. دغه اړیکې یې له خالق سره د عباداتو، له نورو کسانو سره د معاملاتو او ژمنو او همدارنګه له خپل ځان سره د خوراک، پوښاک او اخلاقو له لارې تنظیم او وړاندې کړې دي. الله سبحانه وتعالی د دغو چارو د پلي کولو لپاره پر خپلو بنده ګانو د یوه اجرایي بنسټ تاسیسول فرض کړي دي، څو د دغو چارو د تحریف مخنیوی او ساتنه یې وکړي. دغه راز دا نهاد د دې لپاره رامنځته کوي چې نړیوالو ته دغه پیام ورسوي. یاد بنسټ د یوه بنسټیز دولت په چوکاټ کې وړاندې کېږي، چې مبدا عقیده وبولي او منګولې پرې ټنیګې کړي. هغه اسلامي دولت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسیس کړی و، د مبدایي دولت تر ټولو ښه بېلګه ده. هغه دولت چې په کورنیو چارو کې یې اسلام پلی او د دعوت له لارې یې بهر ته ولېږداوه او همدارنګه ۱۳پېړۍ یې دوام پیداکړ. بالاخره مسلمانانو د یوه داسې نظام په سترګه نه ورته کتل چې ستونزې یې حلوي، ترې لرې شول، نو دغه دولت د کفارو او د هغوی د مزدورانو په وسیله له منځه ولاړ.

کله چې اسلامي دولت له منځه ولاړ، نو غربي کفارو په اسلامي خاورو کې داسې مزدور او د خپل ځان تابع نظامونه رامنځته کړل، چې له عقیدې او د امت له نظام سره یې هېڅ ډول اړیکه نه درلوده. دا دولتونه د یوه مبدایي نظام د رامنځته کېدو له وېرې رامنځته شول او همدارنګه د هغو مزدورانو لپاره د مکافاتو په خاطر جوړ شول، چې له خپل امت او مبدا کرکه لري. دا مزدوره طبقه خپلو بادارانو ته تر ټولو غوره ده، چې په قدرت کې باید پاتې شي. د ال سعود شاهي او د ایران جمهوري دولت یې تر ټولو ښې بېلګې دي.

د ال سعود شاهي دولت د انګلیس په واسطه رامنځته شو او دغه راز نور یې د یهودو په وسیله په فلسطین کې جوړل شول. کله چې د آل سعود شاهي دولت رامنځته شو، له امت او خپلې مبدې سره یې دوښمني پیل کړه. دغو دولتونو د عثماني خلافت پر مهال له کفري دولتونو سره مرسته وکړه او بالاخره اسلامي دولت له منځه ولاړ. که څه هم دغه دولتونه په لومړیو کې د اسلام په جامه کې راپورته شول، خو له اسلام سره یې خپل خیانت ته دوام ورکړ. خپل قدرت یې ټینګ کړ او وروسته یې پر خپل ځان په دې دلیل هر ډول قیام او نیوکې منعه کړې چې ولي الامر دي. زه هغو کسانو ته حیران یم چې لاهم ناپوه دي، په ذهن کې یې همدغه مفکوره شته، په داسې حال کې چې دا روښانه ده، چې د آل سعود دولت د امریکا امر منونکی دی او د امریکا پلانونه عملي کوي. لکه په یمن کې د امریکا په غوښتنه د «پرېکنده طوفان» په نامه عملیات، چې پر مخ یې وړي. دغه پلان هم خپل پیروان لري او اوسمهال موږ د دې شاهدان یو چې یاد پلان د حوثیانو په مرسته د انګلیس د مزدورانو کمزوري کولو لپاره و او همدارنګه د امریکا نفوذ یې هلته زیات کړ.

د دې تر څنګ، د فلسطین په اړه د آل سعود دریځ هم ټولو ته روښانه دی، چې د یهودو ملاتړ کوي او د امریکا پلانونو عملي کوي. د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ذی اتلانتیک امریکایي ورځپاڼې ته وویل: «یهودیان حق لري چې د خپل ملي دولت تر څنګ او د خپلو نیکونو په خاوره کې ژوند وکړي. دغه راز هر ملت د دې حق لري، چې په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.» د بن سلمان خبرې هغه حقایق ښکاره کوي، چې ډېره موده د پردې تر شاه پاتې وو. هغه زیاته کړه: د آل سعود حاکمان هېڅلکه د امت د دوښمنانو دوښمن نه وو. هغوی پخپله د امت او د امت د قضیو پر وړاندې جنګېدلي دي. دغه حاکمان انګلیس او امریکا ته په مزدورۍ کې په مختلفو وختونو کې متفاوت و، خو له امت سره د خیانت او د امت دوښمنانو ته د خدمت لپاره یې یو نظر درلود، که د مسلمانانو د وژنو او شمتنیو د لوټولو په بیه هم تمامېده.

دغه راز هغه کسان چې د ایران سیاست څاري، پر دې ښه پوهيږي، چې دغه سیاست هم د آل سعود غوندې دی او دواړه له اسلام سره په مبارزه کې برابر دي. ایران په سیمه کې د امریکا له سیاست سره مساوي پر مخ ځي. دغه راز ایران په سیمه کې د امریکا د مرکزي نقطې حیثیت لري. امریکا د عراق، سوریې، یمن، افغانستان، لبنان  او ځینو نورو هېوادونو په چارو کې پر ایران باور لري. ایراني رهبرانو څو ځلې له امریکا سره په همکارۍ اعتراف کړی، دغه راز د افغانستان او عراق په نیولو کې یې هغوی ته زمینه مساعده کړه. د مقاومت شعارونه یې یوازې دروغ دي. د بېلګې په توګه، په لبنان کې یې د هغوی له پوځ څخه بېل د خپل مذهب له پیروانو پوځ جوړ کړی او وسلې یې ورکړې دي. د لبنان دولت دغه حزب له غړو او وسلو سره په رسمیت پېژندلی او بل هېڅ دا ډول حزب یې په رسمیت نه دی پېژندلی. موږ پر دې پوهېږو چې د لبنان واکمن نظام سیکولر دی او امریکا او فرانسې په خپل منځ کې وېشلی دی. د ایران حزب په لبنان کې د سوریې له حاکم نظام سره مرسته وکړه، خو امریکا د بشار اسد په ملاتړ په سوریه کې د لبنان د برید مخه ونه نیوله. ایران او ایراني ملېشو د بشار اسد (د امریکا مزدور) ته د شام په ورګرځولو کې زیاتې مرستې وکړې. دغه مرستې یې د ترکیې، روسیې او سعودي په همکارۍ ور ورسولې. یاد ټول هېوادونه په شعارونو او بیانیو کې متفاوت دي، خو موخه ټوله د امریکا پر پله تګ دی. له ایران سره د حوثیانو اړیکه تر لمر هم روښانه ده. امریکا د ایران په وسیله له حوثیانو سره د وسلو او پوځي زده کړو مرسته وکړه، څو په زور د یمن چارې کنټرول کړي. ځکه امریکا په دې پوهېږي، چې د سیمې اکثره سیاستوال د انګلیس په لاس جوړ شوي دي.

هغه کسان چې سیاسي حالت له نېږدې څاري او د امت او اسلام مخلصین دي، پر دې ښه پوهیږي چې دغه نظامونه د اسلام او مسلمانانو قاتلین دي، ځانونه یې مسلمانان ښودلي او یوازې په شعارونو ناپوه خلک غولوي. واقعیت دا دی، چې دوی د کفارو په خدمت کې دي، په ښکاره د فلسطین د ازادۍ شعارونه ورکوي، خو په حقیقت کې له کومه وخته چې رامنځته شوي، د فلسطین پر وړاندې جنګېدلي دي.

له دغو دوو دولتونو برعکس، مبدایي دولت به د امت هېڅ امر هېر نه کړي، ځکه پر دې ښه پوهېږي، چې بقا یې د مبدې په بقا کې نغښتې ده. له دې اړخه مبدایي دولت تل داسې کرښې باسي او داسې لارې جوړوي چې په ټولو برخو اقتصادي، پوځي، ساینسي او د زده کړو په برخو کې د دنیا رهبر پاتې شي. هېڅکله نه غواړي په نړیوال ډګر کې دویم ځای ولري او هېڅکله یې په زړونو کې د اسلام له دوښمنانو وېره نه وي. پر اسلام منګولې لګول، مبدایي او پوره د اسلام پلي کول د رهبرۍ او پرمختګ لومړۍ کرښې ته خپل پیروان رسوي، لکه څنګه چې پخوا د اسلامي خلافت په وخت کې و. اسلامي دولت به په خپل سیاست کې له هېڅ کوم دولت څخه پیروي ونه کړي. دغه راز تل به د ژوند په ټولو برخو لکه، حکومتولۍ، اقتصاد، زده کړو، داخلي او بهرني سیاست کې اسلام پلی کړي.   

دا به فکري حماقت وي چې اسلام یوازې په فردي عباداتو، خیریه کارونو او ځینو نورو خلاصه کړو. سره له دې چې دا کارونه لوی اجر لري، خو دا د ستر اسلام یوه کوچنۍ برخه ده. په ځینو برخو کې د اسلام خلاصه کول، د مزدورو نظامونه قوي کول دي، چې په حقیقت کې دا لویه جفا او د الله سبحانه وتعالی ستر عذاب تر شاه لري. دغه لویه ګناه دعوت او په ټولیزه توګه د اسلام پلي کول له منځه وړي. دغه دعوت هغه مهال بریالی کېږي، چې د نبووت پر تګلاره وي. هغه طریقه چې د امت له عقیدې څخه اخیستل شوې، تر څو د امت قدرت بېرته رامنځته کړي او راشده ثاني خلافت تاسیس شي. په دغه وخت کې به امت نهضت تر لاسه کړي. نو د حزب التحریر ځوانان د دغه دولت د ایجاد لپاره سیاسي کار کوي، شپه او ورځ له تاسو څخه غواړي چې له دوی سره په دغه کار کې یو ځای شئ.

لیکوال: علی القاضي ـ ولایه یمن

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ژباړن: حبیب الله حبیب

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې