جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د کرونا په پلمه د روژې په اعمالو او عباداتو کې د ستونزو رامنځته کول
بسم الله الرحمن الرحيم
د کرونا په پلمه د روژې په اعمالو او عباداتو کې د ستونزو رامنځته کول

(ژباړه)

د روان کال روژه داسې را ورسېدله چې پخوا په څېر مو هرکلی ورته ونه کړ. مسلمانان باید په دې غمجنه فضا کې ډېر متوجه وي، ځکه داسې خلک شته چې نه غواړي مسلمانان دې د دغې میاشتې له خیر او برکت څخه ګټه واخلي. هغوی هڅه کوي چې د دغې میاشتې د ډله ییز عبادت غوره بڼه بدله او پیکه کړي. د دیني چارو وزارتونه/ حج و اوقاف د مسلمانانو په بېلابېلو خاورو کې د حکومتونو په امر په خپل سر فتواوې ورکوي. سره له دې چې د جوماتونو تړلو ته دوام ورکوي، په جوماتونو کې په جماعت سره د لمانځه کولو مخه هم نیسي. د جمعې لمنځونه یې له وړاندې ځنډولي وو ... د تراویح لمونځ یې منعه کړی و، په داسې حال کې چې د روژې په مبارکه میاشت کې به لوی جوماتونه له خلکو ډک وو، د لمونځکوونکو کتارونه به له جومات څخه بهر هم غځېدلي وو او حتا د جومات شاوخوا لارې به تړلې وې. اعتکاف او د ډله ییز روژه ماتي ټول فعالیتونه یې پرېنښودل او د روژې هغه ځانګړې عمره یې هم منعه کړه، چې مسلمانانو به یې ادا کولو ته سخته لېوالتیا درلوده او د خلکو شمېر به پکې حتا له حاجیانو هم ډېر و. دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث و:

«فَإِنَّ عُمْرَةً فِيهِ تَعْدِلُ حَجَّةً معي»

ژباړه: د روژې په میاشت کې عمره کول داسې دي لکه له ما سره چې یو ځای حج وکړي.

پر دې سربېره رسنیو هم رذالتونه کول او د روژې په فرضیت کې به یې ستونزې راپورته کولې؛ داسې چې ایا مسلمان ته روا دي چې د کرونا ویروس له امله خپله روژره وخوري؟ دوی د ځان ساتلو ته د عبادت تر ادا کولو لومړیتوب ورکوي ... او هغه کسان چې د مسلمانانو خیر نه غواړي، په دې هڅه کې دي چې له روژې څخه د ډله ییز عبادت صفت لېرې کړي او په بدل کې یې خلک په کور کېناستلو او خرابو سریالونو ته په تسلیمېدو اړ کړي. نارینه او ښځینه هنرمندان یې د دغې مبارکې میاشتې ستوري ټاکلي وو او دا مخنیوی په اصل کې د دولت له قوانینو سرچینه اخلي او لازمي یې ګڼي.

له شک پرته هغه کسان چې د مسلمانانو واک یې په لاس کې دی او د جوماتونو د مخنیوي او تړلو پر اساس امر کوي، تل د الله سبحانه وتعالی د شریعت خلاف روان دي. د دغه ویروس پیداکېدل ورته یو فرصت و، چې دا ډول تصمیمونه پلي کړي؛ لکه څنګه چې د مسلمانانو د یووالي راتګ یې له سترګو څخه خوب تښتولی و او پر وړاندې بیخي ناتوانه وو، ځکه دغو حالاتو د دوی حقیقت را برسېره کاوه. دوی به هر کال هڅه کوله چې د روژې میاشتې په را رسېدو سره داسې لوبه وکړي، چې په یوه ورځ د مسلمانانو د روژې او اختر مخنیوی وکړي. موږ مسلمانانو ته دا یادونه کوو، چې د دوی دین د امت دین دی، نه د افرادو؛ د وحدت او یووالي دین دی، نه د اختلاف؛ د دولتدارۍ، اساسي قانون او هغو قوانینو دین دی چې اجازه نه ورکوي یوازې په عباداتو او اخلاقیاتو پورې محدود شي.

مسلمانان باید په پوره توګه دا درک کړي، چې حکام یې لېوان دي او په هر لوري چې دوی ولېږي، خیر یې نشته. د کرونا په شان ناورین د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کې هم رامنځته شوی و. ده او لویو صحابه کرامو له هغه ناورین سره ایماني چلند وکړ او د کرنتین پر مهال شرعي احکامو ته ژمن وو. د دې تر څنګ هغه ناورین صحابه کرام د جهاد او نورو عباداتو له کولو را ونه ګرځول او چارې یې داسې مخته یووړې، چې د شریعت د احکامو خلاف نه وې.

مسلمانان باید خپل واک او اختیار په خپل لاس کې واخلي؛ داسې چې له ناروغۍ سره احتیاط وکړي، خو پرته له دې چې عبادات دې وځنډوي یا یې په پلي کولو کې ستونزې رامنځته کړي. که چېرې ناروغۍ ځینې اړتیاوې درلودې، نو له شک پرته چې هره اړتیا ځانګړې اندازه لري. نه باید ټول خلک بند پاتې شي او نه هم په پوره توګه ټول ازاد پرېښودل شي؛ دا رول یوازې د رباني علماوو لخوا ادا کېدلی شي، نه د رسمي او درباري علماوو لخوا.

 

له الوعی مجلې څخه اخیستل شوی- شمېره ۴۰۴

 ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې