سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حلال او حرام د قاعدې افراطي ویلو په اړه
بسم الله الرحمن الرحيم
د حلال او حرام د قاعدې افراطي ویلو په اړه

لومړی اړتیا ده چې یوه مهم مطلب ته اشاره وکړو. کله چې د حلال او حرام په تړاو خبرې کېږي، موږ د یوې انساني طرحې په تړاو چې د رد او منلو وړ تیا لري، خبرې نه کوو، ځکه حلال هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی هغه حلال کړي او حرام بیا هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی حرام کړي دي... حلال او حرام یوه وړاندې شوې انساني طرحه نه ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایي:

«الْحَلَالُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ فِي كِتَابِهِ، وَالْحَرَامُ مَا حَرَّمَ اللَّهُ فِي كِتَابِهِ»

حلال هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی پخپل کتاب کې حلال بللي دي او حرام هم داسې څه دي چې الله سبحانه وتعالی پخپل کتاب کې حرام کړي دي.

او همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّ الْحَلَالَ بَيِّنٌ وَالْحَرَامَ بَيِّنٌ»

ژباړه: حلال او حرام واضح او مشخص دي.

حلال هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی د هغه ترسره کولو ته اجازه ورکړې او پر هغه عمل هېڅ مجازات نه لري. حرام بیا هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی د هغه ترسره کول حرام او منع کړي دي. مرتکب ته یې په دنیا او اخرت کې جزا ورکول کېږي.

حلال او حرام د مسلمانانو په ژوند کې د اعمالو د سنجش مقیاس او د یوې فرقې او ډلې ځانګړنه نه ده. په دې مانا چې حلال او حرام د الله سبحانه وتعالی له اوامرو او نواهیو څخه عبارت دي. څنګه چې ویل شوي، حلال ترسره کېږي او له حرام څخه ډډه کېږي. هغه څه چې له دې دایرې وتلي نه دي، د بدلون وړ نه وي او د منفعت پر اساس د هغه په اړه حکم نه کېږي؛ بلکې په دې اړه یوازې شریعت دی چې حکم فرمان دی او بس. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ ۗ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا﴾ (الاحزاب: 36)

ژباړه: هېڅ نر او ښځه دا حق نه لري، کله چې الله سبحانه وتعالی او د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم امر لازم وبولي او دوی نافرماني وکړي.که هر څوک نافرماني وکړي، په ښګاره لارورکۍ او ګمراهۍ کې راګیر شوی دی.

د څیزونو په تړاو د ټولو شرعي دلیلونو په څېړنې سره قاعده دا ده چې په څیزونو کې اصل، تر هغه چې د حراموالي د ښکاره کېدو لپاره یې دلیل پیدا نه شي، هغه اباحت دی او دا چې په کړنو او افعالو کې اصل په شرعي حکم پورې مقید دی، نو پر همدغه اساس موږ د کوم فعل او کړنې په تړاو د الله سبحانه وتعالی له شرعي حکم پرته تصمم نه شو نیولی.

که یو مسلمان د کوم څه لپاره شرعي حکم نه شي پیدا کولی، دا د اجتهاد او شرعي احکامو په تړاو د هغه د نه پوهېدو پایله ده. په دې مانا چې داسې حالت هېڅ وخت په شرعي دلیلونو کې نقض نه دی. الله سبحانه وتعالی ښه ښکاره د اسلام د بشپړوالي او ټولشموالي په تړاو د قیامت تر ورځې هر ډول حکم ته چې انسان اړتیا ولري، داسې فرمایلي دي:

﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا﴾ (المایده: 3)

ژباړه: نن ورځ مې ستاسو دین بشپړ کړ او خپل نعمت مې پر تاسو تمام کړ او همدارنګه اسلام مې ستاسو د دین په توګه ومانه.

او همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَاناً لِكُلِّ شَيْءٍ﴾

ژباړه: ما پر تا دغه کتاب نازل کړ چې د هر څه بیانوونکی دی.

همدارنګه د مسلمان لپاره دا حرامه ده چې له کوم شرعي دلیل پرته کوم څیز او یا فعل حرام او حلال وبولي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمْ الْكَذِبَ هَذَا حَلَالٌ وَهَذَا حَرَامٌ لِتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لاَ يُفْلِحُونَ﴾ (النحل: 116)

ژباړه: د هغو درواغو له امله چې تاسو یې په ژبه وایئ (یو څه حلال او بل حراموئ)، مه وایئ چې دا حلال او دا حرام دي، څو په الله سبحانه وتعالی پورې درواغ وتړئ. په رښتیا هغه کسان چې په الله پورې درواغ تړي، هغوی به بریالي نه شي.

پر همدغه اساس، حلالو او حرامو ته ژمن پاتې کېدل اعتدال او استقامت دی او له حلالو څخه ډډ او د حرامو ترسره کول عین افراطیت او انحراف دی.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ﴾ (هود: 112)

ژباړه: کله چې تاسو فرمان تر لاسه کړی، استقامت وکړئ او همدارنګه کوم کسان چې له تا سره الله سبحانه وتعالی ته راغلي، (استقامت کوونکي) او طغیان مه کوئ، ځکه الله سبحانه وتعالی هغه څه ویني چې تاسو یې ترسره کوئ.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ﴾ [عمران: ۷]

ژباړه: هغه داسې کس دی چې پر تا یې دا کتاب نازل کړ، څنګه چې ایاتونه یې محکم او ښکاره دي او د دغه کتاب اساس تشکیلوي.  دغه کتاب ته په مراجعې سره په ایاتونو کې هر ډول پېچلتیا لېرې کېږي. په یوه برخه کې ورته ده [هغه ایاتونه چې د مطلب کچې د لوړېدو او نورو اړخونو لپاره په لومړي لیدلوري کې مختلف اټکلونه پکې رامنځته کېږي، خو محکمو ایاتونو ته په کتو د هغه تفسیر ښکاره کېږي.] هغه کسان چې په زړونو کې یې انحراف دی، د مشابهاتو په لټه کې دي، یا فتنه اچونه کوي (یعنې خلک لارورکي کړي) او د هغوی لپاره ناسم تفسیر غواړي. په داسې حال کې چې د هغو په تفسیر کې له الله سبحانه وتعالی او له راسخانو پرته بل څوک نه پوهېږي. هغه کسان چې د علم په رڼا کې د قرانکریم د ټولو ایاتونو د غوره درک او فهم په لټه کې دي وایي: موږ پر ټولو ایمان راوړی او ټول د الله سبحانه وتعالی له لوري دي.» د عقل له څښتنو پرته نه ذکر کېږي او دا حقیقت نه درکوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم فرمایي:

«إِنَّ الْحَلَالَ بَيِّنٌ وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ، وَبَيْنَهُمَا مُشْتَبِهَاتٌ لَا يَعْلَمُهُنَّ كَثِيرٌ مِنْ النَّاسِ، فَمَنْ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ اسْتَبْرَأَ لِدِينِهِ وَعِرْضِهِ، وَمَنْ وَقَعَ فِي الشُّبُهَاتِ وَقَعَ فِي الْحَرَامِ، كَالرَّاعِي يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوشِكُ أَنْ يَرْتَعَ فِيهِ، أَلَا وَإِنَّ لِكُلِّ مَلِكٍ حِمًى، أَلَا وَإِنَّ حِمَى اللَّهِ مَحَارِمُهُ، أَلَا وَإِنَّ فِي الْجَسَدِ مُضْغَةً إِذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الْجَسَدُ كُلُّهُ وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، أَلَا وَهِيَ الْقَلْبُ» (رواه البخاری و مسلم)

ژباړه: حلال اوحرام ښکاره دي او تر منځ یې دوې چارې متشابهات دي چې ډېری خلک نه پرې پوهېږي. نو که یو کس له شبهاتو ځان لېرې وساتي، دین او ابرو یې ساتلې ده او که یو څوک په شبهاتو کې ولوېد، په حرامو کې لوېدلی. د بېلګې په توګه: له یو شپون چې په منع شوې سیمه کې مالونه څروي او نېږدې ده چې هلته یې وڅروي. پوه اوسئ چې د هر پادشاه لپاره سیمه ممنوعه ده او د الله سبحانه وتعالی له لوري منع شوې سیمه هغه څه دي چې حرام کړي یې دي. پوه شئ چې هغه د غوښې د یوې ټوتې په څېر ده، که په لاس کې وي، ټول جسد په لاس کې وي او که فاسد شي، ټول جسد فاسدېږي؛ پوه شئ چې هغه زړه دی.

حلالو او حرامو ته ژمن پاتې کېدل پر رسول الله صلی الله علیه وسلم اقتدا ده. د حزب التحریر لپاره د ویاړ ځای دی چې حلالو او حرامو ته ژمن پاتې کېدل یې د عملونو مقیاس کړی او تر ټول غوره قاعده یې رامنځته کړې چې پر بنسټ یې دولت تاسیس او ټولنه رامنځته کړي. نو پر همدغه اساس، حلالو او حلامو ته افراطي ویل زموږ لپاره تر ټولو حیرانوونکې ده.

حزب التحریر د حلالو او حرامو قاعده اصل کړې ده. هغه کسان چې په تاریخ کې له تاوتریخوالي پرته بل څه نه لري، غواړي چې د ځینو سخت دریځو له لارې د خپلو دسیسو پر مټ پر حزب تورونه ولګوي. هغوی دې پوه شي چې تر دوی وړاندې هم همداسې قدرتمند کسان وو، ډېر پلویان یې درلودل، همداسې کړنې یې ترسره کړې وې، خو په پایله کې ناکام او ورک شول. دا حزب و چې په میدان کې د الله سبحانه وتعالی په مرسته قوي او ځواکمن پاتې شو؛ د هغه څه چې تاسو یې شاهدان وئ. پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنین له موږ سره دي. پر همدغه اساس، هغه څوک چې داسې حالت ولري، د الله سبحانه وتعالی د خوښۍ په ډګر کې له هېڅ نه ډارېږي.

موږ به انشاءالله د بشریت لپاره د خیر راوړنکي وو او د اسلامي دولت تر چتر لاندې (راشده خلافت) د هغوی لپاره د امنیت او ارامۍ غوښتونکي یو. دا هغه څه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه مامور شوی او صحابه رضوان الله علیهم د هغه مسیر پر دې تګلاره برابر کړی و. نو پر همدغه بنسټ، هغه چاچې پر دې تګلاره قدم اېښی، هغه به هم وژغول شي او بریالیتوب به تر لاسه کړي. هغه څوک چې خپل مسیر بدل کړي او پر دې لارې تګ ته دوام ورنه کړي، هغه ناکام دی او جبران نه منونکي له زیان سره مخ دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِه﴾ [فاطر: ۴۳]

ژباړه: دغه مکر یوازې د مکر کوونکو لمن نیسي.

او په وروستیو کې به هغه کسان نېکمرغه وي چې تقوا ولري.

موږ تل ټینګار کړی چې حزب التحریر په ۱۹۵۳ میلادي کال کې د قاضي علامه محمد تقی الدین النبهاني په واسطه د هغه له تاسیس وروسته خپلو موخو ته د رسېدو لپاره تل په خلکو کې خپل فکري او سیاسي فعالیت ته دوام ورکړی او خلکو ته خپل سیاسي او فکري باورونه وړاندې کوي؛ هغه باورونه چې د اسنادو او دلیل پر بنسټ دي. حزب هېڅ ډول مادي عمل ته خلک نه دي اړ کړي. د حزب دغه واقعیت په ټولو اسلامي خاورو کې یو ډول دی. ټول پوهېږي چې د حزب فعالیتونه په خونړیو جنایت کوونکو اقدامونو پورې هېڅ اړه نه لري. پر هغه تګلاره چې حزب التحریر پکې په حرکت کې دی، هېڅ مادي او تاوتریخوالي ته ورته عمل پکې نشته؛ بلکې حزب غواړي چې د امت له لارې په فکري او سیاسي مبارزې سره اسلامي دولت تاسیس کړي. څنګه چې حزب پر لاندې بنسټونو خپل فعالیت ته دوام ورکوي:

الف: د حزب په ثقافتي کړیو او حلقو کې د اسلامي مفاهېمو په وسیله د خلکو تثقیف؛

ب- د حزب د ثقافت پر بنسټ د خلکو ټولیز تثقیف، د ویناوو په ترسره کولو، د سیمنارونو، درسونو او د اسلام په اړه د عمومي پوهاوي د رامنځته کېدو په هدف د نشریاتو په خپرولو سره.

حزب د امت پر وړاندې د ښکېلاکګرو دولتونو او مزدورانو له طرحو پرده پورته کوي او دسیسې یې شنډوي. پر همدغه اساس، خلافت یو دولت نه دی چې د اردو په واسطه اداره شي. همدارنګه یو پولیسي دولت هم نه دی؛ بلکې خلافت داسې دولت دی چې د انسان په وسیله تاسیس شوی او په وسیله یې اسلام پلی کېږي. ځکه په اسلام کې دا روا نه ده چې د وسپنې او اور په وسیله پر خلکو حکومت وشي؛ په همغه ډول چې پر خلکو د ظلم پر اساس د نظام پلي کېدل روا نه دي. هغه څه چې تل وراني رامنځته کوي، نه یوازې په دې دنیا، بلکې په اخرت کې هم د هلاکت او بربادۍ لامل کېږي. خلک له دوه ډوله زیانونو سره مخ کوي: د دنیا سپکاوی او په اخرت کې د الله سبحانه وتعالی د مجازاتو لامل کېږي. په داسې حال کې چې دواړه  امرونه د له منځه وړلو او بربادۍ لامل کېږي. ډار او وحشت رامنځته کوي، هېوادونه او خلک کندې ته غورځوي.

خلافت دولت یو شعار نه دی چې یوازې یې نوم واخیستل شي، بلکې خلافت د واکمنۍ تګلاره ده، چې قرانکریم هغه مشخصه کړې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وخته داسې تعرف شوی. خلافت د ټولو مسلمانانو لپاره هغه عمومي ریاست دی چې د اسلامي شریعت احکام پلي کوي او نړیوالو ته اسلامي دعوت رسوي.

د خلافت د تعریف لپاره دا درې عنصر په پام کې نیول شوي دي:

عمومي ریاست، په دې مانا چې خلافت واحد دولت دی چې مسلمانان د یو واحد خلیفه تر چتر لاندې یوځای کوي.

د اسلامي شریعت پلي کول؛

نړیوالو ته د دعوت رسول؛

خلافت یو دولت دی، نه یو شعار. درې عناصر یې غوره اساسات دي:

۱. سیادت په شریعت پورې تړلی دی، نه خلک: دا په خلافت دولت کې یوه اساسه مسله ده او له هغه سره مخالفت د دوو کسانو لپاره روا نه دی. سیادت د یوې ارادې کارول او هر څه چې د هغه په پرېکړه پورې اړوند شوي دي.کړي دي. په اسلام کې د فرد او امت اراده د الله سبحانه وتعالی پر فرامینو او نواهیو کې نښتې ده، یعنې حلال او حرام وي.

۲. سلطه او اقتدار د امت دی: دا هم په خلافت دولت کې اساسي مسله ده. په دې مانا چې د خلیفه ټاکنه د امت په وسیله ترسره کېږي او خلیفه د شریعت په پلي کېدو کې د امت استازیتوب کوي. هغه څه چې خلافت دولت یې په یو اجرایوي بنسټ بدل کړی، چې له امت څخه د استازیتوب په برخه کې شریعت پلی کوي او له همدې کبله یو انساني دولت وي، نه دیني کاهنانه دولت.

د بېلګې په توګه: د حدودو پلي کول، له سود، زنا، د پردیو د دسیسو، د امت د شتمنیو لوټلو مخنیوی او د پاتې نورو شرعي حکمونو پلي کېدل، هغه عملونه دي چې دولت یې د امت په استازیتوب ترسره کوي. هغه څه چې اعتدال بلل کېږي او له هغه ډډه افراطیت دی.

خو که له امت څخه اقتدار واخیستل شي، یعنې لکه اوس چې موږ په کوم حالت کې یو او واک د داسې کسانو په لاس کې دی چې ښکېلاکګر غرب هغوی پر موږ واکمن کړي، په داسې صورت کې پر موږ واجبه ده چې خپل واک بیرته تر لاسه کړو.

د بېلګې په توګه: امریکا، انګلیس او فرانسه په اسلامي خاورو کې واکمن دي او د هغوی په استازیتوب یې مزدوران حکومت کوي؛ تر دې چې د هغوی سفارتونه په دربارونو بدل شوي دي. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی داسې فرمایي:

﴿وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً﴾ [نساء: ۱۴۱]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هېڅ کله کافران پر مومنانو نه دي مسلط کړي.

پر همدغه اساس، د ښکېلاک او استعمار ریښې پرې کول او د اسلامي خارو ازادول په اسلام کې اعتدال او استقامت دی او له هغه سره جوړجاړی افراطپالنه او ررښتینی خیانت دی.

د خلافت دولت اساسات دا دي چې ځانګړې دستګاوې پکې وي. هر یو په ځانګړي ډول د خلکو د چارو سرپرستي کوي او هغه تنظیموي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وخته، د خلفای راشیدنو رضوان الله علیهم په دوران او تر هغه وروسته هم خلافت دولت ځانګړې دستګاوې درلودې، خو په غیر مدونه بڼه. حزب التحریر دا دستګاوې په دقیق ډول ډلبندي کړې او په تفصیل یې بیان کړې دي. په داسې بڼه چې د دغو دستګاوو مطالعه د هر کس د خوښې وړ ګرځي. پر همدغه اساس، د خلافت دولت په تاسیس سره د پانګوالي نظام له ریښو سره له منځه وړل کېږي او هغه ښکېلاکګر حاکمیت به له منځه ولاړ شي چې د خلافت تر نسکورېدو وروسته یې پر مسلمانانو واکمني کړې ده.

موږ د امت هغه برخه یو چې نېږدې یوه پېړۍ د ژوند په تر ټولو ناوړه حالت کې یو او داسې انحطاط مو تجربه کړی چې انحطاط یې شړمولی دی. یعنې امت له سپکاوي په ډک وخت کې ژوند کوي. زموږ د ژوند اصلي قضیه د سیکولر پانګوالي نظام نسکورول او پر ځای یې د راشده خلافت په مرسته د اسلامي نظام تاسیسول دي. دا هغه څه دي چې ښکېلاکګر یې افراطیت بولي، په داسې حال کې چې زموږ دغه کار استقامت او اعتدال دی. په مقابل کې یې د هغوی ټولې کړنې افراطیت دي.

هغوی خلک او د اسلامي خاورو پوځونه پخپلو کې درواغجنو نښتو ته اړ کوي، چې هدف یې د فردي غوښتنو ارضاء کول او د ښکېلاکګر غرب د ګټو تضمین دی. هغه هم په پانګوالي نظام کې قدرت ته په رسېدو سره. د انسان په لاس جوړ شوی نظام، هغه نظام چې اوسنی حالت یې محصول دی او خلک یې پر ځان راټول کړي دي. دا هغه نظام دی چې له بدلون پرته بل څه ته اړتیا نه لري.

خلافت دولت د امت پروژه ده، هغه پروژه چې په یوازې توګه بدلون رامنځته کوي او امت ته یو ځل بیا خپل ځای په لاس ورکوي. دا هغه ځای دی چې امت پکې د خلکو د هدایت لپاره ګمارل شوی. موږ په حزب التحریر کې په همغه ډول چې تاوتریخوالی غندو، د الله سبحانه وتعالی له احکامو سرغړونه هم افراطیت بولو او له ټولو مسلمانانو غوښتنه کوو چې ډډه ترې وکړي.

حزب له خپلو ملاتړو او پلویانو سره هېڅ وخت خیانت نه کوي، په همغه بڼه چې الله سبحانه وتعالی په خلکو کې د ډار زمینه له منځه وړې، موږ له امت غواړو، هغه څه یې چې پیل کړي، پای ته ورسوي. خلافت دولت، هغه دولت چې د شریعت احکام به پلي کړي او پانګوالي سیکولر نظام به له منځه یوسي. هغه نظام چې د ټول امت د اوسنیو بدبختیو لامل شوی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكاً﴾

ژباړه: هر څوک چې له ما څخه مخ واړوي، له سخت او تنګ ژوند سره به مخ شي.

په وروستیو کې: زموږ ټینګار پر دې دی چې حزب التحریر د دغو سیمو ټولو اسېدونکو او حکامو ته خپله برنامه وړاندې کړې او له کوم تبعیض پرته له ټولو سره تفاعل کوي. په لېوالتیا سره غواړي چې اسلامي ژوند له سره پیل شي او انشاءالله په دغه ډګر کې الله سبحانه وتعالی ورسره دی، د هغوی ملاتړ به ورکړي او دوی ته به نصرت ور په برخه کړي.

﴿وكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنينَ﴾

ژباړه: د مومن مرسته پر ما د هغوی حق دی.

﴿إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ ءَامَنُواْ فِى الْحَيَوةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الاَشْهَادُ﴾

ژباړه: په یقین سره له پیغمبرانو او هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی، د دنیا او اخرت په ژوند کې پر هغه ورځ چې شاهدان راپاڅېږي، مرسته ورسره کوم.

﴿وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾

ژباړه: او الله سبحانه وتعالی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې ملاتړ یې وکړي او الله سبحانه وتعالی قوي او ماتې نه منونکی دی.

موږ په حزب التحریر کې پر دې باور یو چې له خلافت دولت سره زموږ فاصله د سهار د لمر راختو او لمانځه تر منځ فاصلې ته ورته ده. ډېر ژر به د الله اکبر الله اکبر نارې اسمان ته ورسېږي. الله سبحانه وتعالی خپلو بنده ګانو ته نصرت ورکوي، لښکرې یې غالبوي او ټولې ډلې او حزبونه له یو بل سره یوځای کوي. الله سبحانه وتعالی هېڅ وخت ژمن خلافي نه کوي.

لیکوال: اسعد بن رمضان

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې