جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا نړیوال سازمانونه او دولتونه به وپاشل شي؟!
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا نړیوال سازمانونه او دولتونه به وپاشل شي؟!

 (ژباړه)

ایډیولوژیک دولتونه خپل افکار او مفاهېم د نظام د قوانینو په توګه ټاکي. پر دې بسنه نه کوي چې یوازې دې دغه ایډیولوژي، قوانین او مقررات په دولت کې دننه وي، بلکې تر ډېره د ایډیولوژیک دولت د قدرت واقعیت ته په کتو دا ایډیولوژي له جغرافیي نوره هم وځي. دولت په دې ترتیب سره خپل فکرونه او قوانین د مصلحت پر اساس پر خلکو ور تپي. د دولتونو، ملتونو او امتونو دغه مسیر ایډیولوژیک وي. د بېلګي په توګه: خلافت دولت تر لسو پېړیو ډېر د نړۍ لومړی دولت و، رښتینی سیال یې نه درلود چې سیال یې شي. که په ځلونه له ستونزو سره مخ کېده، له ځنډ پرته یې ستونزې حل کېدلې. ډېری وختونه د جګړو په ډګر کې دښمن پر بریالی کېده، خو په پایله کې به بریا د خلافت دولت وه. له هغه ځایه چې یو ایډیولوژیک دولت و، قوانین یې پر وچه او لمده واکمن کړي وو. تر هغه چې خلافت دولت د نړۍ تر ټولو غوره دولت و، د نړۍ نظم پر همدغه منوال دوام کاوه. بیا هغه و چې ښکېلاکګرو دولتونو خلافت دولت ته لاسونه وغځول او په پایله کې یې له منځه یوړ، خپل قوانین او مقررات یې پر مسلمانانو ور وتپل. د خلافت دولت تر تیت پرک کېدو لږ وړاندې د نړۍ نظم د فرانسې او انګلیس په ولکه کې و او یا داسې ویلی شو چې دا دوه دولتونه په نړۍ کې تر ټولو غوره دولتونه بلل کېدل. پر دې سربېره، په هغه وخت کې د روسیې او امریکا دولتونه هم له پام نه شوغورځولی.

حالت همداسې دوام کاوه، تر دې چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا ته دا فرصت برابر شو چې نړیوال نظام پخپل واک کې واخلي. امریکا په همدغه هدف سازمانونه او نړیوال بنسټونه رامنځته کړل، هغه سازمانونه چې په واقعیت کې امریکایي موسیسې وې، چې په ښکاره نړیوال بلل کېدل. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق تاسیس شول او امریکا په نړۍ کې د یوازني قدرت په توګه راښکاره شوه. په ځانګړي ډول د «برتون وودز» تر تړون وروسته چې د امریکا په رهبرۍ د نړیوال نظم د تدوین لپاره یوه مقدمه وه. له دوو کلونو وروسته یې د هغې پروژې له لارې چې مارشال نومېده، د هغه څه د بیا رغولو ژمنه وکړه چې په اروپا کې د جګړو په پایله کې وران شوي وو. هغه پروژه چې په واقعیت کې یې امریکایي شرکتونو ته دا زمینه برابره کړه چې په اروپا کې روانکارۍ او شکونې پیل کړي. په همدغه ترتیب امریکایي شرکتونو ته د دې بیارغونې په پایله کې ځانګړي امتیازات ورکړل شول او تر هغه وروسته د دوو کلونو په دوام کې ناټو سازمان هم تاسیس شو.

دا پنځه کلونه په واقعیت کې د امریکا د مالي، اقتصادي او نظامي قدرت د پیاوړي کېدو پیل و. نړیوال نظم د تېرې پېړۍ له نیمایي څخه په نوې بڼه رامنځته شو او دا یو تصادف نه دی چې د نړیوال نظم تر تاسیس وروسته امریکا په نړۍ کې ډېر انقلابونه رامنځته کړل. په الحلبه کې د اسپانیا انقلاب، په سوریه کې د حسني الزعیم په رهبرۍ د سوریې انقلاب، په مصر کې د عبدالناصر په رهبرۍ انقلاب، په عراق کې د انګلیس د مزدورانو پر وړاندې انقلاب، په ایران کې یې د انګلیس د شاه د له منځه وړلو لپاره خمیني صحنې ته راویست او وروسته یې د افغانستان او عراق په اشغال لاس پورې کړ.
امریکا خپلو کارونو ته د مشروعیت ورکولو لپاره له هغو سازمانونو کار اخیستل پیل کړل چې تر دې وړاندې یې د هغوی په رامنځته کېدو او مالي ملاتړ کې ونډه اخیستې وه. د بېلګې په توګه، له بانک او د پیسو له نړیوال صندوق، د ناټو په نظامي زمینه کې د هغوی له دوو اقتصادي مټو، له ملګرو ملتونو او امنیت شورا څخه یې د خپلو نظامي ګټو تر لاسه کولو لپاره کار واخیست. ګنې امریکا باید دا څه په یوازې توګه تر لاسه کړي وای. ټول سازمانونه او نړیوال بنسټونه امریکایي وو او یا یې د دغو سازمانونو په تصمیمونو کې لوی لاس درلود. خو امریکا د یو شمېر زیانونو تر ګاللو وروسته شاتګ پیل کړ. په نظامي برخه کې یې په افغانستان او عراق کې د جګړو په پیلولو سره تریلیونونه ډالرو زیان وکړ، چې له دغه میدان څخه له سرټیټۍ پرته بل ډول نه شي وتلی. په یادو دوو خارو کې د امریکا له ماتې سره مخ کېدل له هېچا پټ نه دي. په اقتصادي او مالي برخه کې یې اقتصاد خپل تعادل له لاسه ورکړ، په ځانګړي ډول د املاکو د ګروۍ تر بحران وروسته چې تر اوسه یې پایلې له منځه نه دي تللې.

خو دغو پرلپسې زیانونو امریکا له داسې واقعیت سره مخ کړې چې په مقصر پسې ګرځي. ځینې وختونه د خپل ځان، چین او اروپا تر منځ د سوداګریز تعادل د نشت په تړاو خبرې کوي، ځینې وختونه له نړیوال سوداګریز سازمان څخه د وتلو ګواښ کوي، هغه سازمان چې د تاسیس یې دونیمې لسیزې کېږي. دا هغه سازمان دی چې تر ۱۵۰ ډېر هېواونه یې غړي دي او د چین د پلوۍ تورونه هم پرې لګول کېږي. ځینې وخت اروپا له دې کبله ګواښي چې له خپلو کورنیو عوایدو څخه د ناټو سازمان ته لږه برخه ورکوي او پر دغه سازمان خپلې مالي مرستې کموي. که څه هم غربي اروپا له خپلې بودیجې څخه د ناټو له سازمان سره خپله مالي مرسته ډېره کړې ده، خو امریکا اوس هم له دې چارې خوښه نه ده. په همدغه ترتیب امریکا څه موده وړاندې د روغتیا پر نړیوال سازمان تور پورې کړ چې د چین پلوي کوي او د هغوی قوانینو ته ژمن پاتې دی او په همدې پلمه یې له یاد سازمان څخه خپل وتل اعلان کړل. په دې وروستیو کې ټرمپ اوو لویو صنعتي هېوادونو ته په ملنډو وهلو سره داسې وویل: «دا هغه دولتونه دي چې ځینو وختونه مو بښلي دي او دا چې دغه دولتونه ګډون ته اړتیا لري، په همغه ډول روسیه هم دا لېوالتیا لري چې په یادو هېوادونو کې شامله شي؛ دا هغه دولتونه دي چې د ښه اقتصاد درلودو له کبله نوي درجه بندي شوي، لکه هند او جنوبي کوریا.» په داسې حال کې چې اروپایي دولتونه روسیه د کریمیې تر اشغال وروسته د (G۷) په هېوادونو کې نه مني.

د هغو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو پر وړاندې د امریکا کوداتا چې د هغوی په وسیله یې نړۍ اداره کوله، بلکې نړۍ یې اړه کړې چې د قوانینو تابع یې شي، لکه د روغتیا نړیوال سازمان چې امریکا ترې ووتله یا د سوداګرۍ نړیوال سازمان چې امریکا یې د چین په پلوۍ تورنوي او حتا د ناټو سازمان چې امریکا پخپله هغه تاسیس کړ. همدارنګه د هغو بنسټونو او موسیسو د پاشلو لپاره دروازې پرانیستې پرېږدي چې د خلکو پر سینه ناست دي او څو ملتونه یې په دې وروستیو کې استعمار کړي دي. دغه تیت پرک کېدل چې نښې یې په اسمان کې ښکاره شوې او ټرمپ یې رهبري کوي، کېدایشي له نویو نړیوالو اړیکو سره د نوې نړۍ مقدمه وي.

هغه ستونزې چې اوس امریکا ورسره مخ ده، د دې لامل شوې چې امریکا خپله هوښیاري له لاسه ورکړي او نه پوهېږي چې څه وکړي. ټرمپ خپل احمقتوب پر ډیموکراټانو ور اچوي او ځیني وختونه غواړي چې خپل کورني قوانین تعدیل کړي. په ځلونه یې پر نړیوالو بنسټونو او سازمانونو تورونه لګولي. غواړي چې نړیوال قوانین تعدیل کړي. په داسې کچه چې حزب یې له کوم فکر پرته هڅې کوي. فکر نه کوم چې امریکا دې نړۍ ته په نوي رنګ ورکولو بریالۍ شي او خپل قوانین دې د تېر په څېر پر خلکو ور وتپي. اروپایي ټولنه تقریبا یوه صلیبي ټولنه ده او امریکا نه یوازې د هغه تر شاه ده، بلکې له هغه څخه د یوې ټولنې په توګه دفاع کوي او انګلیس یې یوه برخه ده. وروسته ټرمپ احمق صحنې ته راغی او د ده راتګ د دې لامل شو چې انګلیس د رفرانډوم په ترڅ کې له اروپايي ټولنې بهر کړي. ټرمپ دې ته لومړیتوب ورکړ چې اروپايي هېوادونه په فردي ډول تعامل کړي. حتا ټرمپ په صراحت دا وویل چې دی د اروپايي ټولنې له پاشل کېدو ملاتړ کوي او اروپايي دولتونه دوکې او خپلمنځیو شخړو ته هڅوي، چې د انګلیس په څېر له اروپایي ټولنې بېل شي. هر ډول خلا چې په طبیعي ډول یا د امریکا په مرسته رامنځته شي، دا تشه یوازې د هغه دولت پر مټ ډکېږي چې قوانین او مقررات یې د پانګوالۍ نه وي. هغه مالي او اقتصادي نظام چې لسیزې لسیزې یې نړۍ د خپلو مقیاسونو په ولکه کې کړې وه او اوس د پاشل کېدو په حال کې ده. هغه اقتصادي ازادۍ چې دغه شعار یې د ملا تیر و(پرې ږدئ چې پر لاره ولاړ شئ، پرې ږدئ چې تېر شي) ناکامي یې ټولو ته ثابته ده.

دولتونو په ځانګړي ډول امریکا په بازارونو کې لاسووهنه وکړه، دغه بازارونه یې پخپله ګټه څرخول، هغه تیوري چې د «شیکاګو» ښوونځی یې د پلي کېدو لېوال دی او هغه تیوري چې «نیولیبرال» په نوم یادېږي په «کنز» ښوونځي کې یې انقلاب رامنځته کړی دی. دغه مکتب بیا په بازارونو کې د لاسووهنې مخالف دی، چې اوس یې ماتې ثابته شوې ده او حد اقل له یوې علمي لیدلوري څخه په یوه علمي نظریه بدل شوی دی. ځکه دولتونه په اقتصادي مسیر کې له لاسووهنې پرته بله چاره نه ویني او له دې پرته به په ماتې خوړلو دولتونو بدل شي، ځکه په دغو دولتونو کې شتمن بې وزله استثماروي.

د خبرو لنډیز: د پانګوالۍ ایډیولوژي چې امریکا یې په راس کې ده، نور له دې ایډیولوژۍ ملاتړ نه شي کولی او ژمنه نه شي ورته پاتې کېدای. په دې مانا چې نور یې وخت پای ته رسېدلی او یوازنی نظام اسلام دی چې ځای به یې نیسي او بس. اسلامي نظام د ستونزو پر حل بشپړ برلاسی دی او درې ګوني ملکیتونه په سمیت پېژني. فردي ملکیت، دولتي ملکیت او د دولت تبعه ملکیت، هغه څه چې عام ملکیت بلل کېږي. له دغو درېیو ملکیتونو پرته اقتصاد او د پیسو د وېش تیوري او حتا په ټوله کې پانګوالي نظام به له نه منونکې ستونزې سره مخ شي او دغه مډرنې او زړې تیورۍ به تر دې وروسته د اقتصاد او پانګو په لوبولو ونه توانېږي. د نړۍ د ستونزو حل یوازې د یو نوي دولت په ولکه کې دی چې نوې ایډیولوژي ولري. هغه دولت چې له خلافت پرته ناشونی دی. ځکه خلافت یوازنی دولت دی چې قوانین پلي کولی شي. دغه دولت به د بشر د نېکمرغۍ لامل شي او هغوی به د پانګوالۍ او سرمایه دارۍ له فساده ډکو قوانینو او مقرراتو څخه وژغوري. کله چې نړۍ د اسلام عدالت وګوري، هغه وخت به بشر په ډېر هرکلي او ښه راغلاست سره د دغه نظام او دولت واکمنېدو ته غېږ پرانیزي.

لیکوال: استاد خالد الأشقر (أبوالمعتزبالله)

ژباړن: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې