جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د چین له (ځانګړي اقتصادي زونونو) څخه درسونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د چین له (ځانګړي اقتصادي زونونو) څخه درسونه

د چین لومړي وزیر ژی ژینپینګ، د لومړي ځل لپاره د 2020م، د اکتوبر په 14مه په شینژین کې په یوه لوی کنفرانس کې، چې د چین د ځانګړي اقتصادي زون (SEZ) څلویښتمه کالیزه یې ولمانځله او دا د چین د اصلاحي ستراتیژۍ کليدي اړخ و. ژی ژینپینګ وویل: «موږ د یوه داسې بدلون تجربه کوو، چې په تېره یوه پیړۍ کې نه و پېښ شوی.»  ده دا خبرې د شینژین په جنوبي ښار کې چې په ۱۹۸۰م، کې لومړی د چین د ځانګړي اقتصادي زونSEZ) ( په جوړې شوې غونډه کې وکړې.

کله چې ډینګ ژیاپینګ په ۱۹۷۸م، کې د چین لوی رهبر شو، نو هغه یو داسې اقتصاد درلود، چې له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګریوان و. په ۱۹۵۰م کې د دې هېواد وضیعت ډېر ټیټ و چې ټکنالوژیکي پرمختګ یې نه درلود او په لویو او قوي صنعتونو یې تکیه کړې وه. د مصرفي مالونو تولید لږ وو او اصلي او بنیادي جنسونه لکه بایسکیلونه، جامې او برقي وسایل پکې سهم بندي شوي وو. چین یو غریب هېواد و، لږ پانګه او ډېر بشري ځواک یې درلود. ټول صنعت یې د دولت په لاس کې و.

 د دولتي اقتصادي تشکیلاتو(SOEs)State-Owned Enterprises) د کیفیت د لوړولو لپاره یې هېڅ انګیزه نه درلودله. د چین د پرمختګ لپاره لومړنۍ هڅه تر کمیونیزم لاندې یو فاجعه وه، په ۱۹۷۶م کال کې د Mao Zedong  په مړینې سره کمونیستانو درک کړه، چې باید خپله کړنلاره بدله کړي.

یېجینګ په ۱۹۸۰م، کې د ګوانګډانګ او فجیان ولایتونو په ساحلي سیمو کې، لومړنی ځانګړی اقتصادي زون (SEZ) جوړ کړ، تر څو د ارزانه تولید لپاره د بهرنۍ پانګې د جلبولو په خاطر ارزانه ځمکه، کارګر، مختلفې مالیې او نورې انګیزه ورکوونکې هڅې وکړې. په سویلي ښارونو کې موفقیتونو بېجینګ ته اجازه ورکړه ، څو اقتصادي اصلاحات نور هم پراخه کړي. لومړی د یانګتاز د سیند د دلتا (ِYangtze River Delta) په سیمه کې او بیا د یلو او بوهای د سیندونو په امتداد ښارونو کې. له وروستیو ۳۰ کلونو څخه د زیات وخت لپاره دغې ساحلي سیمو د بېجینګ او نورو بهرنیو هېوادونو تر منځ د نښلوونکي عامل په توګه کار وکړ. دغه ساحلي زونونه به بالاخره د هغه ضروري پانګې، د تولید سبب شي چې د چین د دې ممکنه داخلي فقر د پرمختګ لپاره اړینه ده. په دې سره دوی خپل ټولنیز ثبات ډاډمن کړ او د کمونیست ګوند قدرت یې نور هم ټینګ کړ.

په ۱۹۹۳م کې ځانګړي اقتصادي زونونه ډېر کامیاب وو، چی ۲زره دانې نور هم معرفي شول. دغه ځانګړي اقتصادي زونونه د چین لپاره د لاسته راوړنې نوې منبع شوه او بهرنۍ پانګونې او ټکنالوژۍ ته یی اجازه ورکړه، چې دغه هېواد ته ورشي. دا د چین لپاره یوه مثبته پایله وه، چې د هغوی اقتصاد یې صادراتي محوره او چین یې د نړۍ په یوه کارځای بدل کړ. د ۱۹۹۰م په پیل کې د چین تجارت، پانګونې اصلاحاتو او هڅونې د بهرنۍ مستقیمې پانګونې (FDI) د زیاتوالي لامل شو، چې اوسمهال دا بهرنۍ مستقیمه پانګونه (FDI) دغه هېواد ته د اقتصادي فعالیتونو او دندو پیدا کولو لپاره ښه زمینه مساعده کړې ده. همدارنګه د بهرنۍ تخنیکي او مدیریتي پوهې د راتګ لامل شوه. له همدې امله په چین کې تر نن ورځې ټولې خارجي کمپنۍ مجبوره دي، څو خپله تخنیکي پوهه وکاروي. په ۲۰۱۰م، کې د امریکاـ چین د اقتصادي او امنیتي نظارت کمسیون د امریکا کانګریس ته د چین د هوایي صنعت د پرمختګ د ستراتیژۍ په اړه وویل: «د بېجینګ ستراتیژي او د حکومت قوي مالي او سیاسي ملاتړ د چین لپاره د هوایي چلند د جوړونې صنعت او بهرنیو کمپنیو ته اړتیا د تکنالوژۍ برابرول او د هغې ځای پرځای کول تر څو مارکېټ لاس ته راوړي»

چین خارجي کمپنیو ته په ځای ورکولو سره وتوانید، چې پرمختګ وکړي. دغو کمپنیو کولی شوای، چې د چین له کارمندانو څخه کار واخلي، څو د نړۍ له هر ځای څخه په ارزانه بیه شیان تولید کړي. اوسمهال آیفون، لپټاپ کمپیوټر او همدارنګه نور برقي وسایل، ټول چینایي دي.

کله چې دغه اقتصادي طرحه کامیابه شو، نو له ځان سره یې ډېرې نورې ستونزې هم راپیداکړې. چین د بهرنیو ملتونو په وارداتو پورې تړلی، چې دوی خپل ارزانه مالونه ورواردوي. که چېرې په غرب کې اقتصادي بحران پیل شي، لکه د ۲۰۰۸م ، نو په دې سره چین هم اغیزمن کېږي. چین د نورې نړۍ په انرژي او جنسونو پورې تړلی، څو دا شیان تولید کړي. چین د دغه صنعت د فعال ساتلو په خاطر ټولې هوایي او بحري لارې ککړې کړې دي. چین له امریکا څخه ډېر په نړیوال اقتصاد پورې تړلی، چی زیاتره یې په داخلي مصرف متکي دی. له همدې امله په سوداګریزه جګړه کې چین له امریکا څخه ډېر اغېزمن شوی، که څه هم له نړیوال اقتصاد سره ډېر نیږدې دی.

د چین لویه ناکامي داده چې کله په نړیوال اقتصاد کې، اکثریت خلک پر دوی خپل باور له لاسه ورکړي، نو دوی کوم بل بدیل نه ورته لري. لکه، نړیواله نابرابري، په ډیموکراسۍ باور نه لرل او داسې نور. چین هېڅ شی نه لري، نه یې هېواد او نه یې هم اقتصاد، چې کومه ایډیولوژي خپله کړي. چین نړیوال اقتصاد منلی، خو د ایډیولوژیکي موخو لپاره نه، بلکې دوی غواړي چې پرمختګ وکړي، نه به د دوی دا یو بلیوني نفوس د کمونیستانو پر ضد انقلاب او سرکشي وکړي. ځکه خو چین له عیني اقتصادي ستونزو، چې غرب یې لري، ځوریږي دغه راز د دغو ستونزو د حل لپاره هېڅ ډول بدیل هم نه لري.

مائو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پوه شو، چې له خپلواک کېدو او د هغو خارجي کسانو، چې یوه پېړۍ یې چین اشغال کړی، له ایستلو پرته نه شي بریالی کېدای. خو ولې مائو او د هغه پلویانو درک نه شوای کړای، چې دوی دې د غرب فرهنګ قبول کړي او دغه عمل چې اوسمهال دوی چین پرې کنټرولوي، پریږدي او یوه بله ایډیولوژي خپله کړي. نه یوازې دا چې کامیاب به شي، بلکې دوی به پرته له تجارتي معاملې څخه یو شی لرلی چې نړۍ ته یې وړاندې کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: ادنان خان

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې