چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مراکش د پراختیا او عدالت حزب د اړیکو عادې کېدو ملاتړ کوي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د مراکش د پراختیا او عدالت حزب د اړیکو عادې کېدو ملاتړ کوي!

(ژباړه)

په مراکش کې د اخوان المسلمین (د پراختیا او عدالت حزب) د مراکش په اتحاد کې د (امیرالمومنین) جنبش ملاتړ کوي، حتا که دغه امر د یهودو له رژیم سره د فلسطین د اړیکو عادي کېدو په بیه هم وي. دعوتي برخه او د ځوانانو جنبش دا موضوع ردوي، خو هغه کسان چې په دولت کې له سیاسي او حکومتي پلوه د جنبش مدیریت مسولیت پر غاړه لري، ملاتړ یې کوي. (امیرالمومنین مفدی!)

بازان، کوترې، سیاسي، نظامي او تبلیغاتي وزرونه؛ خو یو بل ته ورته؛ له بده مرغه د اخوان المسلمین فکر اوسمهال مخ په ځوړ دی. هر څو ک چې په عراق کې د بریمر په اشغال شوې شورا کې کېني، هغه کس چې پر چچن د پوتین د واکمنۍ تبریکي ووایي او دا چې هغه د روسیې کورنۍ مسله ده، هغه څوک چې د رهبرانو په څرګندونو سره د لسیزو لپاره د اردن د هاشمي رژیم ملاتړ وکړي، هغه څوک چې د اسلو له سلطې سره یوځای شي، چې فلسطین یې پلورلی دی... دا همغه عملي عقلیه ده چې د هغه اړوند مخته ځي. (ما ته څه نا څه واک راکړئ او زه پر تاسو حتا مکه هم پلورم)

له بل پلوه، د مراکش پادشاه څه وخت امیرالمومنین شوی؟! ایا دغه پادشاه چې د اسلام پر اساس حکومت نه کوي او غرب هغه د مراکش پر مسلمانانو ور تپلی، چې تر دې وړاندې یې پلار ورته کار کړی و، امیرالمومنین شوی او باید د هغه ملاتړ وشي؟! دغه فهم او دغه تګلاره له کومه ځایه راغلې ده؟! دا پر ظالمانو څه ډول تکیه کول دي؟!

اخوان المسلمین او حرکتونه، حزبونه او دولتونه په اسلامي خاورو کې د پراختیا په حال کې دي چې یوازې د خپلو ګټو په لټه کې دي. په هره سیمه کې چې دغه حرکت شتون ولري، له بده مرغه یاد حرکت په همغه سیمه کې خپلې ګټې د اسلام ګتې بولي. هر کله چې له واضحو او محکمو نصوصو سره مخ شي، چې د هغوی له مسیر سره په ټکر کې وي، وایې دا نصوص جامد او وچ دي او په وینا یې، په هر وخت کې اړتیا ده چې هغه تاویل او په هغه کې د مسلمانانو مصلحت وویني. پر همدغه اساس، کله چې دغه حرکت کوم څه خپل اړین مصلحت وویني، نصوص تحریف او بدلوي. له فلسطین څخه د نه تېرېدو په اړه پر شرعي نصوصو دغه سترګې پټېدل، چې په اړه یې بې شمېره دلایل شته، دا ټول نصوص د اخوان حرکتونو، حزبونو او دولتونو د ګټو په دلیل د تغیر او تبدیل لپاره وړاندې شوي دي.

دا زموږ په اسلامي خاورو کې پر اسلامي ډلو د غرب ژور نفوذ ښيي، په دې مانا چې موضوع یو فکر او منهج ده، نه کومه تېروتنه. دا مسله جدي ده، ځکه په دغه کار کې د دین تحریف او له نصوصو څخه لېروالی ثابت شوی دی. پر همدغه اساس، اړتیا ده چې د اخوان المسلمین حرکتونه، دولتونه او حزبونه په دغه فکر او منهج کې چې د الله سبحانه وتعالی احکامو ته د خپلو ګټو او مصالحو پر اساس تغیر ورکوي، له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شي.

پرېږدئ چې هغوی ټول پوه شي چې اسلامي امت نور نه دوکه کېږي، بلکې هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی احکام، شریعت او منهج تغیر کړي، له هغه سره جدي حساب وشي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ﴾ [سوره مائده آیه 52]

ژباړه: ګورئ، هغه کسان چې په زړه کې ناروغي لري، (له یهودیانو او مسیحیانو سره په ملګرۍ او دوستۍ کې) یو تر بل مخکې کېږي.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ﴾ [سوره هود آیه 113]

ژباړه: پر مشرکینو او کفارو تکیه مه کوئ (که داسې وکړئ) د دوزخ په اور کې به وسوزئ.

لیکوال: دکتر فرج ممدوح

ژباړه: بهیر (ویاړ)

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې