جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له دین څخه د دولت بېلېدو په اړه شرعي لیدلوری
بسم الله الرحمن الرحيم
له دین څخه د دولت بېلېدو په اړه شرعي لیدلوری

(ژباړه)

غرب چې نړۍ او په ځانګړي ډول د مسلمانانو خاورې استعمار کړې، په بې ادبۍ او صراحت یې دا غوښتنه وکړه چې دین له ژوند څخه بېل کړي. پر همدغه اساس، له الله سبحانه وتعالی سره د هغوی اړیکې پرې کړي او دغه دنده په انحرافي فکر او د خپل ژوند پر تګلاره پر غاړه واخلي، څو داسې جنایتونه ترسره کړي. د اسلام له ظهور وروسته بل هېڅ داسې حقیقي دین نشته چې انسان پکې د خپل رب عبادت وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ﴾ [آل عمران: 19]

ژباړه: له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی ته حق او تر ټولو غوره دین اسلام دی.

کله چې سېکولران له ژوند څخه د دین بېلېدو غوښتنه کوي، دا ښکاره ده چې د هغوی یاده غوښتنه له ژوند څخه د اسلام د بېلېدو په مانا ده.

له ژوند څخه د دین د بېلتون مفکوره له شرعي او عقیدوي دیده له اسلام سره په ټکر کې ده. ژوند، نړۍ او انسان داسې اړیکه لري چې تر مړینې وړاندې او د اخرت په ورځ له الله سبحانه وتعالی څخه نه بېلېدونکي اړیکې دي او دا د اسلامي عقیدې اصل او جوهر دی.

نو هغه ژوند چې له دین څخه بېلېدو ته پکې خلک دعوتېږي، هغه په الله سبحانه وتعالی پورې اړه لري چې له عقیدوي پلوه د هغه بېلېدل د پرتلې وړ نه دي، ځکه ژوند له پیدایښت سره اړیکه لري.

دا د مستنیر فکر ارزښت بیانوي چې څښتن یې د مدبر خالق د شتون په اړه ژور فکر ته رابولي او د هغه په واسطه ایمان راوړي. د الله سبحانه وتعالی په امر خپلې چارې مخته وړي او دا څه په ژوند کې د الله سبحانه وتعالی په اوامرو مقید دي؛ نو بیا څنګه د مسلمان لپاره د دغو دوو څیزونو تر منځ بېلتون شونی دی؟ پر همدغه اساس، خلک اړ دي، له هغه څه څخه پیروي وکړي چې الله سبحانه وتعالی یې امر کړی وي او له هغو څیزونو ډډه وکړي چې الله سبحانه وتعالی منع کړي وي. دا د ژوند هغه اړیکه ده چې له مرګ وروسته یعني د اخرت په ورځ راځي، نو بیا څنګه له ژوند او اخرت ورځې بېلوالی راشي؟

پر همدغه بنسټ، مسلمان باید د خپل ژوند په ټولو چارو کې خپلې کړنې د الله سبحانه وتعالی د نظام اړوند ترسره کړي، څو د الله سبحانه وتعالی خوښي تر لاسه شي. نو مسلمان څنګه کولی شي چې له خپل ژوند څخه دین بېل کړي؟ په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ﴾ [انعام: 162]

ژباړه: زما لمونځ، قرباني، ژوند او مرګ د نړیوالو د پروردګار لپاره دی.

پر همدغه اساس، ټول عبادتونه، قربانۍ او زموږ ژوند یعنې هغه ټولې کړنې چې په ژوند کې پېښېږي، همدارنګه د غریزو مړښت او عضوي اړتیاوې ټول د الله سبحانه وتعالی د قانون اړوند مخته وړل کېږي او زموږ د ژوند ستونزې د اسلام پر اساس له منځه وړي.

خو سېکولران مسلمانو بچیانو ته په جاهلانه شعارونو سره وایي چې دغه ایت یې نیمایي کړی دی، یعنې د الله سبحانه وتعالی او بشر تر منځ دی: دا چې ووایو لمونځ او قرباني مې د نړیوالو د الله لپاره ده، خو ژوند او مرګ مې د سېکولرستانو په څېر د بشر لپاره دی. یعنې د کفارو په وینا، هغه څه چې د الله سبحانه وتعالی لپاره دي، هغه د الله سبحانه وتعالی لپاره دي، خو څه چې د قیصر لپاره دي، هغه د قیصر دي. العیاذ بالله، دغه ظالمانه وېش دی.

نو اسلامي امت به له دین څخه د دولت بېلېدل په هېڅ صورت ونه مني، ځکه اسلام یې وجدان او زړه ته قدرت ورکړی دی؛ حتا که حاکم نظام هغوی ته منحرف شي او اسلام د یوې ځمکې په توګه په عمل کې پرېږدي. اسلام یو دین دی، دولت باید ولري او د ژوند یو ټولیز نظام دی؛ چې ټولې اړیکې او د ژوند ټول اړخونه تنظیموي. پر همدغه اساس، زموږ دې ته پام کېږي چې هغه له خالق سره د انسان اړیکه د عقیدې د احکامو او عبادي کړنو اړوند تنظیم کړې ده. همدارنګه په اسلام کې شرعي احکام شامل دي چې ټولنیز ژوند په دقیق ډول تنظیموي، لکه د واده، طلاق او میراث احکام چې په قطعي الثبوت او قطعي الدلاله ثابت دي. دا ناحیه د اسلام پر اساس ده، پر هغو احکامو سربېره چې له نورو اړخونو څخه هغوی ته سخته پاملرنه شوې ده. پر همدغه اساس، وینو چې د کفارو او مزدورو سېکولرانو له لوري ډېر غشي هغه ته سوق کېږي، څو د ښځې او مېړه تر منځ سپڅلې اړیکې له منځه یوسي او هغه په یوې ګډوډې اړیکې بدلې کړي.

نو افسوس پر هغوی مومنانو چې له دین څخه د ژوند بېلتون مني او د لطیف او خبیر ذات د احکامو پر ځای د بشر احکاموو ته تسلیمېږي! څنګه چې اسلام په شرعي احکامو سره د سیاسي ژوند، لکه د حاکم ټاکنه، دولت جوړونه، په هغه کې د نظام حکم، له خلکو سره د حاکم اړیکې، د رعیت پر وړاندې د حاکم دندې او حقونه، د حاکم پر وړاندې د رعیت دندې او حقونه یې مشخصې کړې دي. وروسته حاکم ته امر کوي چې د خلکو تر منځ په اسلام سره حکم وکړي او کله یې چې د خلکو په منځ کې په اسلام سره حکم وکړ، خلک یې د هغه امر منلو ته اړ کړي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ﴾ [مائده: 49]

ژباړه: او تاته اې رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کوم، د هغوی په منځ کې پر هغه څه حکم وکړه چې الله سبحانه وتعالی پر تا نازل کړي؛ د هغوی د هیلو او غوښتنو پیروي مه کوه او پر هغوی پام کوه چې په درواغو، د حق په پټېدنې، خیانت او نورو ناوړه کړنو سره تا له هغه څه څخه منحرف نه کړي چې الله سبحانه وتعالی درباندې نازل کړي دي. (یعنې دا چې د خپل باطل هوس له امله احکام تر پېښو لاندې نه کړي).

همدارنګه الله سبحانه وتعالی د خپل اطاعت د پیروۍ په اړه فرمایلي دي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ﴾ [نساء: 59]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، د خپل الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او اولي الامر اطاعت وکړئ.

پر حاکم واجبه ده چې د خلکو تر منځ په عدل او انصاف سره حکم وکړي او دا له هغه څه پرته چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي، نه رښتیا کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ [مائده: 45]

ژباړه: که څوک پر هغه څه حکم ونه کړي چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي، (لکه قصاص او داسې نور) ظالم او فاسق بلل کېږي.

په یوه لنډه او ګټوره ډلبندۍ کې: اسلام پخپلو تشریعي احکامو کې د ژوند ټول اړخونه ځای کړي دي او موږ ته یې هېڅ تش ځای نه دی پرېیښی، څو موږ پخپلو فاسدو او وضعي احکامو سره هغه ډک کړو. نو پر همدغه اساس، زموږ په ژوند او اړیکو کې د بشر د قانون جوړونې لپاره ځای نشته او مسلمان په دې برخه کې واک نه لري. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالاً مُبِيناً﴾ [احزاب: 36]

ژباړه: هېڅ نر او ښځه په هغه کار کې چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم حکم نه وي کړی، په هغه کې اختیار نه لري (اراده یې باید د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د ارادې تابع وي). هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له امر څخه سرغړونه وکړي، له ښکاره لارورکۍ سره مخ کېږي.

د ژوند د نظام او عقیدې په توګه د دغو احکامو د ترسره کېدو له پلوه او د اسلام د ایډیولوژۍ اړوند ځینې یې د مسلمانانو له خوا په فردي توګه پخپل ژوند کې د الهي تقوا په انګېزه ترسره کېږي؛ لکه اعتقادات، عبادي کړنې او ورته نور. دغه چارې د دولت په موجودیت او د نشت په صورت کې یې ترسره کېږي. د اسلام ستره برخه له اسلامي دولت پرته نه پلي کېږي، چې اسلام یې د پلي کېدو ځای مشخص کړی دی. لکه د حدودو اقامه، د معاملاتو تنظیم، د والیانو ټاکل، بهرنۍ اړیکې او نور. پر همدغه اساس، که موږ دین له دولت بېل کړو، نو بیا څنګه کولی شو هغه احکام چې په دولت پورې اړه لري، پلي کړو او دا هغه احکام دي چې په شتون کې یې د الله سبحانه وتعالی د عملي او عبادي احکامو په توګه عبادت کوو. موږ یهودیان او مسیحیان نه یو چې د کتاب پر یوې برخې باور ولرو او د ځینو له منلو ډډه وکړو. لکه د غله لاس غڅولو پرېښودل، یا د بشر له لوري د یوه حکم په بل بدلېدل؛ د بېلګې په توګه لکه د لمانځه پرېښودل. دغه دواړه حکمونه الله سبحانه وتعالی یو ډول دي.

له شک پرته له دین څخه د ژوند بېلېدل د پانګوالي نظام فاسده عقیده ده چې ظالم نظامونه ترې رامنځته شوي دي. دا مفکوره په سختو تاریخي شرایطو کې غرب ته رامنځته شوې ده، ځکه په روسیه او اروپا کې پادشاهانو عادت درلود چې روحانیون یې پر خلکو د سورېدو وسایل بلل. دا بې عدالتي د فلسفه وو او پوهانو تر منځ له تاوتریخوالي د ډکې مبارزې لامل شوه چې ځینو یې له دین څخه ډډه وکړه. ځینو بیا پر هغه اعتراف وکړ او له دین څخه د ژوند د بېلېدو غوښتونکي شول. هغوی له دین څخه د ژوند د بېلېدو په اړه خپل لیدلوری مشخص کړ او د هغه پر اساس یې د خپلو ستونزو حل ته رسېدنه کوله او نړۍ یې د دې مفکورې منلو ته دعوتوله. د دغو بې عدالتیو دلیل دا دی، هغه ځمکه چې د الهي دولت له لوري اداره کېږي، د هغوی په ادعاوو سره یو بشري دولت نه دی.

دویم دلیل دا دی: مسیحي دین چې خلک له ژوند څخه بېلېدو ته اړ کوي، یو تحریف شوی دین دی او د ژوند لپاره هېڅ نظام نه لري. پر همدغه اساس، د هغوی چارې د پادشاهانو ا روحانیونو له لوري د هغوی د غوښتنو پر اساس اداره کېږي. دا ډول اختلافونه د اسلامي حکومت په تاریخ کې په مسلمانانو کې نه وو، ځکه هغوی په نړۍ کې پر خلکو د اسلام پر اساس حکومت کاوه او د هغوی چارې یې په ښه ډول مخته وړلې. همدارنګه د هغو په منځ کې یې عدالت، انصاف او امنیت ته پراخوالی ورکاوه. پر همدغه اساس، د اسلام پر وړاندې داسې انقلاب شتون نه درلود. دا دین حق دی او له دولت څخه د بېلېدو غوښتنه یې عادلانه نه ده.

دویم څه چې د خلکو چارو ته د رسېدو لپاره د اسلام د بریا لامل شوي، دا دي چې دغه دین یو ټولیز سیسټم لري او د قیامت تر ورځې د خلکو ټولو مسایلو او د ستونزو حل ته د رسېدو وړتیا لري.

له دین څخه د ژوند بېلېدو مفکوره اسلامي امت ته پردۍ ده او دا څه د غرب د مزدورو سېکولرانو لپاره وسایل دي. کله چې هغوی د فرمان منونکو په توګه وټاکل شول، خپل تمدن یې پر اسلامي خاورو ور وتاپه، نو له همدې لارې پر دې بریالي شول چې خپلې مفکورې له دولت څخه د دین د بېلېدو په توګه، د ښځو حقونه او داسې نور صادر کړي.

خو د سوډان د خلکو د انقلاب په اړه چې پخوانی نظام او خلک یې ورک کړل، دا انقلاب د بې عدالتۍ له منځه وړلو لپاره په مختلفو بڼو او د مناسب ژوند په غوښتنه پیل شو. د دغو انقلابیونو له لوري موږ له دین څخه د دولت بېلېدو شعارونه وانه ورېدل، خو فاسدې سېکولر ایډیولوژۍ هغوی بېلارې کړل. همدارنګه دغو دښمنانو له شته فرصتونو (د غربي کفارو سفارتونو) څخه ګټه واخیسته او نقلاب یې بل لور ته سوق کړ. هغوی دا هر څه د دې لپاره وکړل چې له سیاسي اسلام څخه وېره لري. هغه کسان چې په اسلامي فقه چې (په الف، ب او ت) باندې پوهېږي، دا څه درک کوي چې له اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري او سېکولران په دغه فرېب سره غواړي چې له دین څخه د دولت بېلېدو مفکورې ته وده ورکړي.

له دین څخه د دولت بېلېدو په اړه چې هر مسلمان باید شرعي دریځ ولري، له داسې مفکورې څخه په سختو ټکو انکار کول او د هغو کسانو پر وړاندې درېدل دي چې د ورته مفکورو د پلي کېدو غوښتنه کوي. لازمه ده چې له هرې شونې وسلې څخه د کفارو د دغه ناوړه دعوت ګواښونه خلکو ته بیان کړو. د دې مفکورې تر شاه د امت د هویت او د هغوی د قدرت لامل چې اسلام دی، له منځه وړل دي. دغو خاینانو ته وایو، دا څه د اسلامي امت په حق کې ستر جرم دی، هغه امت چې اسلامي عقیده یې روح ده او شرعي احکام یې هغه اکېسجن دی، چې تنفس کوي یې.

د دغه جنایت او د غرب د ټولو پروژو د مخنیوي لپاره جدي او عملي لاره سیاسي کار ته اړتیا ده چې اسلام یې د یوې عملي پروژې په توګه په ټولو سیاسي، اقتصاد او نورو برخو کې وړاندې کوي. پرته له دې چې هېڅ لوری د خلافت دولت په اړه بې خبره شي. دا هغه دولت دی چې اسلامي عقیده یې د ټولو مقرراتو بنسټ تشکیلوي. پر همدغه بنسټ، موږ یوې ښې درملنې ته رسېدلي یو، دا درملنه د نبوت پر تګلاره د ثاني خلافت بیا تاسیس دی چې د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه نېږدې دی.

لیکوال: نذیز مختار عبدالله، د الهدى (حلة خوجلي، مسجد امام او خطیب

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې