شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نړیوال دریځ پېژندنې په اړه ابهامات
بسم الله الرحمن الرحيم
د نړیوال دریځ پېژندنې په اړه ابهامات

 (ژباړه)

 ځینې په دې اړه چې د نړیوال دریځ د بدلون په صورت کې به نړۍ له کوم حالت سره مخ شي، داسې پوښتنې مطرح کوي:

ایا امریکا به له ستراتيژیک اړخه زیان وکړي؟ ایا امریکا به له اقتصادي او فرهنګي اړخه کمزورې شي؟ ایا امریکا به د نړیوالې واکمنۍ له مفکورې، شا تګ وکړي؟ هغه هم وروسته له دې چې د نویو محافظه کارو په دوره کې يې له پلي کولو عاجزه ده.

د دغو پوښتنو په ځواب کې باید د نړيوال دريځ په مهمه برخه تمرکز وکړو. نړیوال دريځ په دې مفهوم دی چې لوی دولتونه د نړۍ لومړي دولت مرکزیت ته مزاحمت وکړي. که پر دغه مفهوم لږ ژور فکر وشي، څو مهم ټکي به وپېژنو:

1. له شک پرته د نړۍ د لومړي دولت په اړه پوهه شته، ځکه نور لوی دولتونه ورته مزاحمت کوي. لکه د امریکا اوسنۍ دولت چې د نړۍ لومړی دولت دی. په نړۍ کې د لومړي دولت جوړول څه نوې خبره نه ده. مصر په تېرو وختونو کې د نړۍ لومړی دولت و او په عراق کې د اشور دولت ورته مزاحمت کاوه. روم د نړۍ لومړی دولت و او فارس ورته خنډونه جوړول.

د خلافت دولت د راشده خلفاوو له دورې تر صلیبي جګړو، د نړۍ لومړی دولت و، خو تر هغه وخته يې هېڅ مزاحم نه درلود.  عثماني دولت د اسلامي خلافت په توګه دری پيړۍ د نړۍ لومړی دولت و  او د شپاړلسمې میلادي پيړۍ تر نیمايي پورې يې هېڅ مزاحم نه درلود. له نړيوالې جګړې مخکې المان د نړۍ لومړی دولت و، انګلیس او فرانسې ورته مزاحمت کاوه او همدارنګه له دویمي نړیوالې جګړې لږ مخکې المان ورته مزاحم و او نېږدې و چې المان بیا د نړۍ لومړی دولت شي؛ خو دویمه نړیواله جګړه پیل شوه. امریکا په دې جګړه کې برخه واخیسته او وروسته له جګړې يې چې کومه اغېزه په نړیوال سیاست او دریځ درلوده، د نړۍ لومړی دولت شو.

دا چې د نړیوال سیاست په تر لاسه کېدو په خپلو کې تر ټولو ځواکمن هېواد و،  نړیوال دريځ يې  پخپل کنټرول کې واخیست. تر دغه کار وروسته د امریکا له هوکړې، غوښتنه او لاسلیک پرته هېڅ تړون نه لاسلیکېده. پخواني شوروي اتحاد، انګلیس او فرانسې تل هڅې کولې، څو مزاحمت ورته وکړي او تر يوې کچې هغوی هم په نړيوال سیاست اغېزه درلوده او هر یوه د خپل ځواک په کچه، خو شوروي اتحاد ځواکمن و او انګليس کمزوری اغېز درلود.

۲. نړیوال دريځ په سرعت بدلون نه کوي، مانا دا چې په یوه پیړۍ کې یو، دوه یا درې ځلې  یا کم او ډېر بدلون کوي. د دې لپاره چې د نړيوال دريځ په اړه سیاسي پوهه تر لاسه کړو، باید تل نړيوال دريځ وڅارو او اړوندې  پېښې يې تر نظر لاندې ونیسو. له دې پرته به دولتونه او سیاسیون د نړۍ له سیاسي پېژندګلوۍلېرې وي.

۳. ځينې نوې پېښې د نړیوال دريځ په اړه رامنځته شوې او څوک يې چې څاري د هغه لپاره ښکاره ده چې نړیوال دريځ په څو راتلونکو کلونو کې بدلون کوي. شاید دا بدلون پنځه یا لس کاله، یا هم څو کاله وروسته راشي، اما دا چې بدلون راتلونکی دی، په دې کې هېڅ شک نشته. یوازې وخت يې نا معلوم  دی. همدارنګه کله چې د نړی لومړی دولت له خپل ځای نه وي را ټيټ شوی او بل دولت يې ځای نه وي نیولی، نشو ویلی چې نړیوال دريځ بدلون کړی؛ په داسې حال کې چې ویل کېږي د نړۍ لومړي دولت خپل ثبات له لاسه ورکړی او ځواک يې ضعیفه شوی دی. یا ویل کېدای شي چې نړیوال دريځ بدلون کوي. دغه راز اوسمهال ویلی شو چې نړیوال دريځ بدلون نه دی کړی؛ ځکه لومړی دولت تر اوسه د نړۍ لومړی دولت دی او له دې سره سره چې ضیعفه او منزوي شوی، خو بیا يې هم بل دولت ځای نه دی نیولی؛ ځکه د نړۍ د لومړي دولت د نړیوال دريځ  د بدلون او بې ثباتۍ تر منځ ډېر توپیر دی.

هغه څه چې لومړی دولت بې ثباته کوي، لاندې موارد دي چې ځینې یې عبارت دي له:

د سیاسي او یا اقتصادي تړونونو رامنځته کول چې د لومړي دولت مزاحم دولتونه پکې راټول کړي دي؛ لکه د شانګهای د همکاریو سازمان او اروپايي ټولنه. د نويو پيسو رقابت د نړۍ د لومړي دولت له پيسو سره هم لومړی دولت بې ثباته کوي، لکه یورو. د لومړي دولت اقتصادي کمزوري د ناسمو اقتصادي سیاستونو له امله ده، لکه د امریکا اوسنی حال چې بازارونه یې له زیان سره مخ دي او واقعي زېرمه  نه لري.

همدرانګه یو بل عامل چې د نړۍ لومړی دولت بې ثباته کوي، په ځانګړي ډګر کې د بل دولت مخکې کېدل دي، لکه چین چې له امریکا څخه په تجارتي ډګرونو کې مخکې دی او د امریکا پر ځای ولاړ دی؛ لکه په G5 تکنالوژۍ او نورو برخو کې.

دغه مثالونه او پېښې نوې دي او په ښکاره توګه دلالت کوي چې نړيوال دريځ به ژر بدلون وکړي، ځکه نړیوال دریځ پايښت له لاسه ورکړی او د شا تګ په حال کې دی. خو یوازې هغه پوښتنه چې لا ځواب نه دی ورته ویل شوی دا ده چې نړيوال دريځ به د چا په ګټه بدلون وکړي؟

په دې اړه باید وویل شي: دا د نړۍ د لومړي دولت د رقیبو او مزاحمو دولتونو په ځواک پورې اړه لري. کوم دولت چې د لومړي دولت ځای نیسي، باید په ډېری ډګرونه کې لومړی دولت چلنج او له نورو دولتونو مخکې شي او په دې ډګر کې پوره چمتو او غوره ځواک ولري.

په همدې دلیل اوسمهال نشو ویلی چې نړیوال دریځ بدلون کړی، ځکه امریکا تر اوسه د نړۍ لومړی دولت دی. خو ویلی شو چې امریکا په نړۍ کې د ځينو عواملو او ضعف له امله خپل ثبات له لاسه ورکړی دی. ویلی شو چې نړيوال دريځ هرو مرو بدلون کوي؛ خو وخت ته اړتیا ده. که کوم دولت خپل ځواک د امریکا د ناتوانۍ پر وړاندې څرګند کړي او یا کوم نوی سیاسي تړون د لویو دولتونو تر منځ وشي، په دې صورت کې د امریکا لرې کېدل له خپل ځایه بې ځایه خبره نه ده او بیا ویلی شو چې نړیوال دریځ بدلون کړی دی.

لیکونکی: دوکتور فرج ممدوح

ژباړن: الهام پردېس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې