جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت په نشتون کې، ښځو ډېر څه له لاسه ورکړل او له ډېر ناوړه وضعیت سره مخ شوې
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت په نشتون کې، ښځو ډېر څه له لاسه ورکړل او له ډېر ناوړه وضعیت سره مخ شوې

(ژباړه)

د خلافت او اسلامي دولت دنشتون د اغېزو په اړه مو اورېدلي، لوستي او ان تجربه کړي. هغو ته چې په دې اړه پوښتنې کوي او غواړي پوه شي چې د خلافت په نشتون کې مو څه له لاسه ورکړل؟ موږ یې په ځواب کې وایو: د ژوند په ټولو کچو، ډګرونو او اړخونو کې مو ډير څه له لاسه ورکړل. دلته پر ښځو بحث کوو، چې ډیر څه یې له لاسه ورکړل او په مختلفو بڼو وځپل شوې.

د خلافت په نشتون کې تر ټولو مهم شی چې ښځو له لاسه ورکړل، په ژوند کې د دوی اصلي رول او دنده ده؛ ښځه باید د خپل کور ملکه وي. ښځه باید مور او د کور مېرمن وي، مسولیت یې د سړي پر غاړه دی، سړی پام ورته کوي او اړتیاوې یې پوره کوي. مجبوره نه ده چې د ژوند برابرولو لپاره پخپله کار وکړي، خو که یې خوښه وه، زده کړې او کار کولی شي. دا چې اسلام له پلي کېدو پاتې دی، د کپیټلېزم ایډیالوژۍ تر حاکمیت لاندې ښځې د مېچنې د دوو ډبرو په منځ کې اوړه کېږي؛ د کور او مالیاتو تر منځ او د دندې او د کار د سختیو تر منځ. ارام او هوسا ژوند ته وخت نه لري، تل ستړې او تر فشار لاندې وي. دغو کارونو ته اړ ایستل شوې، په خپله خوښه یې نه کوي؛ له خاوند سره یا پرته له خاونده باید د ځان او خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. د دندې موندلو د ستړیاوو او نامناسب وضعیت په اړه به یې څه نه وايو او دا چې په څه ډول موقعیت کې کار کوي. په دې توګه دوی مجبورې دي چې خپل ماشومان یا په نامناسبو نرسریو کې پرېږدي، یا یوازې به کور کې او ان تر دې چې بېرته راځي، په کوڅه او د سړک پر سر؛ دا د دې سبب کېږي چې دغه ماشومان ناسمه روزنه واخلي او ناسم چلند، اخلاق او ارزښتونه خپل کړي.

ښځو یې امنیت او خوندیتوب له لاسه ورکړی؛ کله چې تاوتریخوالی او بې عدالتي ورسره کېږي یا وژل کېږي، د چغو اورېدو څوک یې نشته؛ نه یې څوک د ظالمانو له زندانه د ژړا غږ اوري. متعصم نشته چې چغو ته یې ځواب ووایي؛ څوک چې دا کار کولی شي یا د دوی چغو ته د ځواب ویلو مسول دي؛ دوی پر خپلو پرېکړو واک نه لري، جرات یې نه لري؛ بلکې دا پرېکړې په واشنګټن، لندن او پاریس کې کېږي. په ځینو موردو کې ښځې په خپله کورنۍ کې له بې عدالتۍ سره مخ دي؛ دا ځکه چې په کورنۍ کې یې داسې سړي دي چې له خدایه نه وېرېږي او ښځې په ظلم او بې عدالتۍ را کنټرولوي، دوی د دې پر ځای چې د خوندیتوب او ارامتیا عاملین وي، د ښځو د وېرې عاملین جوړېږي؛ د دې پر ځای چې ښځې له دوی سره د خوندیتوب احساس وکړي، له دوی څخه د خوندي پاتې کېدو په لټه کې وي. دا ځکه چې دغه کسان له خپل دین څخه لرې شوي او د شریعت د پلي کېدو وېره ورسره نشته. دا قرباني کېدای شي مېرمن، خور او ان مور وي چې د خپل اولاد له ظلم او نامهربانۍ سره مخ کېږي، له کوم ملاتړي یا ډوډۍ راوړونکي پرته یې پرېږدي؛ د دغو ظالمانو زړه ټول دی چې د دولت له لوري سزا نه ورکول کېږي؛ په دې توګه ښځه همداسې بې دفاع پاتې شي، ځکه چې ډال یې نشته، خلافت نشته، هغه دولت نشته چې اسلام پلی کوي.

ښځو له دولت، کورنۍ، خپلوانو او بل هر چا څخه د خپل حق لاسته راوړلو او بې عدالتۍ لرې کولو اسانتیا له لاسه ورکړه. کونډې، بې سرپرسته او مظلومې ښځې چې محکمې ته د خپل حق لاسته راوړلو لپاره ځي؛ له بېځایه او پرېمانه لګښتونو، فیسونو، ستړیا او ناوړه ګټه اخیستنې پرته بل څه لاسته نه راوړې. په ځینو سیمو او کورنیو کې یې د میراث حق خوړل کېږي، د ټولنیز ژوند حقوق یې تر پښو لاندې کېږي؛ مثلاً په واده کې یې د رضایت پوښتنه نه کېږي، د مهر حق ترې اخیستل کېږي؛ که خبره طلاق ته ورسېږي، دلته یې هم څوک حق نه ورکوي؛ ځکه چې محکمې په سمه توګه شریعت نه پلی کوي او مقابل لوري ته یې د دې لپاره چې له شتمنې طبقې دی یا په بل هر سبب، ترجیح ورکول کېږي. دلته بیا دغه حدیث راوړم چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«إِيَّاكم وَالأَقْرَادَ»، قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَمَا الأَقْرَادُ؟، قَالَ: «يَكُونُ أَحَدُكُمْ أَمِيراً أَوْ عَامِلا، فَتَأْتِي الأَرْمَلَةُ وَالْيَتِيمُ وَالْمِسْكِينُ، فَيُقَال: اقْعُدْ حَتَّى نَنْظُرَ فِي حَاجَتِكَ، فَيُتْرَكُونَ مُقَرَّدِينَ، لا تُقْضَى لَهُمْ حَاجَةٌ وَلا يُؤْمَرُونَ فَيَنْصَرِفُونَ، وَيَأْتِي الرَّجُلُ الْغَنِيُّ أو الشَّرِيفُ، فَيُقْعِدُهُ إِلَى جَنِبِهِ، ثُمَّ يَقُولُ: مَا حَاجَتُكَ؟ فَيَقُولُ: حَاجَتِي كَذَا وَكَذَا، فَيَقُولُ: اقْضُوا حَاجَتَهُ وَعَجِّلُوا بها»

ژباړه: « الاقراد مه کوئ!» موږ وپوښتل: یا رسول الله، الاقراد څنګه وي؟ ده صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « کله چې له تاسو نه کوم کس امیر یا عامل وئ او یوه کونډه، یتیم یا بېوزله درته راشي او ورته ووایئ چې د مسلې تر حل کېدو پورې یې په تمه شي، بیا همداسې مقردین پاتې شي، غوښتنه یې پوره نه شي، د مسلې په اړه یې هېڅ پرېکړه ونه شي او همداسې لاړ شي. او بیا یو شتمن او شریف کس راشي، هغه د (امیر/عامل) تر څنګ کېنول شي، د مسلې او قضیې پوښتنه ترې وشي او ووایي چې داسې یا هغسې کیسه ده، بیا ورته وویل شي: د ده کار په بیړه خلاص کړئ.»

الاقراد، څنګه چې الزمخشري تفسیر کړی، له سپکاوي سره چوپتیا ده (یعنې چې د یو چا د کار نه کولو ترڅنګ سپکاوی هم ورته وشي، په ټیټه سترګه ورته وکتل شي). که د خدای خوښه وه، دا کار به په خلافت دولت کې نه وي.

ښځو یې په ډیرو هېوادونو کې، که هغه اسلامي دي او که غیر اسلامي او غربي هېوادونه، د خپلو مذهبي تشریفاتو د تر سره کولو وړتیا له لاسه ورکړې؛ دوی خپل مذهبي تشریفات داسې چې باید یې ترسره کړي، یا لکه څنګه چې دوی غواړي، نه شي ترسره کولی. د شریعت مطابق جامو باندې یې بندیز لګېدلی، څوک دوی ته د سپکاوي، زیان رسولو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه نه نیسي؛ ښوونځیو، پوهنتونونو او ان نورو زده کړو ته له حجاب سره نه پرېښودل کېږي؛ بېلګې یې په فرانسه او نورو هېوادونو کې وینو! حج او عمرې ته له تګ څخه منع شوې، ان جومات ته نه پرېښودل کېږي او په کارځای کې د عبادت حق نه ورکول کېږي.

د دې تر څنګه، د خلافت په نشتون کې تر ټولو مهمه ستونزه چې یوه ریښتینې مسلمانه په نا اسلامي ټولنه کې ورسره مخ کېږي، د ځان، خپل چلند او اخلاقو ساتلو ستونزه ده. په کور، کارځای او ټولنه کې له نفس سره جهاد او فکري تضاد ورته سخت تمامېږي. په داسې فضا کې چې ټوله کپيټلېزم او سیکیولرېزم نیولې ده، د خپلو اولادونو او ټولنې د روزنې مسولیت ډیر ورته سختېږي. بیرونۍ فضا، ښوونځي، د تحصیل دورې، سټلایټ کانالونو، د اړیکو وسایلو، ټکنالوژۍ او نړیوالتوب ته په کتو، د لورانو روزونه بې حده ورته سختېږي؛ دا فضا یې د بې حجابۍ، تبرج، سرکشۍ سبب کېږي؛ له نارینه وو سره ګډېږي، چې دا چاره شریعت حرامه کړې، په تش په نامه ازادیو یې ماغزه مینځل کېږي. له خپل خاوند سره په ستونزو کې وي، د بانکونو له حرامو او پورونو سره مخ کېږي؛ له زامنو سره یې ستونزې بله خبره ده، د هغو له سطحي فکر، غوښتنو، د کور، دین او کورنۍ په اړه د مسولیت حس نه لرلو او سرکشۍ سره مبارزه سخته ده. که خلافت وی، دا ټولې ستونزې به نه وې، ټولنه به اسلامي وه، د ټولنې هر وګړې به د تقوا لرله او شریعت به پلی کېده.

دا خو په کوزه کې سمندر و، اصلاً ستونزې او څه مو چې له لاسه ورکړي، ډېر لوی دي ... موږ له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې ژر د نبوت پر منهج د راشده خلافت نعمت را نصیب کړي، چې که خدای کول له دغو ټولو ستونزو خلاص شو.

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_کو_قائم_کرو

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

مسلمه الشامي (ام صهیب)

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې