جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت د سقوط د سلمې کالېزې په یاد؛ څه فکر کوئ، مسلمانانو د خلافت د له منځه تلو له امله څه له لاسه ورکړل؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت د سقوط د سلمې کالېزې په یاد؛ څه فکر کوئ، مسلمانانو د خلافت د له منځه تلو له امله څه له لاسه ورکړل؟

مسلمانانو د خپل دولت د له منځه تلو له امله، ډېر امتیازونه، چې الله سبحانه وتعالی ورکړي وو، له لاسه ورکړل.

۱- یووالی؛ پخوا مسلمانان یو امت و، سپېڅلې اسلامي عقيدې راټول کړي وو، د یوه جسم په څېر وو، که د دغه جسم کوم غړي به شکایت وکړ، نورو غړو به يې درد احساساوه او د درمنلې لپاره به يې هڅه کوله. اوس مسلمانان تیت پرک دي. له یوبل سره دښمنۍ کوي، توکمپالنه يې سره بېلوي؛ چې دا عرب، کرد او فارس دی او یا هم مصري، یمني او سوریه یي... توکمپالنې د اسلامي اخوت ځای، اسلامي خاورې د وطن پالنې او د عقيدې ځای نیولی دی. خو مخکې  نه توکمپالنې  بېلولی شوای او نه هم رنګ، ځای د دوی تر منځ هېڅ توپير نه وو، معیار یوازې تقوا وه.

 لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى أَعْجَمِيٍّ وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ وَلَا لِأَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ إِلَّا بِالتَّقْوَى»

ژباړه: اې خلکو! پوه شئ چې رب او پالونکی مو یو دی، پلار مو یو دی، نه عرب پر عجم غوره دي او نه عجم پر عرب، نه سور په تور غوره دی او نه تور په سور؛ مګر په تقوا کې.

۲- دولت یې له لاسه ورکړ؛ هغه دولت چې د عقیدې ښکارندوی يې . مسلمانانو د خپلې عقيدې له جنس څخه دولت درلود او د الله سبحانه و تعالی پر شریعت به يې حکم کاوه، د دښمن برید يې دفع کاوه، خپلې چارې به يې تنظیمولې، اسلام به يې نورو ملتونو ته رساوه؛ خو اوس  د کوچنیو ملي دولتونو تر حاکمیت او کفري وطنپالنې لاندې راغلي او پردي نظامونه، چې له عقيدې څخه یې نه دي، پرې پلې کېږي. همدارنګه اساسي قانون يې ښکيلاګرو کفارو جوړ کړی دی. حاکمیت نه لري، او داسې هېوادونه دي چې د نورو تر واک لاندې دي او حکام يې د استعمارګرو کفري دولتونو نانځکې دي.

په ختيځ او لوېديځ کې د سیاسي نظام په لټه کې یو؛ داسې لکه چې همدا نن نړۍ ته راغلي وو او دولت نه لرو، په داسې حال کې چې له زرو کلونو يې ډېر په نړۍ حاکمیت کړی دی.

۳- ډېری اسلامي خاورې يې له لاسه ورکړې؛ په سر کې فلسطین د کفارو لاس ته ورغی. د خلافت له سقوط سره، ډېری اسلامي خاورې د کفارو په لاس سقوط شوې او ځواک يې کفارو په لاس کې واخیست. فلسطین لومړنۍ قبله او د نبي الامین اسراء د غاصب یهود په لاس سقوط وکړ، هلته يې په ښکاره د ځان لپاره دولت جوړ کړ او د کفري استعمارګرو دولتونو په زور یې تقویه کړ؛ غلامو حکامو هم له هغه څخه ملاټر وکړ.

همدارنگه کشمیر، شیشان، بوسني، هرزګوین، افغانستان، عراق او نورې اسلامي خاورې اشغال شوې، هر ورځ کفار زموږ یوه خاوره اشغالوي. خپله وېښتیا مو د دې سبب کېږي چې زموږ زړونه د یادو پېښو له امله وځورېږي او څوک چې لا هم ویده دي، هغه بله فاجعه ده.

۴- پانګه او خپل شته يې له لاسه ورکړل؛ اسلامي امت چې الله سبحانه وتعالی ډېر نعمتونه ورکړي، له فقر او محرومیت څخه ځوریږي، په داسې حال کې چې پانګه يې د استعمارګرو کفارو په لاس کې ده او د خپلو شرکتونو او جعلې قراردادونو په وسیله هغه پانګه لوټوي او یا يې غلام حکام د خیالي معاملاتو، څوکۍ ساتلو په مقابل کې ډالۍ کوي؛ خلک د اسلامي خاورو پانګه په سترګو نه ويني.

۵- وینه او کرامت يې له لاسه ورکړ؛ هره ورځ په ډېری اسلامي خاورو کې د مسلمانانو وینه د کفارو په لاس تويېږي، پرته له دې چې کوم جرم تر سره کړي، څومره وژنې، کډوالۍ او د خپلو وروڼو شکنجې مو په میانمار، شیشان، کشمیر، فلسطین، بوسني، هرزګوين، شام، عراق، افغانستان او نورو اسلامي خاورو کې لیدلي او اورېدلي دي!؟ ان مسلمانان په غربي هېوادونو کې له وژنو په امن نه دي؛ په نیوزیلنډ کې د مسلمانانو عاموژنه، د صليبيانو د کينې ښه بېلګه ده او د حیرانتیا وړ هم نه ده. اوس موږ د هغو يتیمانو په څېر یو چې واک مو له نادانانو سره دی.

۶- دین او عقیده يې له لاسه ورکړه؛ وروسته د خلافت له سقوط، اسلام په اسلامي خاورو کې  له حکم او حکومتولۍ لرې شو، د جومات په کونج، فردي او اخلاقي اعمالو کې محدود شو او له دې پرته نور څه ته  اجازه نه ورکوي. هره ورځ مزدور کفار، حکام او د غربي ثقافت ملاتړي، ټول هڅه کوي، چې له دين او علماوو سره مبارزه وکړي او د دعوت حاملین بندي کړي، همدارنګه د سیکولاریزم او د هغه د عناصرو لپاره کار کوي؛ لکه څرنګه چې دغه وضعیت په سعودي او نورو خاورو کې جریان لري، غربي ارزښتونه او مفاهیم لکه؛ ډیموکراسي، مدني دولتونه ترویج کېږي، د دې لپاره چې د اسلام، مفاهیمو او دولت ځای ناستي شي. په کفري دولتونو کې هره ورځ د اسلام دښمنان خپله جګړه د اسلام، پیغمبر او اسلامي کتابونو پر وړاندې کوي؛ څومره تکراري توهین او مسخرې مو د پیامبر صلی الله علیه وسلم په اړه اورېدلې وې او څومره صحنې به مو ليدلې وي چې کفارو قران کریم سوځولی دی!؟ پر اسلام څومره یرغلونه شوي او په تروریزم متهم دی. د اسلام پر ضد ډېری تړونونه او په غربي هېوادونو کې  د جوماتونو او اسلامي مرکزونو د تړلو هڅې شوې دي. پر مسلمانانو د سیکولاریستي ارزښتونو تحمیلول، د دې لپاره  چې مسلمانان په کفري ټولنو کې مدغم کړي او کفري قوانین پرې تطبیق کړي، دومداره هڅې کېږي. لکه په فرانسه او چین کې  بیا د اویغور مسلمانانو په حق کې داسې ظلم کېږي.  نور کفري دولتونه هم د اسلام او مسلمامانانو پر وړاندې جګړه کوي، چې هغه هم اورو او وینو.

پایله: د یوه مسلمان په توګه باید له ځان پوښتنه وکړو، که دولت او خلیفه مو لرلی، چې زموږ چارې رعایت کړي، د دوښمن مخه ډپ او له اسلامي خاورې د هر حېرص پر وړاندې ملاتړ يې کولی، ایا د اوسني ظلم، قتل او د دښمنانو له یرغل څخه به ځورېدلی.

ایا زموږ پر ضد يې جرات کولی شوای؟ یا يې د یرغل په اړه فکر کولی شوای، په داسې حال کې چې پوهېدلی  چې پر یوه مسلمان یرغل، د ټولو مسلمانانو پر وړاندې د جګړې اعلان دی!؟

اې مسلمانانو! په تاسو ټولو واجب ده، چې د خپل دین د حاکمیت لپاره، له خپلو ناتوانه وروڼو او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یاري وکړئ؛ د دغه کار لپاره له حزب التحریر سره  یوځای شئ، چې د خلافت دولت، چې اسلام پلی کوي او دین د خیر او هدایت په توګه نړیوالو ته لېږدوي، تاسیس کړي. هغه دولت چې د سید مخلوقاتو زیرۍ  دی او په دغه کار کې د دنیا او اخرت خیر نغښتی دی.  د اسلام د حاکمیت وخت را نیږدې شوی وروسته له دې چې پانګوال نظام په خپل مرکز کې سقوط وکړ او وروسته له دې چې بد بوی يې ټول ځای ونیو اوس د الله سبحانه و تعالی په اذن سره د هغه د پای وخت را نیږدې شوی دی.

الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي: 

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً﴾ [النور:55]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی هغو کسانو ته چې ایمان يې راوړی او غوره کړنې ترسره کړي، ژمنه ورکوي چې هغوی به د ځمکې حاکمان کړي، لکه څرنګه يې چې مخکې نسلونو ته خلافت ورکړ. د هغوی لپاره به دین پر محکمو بنسټونو ودروي، چې الله سبحانه و تعالی ورته خوښ کړی دی. د وېرې حالت به په امن بدل کړي. هغوی دې زما بنده ګي کوي او زما سره دې کوم شی نه شریکوي او څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همداسې کسان فاسقان دي.

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah

خلافت تاسیس کړئ#

لیکوال: محمد طرموش

د حزب التحریرـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر له خوا د مرکزي دفتر راډیو ته

ژباړن: الهام پردېس

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې