شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ډيموکراسۍ کې بې کچې ناامنۍ او د دولتونو غمجنول
بسم الله الرحمن الرحيم
په ډيموکراسۍ کې بې کچې ناامنۍ او د دولتونو غمجنول

 (ژباړه)

د رسنیو څښتنان، سیاستوال او خلک په رسینو، د لېږد رالېږد وسایلواو نورو ځایونو کې د یوه زده کړیال د وژل کېدو او په پوهنتونونو کې د اسلامي حلارې په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې چې دا لومړۍ پېښه نه ده، د ډيموکراتیکو نظامونو تر چتر لاندې د خلکو پر ژوند، امنیت، د ستونزو پر حل او ژوند کولو لوبې کېږي، چې دا به وروستی ځل هم نه وي. د تلیفونونو غلا کول، له موټر سایکلونو او نورو وسایلو په ګټه اخیستنې غلاوې، په کورونو کې خلکو ته ګواښ کول، د زده کړیالانو او ځوانانو له لوري د چاقو ګرځول او دې ورته نور د وېرې او وحشت خبرونه هغه څه دي، چې د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی. دغه راز پولیس یې اړ کړي، څو موټرسایکلونه راټول کړي ان ځينې کسان اړ شول خپل موټرسایکلونه په عام محضر کې وسوځوي. اوس پوښتنه دا ده، چې ایا د پلازمېنې په زړه کې د دولت د له منځه وړلو لپاره طرحه جوړه شوې، که د یوه کس د کړنو عادي واقعیت دی؟  

څو کاله مخکې د ستراتیژیکو پروګرامونو په پار، ځینې مرکزونه جوړ شول، چې له عربي پسرلي وروسته قضیو او د هغو غبرګونونو په اړه یې بحث کاوه، په ځانګړي ډول مصر، یمن، سوریه، لیبیا او هغه ستونزې چې تونس ورسره مخ و. د KGB پخواني مامور یوري بیز مینوف په یوه لکینه کې د یوه دولت د له منځه وړلو، بې ځایه کولو او پر ملتونو حاکمیت کولو په اړه بحث کړی دی. خو هغه څه چې اوس زموږ پام وراړوي، د ۲۰۱۹م، د اپرېل ۱۱مه، د سوډان پېښې دي، چې د دولت د له منځه تلو سره نیږدې ورته والی لري. د له منځ وړلو لپاره یې چې ستراتیژیک کار پوهان، متفکران او سیاستوال کوم پړاوونه وړاندې کوي، له دې پړاوونو سره ورته والی لري. دغه راز د یوه دولت او د هغه د نظم له منځه وړلو څلور پړاوه تیوري د پلي کېدو په حال کې ده. درېیم پړاو یې چې یو لنډمهاله پړاو دی او د (بحران) پړاو په نامه یادیږي، له دوو میاشتو، تر دریو میاشتو یا هم ممکن تر دې زیات وخت ونیسي. په دغه پړاو کې: لانجې، د ناامنۍ له امله جنجالونه، د داخلي جګړو پراخېدل، دولتي بنسټونه او سازمانونه، لکه پولیس، اردو او محکمې کمزورې او قانون تر پښو لاندې کېږي. د بیو د لوړوالي تر څنګ، د اړینو خدمتونو او لومړنیو اړتیاوو نشت، په ټولنه کې په چټکۍ د فقر زیاتوالی، ویجاړ اداري سیسټمونه او بالاخره دولت له منځه تلو ته تیاریږي. که موږ دغه پروسه د سوډان په روان حالت کې، په خپل حال پرېږدو، نو هغه وخت به پوه شو، چې دغه طرحه او سناریو په وروسته پړاو کې ده او خبرداری ورکوي، چې سوډان د یوه دولت په توګه د له منځه تلو په حال کې دی او دا د لمر په شان ښکاره ده، چې هېڅ ډول څېړنې او بحث ته اړتیا نه لري.

 امنیت د ټولنې اړتیا او له لومړیتوبونو ګڼل کېږي، چې خلک اړتیا ورته لري او دولت یې باید تامین کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم لکه څنګه چې په الادب المفرد، صحیح بخاري او د ترمیذي په سنن کې راغلي، داسې فرمایي:

«مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمْ آمِناً فِي سِرْبِهِ مُعَافاً فِي جِسْمِهِ عِنْدَهُ طَعَامُ يَوْمِهِ فَكَأَنَّمَا حِيزَتْ لَهُ الدُّنْيَا» (رواه ترمیزی و ابن ماجه)

ژباړه: هغه څوک چې خپله ورځ په داسې حال کې پیل کړي، چې تګ راتګ یې په امنیت کې وي، مریض نه وي او ورځني خواړه ولري، داسې دی لکه ټوله دنیا چې د ده وي.

همدارنګه له انس بن مالک څخه د بخاري په الادب المفرد کې روایت شوي، هغه وفرمایل: رسول الله صلی الله علیه وسلم له غوره، ځوانمردو او مېړانو خلکو څخه و؛ د مدینې خلک یوه شپه له یوې پېښې سره مخ شول، خلک په لاره روان وو او چیغې یې وهلې، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی پر لور ور روان و او فرمایل یې: «لَنْ تُرَاعُوا لَنْ تُرَاعُوا» هېڅکله مه وېرېږئ، هېڅکله مه وېرېږئ. په داسې حال کې چې له هغه صلی الله علیه وسلم سره توره هم وه، د ابي طلحه پر آس سپور و، چې کته یې هم نه درلوده او فرمایل به یې: «لَقَدْ وَجَدْتُهُ بَحْراً. أَوْ: إِنَّهُ لَبَحْرٌ» زه فکر کوم هغه سیند او د هغه ځوږ دی.

اسلام همېشه د شرعي احکامو له لارې د امنیت، ارامۍ او ثبات په لټه کې دی. اسلام د هغو کسانو په مخ کې خنډ دی، چې د خلکو امنیت او ثبات له منځه وړي. ځکه خو؛ د غله لاس قطع کوي، الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالاً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾ (سوره مائده: آیه 38)

ژباړه: د غله؛ هغه که ښځه وي، که سړی، د الهي جزا په توګه د خپل عمل جزا ورکړئ او لاس یې قطع کړئ او پوه شئ، چې الله سبحانه وتعالی توانا او حکیم دی.

اسلام د امنیت رامنځته کولو او خلکو د امنیت په پار، دولت په مبارزه او جګړې مکلف ګرځولی دی، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَاداً أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾ (سوره مائده: آیه 33)

ژباړه: د هغو خلکو جزا چې له الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره جګړه کوي او د ځمکې پر مخ فساد خوروي، اعدام ده. یا یې دې یو لاس له مقابلې پښې سره قطع شي او یا دې له هغې خاورې چې پکې اوسیږي، تبعید شي. دا په دنیا کې د دوی رسوایي او ذلت دی او په اخرت کې عظیمه جزا لري.  

بلي دا د یوې خاورې او دولت د یووالي ساتلو لاره ده، همدارنګه د هغه چا لپاره تر ټولو ښه نظم ورکوونکې ده، چې د دولت یا قانون پر وړاندې دریږي. نو په دې پوهیږو، چې د اسلام احکام، د خپلو غوره لارښوونو او قوانینو په وسیله د خلکو امنیت ساتي. پر احکامو ټیکاو یې تقوا اساس ګرځولې او ویلي یې دي، چې مسلمان هغه څوک دی، چې د ژبې او لاس له زیان څخه یې خلک په امن وي. که مسلمان تقوا نه تر سره کوله، نو په هغه وخت کې اسلام جزا په پام کې ورته نیولې ده، چې دولت یې ضرور پلې کوي. مشهور متل دی وایي: «امنیت د پاچا ابرو او حیثیت دی» د عثماني خلافت په وروستیو کې یوې مسیحي کورنۍ خپله لور ورکه کړې وه، د کورنۍ غړي یې د شپې ډېر غمجن ناست وو، چې دروازه وټکېده او له پولیسو سره یو ځای یې لور ورننوته! هغوی یې د لور له ورتګ څخه ډېر خوشحاله شول او له هغو پولیسو یې مننه وکړه. پولیسو هغوی ته وویل، له موږ څخه مننه مه کوئ، ځکه ستاسو د لور امنیت د پاچا ابرو او حیثیت دی. د مسلمانانو په دولت یعنې خلافت کې امنیت همدومره ارزښت لري.

له شک پرته چې اسلام د امنیت ستونزه په ښه توګه حل کړې او دولت یې اړ کړی، چې تر خپلې وسې د امنیت په رامنځته کولو کې هڅه وکړي. خو د سیکولار انتقالي دولت د خلکو د ستونزو د حل لپاره داسې دی، لکه په توره شپه کې چې ړوند کوم څه لټوي، ځکه ورځ تر بلې په ستونزو کې ډوبیږي. که څه هم د ستونزو په اوج کې یې وسلې او موټرسایلکونه راټول او ودرول. که څه هم دغه پرېکړې په څو ښارونو لکه د دارفور نیالا او نورو ښارونو کې تر سره شوي او حالت د خرابېدو په حال کې دی.

دغه امنیتي بحران په دوو ټکو کې خلاصه کولی شو:

۱ـ له دولت سره د امنیت د مفکورې نشت؛  د پانګوالۍ تپل شوي نظام د یوې مړۍ ډوډۍ پر سر، په هېواد کې لانجه جوړې کړي او هر یو یې وایي، زه یې باید تر لاسه کړم، نه ته. د پانګوالۍ نظام د ژوند په ډګر کې داسې سیالۍ رامنځته کړي، چې ټول ارزښتونه پکې له منځه تللي دي. ان د خپلې اردو او سازمانونو په وسیله لکه؛ بریتون وودز سازمان، نړیوال بانک او نړیوال صندوق. د سره دریا په کچه زموږ د هېوادونو پر سر د ښکېلاک سیالي روانه ده؛ هغه څه چې ناپایداري او امنیتي ګډوډي یې رامنځته کړې ده. دا په نړۍ کې د امریکا سیاست دی، چې د خپلو ګټو لپاره جنجالونه رامنځته کوي.

۲ـ د پلازمینې په داخل کې د وسله والو شبه نظامیانو زیاتېدل؛ هغه څه چې له وسله والو خوځښتونو سره په دې اړه د سولې پرېکړه شوې وه، خو اوس یو امنیتي ګواښ جوړوي او د زیاتو نښتو خبرداری ورکوي، لکه د بري سیمې بالفعله نښته. الجریده ورځپاڼې په ۱۹/۳/۲۰۲۱ نېټه یو راپور خپور کړ، چې پکې د درېیمې جبهې (تمازج) رییس قومندان محمد علي قریشي، چې د جوبا سولې هوکړه لیک یې لاسلیک کړی، د دغې نښتې جزیات له یوې ډلې سره، چې ځان په (تمازج) پورې تړلی ښيي، داسې بیانوي: د تمازج ځواکونو په وسیله پر هغه ډله برید وشو. په هغوی کې داسې کسان وو، چې پوځي جامې یې پر تن وې؛ کله چې پوښتنه ترې وشوه، چې ولې له هغوی سره ونښتئ، ایا دا کار مو د پولیس دنده نه ده؟ هغه وویل؛ پولیسو او استخباراتو ناوخته کړه، ځکه ځواکونه د قضیې د حل لپاره لاس په کار شول (هغه څه چې د لانجې او خلکو د وېرې لامل وو) په یوه هېواد کې څو شبه نظامي جبهې یو لوی امنیتي ګواښ دی؛ خو په اسلام کې واحد قدرت اصل دی. د داخلي امنیت دنده، سره له ټولو جزیاتو، د خلافت دولت اساسي قانون کې، چې د حزب التحریر له لوري ترتیب شوی، بیان شوې ده. پولیس او اردو چې د هغې برخه دي، په غاړه یې لري. د دغه قانون په (۷۰) مخ کې داسې راغلي: «د داخلي امنیت ارګان، هغه اداره ده چې د داخلي امنیت د ټولو چارو مشري ورتر غاړې ده او د هر هغه څه مخه نیسي، چې داخلي امنیت ګواښي. د اسلامي دولت د قلمرو امنیت د پولیسو پر غاړه دی، چې د خلیفه له امر پرته اردو ته نه سپارل کېږي او د دغه ارګان رییس (د داخلي امنیت مدیر) نومیږي. دغه ارګان ولایتي فرعي څانګې لري، چې د داخلي امنیت د ادارو په نامه یادیږي او د هرې ولایتي ادارې رییس، د اړوند ولایت د پولیسو د قومندان په نامه یادیږي.»

که حالت په همدې ډول روان وي او خلک د اسلام پر اساس د واقعي تغیر لپاره راپورته نه شي، نو له شک پرته چې د اسلامي خاورو په هېوادونو کې به د کفارو طرحې یوه پر بله پسې پلې شي او دغه له یوبل لرې هېواونه به تیت پرک کړي. له اسلام پرته، د ستونزو له دغه دریاب څخه د راوتو بله لار نشته؛ هغه نظام چې د خلافت دولت، چې په نیږدې راتلونکې کې به تاسیس شي، پلی کوي او هغه وخت به د مسلمانانو خلیفه ته ویل کېږي: «په عدالت سره دې حکومت وکړ، وروسته دې امنیت رامنځته کړ او ارام ویده شوې.»

لیکوال: استاد ابراهیم مشرف

د حزب التحریر ولایه ـ سوډان مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: حبیب الله

Last modified onدوشنبه, 12 اپریل 2021

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې