شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا او سعودي اړیکه؛ د کورونا تر چتر لاندې د تېلو جګړه
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا او سعودي اړیکه؛ د کورونا تر چتر لاندې د تېلو جګړه

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، امریکا د نړیوال نظام د جوړولو په لټه کې شوه؛ چې له سیاسي پلوه یې همتړونه هېوادونه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا جوړه کړه. دغه راز له اقتصادي پلوه یې د بريټون ووډز تړون، د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانګ جوړ کړ. وروسته امریکا خپل لوی رقیب شوروي اتحاد ته قناعت ورکړ، چې فرانسه او انګلیس له خپل استعمار څخه، چې پخوانۍ نړۍ نومول کېده، خلاص کړي، د امریکا ګټې خوندي کړي او روسیه د شرقي اروپا په هېوادونو پورې منحصره شي.

وروسته امریکا دې پایلې ته ورسېده، چې په ۱۹۷۱م، کې له بریټون وودز تړون څخه ځان وباسي او د طلا پر ځای، ډالر د نړیوال پولي واحد په توګه وټاکي؛ څو د ډالر په وسیله د تېلو سوداګري په خپله ولکه کې وساتي وروسته ولسمشر«ریګن» په ۱۹۷۱م، ډالر له ټولو قیدونو ازاد کړ؛ تر هغې کچې چې د امریکا د پانګې کچه، د امریکا د اقتصادي پرمختګ په پرتله څو برابره زیاته شوه. له ۳ تر ۸ سلنه یې اقتصادي پرمختګ درلود او نقدې پیسې یې ۵٪ لوړې شوې، چې د پانګې او اقتصادي پرمختګ تر منځ یې هېڅ نسبت او تناسب نه و.

له طلا څخه د ډالر بېلوالی له یوه اړخه او له اقتصادي پرمختګ څخه یې ازادي له بله اړخه، د فرضي او ګوماني اقتصاد د رامنځته کېدو لامل شوي، چې د مال په مقابل کې نه جنس، نه تولید او نه هم کوم خدمت شته. امریکا له دغو کړنو په استفادې، نړۍ د پيسو، پانګې او سوداګرۍ پر لور بوتله او ټول هېوادونه د دغې طرحې منلو ته اړ بولي، چې سوداګري باید په ډالر وي، په ځانګړي ډول انرژي او تېل. امریکا له دې ګټه تر لاسه کوي، چې په ډېری هېوادونو کې کاروبار په ډالر ترسره شي.

امریکا له خپل نفوذ څخه ګټه واخیسته، څو «اوپک سازمان او آرامکو شرکت» چې سعودي یې غړی دی، په خپله ګټه وکاروي او د تېلو نړیوالې سوداګرۍ د بازار له تشې په استفادې، کولی شي بیې، خدمتونه او اړتیاوې کنټرول کړي.

د کورونا بحران د تشې پر مهال د تیلو تقاضا کمه شوه، په ځانګړې توګه د چین له اړخه، چې د نړۍ د تولید شوو تېلو ۲۰٪ پلوري. امریکا او مزدور یې (سعودي) هڅه وکړه، څو د تېلو د تولید په راکمولو سره یې بیه وساتي. خو روسیه چې د «اوپک» سازمان غړې نه ده، د تېلو د تولید راکمول رد کړل او ګومان کوي، چې د تېلو زیات تولید د اقتصادي پرمختګ راکمولو مخه نیسي. امریکا او سعودي په دې برخه کې له یوبل سره تړون لري. دغه راز د ټرامپ خبره رانقلوي او وایي، چې موږ د سعودي او روسیې تر منځ د شخړې حل غواړو. امریکا له یوه اړخه غواړي، چې د تولید کچه، د بیې تر راټیټېدو پورې لوړه کړي، څو دروند بار د روسیې پر اوږو ورولویږي. روسیې اعلان کړی، چې د سعودي زیات تولید زیان نه ورته رسوي ان د روسیې د انرژۍ وزیر د تېلو د بیې د خرابېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

سربېره پر دې، رسنیو داسې خبر خپور کړی، چې امریکا هڅه کوي د سعودي او امریکا تر منځ د تېلو تړون لاسلیک کړي او د اوپک سازمان له منځه یوسي. امریکا په مستقیمه توګه او د سعودي له رهبرۍ پرته د تېلو اداره په خپل لاس کې اخلي. شاید امریکا له دغې چانس څخه د تېلو په اړه لاندې ستراتیژیکې کرښې وکاږي:

۱ـ پر سعودي عربستان د ولي عهد محمد بن سلمان کامل تسلط، له امریکا سره د مینې او اړیکو په خاطر دی.

۲ـ په لوړه کچه د تېلو د بیې بحراني کول، چې اوسمهال هم بحراني ده او د تېلو د بازار د راټیټېدو وېره ده، څو نور د تېلو لرونکي هېوادونه هم له امریکا سره دې ډول تړون ته وهڅوي.

۳ـ د کورونا ویروس له امله د نړۍ په ځانګړې توګه اروپا بوختیا او وارخطایي، دا امکان رامنځته کوي چې هغوی هر ډول سیاسي او اقتصادي کړنې ته تیار شي.

امریکا چې د کوم پلان په هڅه کې ده، یاد مو کړ، په ۱۹۷۳م، کې د مصر او سوریې تر منځ جګړه له یوه اړخه او له یهودو سره له بله اړخه، له ملک فیصل سره یې دا ډول چلن وکړ؛ کله چې فیصل د دې نیت وکړ، چې اروپا ته د تېلو د وړلو جریان موقتاً راکم کړي، بیه یې لوړه شوه. هغه څه چې امریکا د طلا او ډالر د بېلوالي لپاره وټاکل، د دې لامل شول، چې کاروبار او سواداګري په ډالر شي. خو په دغه پړاو کې غشي پر ځای نه و لګېدلی، د بیې د لوړېدو پر ځای برعکس د تېلو بیه راکمه شوه او صادر کوونکي هېوادونه یې اړ کړل، چې د خپلې ګټې لپاره په هره بیه چې وي، معامله وکړي.

حقیقت دا دی، چې نړیوال حالت د ټرامپ د تقاضا او سیاست برعکس دی. شاید د نړۍ د تېلو په سیاست کې د پام وړ تغیرات رانشي. کورونا ویروس د اقتصادي او مالي نظام د ویجاړۍ لامل ګرځي. لکه څنګه چې د نړۍ ډېری حکامو له خولې، د نړۍ نظم او کلي تغیراتو په اړه خبرې اورېدل شوي دي. په لوړه کچه د تېلو د تقاضا راټيټېدل، هغه که د چینایي شرکتونو د درېدو او یا هم د لېږد رالېږد وسایلو د درېدو او په نړۍ کې د انرژۍ د نه لګښت له امله وي. تمه ده چې د خپل زیان د خسارې لپاره د تېلو بیه لوړه نه کړي.

هغه تېل چې ټرامپ او د سعودي ولي عهد په ولکه کې نیولي، د اسلامي امت ملکیت دی. دا روا نه ده، چې د اوسنیو نظامونو په ملاتړ په مختلفو ډولونو وګومارل شي. اوسنی نظام ظالم دی، له اسلام او مسلمانانو سره قوي دښمني لري، حاکم نظام د اسلام پر وړاندې ظالمانه جګړه اعلان کړې د ه. همېشه په دې هڅه کې دي چې اسلام ـ هغه چې انسانان له تیارو د روښنایۍ پر لوري بیایي ـ له حکومت څخه لیرې کړي. نړۍ باید د اوسنیو حاکمو نظامونو له شر څخه خلاصه شي او په هر ډول چې وي، له دا ډول نظامونو سره همکاري روا نه ده او لازمه ده، چې نړۍ د دا ډول نظامونو له شر څخه وژغورل شي.

له الرایه جریدې څخه

لیکوال: دوکتور محمد جیلاني

ژباړن: حبیب الله حبیب

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې