شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ښځې او سړي اړیکه د نکاح په عقد سره تعریفیږي او د غربي تمدن چټلۍ بیا بازار ته د وړاندې کېدو قابلیت نه لري!
بسم الله الرحمن الرحيم
د ښځې او سړي اړیکه د نکاح په عقد سره تعریفیږي او د غربي تمدن چټلۍ بیا بازار ته د وړاندې کېدو قابلیت نه لري!

رزیل ورځپاڼه لیکونکي «امل هباني» پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «بېچاره، فقیرې او ذلیلې ښځې، چې تر فشاره لاندې دي او د اولادونو د مسوولیت او مېړونو د ظلم له امله طلاق نه شي اخیستلای. ښځو هڅه وکړئ کله مو چې مېړه نوې ښځې ته ورغی، نو له یوه ملګري مو استفاده وکړئ.» دغې کار د هغه پر وړاندې د غوسو یو موج راپورته کړ، نو هغه زیاته کړه: «ځکه د څو ښځو لرلو مفکورې د حل لار، له خپل ملګري استفاده کول دي.»

موږ دغه بې بنسټه او ناقصې خبرې ردوو، خو له باطل سره د مبارزې تر ټولو غوره لار، د هغه له منځه وړل دي. «امل هباني» پر خپلو فکري انحرافاتو ټینګار کوي او دین پر دې تورنوي، چې پر ښځو طلم او تېری کوي. هغه په یوه ویډویو کې د خپل شیطاني فکر دفاع وکړه او ویې ویل: «دین د ښځو پر وړاندې تبعیض کوي او د هغوی جنسي حقونو ته یې پام نه دی کړی. ولې سړي ته د ډېرو ښځو کولو حق ورکړل شوی او ښځې ته یې د ډېرو مېړونو حق نه دی ورکړی؟» او ویې ویل: په ټولنیز ژوند کې سرې کرښې، د ښځې او سړي مشروع اړیکه ده او فعالان له دغو حقونو منع شوي او همدارنګه لازمه ده، په هغو دیني متونو او ټولنیزو مفاهیمو کې، چې پر ښځو ظلم کوي، تغیرات رامنځته کړو. امل هباني ته ورته کسان چې له غرب څخه اغېزمن شوي، د قوانینو د تغیر په هڅه کې دي او د حلارې او غربي سیکولار قوانینو په لټه کې دي.  

موږ قانوني حق لرو چې د یوې فکري او عالي مبارزې په ترڅ کې له «امل هباني» پوښتنه وکړو، چې ایا سیکولارېزم ته د قوانینو بدلول او د اسلام ټولنیز قوانین لغوه کول، په سوډان کې د ښځو حالت ته ګټه رسولی شي؟ او ایا دا تغیر د اسلام د احکامو پر وړاندې د زنا او ګناه او له غرب څخه تقلید، حالت ښه کولی شي؟ په داسې حال کې چې موږ د مسلمان په توګه عقاید او شرعي احکام لرو او د هغو له امله رټل کېږو او ایا له دې امله موږ ښځې عدالت ته رسولی شو او هغوی له ځورونې ژغورلی شو؟

د لمر په شان روښانه حقیقت دا دی، چې د سوډان پانګه د غربي پانګوالو او سیاست په واسطه لوټل کېږي، چې ټولنه یې سیکولار کړې او د سوډان خلکو د غریب کېدو اصلي لامل دی. دغه راز د هغوی ژوند داسې کېږي، چې له دین څخه لیرې شي؛ هغه دین چې له هر ډول امر څخه پاک دی او د پاکو احکامو په ګوښه کولو او تحریف سره هغوی ته داسې ښيي، چې شرعي احکام نور دنیایي چارې نه شي اداره کولی. نو د سیکولارېزم حاکمیت، چې ښځې فحشا او فساد ته رادعوتوي، د حل لار بولي.  

سیکولران د غربي ښکېلاکګرو لپاره یوازې یوه وسیله او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د جګړې یوه برخه دي. دغه راز د ښځې او سړي ګټو ته ارزښت نه ورکوي او یوازینی فکر یې د احکامو د ځنډ او غربي پانګوالۍ قوانینو حلال ګڼلو په خاطر، د اسلام ځپل دي. هغوی د خپلو غربي پانګوالو اربابانو په خدمت کې دي، چې د اسلامي خاورو کنټرول یې په لاس کې دی. همدارنګه د ازادۍ کلتور او بشري حقونو په نامه یې د هغوی پانګې لوټ کړې، تر څو د غرب چټل ژوند په مسلمانو ښځو وتپي.  

هغه غربي هېوادونه چې د ښځو حقونه یې جوړ کړي، د ښځو او د هغوی د غصب شوو حقونو لپاره مشکوک کمپاینونه کوي، په کومه بڼه چې هغوی ادعا کوي، موخه یې د ټولنې د شر او فساد په خاطر د یوې وسیلې په توګه د ښځو کارول دي، څو یې پروګرامونه پلي شي او په اخلاقي چټلیو کې پرمختګ وکړي.  

په غربي هېوادونو کې د ښځو واقعیت ته په کتو، په غرب کې د ښځو د حقونو د نقض لوړه کچه ښيي، چې له هغوی یې غلامانې جوړې کړي او ځانونه یې د سړیو د شهواني هوسونو په واک کې ورکړي او دغه شمېرې رسمي ادارو خپرې کړي دي. دغه راز په انټرنېټ کې خپاره شوي، معلومات ښيي، چې ښځې په غرب کې له اقتصادي بحرانونو سره مخ دي او په نړۍ کې د ژوند له سختو شرایطو سره ژوند کوي او دغه حالت مخ پر لوړېدو دی. همدارنګه دغه شمېرې ښيي، چې غربي تمدن ښځې له انسانیه محرومې کړي، عفت او عزت یې له منځه وړی او ښځه یې د ګټو لاسته راوړلو په ماشین بدله کړې ده. دغه راز کورنۍ یې له منځه وړي او جنسي اړیکه یې له ښځو سره د اړیکې اساس ګرځولې ده. کله چې د ښځې د ځوانۍ قوت له منځه ولاړ شي، د زنګ وهلي ماشین په حیث پاتې کېږي! ایا «امل هباني» د سوډان د ښځو لپاره دا ډول حالت غواړي.  

موږ خوسا شوو سیکولرانو ته وایو، مسلمانان هغه خلک دي چې په اسلام باور او پر خپله عقیده او احکامو اېمان لري او بدلولو ته یې اړتیا نشته، چې د ښځو عفت او پاکي ترې واخلي. همدارنګه دا نامنطقي ده چې په ناوړه او بد اخلاقه شعارونو کې بدلون رامنځته کړي. په بل عبارت موږ د مسلمانانو په توګه شرعي احکام چې د ښځې او سړي اړیکه د انسان د نسل بقا بولي، نه جنسي اړیکه؛ خو «امل هباني» هغه د ښځو او سړیو تر منځ د عدالت اساس بولي. موږ دا منو چې جنسي غریزه اشباع کولو ته اړتیا لري، خو نه دا چې ازاد پرېښودل یې موخه وګرځول شي. په همدې دلیل اسلام په ټولنه کې د جنسي فکر عامول، د ټولنې په زیان بولي او هغه مادي واقعیتونه چې د جنسي تحرک لامل ګرځي، د فساد لامل بولي. نو د ښځې او سړي خلوت، تبرج او یوبل ته یې زینت ښودل منع شوي او په ژوند کې د ښځې او سړي تر منځ همکاري، په داسې احکامو سره تعریف شوې، چې پاکې او عفت یې ساتي. دغه راز نامشروع اړیکې یې محدودې کړي او د واده کولو په وسیله یې تنظیم کړي دي. اسلام په ټولنه کې د هغه څه مخه نیسي، چې د جنسي غریزې د تحریک لامل کېږي او په ځانګړو مواردو کې یې د شریعت له لوري محدودول، د بقا د ساتلو لپاره دي. همدارنګه د ښځې او سړي اړیکه هغه ده، چې اسلام ټاکلې او د غربي تمدن خوسا افکارو ته ځای پکې نشته، چې بازار موندنه ورته وکړي.

دا نقشې د غرب او پر هغوی پورې تړلو له لوري، د مسلمانو نجونو او هلکانو تر منځ ترویج شوي او تثقیف یې واضح دی. موخه یې په مسلمانانو کې د غربي تمدن عامول دي، څو ټولنه تجزیه او کورنۍ له منځه یوسي او نسل یې بې دینه له دنیا ولاړ شي. خو دغو نقشو د اسلامي ټولنې پر مسلمانانو، اسلامي دولت ته د کار کولو، د شرعیت حاکمولو او دعوت په برخه کې ناوړه اغېزه کړې ده. خو ډېر ژر به د الله تعالی په نصرت او د نبووت پر منهج اسلامي دولت ایجاد شي او همدارنګه د غرب ټولې نقشې به له منځه ولاړې شي. انشاءالله!

لیکوال: استاد غادة عبد الجبار (أم أواب) – ولاية سودان

ژباړن: حبیب الله حبیب

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې