جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
نوید بټ ته پرانیستی لیک
بسم الله الرحمن الرحيم
نوید بټ ته پرانیستی لیک

(ژباړه)

د حزب التحریر ـ ولایه پاکستان مطبوعاتي مسول او ویاند ګران ورور نوید «بټ» اوسمهال ۵۲ کلن دی چې په ۲۰۱۲ م کال کې د مې میاشتې پر ۱۱مه د پاکستان د رژیم له لوري د لاهور په کوڅو کې پر داسې مهال ونیول شو چې خپل زامن یې له ښوونځي څخه کور ته بېول. د همدغو کلونو په موده کې نوموړی نه لیدل شوی، نه یې غږ اورېدل شوی او همدارنګه کومې محکمې یې جرم هم نه دی ثابت کړی او نه محکمې ته ور پېژندل شوی دی. د نوموړي د تښتونې ۱۰ کاله کېږي.

زه نوید «بټ» ته دغه پرانیستی لیک لیکم، د الله سبحانه وتعالی تسبیح وایم او پر دې پوهېږم چې الله سبحانه وتعالی تر ټولو لوړ او په حقیقت کې د ستر ځواک څښتن دی، چې ټولې چارې سمبالوي او غوره حکمت درلودونکی دی.

نوید «بټ» لوړې زده کړې لري او هوښیار انسان دی. هغه په لاهور کې د مهندسۍ تکړه انجینر و چې له هېواد څخه بهر یې په یوه ښوونیزه موسیسه کې د زده کړو لپاره بورس هم ګټلی و. وروسته یې د فناورۍ له شرکت سره د صنعت په برخه کې حرفه‌یي زده کړې پیل کړې. کله چې نوید «بټ» په نړیواله کچه د خلافت دولت د تاسیس لپاره کار پیل کړ، یعنې د اسلام د قوانینو سیسټم چې د الله سبحانه وتعالی ټول قوانین، اقتصادي، ټولنیز، احکامو، قضا، کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ لپاره برنامه او سیسټم لري. همدارنګه الله سبحانه وتعالی د یوې ټولنې لپاره په قران کریم کې قوانین بیان کړي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ) [مایده: ۴۸]

ژباړه: پر هغه څه قضاوت وکړه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي.

اسلام ته د نوید «بټ» اخلاص او صداقت او هغه ظلم چې په پاکستان کې د واکمن حکومت او له هغه بېرون د اسلام پر وړاندې ترسره کېده، نوموړی اړ شو چې په بهر کې خپل کار پرېږدي او پاکستان ته راوګرځي؛ څو د اسلامي خلافت دولت د بیا تاسیس لپاره له سوله‌ییزو لارو خپل فعالیتونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره پیل کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې له ۱۳ کلنې مبارزې وروسته په مدینه کې اسلامي دولت جوړ کړ.

زه هیله مند یم او الله سبحانه وتعالی ته دعا کوم چې په دغه پرانیستي لیک کې لیکل شوی پیغام زموږ ګران ورور نوید «بټ» ته ورسېږي. ځکه اوسني ظلم نوید «بټ»، د هغه کورنۍ او د نوموړي سیاسي فعاله وروڼه له یو بل سره بېل کړي دي، چې هغه ته ډېر درناوی لري. کېدایشي دغه پیغام هغه ته ورسېږي.

ګران ورور نوید «بټ»! موږ تاته په درنه سترګه ګورو او پخپل منځ کې ستا پر نشت اندېښمن یو. په ځانګړي ډول د الله سبحانه وتعالی د نظام د بیا تاسیس لپاره ستا هڅې او هغه مسولیت چې تا پر غاړه اخیستی و. موږ پوهېږو چې ته خپله کورنۍ نه وینې او ډېر ترې لېرې یې.  تقریبا ستا د ژوند لس کاله په زندان کې تېر شوي دي. تا خپل ماشومان په لاس کې نه دي اخیستي او هغوی ستا خندا نه ده لیدلې. همدارنګه هغوی دې په غېږ کې نه دي اخیستي، چې د هر ماشوم هیله او احساس د پلار په غېږه کې ځان لیدل وي.

داسې سخت کلونه به پر هېچا تېر نه شي. هېڅوک تېر وخت ته نه ورګرځي، نه ستا پر ځای څوک کېدایشي، یعنې هغه څه چې تا او ستا کورنۍ له لاسه ورکړل. ته هغه څه تجربه کوي، څنګه چې یوسف علیه سلام ورسره مخ شو، کله چې هغه په تېروتنه کې بندي شوی و.

پر هغه تیري کوونکو ته! هغه چاته چې دی یې نیولی دی، هغه چاته چې له کومو شواهدو پرته نوموړی شکنجه کوي، هغه کسان چې نوید «بټ» له کوم جرم پرته له خپلې کورنۍ لېرې ساتي؛ همدارنګه هغه چاته چې د الله سبحانه وتعالی د احکامو په مقابل کې ولاړ دي، له نوید ورور سره خپلو جرمونو او دغه ستر جنایت ته دوام ورکړئ.

پوه شئ! دا هغه جنایت دی چې په اخرت کې به ورسره مخ شئ. که تاسو له اخرت او د الله سبحانه وتعالی له عذاب او جزا څخه ونه ډار شئ، نو درک کړئ چې راتلونکی خلافت دولت به ستاسو د دغو جرمونو له امله سخته سزا درکړي. نو دا به غوره فرصت وي چې هغه ازاد کړئ.

هغو شاهدانو ته چې پر نوید ورور خبر دي، یا هغو کسانو ته چې د نوموړي د زنداني کېدو په اړه پوهېږي او چپ پاتې دي او دغه بې عدالتۍ نه په ګوته کوي او نه هم په دې اړه رښتیا وایي. پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه ازموینه اخلي چې تاسو کوم څه ټاکئ، حق، که باطل؟ ځکه په اسلام کې منځلاري نشته.

هغه کسان چې دغه بې عدالتۍ ویني، پر وړاندې یې د درېدو وس هم لري، خو په اړه یې اقدام نه کوي، د الله سبحانه وتعالی په مقابل کې به مخامخ درېږي او په هغو کسانو کې به شامل وي چا چې ورته ظلمونه کړي، یعنې ظالمان دي او هغوی ته به هم همداسې جزا ورکول کېږي.

نوید «بټ» ورور ته وروستی پیغام! موږ ډېرې لېرې یو چې له تا سره ووینو او خبرې اترې درسره وکړو. موږ تا ته دعاوې کوو، څو هغه دروازه پرانیستل شي چې ته پکې بندي یې. موږ شپه او ورځ کوښښ کوو چې ژر تر ژره د نبوت پر تګلاره اسلامي خلافت دولت یو ځل بیا تاسیس شي. دغه دولت به د الله سبحانه وتعالی حکم پلی کړي او د پاکستان خلک به له هغه ظلم څخه ازاد کړي چې اوس ورسره مخ دي.

د الله سبحانه وتعالی په خوښه موږ دعا کوو چې تر دې وروسته تا په داسې حال کې ووینو چې نه یوازې یو سیاسي فعال وې، بلکې دا ځل د مسلمانانو او اسلامۍ نړۍ د یو ستر رهبر، د هند په څېر د ولایت د والي او همدارنګه یوه ورځ د خلیفه په توګه وټاکل شې. موږ د مسلمانانو په توګه د دغه وخت لپاره دعا کوو، موږ الله سبحانه وتعالی ته اوښکې تویوو، موږ له مسلمانانو سره د الله سبحانه وتعالی پر کړې ژمنه او زیري باور لرو. همدارنګه موږ هغو کسانو ته د رهبرۍ کولو په تمه یو چې رښتینی ایمان لري او په پوره اخلاص د اسلامي دولت د تاسیس لپاره کار کوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: محمد اصف

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې