پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا د سیاسي نفوذ کمښت او د هغه پایلو ته کتنه
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا د سیاسي نفوذ کمښت او د هغه پایلو ته کتنه

(ژباړه)

پېژندنه:

لومړی: د امریکا د ولسمشرۍ پایلې چې د ډېرو د هیلو خلاف وې، د نړیوالو او په ځانګړي ډول د سیاستوالو  تر منځ ګرمه موضوع شوه. په امریکا کې د عادي خلکو او لوړپوړو کسانو تر منځ توپیر هېڅ وخت په دې کچه نه و، لکه اوس چې دی. تر کومه چې د امریکا ایډیولوژي څرګنده ده، اوسنی دولت که له مخکيني دولت نه په سیاستونو کې ډېر کپیټالېسټ نه دی، کم هم نه دی؛ خو د ټاکنو پایلو خلک دې ته اړ  کړل چې له اوسني حالت څخه خپله کرکه وښیي، چې دا پر پانګوالي ایډیولوژۍ د خلکو د باور کمېدل څرګندوي. دغه پایلې دا هم ښیي چې د امریکا خلک د نړیوالې همکارۍ د سیاست پلوي هم نه دي.

موږ به د امریکا کابینې ته د ډونالډ ټرامپ د ټيم راتګ، نظریې او د هغوی شالید وڅېړو. د امریکا کابینې ته د اوسني ټیم په راتګ د پانګوالي نظام په پلي کېدو کې د بدلون اټکل کېدای شي. همدارنګه دغه ټیم به پر نورو مهمو مواردو لکه اسلامي ټروریزم چې د دغې کلمې له کارونې څخه یې اصلي موخه اسلام دی، تمرکز ولري. اوسنی حالت د حاکمو او پانګوالي ـ لیبرال رژیمونو پر وړاندې د غربي ټولنې د عامې رایې په اړه بحث او د غربي سیاستوالو پر سیاستونو د دغې رایې اغېز؛ په نړۍ کې نوي بدیل ته اړتیا لري او اوس د پاکستان خلک دا وړتیا لري چې په نړۍ کې دغه نوی بدیل رامنځته کړي.  

دویم: د امریکا د سیاسي نفوذ کمښت او پر لیبرال -پانګوالي باور

 د شوروي اتحاد له ماتې وروسته امریکا په نړۍ کې زبر ځواک شوه. له زبر ځواکېدو وروسته امریکا دا وړتیا تر لاسه کړه چې په نورو هېوادونو د «The New World Order» (نوی نړیوال نظم) پر نوم نوی نظام تحمیل کړي. له همدې لارې وتوانېده چې پر نورو خپل ښکېلاک او زورواکي ومني.

دا داسې وخت و چې مفکرین لکه فرانسس فوکویاما دې پایلې ته ورسېد چې د غربي لېبرالېزم  بنسټ کېښودل شو. فرانسس فوکویاما د «تاریخ پای» په نوم په خپله یوه لیکنه کې چې په ۱۹۸۹ کې لیکل شوې؛ داسې لیکلي: «هغه څه چې موږ به یې شاهدانو وو، یوازې د سړې جګړې پای یا له جګړې نه د وروسته تاریخ پای نه دی؛ بلکې اوس د بشري ایډیولوژۍ د تکامل پای او د وروستي بشري نظام په توګه د غربي دیموکراسۍ ـ لیبرالېزم نړیوال کېدل دي. البته دا په دې مانا نه ده چې هېڅ داسې پېښه به نه وي چې پر هغه تر پوله هاخوا سیاست او د نړیوالو اړیکو کلنی نچوړ ډک کړي. د لیبرالیزم بریا یوازې د افکارو او بیدارۍ په قلمرو کې ثابته شوې او د مادې او په واقعي نړۍ کې تر اوسه نابشپړه ده؛ خو پیاوړي دلیلونه شته چې د وخت په تېرېدو به دغه اډیولوژي مادي نړۍ رهبري کړي».

له کمونیستي روسیې وروسته امریکا د نړۍ پر سیاستونو واکمنه شوه او په ۹۰یمه لسیزه کې یې په اسیا او افریقا کې په هغو سیمو کې چې مخکې د انګلیس او فرانسې تر واکمنۍ لاندې وې، نفوذ وموند. دغې صحنې په امریکا کې دومره تکبر پيدا کړ چې یاد هېواد یې په افغانستان او تر هغه هم مهم په عراق کې کې جګړې ته وهڅاوه. په افغانستان او عراق کې همدا د امریکا جګړې به تاریخ لیکونکي د زبر ځواک دولت په توګه د ۲۱مې پېړۍ د رهبري کولو لپاره د امریکا د وروستۍ هیلې په توګه په خپلو کتابونو کې ولیکي.

مخکنیو ډول ډول مواردو ته په کتو: په عراق کې د اټومي بمونو د شتون پر بنسټ د امریکا استخباراتي دروغ، زیاتې ملکي مرګژوبلې، د بندیانو بشري حقونه تر پښو لاندې کول او  په افغانستان او عراق کې د امنیت په راوستو کې بې وسي، تر اوسه هغه دلیلونه دي چې د امریکا سیاسي نفوذ ته یې سخت ټکان ورکړی. د دغې جګړې مالي لګښت ۱.۷۷ ټریلیون ډالره اټکل شوی، چې دغه شمېر د ویتنام جګړې له دوه برابره څخه ډېر دی. که د دغې جګړې اوږد مهاله لګښت ته پام وکړو، تر شپږ ټریلیونه ډالرو پورې يې لګښت درلود، د دې شمېرې پر اساس دا جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو لوړ لګښت لرونکې جګړه بلل کېږي.

د خلیج لومړۍ جګړه کې د ملاتړو د پیدا کولو لپاره د امریکا هڅو او په سوریه کې د ایساف د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره دویم ځل هڅو ته په کتو، دا د نړیوال ملاتړ په تر لاسه کولو او د سیاسي پلانونو په پلي کېدو کې د امریکا بې وسي په ډاګه کوي. همدا لامل دی چې امریکا په شمالي کمربند کې د پاکستان او له طالبانو سره په جګړه کې د افغانستان د اردو د هڅولو کوښښ کوي. دغه هېواد په سوریه کې د ایران او روسیې د ټولو لاسوهنو لپاره لاره هواره کړه او په عراق کې یې د ترکیې، کردانو او د عراق کمزورو ځواکونو ته د هر ډول لاسوهنې اجازه ور کړې ده. دغه سیاستونه د امریکا له کمزورتیا پرته بل څه نه ښیي.

په سیاسي نفوذ کې دغه کمزوریتا له اقتصادي کړکېچ سره یو ځای وه، چې نړۍ او په ځانګړي ډول د پانګوالي نظام لوی دولتونه لکه امریکا او اروپا يې د ۲۰۰۷ له وروستیو نه تر ۲۰۰۹ پورې ولړزول. په دې پېښه د دغو هېوادنو ډېر اوسېدونکي بېکاره شول او کارونو ته یې ډېر زیان ورسېد؛ په داسې حال چې امریکا د دغه په شاتګ د مخنیوي ادعا کوله؛ خو د ۲۰۱۴ له وروستیو څخه د ۲۰۱۵ تر لومړیو پورې د امریکا ډېر خلک په دې نظر وو، چې د امریکا ملت د شاتګ په حال کې دی. د عوایدو دغې نه برابرۍ په امریکا کې ډېرې غوغاوې رامنځته کړې چې له ډلې يې د «وال سټريټ خوځښت» نوم یادولی شو. دا غوغاوې تر دې کچې وې چې د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو ټاکنو کې یې هم ډېرو نوماندانو یادونه وکړه.

په امریکا کې د عوایدو د نه برابرۍ مسلې د امریکا په رهبرۍ کې له اداري فساد څخه هم پرده پورته کړه او د خلکو دا ادعا يې څرګنده کړه چې دوی په سلو کې یوازې د یو کس استازي دي نه د ټولو. «موږ په سلو کې ۹۹ یو» شعار په دغه هېواد کې تر دې کچې عام شو چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند «برني سنډرز» په خپلو ټاکنییزو سیالیو کې وویل: «اوس د دې وخت را رسېدلی چې موږ داسې یو دولت جوړ کړو چې د ټولو امریکایانو استازیتوب وکړي، نه په سلو کې د ۱ کس». تر دې وروسته په امریکا او ان اروپایي هېوادونو لکه انګلیستان، هسپانیا، یونان او داسې نورو کې هم لاریونونه وشول.

د اروپا له اتحادیې نه د انګلیستان بېلېدل چې د انګلیس خلکو په پرېکنده توکه پانګوالي ـ لېبرال نظریې رد کړې، پانګوالي اقتصاد څخه د اروپا د خلکو کرکه او ستړیا ښیي. په اروپا کې د لیبرال اقتصاد نظریې د رد څپه د پراختیا په حال کې ده. د بېلګې په ډول: په فرانسه کې د محافظه کار ګوند د راتلونکي کال ټاکنیزو  شخړو ته دننه کېږي. په اتریش کې محافظه کار او پردی ضد ګوند نیږدې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی شوی و او همدارنګه په اورپایي هېوادونو کې هم ملي حزبونه؛ لکه په هالنډ، بلجیم،جرمني، ډنمارک، هنګري او داسې نورو کې پیاوړي کېږي.

د پانګوالي نظام تر ټولو لویه لاسته راوړنه نابرابره طبقاتي ټولنه ده. لاریونونه او شورشونه ټول د دغه نظام دا ځانګړنه ښيي او همداراز له اورپایې اتحادیې څخه د انګلیستان د وتلو لامل هم همدا نظام دی چې په غرب کې خلکو پر پانګوالي ـ لیبرال باور له لاسه ور کړی دی. په غرب کې خلک د اقتصادي ناامنۍ، بېکارۍ، د عوایدو او نه برابرۍ ورځ په ورځ زیاتېدونکو ستونزو سره مخ دي. که څه هم چې خلک به د ملتپالو حزبونو په واسطه د پانګوالي نطام پر ځای د بل نظام څښتن نه شي؛ خو له شک پرته چې د دغه نظام د رد روحیه به د خلکو تر منځ د دولتونو پر سیاستونو او په ځانګړي ډول پر بهرنیو سیاستونو اغېز وکړي. 

درېیم: د امریکا د بهرنیو سیاستونو پر وړاندې ډول ډول فکري ښوونځي او د هغوی اغېزې

د امریکا د بهرني سیاست پر وړاندې مفکرین د خپلو بارونو پر بنسټ په څو ډلو وېشل کېږي. د بېلګې په ډول: له دغو ډلو څخه یوه هم «نیوکانزرويټیوز» (نوي محافظه کاران) ډله ده، چې د دوی د افکارو په مطالعه د نوو مداخله کوونکو محافظه کارانو لقب ور کولی شو. د دغې ډلې افکار پر داسې باور ولاړ دي چې تر مخکې په زیات تیري له نړیوالو قوانینو او بنسټونو سره یا پرته په ټوله نړۍ کې د امریکا د نفوذ پر پراخېدو ټینګار کوي.

بله ډله «Liberal Internationalists» (نړیوال لېبرالان) نو میږي. دې ډلې ته هم د دوی د فکرونو د مطالعې پر بنسټ په اسانۍ د مداخله کوونکې ډلې لقب ور کولی شو. دوی پر دې باور دي چې لیبرال دولتونه د لیبرالیزم په موخو په نورو هېوادونو کې لاسوهنه کولی شي، چې دغه لاسوهنه نظامي برید یا بشري مرستې کېدای شي؛ خو د نوو محافظه کارانو د عقیدې خلاف، دغه ډله د نړیوالو قوانیو له مخې د خپلو کارونو د قانوني توب غوښتونکې ده.

کله چې دغه دواړې ډلې د یو بل پر وړاندې ودریږي، دویمه ډله قانون ته لږ نیږدې ده؛ د بېلګې  په ډول: هغوی په یوه هېوادونو کې د لاسوهنې لپاره باید د نړیوالې ټولنې هوکړه لیک، د ناټو  تحریم او یا هغه هېواد جګړې ته د عربي اتحادیې بلنه تر لاسه کړي. دغه دواړه نظریې د انزوا د بهرني سیاست او واقعي او نه مداخلې سیاست له نظريې سره په ټکر کې دي. د نه لاسوهنې  بهرني سیاست نظریه داسې نظریه ده چې پر بنسټ يې هېڅ هېواد د بل هېواد په بهرنیو چارو کې د هغه له اجازې پرته د لاسوهنې حق نه لري. د نه لاسوهنې سیاست د انزوا له سیاست څخه بشپړ بېل دی، چې ځینې وخت تېروتنه پکې کېږي.

په دې وروستیو کې په امریکا کې د «Alternative right» په نوم نظریه د بشپړېدو په حال کې ده، چې په ۲۰۱۵ کې د امریکا سیاست ته دننه شوه. د دې نظریې ملاتړي د غرب تمدن د ګواښونو حل بولي. دغه خلک امریکا ته لوی مهاجرتونه او د امریکا او نورو خلکو تر منځ ډول ډول اړیکې د غرب تمدن ته ګواښ بولي. په دې نظريې پورې پر تړلو کسانو ځينې وخت د ملتپالو، اسلام ستیزو او د ښځو ضد ټاپې هم لګول شوې دي. دغه ډله داسې کسان دي چې خپله ټولنه په خپلو ارزښتونو رهبري کوي. د دغې ډلې کسان ځينې وخت د هتلر په وسیله د یهودانو وژنه او د سیاستونو سموالی له ګواښ سره مخ کوي. د دغه خوځښت پلویان او متخصصین ځينې وخت وایي چې ډونالډ ټرمپ ته د همدې نظریې پلویانو رایه ور کړه.

د امریکا سیاسي او اقتصادي کړکېچونو په امریکا کې دننه او بهر د عامو خلکو پر لید ډېر اغېز درلود. دغه کړکېچونه د امریکا د اردو د ډېرو کسانو په وژل کېدو او ځانوژنې نور هم سخت شول چې په امریکا کې پر دې کړکېچونو د مفکرینو تر منځ خبرې روانې دي. په امریکا کې عامو خلکو او یو شمېر سیاستوالو له دغه حالت وروسته پر مداخله کوونکو خوځښت غور وکړ او تر پوښتنه لاندې یې راووست او ډېرو خلکو «نه مداخله کوونکي خوځښت» ته مخه کړه.

د ۲۰۱۱ په فبرورۍ کې د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګیټس د «West point Academy» نظامیانو ته په بیانیه کې ویلي وو: «امریکا باید هېڅکله د افغانستان او عراق د جګړو په څېر نورې جګړې ونه کړي او د دفاع هر وزیر چې ولسمشر ته د اسیا او یا منځني ختیځ ته د ځمکنیو ځواکونو د لېږلو مشوره ور کړي، باید پر عقل یې شک وشي او یا په بل ډول نوموړي وویل چې د افغانستان او عراق په چارو کې د لاسوهنې په څېر نورې لاسوهنې لېونتوب دی».

په ۲۰۱۳ کې د «پیو» څېړنه چې په ۲۰۱۳ کې د امریکا ځای تر نامه لاندې په یاد هېواد کې تر سره شوې وه، په هغه کې د امریکا ۵۲٪ کسانو د امریکا دولت ته داسې نظر ور کړ: «امریکا باید د خپل ځان لپاره فکر وکړي او نور هېوادونه پرېږدي چې په خپله پر خپل برخلیک واکمن شي». دا له ۱۹۶۴ راوروسته تر ټولو لویه شمېره ده چې د امریکا د خلکو له لوري د امریکا  دولت ته دا ډول وړاندیز کېږي؛ په داسې حال کې چې یوه لسیزه وړاندې یوازې ۱.۳ سلنه رایه ورکونکو دغه نظر درلود.

هغه څېړنه چې په ۲۰۱۴ کې د امریکا د ځمکنیو ځواکونو په اړه تر سره شوې، په سلو کې ۷۷ ګډونکونکو د ۲۰۱۶ تر وروستیو پورې له افغانستان څخه د امریکا د ځمکنیو ځواکونو وتلو ته رایه ور کړه او یوازې (۱۵ـ ۱۷) سلنه رایه ورکوونکو د اوکراین او سوریې په مسایلو کې اشتراک ته رایه ورکړه. پاتې ۶۷٪ نورو دغه انتخاب ته رایه ورکړه، چې وضاحت یې دا ډول دی: «امریکا باید د هغو ګواښونو په له منځه وړلو کې ګډون ولري، چې د دغه هېواد ملي امنیت ته نېغ ګواښ وي». د اوباما د ولسمشرۍ په دوام کې اوباما او د نوموړي د بهرنیو چارو وزیر (جان کېري) په ګډون د امریکا د فدرال دولت یو شمېر غړو په سوریه کې نظامي مداخلې ته رایه ورکړه.

د ۲۰۱۳ زکال په احصایه کې د امریکا ۶۲ سلنه خلکو یوې بیانیې ته رایه ور کړه چې څرګندتیا یې په دې ډول ده: «امریکا د سوریې د حکومت او مخالفو ډلو تر منځ جګړې پر وړاندې هېڅ مسولیت نه لري». په داسې حال کې چې په سلو کې یوازې ۲۵ ګډونکونکي له دغې بیانیې سره موافق نه وو. له دغو واقعیتونو څخه دا پایله تر لاسه کولی شو چې د ډېرو امریکایانو نظر دا دی چې امریکا باید د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي. دغه واقعیتونه به د امریکا د اوسني ولسمشر پر سیاستونو هم اغېزې ولري. د افغانستان او عراق د نظامي مداخلې په څېر بله مداخله به په نړۍ کې د استعمار او په ځانګړې توګه د امريکا پر وړاندې را منځته شوې کرکه نوره هم زیاته کړي. د ټرامپ ادارې ته د نوو محافظه کارانو راتګ به امریکا د سوریې په څېر نورو جګړو ته وهڅوي او که امریکا دغه حماقت وکړي، نو دا عمل به يې په نړۍ کې له اوسني مقامه وغورځوي.

څلورم: د نړیوال قانون مړینه حتمي ده                       

په دوو وروستیو لسیزو کې نړیواله ټولنه او نړیوال قوانین له هر لوري تر پښو لاندې شوي. د عراق برید چې په ۲۰۰۳ کې نوو محافظه کارانو وکړ، نړیوال قانون ته د تابوت جوړلو لومړی ګام و چې واخیستل شو او د دغه تابوت د جوړولو نور ګامونه په اسلامي خاورو کې د مجاهدینو او اسلامي بېدارۍ په واسطه واخیستل شول، چې په کلکو ارادو د امریکا د بریدونو پر وړاندې ودرېدل.  

دا باید له یاده ونه باسو چې دغه ټولې هڅې امت ته د اسلامي سیاستونو د راتګ لپاره شوې دي. دغو اړخونو د نړیوالو قوانینو له لارې د امریکا د سیاستونو د پلي کېدو لپاره کار سخت کړ. که د عراق مسلمانانو د امریکا د وحشیانه بریدونو پر وړاندې دا وړتیا نه وای ښودلې، د امریکا له لوري د نړیوال قانون تر پښو لاندې په پام کې نه نیول؛ خو د امریکا دغه کار خپل ځان ته سر خوږی شو.

دا سپکاوی د امریکا لپاره بس نه و چې د سوریې مسلمانان هم راپاڅېدل، د غرب له ښکېلاک او حشته یې پرده پورته کړه او نړیواله ټولنه یې بشپړه شنډه کړه. نړیواله ټولنه چېرته ده چې روسیې او امریکا لاس یو کړی او د مسلمانانو د عاموژنې پلانونه پلي کوي؟ نړیواله ټولنه چېرته ده کله چې روسیه بې ګناه ماشومان حتی د ماشومانو په نمایشي ورځ په خورا وحشت بمباروي؟ نړیواله ټولنه چېرته ده کله چې د ایران ملاتړ لرونکی حزب او ملېشې له هغو کسانو سره جګړه کوي چې ګناه يې یوازې ښکېلاک او د امریکا زورواکي نه منل دي؟ نړیواله ټولنه او نړیوال قوانین چېرته دي کله چې فرانسه، امریکا، اردن، ترکیه، ایران او روسیه سره یوځای شوي، د سوریې مسلمانان بمباروي او په قصدي ډول روغتونونه او داسې نور ځایونه موخه ګرځوي؟ دغه نړیواله ټولنه چېرته ده کله چې د فلسطین مسلمانان د یهودو دولت او د کشمیر مسلمانان د هند دولت په وسیله په عام ډول وژل کېږي؟ په داسې حال کې چې د نړیوالې ټولنې پرېکړه لیکونه په مخکینیو لسیزو کې تایید او پلي کېدو ته اماده وو. ولې دغه بنسټ هغه مهال ځان راڅرګندوي چې موخه یې د مسلمانانو د اردو مخنیوی دی چې هغه شنډه او له پښو یې وغورځوي؛ په داسې حال کې چې امت غږ پرې کوي چې راشي او هغوی د ظالم له ظلمونو څخه وژغوري.

د نوو محافظه کارانو یو مشهور کس رابرت کاګن خپل کتاب «زبرځواکونه هېڅ وخت دغه مقام له لاسه نه ورکوي» په دغو تورو پیلوي: «د دویمې نړیوالې جګړې په پایله کې د نړیوال نوي نظم پلان رامنځته شو. دغه نظم داسې نظم دی چې ټول هېوادونه د امریکا تر واکمنۍ لاندې په واحده رهبرۍ باور لري؛ خو دغه پروژه په دې ورځو کې مخ پر ځوړ او له نسکورېدو سره مخ شوې. د نړۍ حالت د بدلون په حال کې دی او نوې تګلارې رامنځته کېږي، موږ د دې شاهدانو یو چې په ډېرو برخلیک ټاکونکو مسایلو کې قوانین او نړیوال نظم تر پښو لاندې شوي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې د دغه بنسټ پر ځای نوي بنسټونه رامنځته شي او نړۍ د دغې ناوړې پروژې له شر څخه وژغوري.»

پایله:

  1. لیبرالېزم نه یوازې په امریکا، بلکې په ټوله نړۍ کې له راپرځېدو سره مخ دی.
  2. امریکا وېشل شوې؛ د امریکا د ولسمشر تر ټاکل کېدو وروسته یو بل خوځښت رامنځته شو چې شعار یې «هغه زموږ ولسمشر نه دی» و. دغه توپیر یوازې د ځینو کسانو تر منځ توپیر نه دی؛ بلکې د ټولو خلکو استازيتوب کوي.
  3. د امریکا په سیاست کې د مداخله کوونکو نوو محافظه کارانو، مداخله به د اسلامي خلافت د لوی ګواښ په له منځه وړلو او د چین پر پیاوړي کېدو متمرکزه وي؛ دغه دوه ګواښونه د بوش له وخته شوني دي.
  4. د امریکا په سیاست کې به نشنلېستان هم ور ګډ شي. دا هغه کسان دي چې ډونالډټرامپ ته یې رایه ور کړه او غواړي چې امریکا زیاته پر کورنیو مسایلو بوخته کړي چې د دوی دغه کار د مداخله کوونکو نوو محافظه کارانو د اجنډا پلي کول سختوي.
  5. د امریکا د ښکېلاک پر وړاندې کرکه، د اسلامي امت سیاسي بیداري، د ټرامپ له ادارې څخه د خلکو کرکه او د اسلام ستیزۍ په اړه د دغې ادارې بلدتیا، د یاد هېواد لپاره به د امریکا د پلانونو پلي کېدل سخت کړي. یاد عناصر د امریکا د مزدورانو لپاره چې د سیمییزو متحدینو تر نامه لاندې یې راټول کړي، کار ستونزمنوي.
  6.  مخکې یادونه وشوه چې نوو محافظه کارانو هغه نړیوال بنسټونه چې د لیبرال ـ انټرنشنالیستانو د حکومت په جریان کې کمزوري شوي، کم وبلل.
  7. نړیواله ټولنه او نور نړیوال بنسټونه به د امریکا تر عمومي کمزوري کېدو او د امریکا ادارې ته د نوو محافظه کارانو تر راتګ وروسته نور هم کمزوري شي.
  8. د نوې ایډیولوژۍ راتګ د اوسنۍ ایډیولوژۍ د نړېدو لامل دی.

د هرې ایډیولوژۍ د نړېدو لپاره د بدیلې ایډیولوژۍ شتون اړین دی، که څه هم چې دغه دلیلونه ټول د امریکا په کمزورتیا پورې اړه لري؛ په داسې حال کې چې امریکا د پانګوالۍ اصلي سرچینه ده او دغه عناصر د یاد نظام د راپرځېدو لپاره بسنه کوي. دا ټول ټکې هغه فرصت ښیي چې په لاس کې دی او هغه د داسې ایډیولوژۍ راتګ دی چې د ځواکمن دولت په واسطه خلک د پانګوالي نظام له زهرجنو منګولو څخه وژغوري.

تاریخ د یادې پدیدې شاهد دی، د خلافت تاسیس و چې د هغه وخت زبرځواک، د روم امپراتوري یې په ګونډو ګړه. همدا خلافت و چې په اروپا کې یې پر رنسانس اغېز وکړ او د نويو انقلابونو او ایډیولوژیو د راتګ لامل شو، خو د انګلیستان او فرانسې پانګوالي هېوادونو په خپلو چټلو ایډیولوژیو د دغه ځواکمن دولت د له منځه وړلو لپاره مټې بډ وهلې. وروسته شوروي اتحاد و چې د کمونېزم په ایډیولوژۍ د پانګوالي دولتونو دښمن شو او امریکا د ایډیولوژیکې جګړې لپاره سړه جګړه پیل کړه چې وروسته پانګوالي-لیبرال د کمونیزم ځای ونیو.

که اوس بله ایډیولوژي رامنځته شي او واک تر لاسه کړي، نو په ډېره اسانۍ پانګوالي له ګواښ سره مخ کوي او نوې حل لارې وړاندې کوي او د دغه نظام دېوالونه چې له مخکې په لړزه دي،  نور به هم ولړزوي. دغه ایډیولوژي باید په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې حل لاره وړاندې کړي چې له اسلام پرته هېڅ ایډیولوژي دا وړتیا نه لري.

 

 

د اسلام اقتصادي حل لارې:

اسلام د سرو زرو او نقرې په پشتوانې د پیسو پر واحد ټینګار کوي. د دغې حل لارې پلي کېدل د ناڅاپي انفلاسیون او سود ته د اړتیا ښه مانع دی. انفلاسیون په اقتصاد کې له اړتیا پرته د پیسو ډېرېدو ته وايي او یا د نرخونو پرلپسې زیاتېدو او د پيسو د ارزښت پرلپسې کمېدو ته ویل کېږي. اسلام د پانګې وېش د اقتصادي ستونزو د حل لپاره مهمه لار بولي او اړتیاوې پر لومړیو او دویمو وېشي. دغه اسلامي حل لاره طبقاتي نه برابرۍ ته چې د پانګوالي نظام زېږنده ده، د پای ټکی ږدي.

اسلام له سرچینو څخه د خلکو د شخصي استفادې مخه نیسي. د دغه کار لپاره يې د طبیعي سرچینو په ځانګړي ډول د انرژیو د سرچینو خصوصي کېدل له منځه وړي دي. د مالیې  ورکونې داسې نظام وړاندې کوي، چې یوازې پانګوال او هغه څوک چې د مالیې ورکولو وړتیا لري، مالیه ورکوي. په ټوله مانا د سود مخه نیسي. خلافت نظام کمزورو ملتونو ته د سود پرته پورونو له لارې ډېر ګټور واقع کېدای شي او هغوی په پښو درولای شي، چې دغه قانون په پانګوالي نظام او د نړیوالو بانکونو «IMF» په قوانینو کې هېڅ نشته. کوم پورونه چې دغه بانکونه او بنسټونه یې له اقتصادي پلوه کمزورو ملتونو ته ورکوي، یوازې د دې لپاره دي چې دوی یې مزدوران شي.

د اسلام قانوني لاره عدالت دی. په پانګوالي نظام کې بې عدالتي چې اصلي سرچینه یې ډیموکراسي ده، د تقنین صلاحیت د لوړ پوړو چارواکو په لاس کې دي؛ خو اسلام د دغې بې عدالتۍ ریښې له منځه وړي. په اسلام کې یوازې الله سبحانه وتعالی د تقنین صلاحیت لري او که ستونزې رامنځته کېږي، اسلام یې د اجتهاد له لارې په ښه ډول حل کوي. د اجتهاد په پروسه کې درې بنسټیزې برخې شاملې دي: د معاصرې موضوع مطالعه، د قران کریم مطالعه او له هغه څه سره په پرتله حکم کول چې په قرانکریم کې اشاره ورته شوې وي. دغه پروسه د پانګوالۍ د تقنین لپاره چې پر سیکولر ـ ډیموکراسي قوانینو ولاړه ده، بدیل دی. یوازې همدغه نظام دی چې نرانو او ښځو ته خپل حقونه ورکولی شي او خلک له قومي، نژادي او دیني تعصبونو پرته په ښه ارام ژوند کې سره یو موټی کوي.

د اسلام سیاسي حل لارې:

یوازې اسلام دی چې سیاست د خلکو د چارو تنطیمونکی تعریفوي. په اسلامي نظام کې رهبرانو ته درانه بارونه سپارل شوي چې هغه ولېږدوي، نه د ډیموکراسي په څېر نظامونه چې په هغه کې واک ته رسېدل د ځان لپاره تحفه بولي. په اسلام کې سیاست او واک یوه وجیبه ده، نه سوداګري او مسلک. 

غرب حتی په دې وروستیو ورځو کې چې هغه یې له تورو دورو څخه د راوتو دورې بللې، پر دې نه دی توانېدلی چې په خپلو خاورو کې د قانون حاکمیت ټینګ کړي او تر دې چې تر اوسه یې رهبران له قانوني مصونیت څخه برخمن دي. په دویم ګام کې، په اسلام کې مسؤل توب او د رهبر مسول کول یوه ټاکنه نه، بلکې یوه وجیبه ده. له خلیفه او نورو رهبرانو څخه استجواب (ځواب غوښتنه) د مظالمو محکمې د قاضي چې د استجواب صلاحیت لري، وجیبه ده. د امت مجلس، سیاسي ګوندونه او په ټوله کې امت د امر  بالمعروف او نهی عن المنکر او د مسلمانانو د رهبر او خلیفه د امر منلو مسول دي.

پاکستان د دغه مقام لپاره مناسب دی، په اسلامي نړۍ کې دا ډول هر ځواکمن هېواد راڅرګندېدلی شي. راځئ د دغه کار لپاره د وړ دولت په توګه پر پاکستان خبرې وکړو. پاکستان د بې شمېره کانونو، زیات نفوس او په اسلام کې د ژورې عقیده له پلوه په نړۍ کې شپږم هېواد دی. دغه هېواد په نړۍ کې اتمه اردو لري او د اټومي بمونو په درلودلو په اسلامي نړۍ کې خورا قوي اردو بلل کېږي. دغه هېواد د زبرځواکونو د ماتولو تجربه او سابقه لري؛ لکه د وخت زبرځواک یعنې شوروي اتحاد یې چې په ګونډو کړ. پاکستان د کرنې پر مټ چې د دغه هېواد د ملا د تیر حیثیت لري، دا وړتیا لري چې د اسلامي تاریخ د تړښت ټکی او یو ځل بیا د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د تاسیس لامل شي، چې دغه خلافت به د اسلام ایډیولوژي نړیوالو ته ورسوي. دښمن په دې ښه پوهېږي او په وروستیو کلونو کې يې په څو بیانیو کې دغه مطلب ته اشاره کړې ده.

دلته هغه بیانیې رااخلو چې د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا راتګ په صورت کې پاکستان د یو لوی ګواښ په توګه مطرح کوي. د ۲۰۰۹ په مارچ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سلاکار داسې وویل: «پاکستان د ۱۷۳میلیونه نفوس، ۱۰۰ اټومي بمونو او د امریکا له اردو څخه د قوي او لویې اردو په در لودلو سره داښیي چې یو لوی انقلاب په لاره کې دی او د دغه حالت په راتګ سره به هغه ټولو څیزونو چې موږ له ټروریزم سره د جګړې په تاریخ کې لیدلي، بدلون ورکړي».

همدارنګه هغه راپور چې د ۲۰۰۹ د نومبر پر ۱۶مه په نیویارک ټایمز کې خپور شو، په هغه کې داسې ویل شوي وو: «زموږ لومړۍ وېره د هغو افراطیانو له انقلاب څخه ده چې په پاکستان کې یې تر سره کوي». وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما د ادارې یوه لوړپوړي استازي د حزب التحریر نوم واخیست، چې موخه یې د نبوت پر تګلاره د خلافت تاسیس دی.

د هند دولت هم په دې اړه چپه خوله پاتې نه شو، د دغه هېواد یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي په خپله بیانیه کې وویل: «زموږ وېره د پاکستان له اټومي بمونو څخه ده. همدارنګه زموږ وېره له دې نه ده چې ملایان به په پاکستان کې واک تر لاسه کړي؛ بلکې زموږ وېره د پاکستان په حکومت کې له هغو کارمندانو څخه ده چې خلافت غواړي او د رښتني اسلامي دولت د اردو د رهبري کولو هیله لري.»

هیلري رودهام کلېنټن د مالي ملاتړ په مراسمو کې چې د ۲۰۱۶ په فبروري کې پیل او د ۲۰۱۶ تر سپټمبر پورې یې دوام در لود، په یوه ۵۰ دقیقه یي غږیزه بیانیه کې داسې وویل: «پاکستان تر خپله وسه د اټومي بمونو د پراختیا هڅه کوي او دغه هېواد له هندوستان سره د ژورې دښمنۍ په درلودلو په خپلو ټولو امکاناتو پر دغه مسیر روان دی.» نوموړې زیاته کړه: «خو موږ له دې وېره لرو چې جهادیان به په دغه هېواد کې واک تر لاسه کړي او هغه وخت به په دغه هېواد کې حتی په اټومي بمونو د ځانمرګو بریدونو شاهدان وو، نو تر دې بد حالت به امکان ونه لري.»

یوازې دا بیانیې نه دي چې د خلافت په بیا راتګ کې د پاکستان پر قدرت تمرکز لري؛ بلکې په پاکستان کې دننه د هغو خلکو له لوري غبرګونونه چې په دغه خاوره کې خلافت غواړي، نورو ته ټکان ورکړی. په پاکستان کې په دې اړه د عامو فکرونه یووالی تر دې کچې دی چې لیبرالان په دغه هېواد کې د خپلو پلانونو له پلي کېدو څخه نهیلي شوي او تر دې چې دغه نهیلۍ یې په رسنیو کې خپرې شوې. په پاکستان کې د دغه لوړ بدلون لپاره وروستی کار، په واک کې کسانو ته قناعت ور کول دي. له دغه پړاو وروسته به د امت د سوکالۍ پړاو پیل شي.

اناتول لیوین د «پاکستان: یو بااستقامته هېواد» په نوم په خپل کتاب کې په دغه هېواد کې د انقلاب په اړه لیکي: «په پاکستان کې تل کوداتاګانې په عمومي ډول د دولت او په نظام کې دننه قوماندانانو په وسیله شوې، نه د ټیټ پوړو چارواکو په وسیله، چې دا چاره پاکستان له افریقایي او نورو هېوادونو څخه توپیروي. د پاکستانیانو لپاره یوازنی اړین شی دا دي چې د پاکستان یو شمېر سرتیري له اخلاقي او احساسي فشار سره مخ شي او دا په دغه هېواد کې دومره قدرت تولیدوي چې دښمنانانو ته به ډېر ګران شي. دا بسنه کوي چې دندې یې چې له پاکستان او خپل عزت څخه دفاع ده او د هغې لپاره تر هر څه تېرېدای شي؛ د قوماندانانو په وسيله تر پښو لاندې شي، چې د دغه هېواد د وسلوالو ځواکونو له لوري بله کوداتا دښمنانو ته وښودله شي. تر کومه چې زه پوهېږم باید امریکا د پاکستان پر یوه برخه نظامي برید وکړي او د دغه هېواد وسلوالو ځواکونو ته د پاکستان فرمان ورکول ناکام شي، چې په عمومي ډول د پاکستان ټول ځواکونه انقلاب پیل کړي.»

پورتنی مطلب د مهمو کسانو لپاره د دغه کار ارزښت بیانوي، دا هغه څه دي چې د اسامه بن لادن په قضیه کې وشول. موږ ټول پر دې پوهیږو چې هغه وخت حالات څه ډول وو، دلته همغه سناریو بیا تکراریږي. د کنټرول په کرښه کې همغه قضیه د تکرارېدو په حال کې ده؛ په داسې حال کې چې د هند دولت ورځ په ورځ حالت خرابوي. د دغه هېواد مخلصو سرتېرو ته د پاکستان د قوماندانانو ځواب هېڅ قناعت ورکونکی نه دی.

هغه امریکا وه، دا هند دی او د امریکا او هند دولتونو ته وړاندې تسلیمېدل په دې وینا چې موږ له زبر ځواک سره جګړه نه شو کولی، په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي. د امت پر وړاندې د پاکستان په اردو کې د مخلصو سرتېرو مسولیت دا دی چې د پاکستان د اردو سرتیري له احساساتو کار وانه خلي، په هوښیارۍ فکر وکړي او په ناوړه کارونو لاس پورې نه کړي. له دې کار وړاندې د ایډیولوژیک دولت په توګه د خلافت دولت ته ښه راغلاست ووایي او د هغو کسانو له زور څخه چې دا غږ یې پرې کړی، خبر شي.

دویم هغه لرلیدونه چې دوی ته وړاندې کېږي، باید سل په سلو کې روښانه وي. دا د دعوګرانو مسولیت دی چې خپله کتله د رهبرۍ لوړې کچې ته ورسوي او دغه دعوت په خپل ټول ځواک د پاکستان دولت او خلکو ته -چې په امت کې منتفذ او انتخاب شوي خلک دي- ورسوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِینَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَیسْتَخْلِفَنَّهُم فِی الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَیمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِینَهُمْ الَّذِی ارْتَضَى لَهُمْ وَلَیبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا یعْبُدُونَنِی لاَ یشْرِكُونَ بِی شَیئًا

)نور: ۵۵(

الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او ښه کارونه کوي، وعده ورکوي چې هغوی به په قطعي ‌ډول په ځمکه کې هماغه شان ځایناستي کړي لکه دوی څخه مخکیني یې چې کړي وو. همدارنګه هغه دین به پر محکمو بنسټونو ورته ودروي چې الله تعالی ورته خوښ کړی. د هغوی د وېرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي، داسې چې د نورو له وېرې پرته به زما عبادت کوي او څه شی به نه راسره شریکوي. تر دې وروسته چې څوک کافر شي، هغوی به په بشپړه توګه فاسق او د دین له دایرې وتونکي دي.

عبد المجید بهاتي

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

۱۴۳۸، د ربیع الاول ۱

۲۰۱۶، د نومبر ۳۰مه

Last modified onشنبه, 25 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې