چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د یو افغان د ويني بیه څو ده؟!
بسم الله الرحمن الرحيم
د یو افغان د ويني بیه څو ده؟!

ملګرو ملتونو په خپل وروستي رپوټ کې ويلي چې د ۲۰۱۶میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۶۰۱ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۳۵۶۵ تنه ټپیان شوي دي. چې یو پر درېیمه یې ماشومان دي.همدا راز د کابل په دهمزنګ سیمه کې د یوې خونړۍ پېښې په ترڅ کې نږدې ۴۰۰ تنه ټپیان او وژل شوي دي. په افغاستان کې ناخوالې ورځ تر بلې زیاتیږي او د افغانستان دولت د خپلو اوسېدونکو د امنیت په ساتنه کې په کلکه پاتې راغلې دی. دولت د دې پر ځای چې د خپلو اوسېدونکو امنیت او ژوند وساتي، د خلکو د احساساتو د غلي کولو لپاره په یو نوښت لاس پورې کوي او خلکو ته تاوان ورکوي!

دغه تاوان د امنیتي ځواکونو قربانیانو او د انتحاري حملو قربانیانو ته ورکول کیږي چې سل زره افغانۍ او یو ځل د بیت الحرام حج پکې شامل دي، کله هم یوهودانۍاو یا هم ډیر بې ارزښته څیزونه د مقتول کورنۍ ته ورکول کېږي. خو جالبه دا ده، چې ډېری دغه تاوانونه نه ورکول کېږي او یا هم د مقتول کورنۍ د تاوان ورکړل شوې نیمه برخه د دولتي ادارو د فساد له امله رشوت ورکوي تر څو د تاوان  پاتې برخه لاسته راوړي.

له بلې خوا بهرني ښکېلاکګر ځواکونه هم له دغې تګلارې کار اخلي او د بهرنیو ځواکونو پر ضد په خلکو کې را پارېدلي احساسات مقتول ته د څو بې ارزښته امتیازونو په ورکولو سره له منځه وړي. که څه هم بهرني ځواکونه کله کله دغه  کار سرته رسوي. خوهغوی تل د افغانستان پر خلکو د بم اچونې او عام وژنې له امله په بښنې سره بسنه کوي او بس.

خو پوښتنه دا ده چې ایا د یو انسان بیه او قیمت سل زره افغانۍ ارزښت لري؟ داسې چې سل زره افغانۍ د یوه زوړ او ویجاړ موټر بیه هم نه ده. ایا د یو انسان ژوند تر یوې ودانۍ او یو ځل حج هم بې ارزښته دی؟ دا په داسې حال کې ده چې په اسلامي روایتونو کې د یو مسلمان ژوند ارزښت تر کعبې هم لوړ بلل شوې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د يو عادي امریکایي انسان د قتل یا د وژل کیدو بیه لس میلیونه ډالره ټاکل شوې ده. خو د لوړپوړي ټولنیز شخصیت د وژل کیدو بیه تر سل زره میلیون ډالره هم رسیږي.

په داسې حال کې چې اسلام په ناحقه د یو مسلمان وينه بهول او وژل حرام ګڼلي دي. لکه څرنګه چې الله سبحانه و تعالی په المائده سورت کې فرمایي: [ژباړه] «هر هغه څوک چې یو انسان پرته له دې چي په ځمکه کې فساد وکړي، ووژني، ګواکې د ځمکې ټول انسانان یې وژلي دي، او هر څوک چې یو انسان له مرګ څخه وژغوري، ګواکې د ځمکې ټول انسانان یې له مرګ څخه ژغورلي دي.» همدا راز په روایتونو کې راغلي دي چې د مؤمن هر څه ـ مال، عزت، او وینه حرامه ده.

نو ځکه، اسلام د انسانانو وینې ته په درنښت کتلې او پرته له حق څخه، یې په ناحقه وینه تویېونه منع کړې ده. مګر د کپیټلیزم نظام دی چې د انسانانو وینه یې بې ارزښته کړې او د هغې ارزښت یې د پیسو او مادیاتو په واسطه له منځه وړی دی چې په ډیره ناوړه توګه یی د خدای په ځمکه کې شاهدان یو.

Last modified onشنبه, 25 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې