دوشنبه, ۱۵ رمضان ۱۴۴۰هـ| ۲۰۱۹/۰۵/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خلافت به څه ډول د فرقوي توپیرونو مخه ونیسي
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت به څه ډول د فرقوي توپیرونو مخه ونیسي

پر اسلامي خاوره د غرب  لخوا تپل شوي نظامونه خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره د مسلمانانو په منځ کې فرقوي او مذهبي توپیرونو ته لمن وهي، خو اسلام د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د ګوټ ګوټ مسلمانان، هغه که سني وي او که شیعه یو موټی ساتلي دي. هغه اسلامي عقیده تر مذهبي اختلافاتو او توپیرونو ډېره ستره او مهمه ده، چې ټول مسلمانان يې سره متحد او یو موټی کړي. سني او شیعه دواړه د اسلام په اساساتو کې یو ډول نظر لري. دواړه پر دې اتفاق لري، چې د قانون مصدر قرآن او سنت دی.  لکه چې الله تعالی فرمايي:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً﴾

[النساء: ۵۹]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله اطاعت وکړئ، د الله د رسول اطاعت وکړئ او د هغه چا اطاعت وکړئ چې پر تاسو آمران ټاکل شوي دي. که ستاسو په منځ کې څه اختلافات راشي، نو د حل په موخه يې الله او د هغه رسول ته راوګرځئ، که  تاسو پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لرئ. همدا تر ټولو غوره لار او غوره پایله ده.

دا خبره په تاریخ کې ثبت ده، چې اسلام او اسلامي حکومت فرقوي اختلافات او قومپالنه له منځه وړي. د مختلفو قومونو، ټبرونو، ژبو او عقیدو خلک يې سره یو کړي او د یوه امت او یوه واحد دولت تر چتر لاندې يې سره راټول کړي دي. د اسلام له راتګ څخه وړاندې د «اوس او خزرج» قبېلو په خپلو منځونو کې بې شمېره جګړې او شخړې کولې، خو کله چې يې اسلام قبول کړ، دوی یو د بل وروڼه شول او دواړه د انصارو په نامه یاد شول. الله تعالی فرمايي:

﴿وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِي الأَرْضِ جَمِيعاً مَّا أَلَّفَتْ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَـكِنَّ اللّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾

[الانفال: ۶۳]

ژباړه: او ده د دوی (مومنانو) په زړونو کې محبت او الفت  واچوه. که تاسو په ټوله ځمکه کې ګرځېدلي وای، خو د دوی زړونه به مو نه وای سره يو ځای کړي، خو الله تعالی دوی سره يو ځای کړل. بېشکه چې الله تعالی ستر او د پوهې څښتن دی.

د اسلامي خلافت تر چتر لاندې په یمن، عراق او نورو ځایونو کې سني او شیعه مسلمانانو په پېړیو پېړیو په سوله او آرامۍ کې یو د بل په ګاوڼد کې ژوند کاوه. په خپلو منځونو کې يې قرابت او خپلوي لرله، په يوه مسجد کې يې لمونځونه کول او د اسلامي دولت د دښمنانو په مقابل کې يې جنګ کاوه.

خلافت د سني یا شیعه فکري مکتب پر اساس نه جوړېږي، بلکې دا یو داسې سیاسي نظام دی، چې اساس يې پر اسلام ولاړ دی. دا نظام نه یوازې د مسلمانانو لپاره بلکې د ټول بشریت لپاره خیر دی ، پرته له دې چې عقیده، قوم او ملیت یې په پام کې ونیول شي.

پر اسلامي خاوره اوسني غیراسلامي نظامونه او حکومتونه د خپلو سیاسي موخو لپاره د خلکو تر منځ اختلافات اچوي، خو خلافت د خپلو اتباعو تر منځ  یووالي ته د یوه ستر ارزښت په سترګه ګوري. د خلافت داخلي پالیسي دا ده، چې د ټولو قومونو او مذهبونو خلک په داسې یوې ټولنه کې سره یو موټی کړي چې د یوه ثقافت لرونکې وي او نورو مذاهبو ته په کې په درنه سترګه وکتل شي. استعماري ځواکونو چې په اسلامي خاوره کې د امت د تجزیې په موخه د مذهبي اختلافاتو کومې ريښې خورې کړي او توپیرونه يې پیدا کړي دي، خلافت به دا هرڅه له منځه وړي.

د خلافت تر چتر لاندې به ټول اتباع، پرته له دې چې د هغوی قوم، ټبر او ژبه په نظر کې ونیول شي، له يو ډول سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي خدماتو برخمن وي. دا ځکه چې اسلام د خلکو تر منځ توپیر کول او د اتباعو تر منځ تعصبي چلند ناروا بللی. د الله رسول فرمايي:

«ثُمَّ ادْعُهُمْ إِلَى التَّحَوُّلِ مِنْ دَارِهِمْ إِلَى دَارِ الْمُهَاجِرِينَ، وَأَخْبِرْهُمْ أَنَّهُمْ إِنْ فَعَلُوا ذَلِكَ فَلَهُمْ مَا لِلْمُهَاجِرِينَ وَعَلَيْهِمْ مَا عَلَى الْمُهَاجِرِينَ»

ژباړه: وروسته دوی ته بلنه ورکړه، چې له خپلو ځمکو نه د مهاجرو ځمکو ته هجرت  وکړي  او دوی ته خبر ورکړه چې که دوی دا ډول وکړي، دوی به د مهاجرو په څېر مسولیتونه او تعهدات ولري.

«د اسلامي دولت ټول اتباع له يو ډول شرعي حقونو او وجایبو څخه برخمن دي.»(۵ماده، د حزب التحریر د خلافت اساسي مسوده.)

د خلافت سیاسي نظام له يو ځانګړي نژاد، ډلې او یا یوې مشخصې مذهبي کړۍ څخه استازيتوب نه کوي، ځکه دا کړنه په ټولنه کې د توپیریز چلند او وېش لامل ګرځي او په ورته وخت کې په ټولنه کې نورې ډلې هڅول کېږي، چې د واک او قدرت سرچینې په خپله ولکه کې راولي. له شرعي پلوه خلیفه مکلف دی، پرته له دې چې د خپلو اتباعو ټبر، نژاد او یا مذهب په نظر کې ونیسي، د ولس خدمت به کوي او د هغوی ګټي به خوندي کوي. خلیفه مکلف دی چې د خپل ولس هغه که سني او که شیعه وي، مسلمان وي او که غیرمسلمان باید د هغوی اساسي اړتیاوې لکه خواړه، جامې، سرپناه، تعلیمي اړتیاوې پوره کړي او د باعزته ژوندانه لپاره د هغوی د وینې، عقیدې، عزت او شتمنۍ ساتنه وکړي او امنیت يې وساتي.

«د خلافت ټول اتباع به د هغوی له دین، ټبر او نژاد پرته له مساوي حقونو څخه برخمن وي او یو ډول چلند به ورسره کېږي. دولت د خپلو اتباعو په ټولو چارو کې که سیاسي وي، حقوقي وي او که اجتماعي، له تبعیضي چلنده  منع دی.»(۶ ماده. د حزب التحریر د اساسي قانون مسوده»

هغه اشخاص چې د امت د مجلس لپاره غوره کېږي، ترڅو خلیفه په خپلو دندو کې محاسبه کړي، له يوه ټاکلي ټبر او قوم څخه نه غوره کېږي.

خلافت به د خپلو اتباعو د عقایدو او عباداتو په موضوعاتو کې تبني نه کوي، البته تر هغې چې اغېز يې ټولنیز نه وي، لکه زکات. مسلمانان به پرېښودل کېږي، چې هر مذهب او هره فقه د دوی له آنده پیاوړې وه، غوره کړي او عمل پرې وکړي. که اسلامي دولت د اسلامي خاورې په مختلفو برخو کې يو ډول قانون تبني کړي، نو دا به پر مختلفو فکر درلودونکو خلکو دروند تمام شي، ښايي ځینې مذهبي اختلافات پیدا شي، چې اسلامي دولت له دې څخه سخت مخنیوی کوي. البته خلافت به د یووالي په برخه کې کوټلي سیاسي ګامونه اخلي. خلیفه کولی شي د دولتي چارو په سمبالښت کې يوه فقه او مذهب، چې د ده په آند قوي وي، هغه که شیعه او یا سني وي، غوره کړي. «خلیفه د عباداتو په برخه کې قوانین نه ټاکي، البته د زکات او جهاد په اړه قطعي پرېکړې کولی شي.»

د خلافت تعلیمي نظام سوچه اسلامي ارزښتونو او پوهاوي ته پرمختګ ورکوي. نوموړی تعلیمي نظام به ډېره هڅه کوي، چې د مسلمانانو تر منځ د یووالي یوه قوي اړیکه رامنځته کړي، د مومنانو په منځ کې کرکه ختمه کړي، د دوی له مغزو د ملت‌پالنې او قوم ګلوۍ فکر، مذهبي اختلافات او ژبني اختلافات له منځه یوسي. د خلافت تعلیمي نظام به پر دې تمرکز کوي، چې مومنان یو د بل له حقونو، وظایفو او وجایبو څخه باخبره کړي، هغوی ته د ټولنې د حقونو د پر ځای کولو احساس ورکړي، هغوی ته وښيي چې د ټولنې اړتیاوې څه دي او ګټې يې څه دي.

د خلافت قضايي او جزايي نظامونه به له هغو کسانو سره سخت قانوني چلند کوي، چې د مسلمانانو تر منځ مذهبي تفرقه اچوي. اسلامي دولت به د مذهبي اختلافاتو او نفاق رامنځته کوونکو ډلو پر وړاندې له هیڅ راز زغم څخه کار وا نخلي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې مشره

ژباړن: ولید

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې