شنبه, ۲۰ رمضان ۱۴۴۰هـ| ۲۰۱۹/۰۵/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خلافت څرنګه سياسي فشار او ځورونې له منځه وړي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت څرنګه سياسي فشار او ځورونې له منځه وړي؟

ديموکراسي، د بيان آزادي، د زعيم ټاکنې حق او د زعيم محاسبه کولو حق، دا هغه شعارونه دي چې په نننۍ نړۍ کې د انسان په لاس جوړ شويو رژيمونو په اډانه کې یې خلک پورته او کښته کوي. خو د يادو شعارونو بطلان هغه وخت څرګند شو کله چې يو تن يا يوې ډلې دغه رژيمونه او د هغوی فساد تر نيوکې لاندې ونیوه يا یې له لاسه ورکړل شوي حق يا دندې غوښتنه  وکړه. او کله چې دغه رژيمونه خلکو ته په چوپړ کولو کې پاتې راغلل لا تر نیوکې لاندې راغلل. د روسيې زندانونه چې له شوروي اتحاد څخه په میراث ورته پاتې دي، هر کال د مارچ ۱۰ مه د هغو قربانيانو د ورځ په نامه نمانځي چې له سياسي شکنجې او ځورونې سره مخ شوي دي. يادو قربانيانو د سختو شکنجو له امله چې شوروي اتحاد پرې کولې، د نه خوړو اعتصاب کړی وو. د روسيې او اسلامي نړۍ لکه؛ مصر، سوريې، ليبيا، ازبکستان او نورو هيوادونو په زندانونو کې محبوسينو بېلابېلې سختې شکنجې او ځورونې تجربه کړي دي.

خلافت يو داسې معقول سيستم دی چې له هرڅه سره بلدتيا لري او يوه ریښتینې حللاره ده. خلافت د انسان په لاس جوړو شويو رژيمونو ته ورته نه دی. له همدې امله موږ په دغې ليکنه کې د ځورونې او سياسي فشار د مخنيوي په تړاو  په تفصيل سره بحث کوو، چې موږ يې دمګړۍ شاهدان يو:

1 خلافت يو څاروونکی دولت نه دی چې خلک به تر سخت څار لاندې نيسي او د دوی حرکتونه به څاري او په عامه او ان په شخصي ځايونو کې به کمرې لګوي، ترڅو خلک وڅاري. نه هم هغه دولت دی چې د خلکو تلیفونونه يا برېښنايي حسابونه، يا په ويبپاڼو کې د ټويټونو او خپرونو له امله به يې نيسي او شکنجه کوي به يې يا هم د سياسي تړاو له امله خلک لادرکه کوي، لکه څرنګه چې ياده چاره اوس په اسلامي نړۍ کې روانه ده. اسلام د مسلمانانو څارل د دې آيت پر بنسټ منع کړي دي:

﴿وَلَا تَجَسَّسُوا﴾

[الحجرات: ۱۲]

ژباړه: خلک مه څارئ

دغه د څار يوه عمومي منع ده او  دغه به دوام پيدا کوي خو دا چې يو استثنايي حالت وي. امام احمد او امام ابوداود له مقداد او ابوامامه رضي الله عنهما څخه روايت کوي چې دوی به ويل:

«إِنَّ الأَمِيرَ إِذَا ابْتَغَى الرِّيبَةَ مِنَ النَّاسِ أَفْسَدَهُمْ»

کله چې يو حاکم د خلکو پر ضد تورونه لګوي، دی هغوی فاسدوي

له همدې امله د خلکو څارنه او جاسوسي منع ده. دغه حکم د اسلامي دولت د ذمي اوسېدونکو په تړاو هم د پلي کېدو وړ دی. ځکه نو د مسلمانانو او نامسلمانانو څارنه او جاسوسي حرامه ده.

اسلام همدارنګه د خلکو ځورونه او دوی ته زيان رسول منع کړي دي. امام مسلم  له هشام ابن حزام څخه روايت کوي دی وايې: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې ويل يې:

«إِنَّ اللهَ يُعَذِّبُ الَّذِينَ يُعَذِّبُونَ النَّاسَ فِي الدُّنْيَا»

الله سبحانه وتعالی به هغه څوک وځوروي چې په دې دنيا کې خلک ځوروي

د الله رسول صلی الله عليه وسلم همدارنګه وويل:

«صِنْفَانِ مِنْ أَهْلِ النَّارِ لَمْ أَرَهُمَا، قَوْمٌ مَعَهُمْ سِياطٌ كَأَذْنَابِ الْبَقَرِ يَضْرِبُونَ بِهَا النَّاسَ»

(راوي: امام مسلم)

په دوزخ کې دوه ډوله خلک دي چې ما تر اوسه نه دي ليدلي: خلک به غوا ته ورته لکۍ لري، دا به هغه متروکه/وسیله وي چې دوی په دنيا کې خلک پرې وهل...

اسلام د مسلمانانو پر ناموس، عزت، شتمنۍ او کورونو بريد حرام کړی دی. د الله رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ دَمُهُ وَمَالُهُ وَعِرْضُهُ»

د يوه مسلمان وينه، پيسي او عزت د بل مسلمان لپاره حرام دي 

2 د خلافت تر چتر لاندې خلک حق لري چې خپل ږغ پورته او نظر څرګند کړي، چارواکي تر محاسبې لاندې ونيسي او که د دوی حقونه نه ورکوي، خپلې دندې په ښه توګه نه ترسره کوي، په دندو کې ناغيړي کوي، د اسلام له حکمونو څخه سرغړونه کوي يا د الله سبحانه و تعالی پر نازل شوي حکم فيصله نه کوي، بدل يې کړي. خلک په يوازې تن، د امت شورا يا د شته حزبونو له لارې حق لري چې ياد کار وکړي. الله سبحانه وتعالی مسلمانان مکلف کړي چې امر په نېکۍ او له بدۍ څخه منع وکړي، هغه سبحانه وتعالی فرمايي:                                                                                                                                                                                                                                                             

﴿الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ﴾

[الحج: ۴۱]

ژباړه: دوی هغه څوک دي چې که په ځمکه کې واک ورکړل شي، دوی لمونځونه کوي، زکات ورکوي، نيکۍ ته امر او له بدۍ څخه منع کوي.

او په ځينو حديثونو کې په ځانګړې توګه د حاکم د محاسبې يادونه شوې ده. امام مسلم له ام سلمه رضي الله عنها څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل:

«سَتَكُونُ أُمَرَاءُ فَتَعْرِفُونَ وَتُنْكِرُونَ، فَمَنْ عَرَفَ بَرِئَ، وَمَنْ أَنْكَرَ سَلِمَ، وَلَكِنْ مَنْ رَضِيَ وَتَابَعَ» قَالُوا: أَفَلا نُقَاتِلُهُمْ؟ قَالَ: «لا، مَا صَلَّوْا»

چارواکي به وي چې تاسې به د دوی ښې کړنې خوښوئ او له بدو کړنو څخه به مو یې کرکه کېږي. هغه څوک چې د چارواکو بدې کړنې ويني او د هغوی د مخنيوي هڅه کوي، دوی ګنهکار نه شمېرل کېږي، هغه څوک چې د چارواکو بدې کړنې ويني او په زړه کې ترې کرکه کوي او د هغوی د مخنيوي توان ونلري، هغوی هم په امن کې دي. خو هغه څوک چې د دوی پر کړنو خوښ شي او د هغوی تقليد کوي، هغوی زيانمن شول.» دوی (اصحابو) پوښتنه وکړه: « ايا موږ بايد له دوی سره جګړه ونکړو؟» ده صلی الله عليه وسلم ځواب ورکړ: «نه، تر هغه وخت چې دوی لمونځ کوي» او لمونځ دلته د اسلام د حاکميت لپاره نښه ده.

پيغمبر صلی الله عليه وسلم له ظالم حاکم سره پر جګړه ټينګار کړی دی ان که د زیان لامل شي او حتا که د یاد کس د وژنې لامل وګرځي، دی صلی الله عليه وسلم په دې تړاو فرمايي:

«سَـِّيدُ الشُّهَدَاءِ حَمْزَةُ بْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ وَرَجُلٌ قَامَ إِلَى إِمَامٍ جَائِرٍ فَأَمَرَهُ وَنَهَاهُ فَقَتَلَهُ»

د شهيدانو سردار حمزه بن عبدالمطلب دی او هغه څوک دی چې د ظالم پادشاه پر وړاندې درېږي، په نيکۍ يې امر او له بدۍ څخه يې منع کوي او بیا یې بادشاه ووژني.

دغه له ډېرو اغېزمنو ويناوو څخه ده چې يو څوک حق وايې او د مرګ تر بريده زيان زغمي د دې لپاره چې چارواکي محاسبه کړي او د ظالمو چارواکو پر ضد مبارزه وکړي.

په اسلامي تاريخ کې ګڼ اسناد او شواهد شته چې مسلمانانو خپل چارواکي محاسبه کړي، له دوی څخه یې د خپل حق غوښتنه کړې او دوی هم انکار نه دی کړی. خلکو عمر بن خطاب رضي الله عنه د يمني جامو په تړاو محاسبه کړ. همدارنګه بلال او زبیر رضي الله عنهما د هغو کسانو له ډلې څخه وو چې پر عمر رضي الله عنه باندې یې نیوکه وکړه او له ده سره يې لفظي شخړه وکړه،  د هغو ځمکو په تړاو  چې په عراق کې فتح شوې وې او ده رضي الله عنه نه وې وېشلې؛ عمر رضي الله عنه له اصحابو رضي الله عنهم سره خبرې او سلا مشورې وکړې، تر دې چې د هغوی د نظرونو تر اخيستلو وروسته دی راضي شو. همدارنګه حضرت علي رضي الله عنه د مسلمانانو دې خليفه حضرت عثمان رضي الله عنه هغه نظر چې د حج او عمرې په بشپړېدو پورې تړلی و، رد کړ.

3 د خلافت تر چتر لاندې د امت شورا د خلکو استازيتوب کوي او د دوی انديښنې په سمه توګه منعکسوي، نه په خيالي توګه. د امت شورا د خلکو په استازيتوب د دوی نظرياتو ته انعکاس ورکوي، د دوی شکاياتونه اوري، خليفه او نور ټول مسوول چارواکي محاسبه کوي. مسلمانان، نامسلمانان، نارينه او ښځې د يادې شورا د غړيتوب حق لري، د حزب التحرير اساسي قانون مسودې ۱۰۷ ماده ياد موضوعات تشريح کوي:

« هر هغه تبعه چې بالغ، عاقل، نر يا ښځه، مسلمان يا نامسلمان وي؛ دامت شورا يا ولايتي شورا د غړيتوب حق لري. خو نامسلمان غړی  يوازې د خلکو دې شکايت اورېدلو، د چارواکو د ظلم او د اسلامي قوانينو په ناسمه توګه پلي کولو په تړاو غږ پورته کولی شي.»

4 د خلافت په اډانه کې قضايه قوه د خلکو د ځورولو او ځپلو وسیله نه ده، خلک له خپلو طبيعي حقونو څخه ګټه اخلي او نظريات څرګندوي، د خلکو د سياسي تړاو له امله د دوی پر ضد د تورونو مخنيوی کوي او د دوی پر ضد د ناعادلانه سزاګانو مخنيوی کوي، نه هغسې چې د ۲۰۱۹م د فبروري پر ۱۹ په مصر کې له نهو تنو ځوانانو تر برقي ځورونې لاندې اقرار واخيستل شو. سربېره پردې محکمه د ریښتنولۍ، عدالت او څښتن ته د حقونو ګرځولو سمبول دی. د دولت د هيڅ چارواکي او کارکوونکي لپاره مصونيت نشته. د خليفه يا د چارواکو پر ضد د قضيې اورېدلو ځانګړې محکمه يانې د مظالمو محکمه شتون لري. په داسې حال کې چې د مظالمو محکمه دنده لري «چې د الله سبحانه وتعالی قانون د زور پر مټ پلی کړي؛ د خليفه او اتباعو ترمنځ يا د ده د واليانو يا کارکوونکو ترمنځ د شخړې په تړاو يا هغه توپېر چې د مسلمانانو ترمنځ د يو شرعي متن په تفسير کې وي چې دوی هغه د پرېکړې او فيصلې لپاره کاروي، حل وفصل کړي» (په خلافت کې د دولتي بنسټونو د حکم او ادارې برخه )

د اسلامي تاريخ په اوږدو کې د مسلمانانو خليفه له خپلو اتباعو سره يوځای محکمې ته حاضر شوی  او قاضي د مدعي په پلوۍ پرېکړه کړې او خليفه يې محکوم کړی. د حضرت عمر ابن خطاب رضي الله عنه هغه کيسه چې يو چا غوښتل له ده څخه اسونه وپيري ډېره مشهوره ده، همدارنګه د هغه قاضي چې له عمر بن عبدالعزيز څخه یې غوښتنه وکړه چې خپل پوځ له هغه هيواد څخه وباسي چې دوی فتح کړی و، ځکه چې له اسلامي دعوت څخه مخکې ده پوځ ته د جهاد امر کړی و او نورې ورته کيسې چې کولی شو اشاره ورته وکړو.

5 د خلافت تر چتر لاندې د سياسي ګوندونو تاسيسول په دولت کې نه دي منع، په دې شرط چې د ګوند اساس به اسلام وي او د دغو ګوندونو تاسيسول د دولت اجازې ته اړتيا نلري. د حزب التحرير اساسي قانون مسوده ۲۱ مه ماده وايې: «مسلمانان حق لري چې سياسي ګوندونه جوړ کړي، ترڅو چارواکي محاسبه کړي يا د امت له لارې واک ترلاسه کړي په دې شرط چې د ګوند اساس اسلامي عقيده وي او هغه احکام چې دوی غوره کړي وي، شرعي احکام وي. د ګوند جوړول هيڅ اجازې ته اړتيا نلري. هره ډله چې پر غیر اسلامي بنسټ جوړېږي، منع ده.» د دې چارې لپاره ثبوت د الله سبحانه وتعالی هغه ايات دی چې فرمايي:

﴿وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾

[الاعمران: ۱۰۴]

ژباړه: او حتمي ده چې په تاسو كې دي یوه داسې ډله وي چې د نېکۍ لوري ته بلنه كوي او په نېكۍ حكم كوي او له بدۍ څخه منع كوي او همدغه خلک بشپړ کامياب دي.

ياد ايت د سياسي ګوندونو د جوړولو لپاره يو داسې سند دی چې الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته امر کړی، چې يوه ډله د اسلامي دعوت مخ ته وړولو په موخه جوړه کړي او همدارنګه امر په نېکۍ او له بدۍ څخه منع وکړي.

6 د خلافت حاکميت په شريعت او واک په امت پورې تړاو لري. امت خپل حاکم ټاکي، په کتاب الله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو باندې به په دې شرط له خليفه سره بيعت کوي، چې پر دوی به شريعت پلی کوي. حاکم پر دوی باندې نه تپل کېږي چې د خپل بادار اراده پر دوی پلې کړي، لکه څرنګه چې اوس په اسلامي هيوادونو کې همدا حالت روان دی. د خلافت دولت ریښتینې سياسي اراده لري او سياست په هغه خپله سمه مانا سره پلی کوي، د خلکو د چارو پالنه کوي، خلک تر ستوني نه نيسې او نه خلک ځوروي او نه هم پرې ظلم کوي. د خلافت په اډانه کې حاکم او اتباع دواړه د شريعت تابع دي او اتباع حاکم ته په دې شرط تابع دي چې حاکم به د شريعت احکامو ته غاړه ږدي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً﴾

[النسا: ۵۹]

ژباړه: اې هغو كسانو چې ایمان مو راوړى! د الله خبره ومنئ او د رسول خبره ومنئ او د خپلو اميرانو خبره ومنئ، نو که تاسو په خپلو کې د څه شي په هکله جګړه  وکړئ، نو هغه (شی) الله او د هغه رسول ته وړاندې کوئ. كه تاسو په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ، دا (كار) ډېر غوره دى او  پايله یې ډېره ښه ده.

په پای کې زه خپلې هغې خبرې ته بيا راګرځم چې زما د لیکنې پیلامه وه، چې راشده خلافت د پیغمبر صلی الله عليه وسلم پر طريقه نه يوازې د امت بلکې د ټول بشريت لپاره بنسټيزه حللاره ده. خلافت د هغو هوښيارانو خلکو يو کمساری بېل نظام دی چې له هر څه سره بلدتيا لري. ايا د خلافت له شتون پرته دا ۹۸ کلنه نابرابري، ظلم او بدمرغي بس نه ده؟ ايا موږ بايد د خلافت د تاسيس لپاره خپل هوډ پياوړی او بيړه ونکړو؟!

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: براه منصره

Last modified onچهارشنبه, 01 می 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې