جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
صلیبي جګړې سیکولریستي(بې دیني) ارزښتونه لېږدوي
بسم الله الرحمن الرحيم
صلیبي جګړې سیکولریستي(بې دیني) ارزښتونه لېږدوي

(ژباړه)

د ۲۰۱۸م کال د جون پر ۲۶ مه د سې شنبې پر ورځ د المان پارلمان یو پرېکړه لیک لاسلیک کړ، چې د هغه پر اساس په عامه ځایونو لکه: مکتبونو، روغتونونو، حکومتي ادارو او په ښارونو کې د تګ راتګ په وخت  د اسلامي حجاب پر اغوستلو بندیز ولګول شو او که څوک د دغه قانون پر ضد عمل وکړي، مجرم دی او ۴۰۰ یورو جریمه کېږي.

ددغه حقیقت د پټولو لپاره، چې ګویا دغه محدودیت یوازې د مسلمانو ښځو لپاره نه دی، همدارنګه دغه حکم نورې ټولې روسرۍ(حجاب) لکه: د سکي لوبې نقاب او نورې ټولې محافظتي خولۍ بندې کړې. تر اوسه حد‌اقل اتو اورپایي هېوادونو پر اسلامي روسری باندې بندیز لګولی دی. له هغوی څخه ډېرو هېوادونو لکه هالنډ د دغه حکم تر څنګ داسې هڅه کړې، چې ددې موضوع حقیقت بیان کړي، چې دغه بندیز یوازې د مسلمانانو په ټولنې پورې منحصر دی، چې دا کار یې د دیموکراسۍ د فردي ازادۍ(د عقیدې ازادي) له ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

هالند د ازادۍ په پلي کولو کې مشهور دی او دا هغه ځای دی، چې د قانون په واسطه هر ډول تمایل ته اجازه ورکړل شوې. ځوانان له نشه‌یی توکو څخه د استفادې اجازه لري، ښځې یې د بدو کارونو لپاره مالیه ورکوي او په لویان کې  ایتانازیا (له درد پرته د هغو خلکو وژل چې په نا علاجه ناروغيو اخته وي او یا په کوما کې وي) اوج ته رسېدلې ده؛ خو کله چې د مسلمانانو د اسلام او د حجاب د انتخاب په اړه د مسلمانې ښځې موضوع مطرح شي، نو په ناڅاپي ډول ازادي ته شا کوي او د مسلمانو ښځو په واسطه د حجاب اغوستل سره کرښه بلل کېږي، چې له هغې څخه نه شي تېرېدلی.

 د روسري اغوستل لومړی اسلامي ارزښت نه دی چې په ازادیپالو ټولنو کې پرې حمله کېږي؛ خو بیا هم پر دې ویاړي چې د ټولنې په جوړښت کې یې د خلکو تر منځ د هر ډول توپیر منونکي دي او افرادو ته یې د عقیدې د انتخاب حق او د هغې د تمثیلولو لپاره طریقه ورکړې ده، حال دا چې د اسلامي ټولنې په اړه داسې یو امر اصلاً نشته.

د ډېرو ازادیپالو ټولنو په څېر هالند هم پر هغې اډانه نظارت ډېر کړی، چې پکې د اسلامي ټولنو لپاره د عقایدو د عملي تمثل اجازه ورکړل شوې ده. ددې ټولنو تر منځ مخ پر ودې کمپاین جریان لري، چې غواړي د فشار په راوړلو سره سیکولریستي ارزښتونه پر دوی وتپي. د بېلګې په توګه، مذهبي ازادي به دومره محدوده شي، چې ښځې به د خپلو دیني جامو په اغوستلو سره مجرمې شي.

په هالند کې د ښي اړخي حزب(pvv) یوه سناتور الکساندر وان هاتم هڅه وکړه، چې حقیقت بیان کړي او ویې ویل: هغه د اسلامي روسري اغوستل «غربي ټولنې ته د وسطي ګوتې» ګوتڅنډنه بولي. داسې ښکاري چې د ازادیپالو ټولنو لړزان فطرت، چې خپل سیکولریستي چوکاټ ماتوي او د ټولنې په انسجام کې یې خپله ناتواني ثابته کړې؛ اوس درک کړې چې د سیکولریستي ژوند د ساتلو لپاره یې چې هر څه په ذهنونو کې ګرځي باید عملي کړي. هغوی د ظالمانه قوانینو په پلي کولو سره دغه کار ته ادامه ورکوي او هیله لري، چې اسلامي تمایلات په ټولنه کې تر فشار لاندې راولي؛ خو موږ مسلمانان ډېر ښه پوهېږو چې الله سبحانه وتعالی د کارونو ښه مدبر دی.

﴿وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ

[انفال: ۳۰]

ژباړه: هغوی خپل تدبیرونه نیول چې څه ډول د په بلا اخته کړي  او الله سبحانه وتعالی هم ستا د ساتنې لپاره خپل تدبیر کاوه او الله تعالی تر ټولو ښه تدبیر کوونکی دی.

سره له دې څنګه چې لیدل کېږي پایلې بالعکس دي. د حکومت د فرهنګي ـ اجتماعي بنسټ(scp) له خوا په وروستي خپاره شوي خبر کې لیکل شوي، چې په هالند کې د مسلمانانو ټولنو تر منځ په تېرو لسو کلونو کې دین له ځانګړي ارزښت څخه برخمن شوی دی. دغه راپور پر الماني قومیتونو باندې چې اصل یې ترکیې او مراکش ته رسېږي، تمرکز کړی او په ډاکه کړې یې ده، چې مسلمانان د تېرو لسو کلونو په پرتله ډېر لمونځ کوي، ډېر جوماتونو ته ځي او په پوره بڼه د اسلامي حجاب اغوستل ډېر شوي دي.

د مسلمانانو ټولنې چې په ازاد‌یپالو ټولنو کې ژوند کوي، ددغه مثبت پرمختګ د تقویې لپاره دې ته اړتیا لري چې پر خپلو عقایدو باندې استوار پاتې شي او خپل وخت د اسلام په ژوره مطالعه کې ولګوي. په ځانګړي ډول پر دې موضوع، چې اسلام په ټولنه کې له مذهبي توپیرونو سره  څرنګه چلند کوي او په تېرو وختونو کې یې څرنګه چلند کړی دی؟ د دوی باور هغه وخت قوت پیدا کوي، چې په تېرو وختونو کې د نجیبو حکامو له خوا د یهودیانو او عیسویان د حقونو د ساتنې پر څرنګوالي  پوه شي. هغوی یې حقونه تامینول، چې وکولی شي د دین اوامر پر ځای کړي او دا هغه څه دي چې اسلام پر هغو امر کړی دی.

﴿لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّين﴾

[بقره: ۲۵۶]

ژباړه: د دین په منلو کې جبر او اکراه نشته

لیکواله: یاسمین ملک

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې