جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خلافت به څه ډول د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې مخکښ وي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت به څه ډول د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې مخکښ وي؟

د ۲۰۱۶ م کال د اقتصاد د نړیوالې ناستې پر مهال څلورم صنعتي انقلاب اعلان شو. همدا موضوع په ګڼو اسلامي هیوادونو کې په يوه خورا ګرم بحث بدله شوه. لومړی صنعتي انقلاب د اتلسمې میلادي پېړۍ په نیمايي کې د بخار ماشین له اختراع سره سم راپیل شو. هغه کارونه چې مخکې به حیواناتو کول، تر صنعتي انقلاب وروسته يې ځای د بخار ماشین ونیوه، چې دې کار پر نړیوال اقتصادي نظام نه باور کېدونکې اغېزې رامنځته کړې. ورپسې دوهم صنعتي انقلاب  د برېښنا د توليدي مرکزونو له جوړېدو او د نفتي انجن له رامنځته کېدو سره راپیل شو. دوهم صنعتي انقلاب له ځانه سره ټلیفون، موټر، الوتکې او ګڼ نور پرمختګونه رامنځته کړل، چې د نړۍ ظاهري حالت يې بدل کړ. د اتیايمې لسیزي له نیمايي څخه بیا تر ۲۰۰۰م کال پورې د دریم صنعتي انقلاب عصر و او بیا تراوسه چې څلورم صنعتي انقلاب منځته راغلی په کې انټرنیټ او مصنوعي ځیرکتیا په نه باور کوونکې بڼه پرمختګ کړی.

خو له بده مرغه چې دا ټول ټکنالوژيکي پرمختګونه د يوه داسې چا له خوا اداره کېږي، چې د پانګوالو اصولو پر بنسټ یوازېنۍ موخه يې ګټه ده او دې ته پر پوهې ولاړ اقتصاد وايي چې مسلمان هیوادونه یې وسیلې او د خرڅلاو مارکيټونه دي. د مسلمانو هیوادونو د پوهنتونو څېړنې هم د هغو بهرنیو کارخانو او فابریکو لپاره کېږي، چې څښتنان يې د پانګوال فکر کفار دي.

له هغه وخته راهیسې چې لوېدیځ څېړنې او تحقیقات په خپل واک کې راوستي، څېړنې او تحقیقات یې په دې موخه راڅرخي، چې اقتصادي ګټې لاسته راوړي. دا چې د اسلامي هیوادونو يو پوهنتون هم د سلو غوره پوهنتونو په لړ کې نشته، علت يې دا دی چې اسلامي هیوادونه په پرله پسې توګه د ناصنعتي کېدو پر لور روان دي او غربي پوهنتونو ځکه دا ځای نیولی چې له تېرو ۱۵۰کلونو راهیسې یې په پرله پسې توګه د صنعتي کېدو لور ته مخه کړې. باید وویل شي چې دولت باید د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ساینس او ټکنالوژي ته وده ورکړي، همداراز د یو صنعتي نظام د رامنځته کېدو او وړ اشخاصو د چمتو کېدو له لارې د څېړنو پایلې د عمل په ډګر کې پلې کړي.

د خلافت له ړنګېدو وروسته مسلمانانو د «کارګر» او «مصرف کوونکو» حیثیت خپل کړ، پر اسلامي هیوادونو د غربي نړۍ د ټکنالوژیکي تولیداتو او خدماتو سیلاب رامات شو. په دې بحث کې به موږ دا خبره وڅېړو، چې په اوسنۍ ډیجیټل زمانه کې به خلافت څه ډول د ساینس په برخه کي پرمختګ کوي او څه ډول به ساینسي پنځونې کوي. مسلمانانو دا دید چې دوی باید په هره برخه کې مخکښ وي، له ډېره وخته هېر کړی دی.

د خلافت دولت لید او ستراتيژي

په اسلامي نظام کې د دولت مسولیت دا وي، چې د مسلمانانو د احساساتو، افکارو، دین، شتمنۍ، ناموس، امن او قلمرو ساتنه کوي. د ټولو تعلیمي او صنعتي سیاستونو قوت به د شرعي مقاصدو لپاره منسجم او متمرکز کېږي، چې هغه مقاصد به په لاندې ډول تشریح شي:

الف: دولت به د تعلیم او ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخه کې ستراتیژي جوړوي.

د دې لپاره چې دولت د تعلیم په برخه کې لوړو پوړو ته ځان ورسوي، لومړۍ ستراتیژي په خپل ځان کې له دریو فرعي نظامونو سره اړیکه لري.

۱ـ د يو داسې نمونه یي ښوونیزم نظام جوړول، چې لومړنۍ، منځنۍ او عالي زده کړې د ښوونځي په دریو واړو پړاونو کې مومن نسل په داسې فلسفه او اساسي ثقافت وروزي چې سرچینه  يې له اسلامي عقیدې څخه وي. یو داسې باتجربه مومن نسل به روزل کېږي، چې ټولې اړينې ځانګړنې به لري او کولی به شي چي ټولنه رهبري کړي.

۲ـ د یو څېړنیز او پراختیايي نظام جوړول، چې د دولتي پوهنتونو، دولتي څېړنیزو بنسټونو او علمي مرکزونو له لوري به له بشپړ څېړنیز ملاتړ څخه برخمن وي، دغه راز د دولت له لوري به یې څارنه او هڅونه کېږي او دولت به ورته پوره مالي او تخنیکي امکانات برابروي.

۳ـ د يوې صنعتي ستراتیژۍ جوړه ول، چې وکولی شي د خلکو اساسي اړتیاوې پوره کړي او د وخت له  غوښتنې سره سم وسلې برابرې کړای شي، البته دا به پر بل کوم دولت باندې له اتکا پرته د خلافت له لوري په خپلواک ډول سرته رسېږي. صنعتي ادارې به د خپلواکۍ او وړتیا په لرلو سره د دې توان ولري چې خپلې ټولې اړتیاوې، لکه: د خامو موادو چمتو کول، ټکنالوژي، مهارتونه، د نویو پلانو طرحه کول او  مالي چارې پوره او تنظیم کړي او په ورته وخت کې به د ځنځیر په بڼه پالیسي پلې کوي.

اسلامي خلافت به په تعلیمي برخه کې له خپلې بهرنۍ پالیسۍ او دیپلوماتیکي ستراتیژۍ سره سم له دښمنو هیوادونو پرته له نورو بهرنیو دولتونو سره فعاله هغږي لري. له بهرنیو دولتونو سره به د ژبې او تمدن د خپرېدا په برخه کې د ښوونیزو څېرو او استازو تبادله کېږي.  د زده کړې او تعلیم په برخه کې د خلافت د نړیوالو هوکړو اصول او پرانسیپونه په لاندې ډول دي:

۱ـ خلافت به په خپل تعلیمي نصاب کې  دا ډول طرحې ته ځای ورکوي، چې په پایله کې يې زده کوونکي د اسلامي شخصیت څښتنان شي.

۲ـ اسلامي شریعت به د ښوونې او زده کړې فعالیتونه دا ډول چمتو کوي، چې د تعلیم په برخه کې راغلي پرمختګونه به نه يوازې اسلامي امت بلکې  ټوله نړۍ به ترې برخمنه کېږي.

۳ـ خلافت کولی شي، چې د تجربوي ساینس په برخه کې له بهر څخه ښوونکي او ماسټران د يوه ټاکلي قرارداد او تړون له مخې را دعوت کړي. دوی به هم د خلافت له لورې منظور شوی نصاب تدریسوي او له هغه څخه به سرغړونه نه شي کولی.

۴ـ بهرنیو هیوادونو ته به اجازه نه ورکول کېږي، چې د اسلامي امت په منځ کې غلطې مفکورې او عقاید خپاره کړي او یا شخصي ښوونیز مرکزونه پرانیزي.

۵ـ داسې تړونونه چې په کې د خلافت تعلیمي پالیسي ترپښو لاندې کېږي، منع دي. هر تړون به د خلافت له تعلیمي پالیسۍ سره سره سم د اجرا وړ وي.

د صنعت په برخه کې د خلافت پالیسي دا ډول ده، چې صنعتي فابریکې به د خلکو، که مسلمانان وي او یا غیر مسلمانان، ټولو غوښتنو ته ځواب ویونکې وي. صنعتي فابریکې باید دا ظرفیت او توانايي ولري، چې د دولت اساسي او مهمو اړتیاوو ته ځواب ووايي او د لاندې پرانیسپونو پر بنسټ د هیواد خپلواکۍ ته رنګ ورکوي:

۱ـ صنعتي نظام به د اسلام د اقتصادي نظام پر اصولو ولاړ وي، له پانګونې نيولې بیا تر مالکیت پوري. اسلام ځینې طبیعي سرچینې مشروطې کړي دي، چې اشخاصو، افرادو او بهرنیو کمپنیو ته پکې مالکیت نه شي ورکول کېدای. دا ډول طبیعي سرچینې د ټول امت ملکیت دي. دا د دولت دنده ده، چې له دې طبیعي سرچینو څخه خپلو خلکو ته اعظمي ګټه ورسوي.

۲ـ د صنعت حیاتي برخې لکه، کرهڼه، روغتیا، انرژي، ټرانسپورټ، زېربنا او ځینې نور به دولت تر خپل واک او تسلط لاندې ساتي. ټول صنعتي پرمختګونه به په خپلواک ډول ترسره کېږي. له داسې ترینګلي حالت سره باید په هیڅ وخت کې مخ نه شو، چې پر کفري هیوادونو مو تکیه وي د تکنالوژۍ د اجازې اخیستلو په برخه کې، یا په اقتصادي برخه کې د قرضونو اخیستلو یا صادراتو او وارداتو لپاره د کفري اصولو تابع شو او یا هم د سیاست په برخه کې د کفري اصول تابع شو. ځکه الله سبحانه و تعالی فرمايي:

ﻭَﻟَﻦ ﻳَﺠْﻌَﻞَ ﺍﻟﻠّﻪُ ﻟِﻠْﻜَﺎﻓِﺮِﻳﻦَ ﻋَﻠَﻰ ﺍﻟْﻤُﺆْﻣِﻨِﻴﻦَ ﺳَﺒِﻴ)

[النساء: ۱۴۱]

ژباړه: او هېڅکله به الله تعالی کفارو ته پر مومنانو برلاسی ورنه کړي.

۳ـ صنعت باید یوازې پر صادراتو متکي نه وي، بلکې د خلکو حیاتي اړتیاوو ته په کتو سره حتمي باید واردات هم وکړي.

۴ـ صنعت باید د دعوت او جهاد پر ستراتیژیکو اساساتو ولاړ وي، په دفاعي او تهاجمي برخه کې، هم فزیکي او هم غیرفزیکي. ټولې شته کمپنۍ باید دا توان ولري، چې له اړتیا سره سم د جهاد لپاره توکې چمتو کړي. د درنو صنایعو فابریکې ښايي د ارامۍ پر مهال اورګاډي او د پخلنځي لوازم جوړ کړي، خو د جهاد پر مهال باید دا توان ولري، چې په بېړني شکل ټانکونه او اتوماتیک وسلې جوړې کړي.

ب. د نورو تمدنونو له علمي پرمختګونو څخه د ګټې اخستنې په اړه پالیسي.

۱ـ له معاهدو کفري هیوادونو سره د پوهي، ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې همغږي.

د ساینس او ټکنالوژي په برخه کې همغږي او تړونونه کېدلی شي، ځکه اسلام دې ته اجازه ورکړې ده. البته باید یادونه وشي، چې دا تړونونه د هغه وخت سیاسي اوضاع ته په کتو سره ترسره کېږي.

۲ـ خلافت به د ساینس پوهانو ډلګۍ ځینو ځانګړو هیوادونو ته د پوهې ترلاسه کولو په موخه استوي.

دولت به له خپلې سیاسي تګلارې سره سم د خلافت د ستراتیژیکو ګټو د ساتنې په موخه د ساینس پوهانو ډلګۍ بهر ته لېږي، تر څو هلته زده کړې وکړي. کله چې خلافت له رومیانو سره د جهاد اراده وکړه، نو پوه شول، چې له دوی سره د جګړې لپاره غښتلي سمندري ځواک ته اړتیا شته، له همدې کبله خلافت يوه ځانګړې ډله د کښتۍ جوړولو، دریانوردۍ، د ستورو یا نقشې پېژندنې، جهت پېژندنې، بارود جوړولو او ځینو برخو کې د زده کړو په موخه چین ته ولېږل. چینایان د باردو په جوړولو او په سمندري جهت پېژندنه کې تر نورو ماهر ول. دا سفر که څه هم سخت او له ستونزو سره مل و، خو دوی اړ و چې بهرنۍ ژبې زده کړي.

۳ـ د مسلمانو ساینس پوهانو د روزنې په برخه کې د بهرنیو ښوونکو استخدامول.

په ځینو ځانګړو سیاسي حالاتو کې، د خلافت د دښمنانو پر وړاندې استخباراتي ګامونه اخیستل کېدای شي. لکه د سلطان محمد فاتح(۱۴۵۳) د خلافت په زمانه کې د اوربان په نامه د توپ جوړونکي او ماهر شخص راخلاصول. رومي امپراطور اوربان له دې ډاره په قسطنطنیه کې بندي کړی و، چې دی به د عثمانیانو لاس ته ورشي او د ده له پوهې به استفاده وکړي. دا کیسه به رالنډه کړو، اوربان د يو لړ قوي عملیاتو په پایله کې ازاد او د سلطان الفاتح پر وړاندې راحاضر شو. عثماني خلافت اوربان ته تر روميانو لس چنده ډېره اجوره وټاکله. په پایله کې دومره ستر توپ جوړ شو، چې په هغه وخت کې يې ساری نه لاره.

د اسلام د ځلاندې دورې بیا راژوندي کول د اسلامي نړۍ په وحدت او يووالي پورې تړلې ده.  اسلامي امت به يو ځلې بیا د نړۍ لمړۍ درجه قوت شي، د تمدن او ټکنالوژیکي پرمختګونو په برخه کې به د نړۍ لارښود شي. خو دا هغه وخت شونې ده، چې اسلامي امت یو موټی شي او د نړۍ رهبري کوونکی نسل وروزي. اسلامي امت په پراخه کچه بشري او طبیعي سرچینې په خپل واک کې لري. که دا سرچینې سره یو شي، د نړۍ هیڅ ملت او هیواد ورسره سیالي نه شي کولی.

همدا پالیسي اسلامي امت د ټکنالوژۍ په برخه کې د لوېدیځ له منګولو خلاصوي. لوېدیځ چې اوس پر علم او پوهې کومه واکمني لري، هغه به مسلمانان د خپلې نظريې او ایډیالوژۍ په زور ختمه کړي. دا تغیرات به ورو، خو حتمي راځي. همدا لوېدیځ به د ژوند په هره برخه کې اسلامي خلافت ته اړ وي. ان‌شاءالله.

والله اعلم باالصواب

فیکا کومارا

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

Last modified onپنج شنبه, 18 اپریل 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې