جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا زورګویي او د نړۍ نوي اقتصادي ناورینونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا زورګویي او د نړۍ نوي اقتصادي ناورینونه

(ژباړه)

د سیاست او اقتصاد نړیوال کارپوهان باور لري، چې امریکا اوس یو اقتصادي او نظامي ځواک دی، د نړیوال هرم په راس کې ده او اوس رقیب هم نه لري، چې مقام یې را ټيټ کړي. په ورته وخت کې په دې خبره هم نظره دي، چې دغه ستر ځواک له اقتصادي اړخه ټپي شوی او وینې ترې بهېږي او که بهرنیو هېوادونو د نوې وینې په نښلولو مرسته نه وای ورسره کړې، دغو ټپونو له پښو غورځوله او د پاڅېدو توان به یې نه درلود.

امریکا لاندې امتیازونه لري: نړیوال پولي واحد لري، چې پر نور ټولو واحدونو مسلط دی او په بانکونو او نړیوالو بازارونو کې تبادله د امریکا په پولې واحد کېږي. د توکو او نړیوالو خدمتونو لویه تولیدوونکې ده، چې کارپوهان یې د تولیداتو حجم د نړۍ د تولیداتو له ۲۵ سلنه څخه لوړ بولي. د وسلو ستره صادروونکې ده، په نړۍ کې له هرو څلورو وسلو څخه چې پلورل کېږي، درې یې په امریکا کې جوړې شوې دي. دغه راز د توکو تر ټولو لویه صادروونکې ده، چې ۲۰ سلنه پر نړوال تجارت تسلط لري. د نړۍ د لویو اقتصادي موسسو په راس کې ځای لري، د نړۍ د اوو لویو بانکونو له ډلې درې بانکونه په امریکا پورې اړوند دي. د نفتو پر نړیوال بازار په خپل پولي واحد مسلطه ده او د علمي څېړنو او اختراعګانو په برخه کې مخکې ده، په نظامي ډګر کې ځواکمن هېواد دی او په نظامي ټیکنالوژۍ کې د نړې تر ټولو هېوادونو مخکې ده، نظامي هډې یې د نړۍ څنډو ته رسولې او د ستورو جګړې په پروژه او پر فضا د تسلط قوي ځواک دی او سترې جنګي، الوتکو وړونکې او جنګي بېړۍ لري، چې سمندرونه او اقیانوسونه طی کوي.

خو د لوړ اقتصادي حجم خلاف امریکا د بودیجې له کسر، تجارتي موازینې، تورم او بېکارۍ څخه کړېږي. دغه علت هم په لاندې دلیلونو پورې اړه لري:

لومړی: د امریکایانو د لګښتونو ډېروالی، دې موضوع د امریکا خلک له نورو څخه بېل کړي دي، چې لګښتونه یې له تولیداتو نه ډېر دي.

دویم: د هغو جګړو له لاسه امریکا د لګښتونو له ډېرښت سره مخ شوې، چې له خپلې خاورې د باندې یې پیل کړي لکه د عراق، افغانستان، شام او نورو جګړه او په ټوله نړۍ کې د نظامي هډو درانه لګښتونه یې د اوږو بار شوي دي.

درېیم: د امریکا د دفاع وزارت درانه لګښتونه، چې په ۲۰۱۸م کال کې یې بودیجه له ۷۰۰ مېلیارده ډالرو څخه لوړه شوې ده.

د لګښتونو د زیات حجم په خاطر د خزانه دارۍ وزارت د احصایې پر اساس په ۲۰۱۸م کال کې د امریکا د پورونو حجم شاوخوا ۲۱ ترېلیونه او ۱۳ مېلیارده ډالرو ته رسېدلی دی او دغه شمېر نږدې ۹۸ سلنه ملي ناخالص تولیدات جوړوي، له دغو پورونو څخه د بهرنیو لورو برخه له ۹.۷ ترېلیون ډالره او پاتې نوره یې د داخلي لګښتونو لکه: د ایالتونو حکومتونو ته ځانګړې شوې ده. د امریکا د خزانه دارۍ د شمېرو پر اساس د امریکا د تجارتي بودیجې د کسر کچه له ۵۳ مېلیارده ډالرو پورته او د بودیجې کسر ۷۷۹ مېلیارده ډالرو ته رسېدلی دی او همدارنګه په امریکا کې تورم او بېکاري هر کال مخ په زیاتېدو ده.

پورتنیو اقتصادي ستونزو او یو پر بل پسې کړکېجونو د سپینې ماڼۍ سیاستوال دې ته اړ کړي، چې له اقتصادي لحاظه د نړۍ پر هېوادونو زوګویي وکړي، چې مظاهر یې ښکاره تجارتي جګړې، مالي او تجارتي ګواښونکي سیاستونه، له یو لړ نړیوالو پرېکړه‌لیکونو څخه وتل؛ مثلا د ګمرکي تعرفو او سودي بانکونو  د بیې پرېکړې دي.

په دې وروستیو کې د امریکا زورګویي نوره هم ډېره شوې ده، لکه څرنګه یې چې له یو شمېر هېوادونو لکه: سعودي او اروپا څخه د ملاتړ په بدل کې جزیه غوښتې ده. امریکا پر خپل ځان د نفتو په برخه کې تجارتي جګړه، د تجارت بازار، د سود د بیو ډېرښت، پر وارداتي توکو د مالیو لګول او نورې پټې او ښکاره لارې پر تجارتي جګړې زیاتې کړې دي.

 د سعودي پر وړاندې د ټرامپ له تکراري غوښتنو وروسته، چې په هغه کې له دغه هېواده د ملاتړ په بدل کې د لګښت د ورکړې غوښتنه شوې وه، له اروپایي اتحادیې نه یې هم وغوښتل، چې د امریکا د نظامي ملاتړ لګښت ورکړي. هغه د ۲۰۱۸م کال د ډسمبر پر ۲۵مه په خپلو خبرو کې وويل: «اروپا باید د خپل نظامي ملاتړ عادلانه برخه ورکړي. د اقتصاد په برخه کې اروپا د زیاتو کلونو لپاره له موږ نه ګټه وړې ده، خو له دې سره بیا هم د خپلو نظامي لګښتونو برخه «ناټو» ته نه ورکوي، دغه کړنلاره باید ژر بدله شي.»

د امریکا دې زورګويۍ د نړۍ هېوادونو په ځانګړي ډول لویو هېوادونو ته د راتلونکې اقتصادي ناورین د خطر زنګ اورولی دی او کارپوهانو هم خبرداری ورکړی دی. هغه څه چې امریکا یې د اروپایي اتحاديې پر وړاندې ترسره کوي، د دغه اتحادیې د کړکېچ د لا خرابېدو کیسه کوي، چې په پای کې به اقتصادي او مالي کړکېچ نور ژور کړي، هغه کړکېچ چې نړۍ یې اوس هم له  پایلو کړېږي.

اروپایي اتحادیه د نړي دویم غوره اقتصاد دی، چې د نړۍ ۲۰ سلنه اقتصاد جوړوي، خو د پیل شوې کمزورۍ پر بنسټ نه یوازې د اقتصادي جګړو پر وړاندې د درېدو ځواک نه لري؛ بلکې له سیاسي جګړو سره د مقابلې توان هم نه لري او دا د دې اتحادیې د هېوادونو تر منځ د اقتصادي، نژادي او په نورو برخو کې د نه انسجام په خاطر دي. پر دې سربېره ددې اتحادیې یو شمېر هېوادونه لکه اسپانیا، ایټالیا، یونان او نور له ژورو اقتصادي ستونزو څخه ځورېږي. امریکا خپله هم له دغو یو پر بل پسې اقتصادي جګړو څخه په امن نه ده پاتې شوې، همدارنګه له نظامي جګړو هم خوندي نه ده پاتې، ځکه اقتصادي جګړو د سودي بانک بیه لوړه کړې ده، چې پر امریکایي صنعتونو او شرکتونو بدې پایلې لري او په پایله کې د امریکا اقتصاد کمزوری کوي.

امریکایي مېلیاردر «چارلز کوچ»، چې د صنعت په برخه کې کار کوي، وویل: «د ولسمشر ډونالډ ترامپ تجارتي سیاستونه به د اقتصادي رکود لامل شي.» د ارويایي اتحادیې مالي وزیرانو څو ځله په خپلو اقتصادي غونډو، د هغو له جملې د ۸ ډلو په ناسته کې خبرداری ورکړی دی او همدارنګه سږکال د ۲۰ ډلو په غونډه کې ویلې: «موږ د اقتصادي ناندریو په خاطر اندېښمن یو او ښایي دا ناندرۍ پر نړیوالې پانګونې، ځواک، ګډون او د ودې پر توازن منفي اغېزه ولري.» خو د المان د اقتصاد وزیر «پیتر التمایر» د ټرامپ پر وضعه شوي ګمرکي سیاست او بندیزونو سخته  نیوکه وکړه او ویې ویل: «دا ډول کړنې د دندو او ودې د له منځه تللو لامل شوې او اروپا پر ایران د امریکا لګېدلو بندیزونو ته تسلیم نه شي.» د ۲۰۱۸م کال د مارچ په دویمه د ټرامپ په دغه ټویټ سره «د امریکا متحده ایالات به د فولادو او المونیمو پر وارداتو نوې ګمرکي تعرفې ولګوي.» په ورستیو شپږو میاشتو کې د اروپایي ونډو میزان ډېر را ټیټ شو. د جمهوري غوښتوونکي حزب د سنا د مجلس د مالي کمیسیون رییس «اورین هاتج» د ګمرکي تعرفو د زیاتېدو په اړه وویل: «د دغو تعرفو زیاتوالی به پر مصرفوونکو، تولیدوونکو او کارکوونکو باندې بدې پایلې ولري.»

په پای کې وایم چې د پانګوالۍ نظام بنسټ پر مصلحتونو، ګټو او دمالونو پر لاسته راوړلو ولاړ دی، هغه که په هره بیه وي او آن که د انسانانو د له منځه وړلو او د نور د مالونو او شتمنیو د چور او چپاول لامل هم شي. هغه بېلګې چې له زمانې لحاظه له موږ نه لرې هم نه دي، د تېرې پېړي په لومړیو او وسط کې سیاسي ښکېلاک، نړیوالې جګړې او  د امریکا له خوا د عراق او افغانستان اشغال و. د پانګوالۍ هېوادونه د خپلو ګټو لپاره یو له بل سره جنګېدو ته چمتو دي، په ځانګړي ډول امریکا ددې لپاره چې د نړۍ د ځواک د هرم په راس کې پاتې شي، حاضره ده چې ټوله نړۍ له خاورو سره یو کړي.

یوازې اسلام او عدالت یې بشریت له دغو وحشي صفتو څخه ژغورلی او نیکمرغی ورته را وړلی او په هره بیه چې وي انسان له ګمراهۍ نه ژغورلی شي. اسلام د خلکو جیبونو ته نه ګوري؛ بلکې زړونو او او پر سمه لاره هدایت ته یې ګوري. که د اسلامي خلافت تر سیوري لاندې د اسلام رحمت نړۍ ونه نیسي، ټوله نړۍ به په دغه جهنم کې وسوځي. الله سبحانه وتعالی ته سوال کوم، چې پر بشریت احسان وکړي او نړۍ د اسلام په نور، عدالت او هدایت روښانه کړي.

سرچینه: الریه جریده

لیکوال: استاد حمد طیب

ژباړن: شجاع بشارت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې