پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امریکا د سیاسي اسلام د ځپلو لپاره د مسلمانانو تر منځ فتنې اچوي!
بسم الله الرحمن الرحيم
امریکا د سیاسي اسلام د ځپلو لپاره د مسلمانانو تر منځ فتنې اچوي!

(ژباړه)

په هغه اوږد سفر کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پامپیو، منځني ختیځ ته درلود او ډېر دولتونه یې وکتل. په اسلامي خاورو کې یې د فتنې د تخم کرلو هڅه وکړه. پامپیو د ایران او افراطي اسلام غوښتونکو په پلمه د ګډ دښمن پر وړاندې د ګډ عربي اېتلاف غوښتونکی شو. هغه دښمن چې د دوی په ګومان، ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه سعودي او خلیج ګواښي. پامپیو د همدغه سیاست پر اساس د سیمه ییزو مسایلو لکه د یمن، لبنان، سوریې او فلسطین د قضیو د حل غوښتنه وکړه. نو امریکا په هغو فتنو چې پخوا یې په اسلامي خاورو کې اچولې وې، بسنه ونه کړه او اوس غواړي لاتفرقه او فتنه واچوي. دا هغه څه دي، چې په قاهره او له سیمه ییزو دولتونو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خبرو کې په ډاګه شول.

پامپیو د ۲۰۱۹م د جنوري په ۱۰مه د قاهرې په پوهنتون کې په خپلو خبرو کې وویل: «موږ تر ډېرې کچې د وحشي او افراطي اسلام خطر راکم کړی. هغه اسلام چې فاسد انحراف یې له اېمانه اخیستی او هڅه کوي، نور دولتونه او دینونه له منځه یوسي.» پامپیو وویل: «پرېږدئ ښکاره درته ووایم، څو چې امریکا ټرورېزم له منځه یو نه سي، هېڅکله له جګړې شاتګ نه کوي. موږ د داعش، القاعدې او نورو جهادیانو د ماتې لپاره، چې زموږ او ستاسو امنیت ګواښي نه ستړی کېدونکی کار او هڅه کوو. زموږ شریکان هم په سیمه کې د ټرورېزم سره په مبارزه کې زموږ ملاتړي دي. لکه انګلیس او فرانسه چې د سوریې په عملیاتو کې له موږ سره همکار و او په نړۍ کې یې د ټرورېزم پر وړاندې زموږ له هڅو ملاتړ وکړ. موږ د ایران د نظام د پلانونو د مخنیوي لپاره د خپلو شریکانو او هم تړونانو له هوکړه لیک څخه ملاتړ کوو.»

پامپیو زیاته کړه: «په دې کې شک نشته چې له نړیوالو بندیزونو د ایران د تېښتې هڅو  په خنثی کولو کې مصر، عمان او کویټ اساسي رول ولوباوه. اوس په منځني ختیځ کې یوازې د ایران له کړنو او پلانونو مخنیوی نه دی؛ بلکې د امریکا ټول ملګري او شریکان له جنوبي کوریا تر لهستانه له زموږ سره دي او هڅه کوي، څو د یران او اسلامي افراطیت له ویجاړیو څخه په نړۍ کې مخنیوی وکړو.» هغه همداراز زیاته کړه: «د ټرامپ اداره هڅه کوي، څو په منځني ختیځ کې یو ستراتیژیک اېتلاف جوړ کړي. څو دا اېتلاف په دغې سیمه کې د ګواښونو پر وړاندې کار وکړي، اقتصادي او انرژیکي همکارۍ ځواکمنې کړي. امریکا متحده ایالات له اسرایلو څخه د ایران نظام د دښمنانه دیسیو پر وړاندې ملاتړ کوي. موږ به په لنډ وخت کې ووینو چې اسرایل به د دغه دسیسو پر ضد ځواک پیدا کړي او لاس پکار به شي. امریکا متحده ایالات د راتلونکو ورځو په جریان کې د قوي دوه اړخیزه اړیکو د ساتلو لپاره کار کوي. زه به د بحرین، اماراتو، قطر، اردن او عمان له رهبرۍ سره ژورې خبرې ولرم. ډېر ژر به په خپلو ګډو موخو خبرې وکړو. لکه څنګه مې چې په دغه اوونۍ کې په اردن او عراق کې خبرې وکړې او نن د مصر له ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سیسي او شکري سره خبرې کوم.»

دا هغه مسایل و، چې پامپیو څرګند کړل؛ خو حقیقت دا دی چې د پامپیو دا خبرې په اسلامي خاورو کې د نفاق تخم کري او د خپلو لاسپوڅو(د اسلامي خاورو حکامو) د ماتولو په موخه نوې فتنې جوړوي. څو دا لاسپوڅي د دوی استعماري پلانونه لا پلي کړي او د یهودو ډېر خدمت وکړي.

موږ غواړو ځینې سیاسي واقعیتونه او هغه دروغ چې امریکا یې د ایران او په غرب او اسلامي نړۍ کې د اسلامي افراطیت په پلمه، د اسلامي خاورو هېوادونو پر وړاندې کوي، اشاره وکړو. څو د دغو واقعیتونو په پایلو پوه شو. دا ټول د امریکا سیاسي درواغ، سیاسي پلمه او غولونکې تګلاره ده، چې پر مټ یې اسلامي سیاسي حرکتونو ته ضربه ورکوي او بر مټ یې غواړي د امریکا د خوښې سیاست پټ کړي.

۱ـ په دې کې شک نه شته چې د ایران مسله هغه دروغ دي، چې امریکا رامنځته کړي او هر کله چې وغواړي خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ګټه ترې اخلي. ایران د غرب او یهودو دښمن نه دی. ایران له خپل انقلابه تر اوسه د امریکا په خدمت کې دی او استعماري پلانونه یې پلي کوي. تر ټولو ښه بېلګه یې له امریکا سره د عراق او افغانستان په اشغال کې همکاري وه. امریکا په ۱۹۹۰م کې عراق محاصره کړ. دا هغه څه و چې د ۲۰۰۴م د حنوري په ۱۵مه د ایران د ولسمشر پخواني مرستیال محمد علي ابطحي په ډاګه وویل: «که د ایران ملاتړ نه وای هېڅکله امریکا په دومره اسانۍ نه شوای کولای عراق او افغانستان ونیسي.»

له امریکا سره د ایران همکاري یوازې د افغانستان په اشغال کې نه وه؛ بلکې له امریکا سره په افغانستان کې د ایران د مرستو رول لاهم دوام لري. ځکه نو ایران د ۲۰۱۰م د اکتوبر په ۱۸مه د افغانستان په اړه د نړیوالو اړیکو ډلې په کنفرانس کې ګډون وکړ. دغه راز یې له امریکا سره په ۲۰۱۸م کې د تاشکن په کنفرانس کې ګډون وکړ، څو د امریکا له خوښې سره سم د افغانستان ستونزو ته د حل لار پیداکړي.

د ۲۰۱۹م د جنوري په لومړۍ په زنده ګي ورځپاڼه کې د یران د بهرنیو چارو وزیر د ویاند له خولې ـ چې د ایران ټلوېزیون خپره کړه ـ نقل شوي دي: «په تهران کې د طالبانو استازو د ایران د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال عباس عراقچي سره خبرې وکړې.» قاسمي وویل: «له خبرو اترو لویه موخه د افغانستان حکومت او ډلو تر منځ د سولې د مذاکراتو لپاره د زمینې او چانس برابرول دي.» بهرام قاسمي دا موضوع د ټرامپ تر پلان چې له سوریې او افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل و، وروسته مطرح کړه.

۲ـ له شک پرته چې ایران له غرب سره د اسلام پر وړاندې جګړه کې مرسته کوي. دا هغه څه دي، چې د ایران ولسمشر د ۲۰۱۸م د دسمبر په ۸مه په تهران کې د ټرورېزم پر وړاندې مبارزې په نامه کنفرانس کې په ښکاره وویل: «په سیمه کې د تندلاري ټرورېزم د رېښو وچول بنسټیزه اړتیا ده.» هغه زیاته کړه: «موږ پرېکړه کړې، چې یو بل ته لاسونه ورکړو، د ګډ دښمن پر وړاندې وجنګېږو او پرې بر لاسي شو.» دا هغه مسله ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر میخایل بوګدانوف د ۲۰۱۸م د جون په ۳۰مه مطرح کړه او ویې ویل: « له شک پرته په سوریه کې د ایران د ځینو استازو هڅه دا ده چې د ټرورېزم پر وړاندې وجنګېږي.» دغه راز ایران د داعش پر وړاندې، له عراقي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړی. ځکه د ۲۰۱۶م د دسمبر په ۲۷مه معاون هوري دریساوي د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د خبرو په غبرګون کې وویل: «هغه ملاتړ چې ایران د عراق د شعیه ګانو د خلکو له پوځ څخه کړی، د جنګي وسایلو او مشورې تر ورکړې محدود دی او یوازې د جګړې په پرمختګ کې مشوره ورکوي. نو ایران د ټرورېزم پر وړاندې جګړه کې د عراق لاسنیوی کوي؛ خو د جګړې رهبري سل په سلو کې د عراقیانو په لاس کې ده.»

۳ـ په سیمه کې اېتلاف جوړول هغه موضوع ده، چې امریکا د اوباما په حکومت، د عربي پسرلي په انقلاب په ځانګړې توګه د سوریې په انقلاب کې د ترکیې د رول په پام کې نیولو سره، غوښتلو. د دغه اېتلاف له جوړېدو څخه موخه د سوریې او لیبیا پر مسله سیاسي او پوځي څارنه او د حل لار پیداکول دي. چې اوس امریکا د هغې موخې لپاره ډېره هڅه کوي. په ځانګړې توګه له هغه وخته چې ټرامپ له سوریې، عراق او افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو پرېکړه کړې ده. ځکه امریکا له سیمې د خپلو ځواکونو د وتلو بدیل ته اړتیا لري، څو د دوی له خوښې سره سم کار وکړي. دا هغه مسله ده، چې د ټرامپ په وخت کې د امریکا د ملي امنیت مشاور «مایکل فلین» په ۲۰۱۶م کې په خپل کتاب «د جګړې ډګر او د رادیکال اسلام او هم پیمانانو پر وړاندې یې په جګړه کې زموږ حالت» کې ویلي و:

مایکل فلین په دغه کتاب کې لیکلي: «امریکا یوازې په منځني ختیځ کې له خپلو هم پیمانانو پرته نه شي کولی د ایران مخه ونیسي. نو لازمه ده، یوه ناټو جوړه شي، چې د مصر، اردن او خلیج دولتونه ورسره یوځای شي او امریکا هم سهم پکې ولري. ځکه امریکا په استخباراتي کارونو، د معلوماتو په راټولولو، پرمختللو پروګرامونو، ځانګړو عملیاتو، توغندیزو بریدونو او د هوایي ځواک په کارولو کې لوړ لاس لري.

۴ـ د داعش ډلې مسله چې پامپیو ذکر کړه، له یوې پردې پرته بل څه نه ده چې امریکا ترې د سیاسي اسلام پر ضد ـچې د واقعي اسلامي دولت د ایجاد لامل دی ـ کار اخلي. نو امریکا هر وخت هڅه کړې او کوي یې چې هر هغه دولت او ډله چې د غرب له سیاست او د اسلامي خاورو په هېوادونو کې د دوی له نفوذ څخه وځي، دوی ورسره وجنګیږي. دا هغه خبیثې موخې دي، چې امریکا به یې په راتلونکې کې هم ولري او ایران د دغې جګړې پلمه او وسیله ګرځوي. دا هغه څه دي، چې د امریکا په پوځ کې جنرال او د ملي امنیت پخواني سلاکار په ۲۰۱۴م کې ویلي و: «اسلامپال یوازې ساده ګوټي او بربریان نه دي، بلکې دوی په خپله اېډیولوژۍ او لید، غواړي پر نړۍ حاکمیت پیداکړي. دا مسلمانان د کفاحي کتاب کاپي دي، چې ادولیف هېتلر لیکلی و، چې د نازي د تعلیماتو اساسات دي.» دغه جنرال د امریکا مسلمانان په امریکا کې د اسلامي دولت په جوړولو تورن کړي او ویلي یې دي: «دا یو تصادف نه شمېرل کېږي، چې د امریکا اسلامپال په ډېره هڅه کې دي، څو د خپل دین لپاره په امریکا کې قانوني ځای پیداکړي او هر ډول انتقاد پر اسلام منعه کړي. نو دا هغه مسایل دي، چې د یوه اسلامي دولت دې جوړېدو لپاره تر سره کېږي.»

دغه امریکایي جنرال په خپل کتاب «د ۲۰۱۶م د جګړې ډګر» کې، چې عربي ناټو پکې غواړي، ویلي دي: «پرته له شکه درې ګواښونه شته او لازمه ده، چې عربي ناټو یې پر وړاندې وجنګیږي: لومړی ګواښ مسلح رادیکال اسلام دی. دویم ګواښ، سیمه ییز حرکتونه او ځواک دی، چې نړیوال پلان لري په ځانګړې توګه ایران، هغه ایران چې په لبنان، سوریه، عراق او یمن کې د پوځي ډلو ملاتړ کوي. درېیم ګواښ د هسته یې وسلو ساتل دي (په ملګرو ملتونو کې یې د ایران هوکړه لیک ته اشاره وه.). دغه امریکایي جنرال ویلي، چې د تهران هسته یي پروګرام د امریکا ملي امنیت ګواښي.

۵ـ د امریکا په اند د یهودو مسله مهمه مسله ده، چې د سیمې هېوادونه دې ته تیار کړي، څو له هغوی څخه ملاتړ وکړي. خو د ایران او ټرورېزم مسله د عربي او یهودو دولتونو پر وړاندې د عربي ناټو جوړولو مقدمه وه، چې هماغه سیاسي اسلام دی، څو د یهودو دولت وکولای شي د سیاسي اسلام پر وړاندې اوس او په راتلونکې کې منظم عملیات تر سره کړي.

دا هغه ګمراه کوونکی سیاست دی، چې امریکا یې د غرب په استازیتوب، د اسلامي خاورو په هېوادونو کې پر مخ بیایي. که د مسلمانانو د بې غیرته حکامو خیانت نه وي، امریا هېڅکله نه شي کولای دا خبیث سیاستونه عملي کړي.

په پای کې د یادولو ده: استعمار د خپلو مزدورانو په وسیله هڅه کړې، څو خپلې رېښې قوي کړي، خو په دغې پرېکړه کې ناکام شوی او له نیکه مرغه اسلامي امت نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، څو د دویم ځل لپاره اسلامي خلافت تاسیس کړي.

﴿قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللَّهُ بُنْيَانَهُم مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ﴾

[النحل: 26]

ژباړه: تر دوی مخکې هم ورته کسان و چې دا ډول دسیسې او چلونه یې کول، خو الله سبحانه وتعالی یې ددسیسو ژوند له بنیاده وران کړ او د کورونه (بامونه)یې پرې ونړول او د دنیا عذاب یې له هغه ځایه پرې راوستل چې تمه یې نه درلوده.

له الرایه جریدې څخه اخیستل شوی

               لیکوال: حمد طبیب

Last modified onدوشنبه, 11 مارچ 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې