پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

بسم الله الرحمن الرحيم

compaignlogo100

 

حزب التحریر د 1442هـ.ق په رجب المحرم  میاشت / 2021م کې د جنایتکارانو په وسیله د اسلامي دولت د دردناک سقوط د یادښت او د اسلامي حکومتي نظام (خلافت) د لغوه کولو په مناسبت په ټولو هغو خاورو کې چې فعالیت پکې لري، تر دغه شعار لاندې "د خلافت د سقوط د سلمې کلیزې د یادښت په مناسبت، اې مسلمانانو خلافت تاسیس کړئ" پراخ فعالیتونه پيلوي. هغه دولت چې سید المرسلین محمد -صلی الله علیه وسلم تاسیس کړ، چې د ۱۳ پېړیو په اوږدو کې یې د نړۍ ګوټ ګوټ روښانه کړ او جنایتکارانو د ۱۳۴۲هـ.ق، د رجب المحرم په ۲۸مه/ د ۱۹۲۴م، د مارچ په ۳مه راپرځاوه.

موږ د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر مسوولین به د الله سبحانه وتعالی په خوښه د دې پاڼې له لارې ټولو فعالیتونو ته پوښښ ورکړو. الله سبحانه وتعالی ته دعا کوو چې د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت تاسیس چټک کړي او دغه کار هغه سبحانه وتعالی ته سخت نه دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾

[النور:55]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسو له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او ښه عملونه وکړي، وعده کړې ده چې هغوی به په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي، لکه له هغوی څخه مخکې تېر شوي خلک یې چې ګرځولي وو. د دوی لپاره به هغه دین پر قوي بنسټونو ودروي، چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی دی. د دوی د وېرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی دې زما بندهګي کوي او زما سره دې کوم څه نه شریکوي. څوک چې تر دې وروسته کفر غوره کړي، نو هغوی فاسقان دي.

۱۴۴۲هـ.ق، د رجب المحرم ۱/ ۲۰۲۱م، د فبرورۍ ۱۳مه، شنبه

حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

- پر نورو ژبو د کمپاین د بشپړ پوښښ لپاره -

عربي

انگلیسي

ترکي

آلماني

اردو

سواحلي

حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د خلافت د سقوط د سلمې  کلیزې د یادښت په مناسبت د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس ‎انجنیر صلاح الدین عضاضه (ابو محمد) پيغام

 

 حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د خلافت د سقوط د سلمې  کلیزې د یادښت په مناسبت د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې رییسې ‎ډاکټرې نسرین نواز پيغام

حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

- د فعالیتونو او بشپړ پوښښ هشتگ -

#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ
#خلافت_را_برپا_کنید

#أقیموا_الخلافة

#خلافت_کو_قائم_کرو

#Return TheKhelafah

 https://www.facebook.com/htafghanistan01/

http://twitter.com/htafmediaoffice 

100 Camp Banner Pashto

 حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

Week 1 image intro

 

- د کمپاین پوسټرونه -

 Final Green ar pashto 6

 حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر یو کمپاین پیل کړی، چې سرلیک یې دی:

« د خلافت له راپرځېدو یوه پېړۍ وروسته...

اې مسلمانانو، خلافت تاسیس کړئ!»

د رجب الخیر میاشت یو ځل بیا پر موږ راورسېده، چې موږ ته د خلافت د راپرځېدلو روانه غمیزه را په یادوي چې تر اوسه پورې پای ته نه ده رسېدلې. تر دې دمه، مسلمانانو هغه حالت بېرته نه دی راوستلی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی لپاره پرېښی و. وروسته له هغه چې مصطفی کمال ملعون په ۱۳۴۲ هـ.ق کال کې چې له ۱۹۲۴م کال سره سمون خوري، عثماني خلافت راوپرځاوه. په دې سره یې اسلامي امت د تراژيدۍ په لمنو کې راګير کړ، چې ټول اړخونه ورسره لاس او ګريوان دي.

سږ کال د خلافت د راپرځېدلو سل کلونه پوره کېږي، یوه پېړۍ کېږي چې اسلامي امت د خپل سپېڅلي شریعت د حکم له سیوري بې برخې دی. په حقیقت کې د دې لسو لسیزو کوم کتونکی کولای شي هغه کړاوونه وګوري چې اسلامي امت یې ګالي. ډېرې ستونزې، پر له پسې غمیزې، په داسې حال کې چې اسلامي امت تر دې وړاندې هېڅکله د داسې ستونزو شاهد نه و.

په دې توګه د حزب التحریر د امیر نامتو عالم، عطا بن خلیل ابوالرشته تر لارښوونې لاندې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د حزب التحریر د ټولو غړو په همکارۍ په ټوله نړۍ کې یو نړیوال کمپاين پيل کړی، چې له مخې یې د اسلامي امت زامن او لورګانې له حزب سره کار کولو ته وهڅول شي، تر څو د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت لپاره هڅه وکړي.

په همدې توګه حزب التحرير د دغه کمپاین له لارې، په ځانګړې توګه د اسلامي امت متنفذین او د قدرت څښتنان هڅوي، دوی ته یې واجب وریادوي او له دوی څخه د نصرت (مادي ملاتړ) غوښتنه کوي، چې له حزب سره یو ځای شي او د نبوت پرمنهج د دویم راشده خلافت په رامنځ ته کولو سره د الله سبحانه و تعالی دین لوړ کړي. 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رسنیو په ځانګړې توګه د اسلامي رسنیو مسلکي کارکوونکو ته د رسنیو په چوکاټ کې بلنه ورکوي، چې د خیر ملاتړ وکړي او د دغه کمپاین د فعالیتونو په پوښښ او شریکولو کې ونډه واخلي، د خلافت د بیا راستنېدلو لپاره کار وکړي، چې اسلامي امت یې هیله لري.

په همدې توګه د الله سبحانه و تعالی په نامه او نصرت سره موږ دا کمپاین پیلوو: «د خلافت له راپرځېدو یوه پېړۍ وروسته... اې مسلمانانو! خلافت تاسیس کړئ.» الله سبحانه و تعالی موږ سره د هغه د دین په جوړولو او د امت په لوړوالي کې مرسته کوي.

#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ
#خلافت_را_برپا_کنید

#أقیموا_الخلافة

#خلافت_کو_قائم_کرو

#Return TheKhelafah

انجنیر صلاح الدین عضاضه

 

حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر 

مطبوعاتي اعلامیه

د مسلمانې ښځې لپاره د هغې د ډال؛ خلافت په نشتون کې سل کاله تیارې، سپکاوی او نهيلي

دا رجب د اسلامي امت په تاریخ کې یو بل مهم پړاو رایادوي ـ زموږ د غوره دولت او اسلامي مشرۍ د راپرځېدو ۱۰۰ کاله پوره شول؛ هغه دولت چې د اسلام د دښمن مصطفي کمال او غربي استعماري حکومتونو په لاس ړنګ شو. دې ناورین دمسلمانو ښځو، ماشومانو او کورنیو پر ژوند ناوړه اغیزه وکړه، ځکه چې دوی یو داسې دولت له لاسه ورکړ چې تل د دوی د حقونو، عزت او هوساینې ساتونکی و. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:  

«الْإِمَامُ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: «امام د شپون په څېر دی او د خپل رعیت مسولیت لري»

په تېرو سلو کالو کې، د خلافت په نشتون کې، د مسلمانو ښځو ژوند له مرګ، ویجاړۍ، سپکاوي، بې وسۍ او نهیلۍسره مخ دی. دوی او ماشومان یې د استعماري جګړو اصلي قربانیان دي او په اسلامي خاورو کې د غرب په ملاتړ د سیکولر دیکتاتورانو ظالم حاکمیت او وحشیانه اشغال د مسلمانانو نسل وژني. کله چې اسلام حاکم و، هغه وخت د مسلمانې ښځې د ساتنه او هغې ته پاملرنه اصلي مسله وه، حاکمانو یې د عزت د ساتلو لپاره لښکرونه لېږل...  نن په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو چې خلافت نشته او مسلمانې ښځې ځورول کېږي، له لوږې سره لاس او ګرېوان دي، زنداني کېږي، شکنجه ورکول کېږي، جنسي تېری پرې کېږي او د اسلام د دښمنانو له لوري قرباني کېږي. د دوی د مرستې لپاره نه یوازې دا چې هېڅ لښکر نه بسیج کېږي، بلکې هېڅ دولت چمتو نه دی چې د دوی عزت وساتي.

سربېره پر دې، د اسلامي قانون په نشتون کې، اسلامي خاورې د ښځو پر وړاندې د لوړې کچې تاوتریخوالي او د هغوی د ناموس پر وړاندې له سرغړونې سره مخ شوې دي. د غربي لیبرال ارزښتونو د شتون له امله یې د بد اخلاقۍ، مادیت پالنې او فساد له ډېروالي سره مخ کړې دي، تر څو د ځوانانو ذوقونه مسموم کړي او له خپل دین څخه یې وباسي. د دې لیبرال ارزښتونو راوړل، د اسلام ټولنیز او کورني قوانین ګډوډ کړي دي او د کورنیو د پاشل کېدو لامل شوي دي، چې په پایله کې ښځې، سړي او ماشومان له یو ډول ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګريوان دي. سربېره پر دې، د اسلامي نظام په نشتون کې، د دغو بې کفایته او فاسدو رژیمونو تر حاکمیت لاندې، ښځې له هغو حقونو بې برخې دي چې الله سبحانه و تعالی ورکړي دي؛ لکه په لوړ کیفیت زده کړې، روغتیايي پاملرنې او ... . همدا راز، د خلافت په له منځه وړلو سره، ښځې له یو داسې دولت څخه بې برخې شوې چې د دوی مالي لګښتونه او امنیت یې تامین کړی و. اوس له مجبورۍ د ځان تمویل پخپله کوي، ډېری وختونه ناوړه اعمال تر سره کوي او په لارو او کوڅو کې سوال کوي یا هم د خپل ځان د بقا لپاره له کثافاتو څخه د خپل ګېډي د مړولو لپاره ګټه اخلي. دوی د دولت په نشتون کې له هغو ټولو امتیازاتو څخه بې برخې دي چې دوی ترې ګټه اخیسته او د ځمکې له سر څخه یې د بېوزلۍ لمن ورټوله کړې وه، هغه دولت چې د خلکو لپاره یې سوکالي راوړې وه، لومړنیو زده کړو ته یې لاره هواره کړې وه او د روغتیايي خدماتو لپاره یې تاسیسات رامنځ ته کړي وو، چې ښځينه او نارینه ترې ګټه پورته کړي. په حقیقت کې؛ د ډال، خلافت په نشتون کې، هغه رنځونه، کړاوونه او زیانونه چې ښځو زغملي دي، بې ساري او له زغم وتلي دي.

له همدې امله، دا کمپاین د هغه نړیوال کمپاین برخه ده چې د حزب التحریر له لوري د حزب د امیر، جیید عالم شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته په لارښوونه تر «د خلافت له راپرځېدو یوه پېړۍ وروسته... اې مسلمانانو، خلافت تاسیس کړئ!» سرلیک لاندې پیل شوی دی. د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د ښځو برخې خپل نړیوال کمپاین په همدې رجب میاشت کې پیل کړی دی، تر څو د نړۍ په کچه د مسلمانو ښځو په ژوند کې د خلافت د له منځه وړلو له امله له درد او غم څخه ډکې پېښې روښانه کړي او همدا راز هغه لیدلوری وړاندې کړي چې د ښځو رښتیني حقوق، رول او حیثیت، چې راشده خلافت یې د اسلامي قانون په چوکاټ کې غوښتنه کوي بیان کړي، تر څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه ډېرې غلط فهمۍ او دروغ له منځه یوسي. په دې مبارزه کې موږ، د حزب التحریر د ښځو برخه وایو چې نور د ظلم او زغم ۱۰۰ کلونه بس دي! موږ اړتیا لرو چې د اسلامي امت د تاریخ دا تیاره څپرکي ته د پای ټکی کېږدو. اې مسلمانانو! موږ له تاسو څخه غواړو چې د دې مهم کمپاین ملاتړ وکړئ او له هغو کسانو څخه شئ چې د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره یې دالله سبحانه و تعالی په مرسته ملا تړلې ده!

ډاکټر نسرین نواز

کمپاین په لاندو پتو راسره وڅارئ:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/hizbuttahrir/20797.html

فسبوک پاڼه:

https://www.facebook.com/womenscmoht/

#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ
#خلافت_را_برپا_کنید

#أقیموا_الخلافة

#خلافت_کو_قائم_کرو

#Return TheKhelafah

 حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اسلامي امت پر ټپونو له سوداګرۍ لاس واخلئ

د سوریې ملکي دفاع ډلې ویلي، د بې ځایه شویو کسانو لپاره د سوریې په شمال لويدیځ ادلیب ولایت کې د بارانونو او واورو له امله ۲۵۵ کمپونه زیانمن شوي دي. له دې ښکاري چې د هغو کورنیو شمېر چې له کمپونو څخه د باندې شپې او ورځې تېروي،  شمېر یې تر ۳،۲۰۰ پورې رسېږي. غیر نظامي دفاع څرګنده کړه، چې ښايي دا شمېره د سیمې د طبیعت او له سېلاب څخه د ساتنې د مخنیوي وسیلو د نشت لکه، د بندونو او د اوبو ویالو کانالونو د کمښت له امله ډېروالی ومومي.

تېره چهارشنبه په شمالي ادلیب کې د سړې هوا او هغو واورو له امله دوه ماشومان په کمپونو کې مړه شول، چې په شمالي سوریه کې راښویېدلې وې. یو بل ماشوم تېره ورځ له سختو بارانونو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ او دری نور ماشومان د دوی د بلاک د کېږدۍ د راپرځېدلو په پایله کې ټپیان شول.

د ادليب ولایت په کمپونو کې د زرګونو بې ځایه شویو خلکو کړکېچ ورځ تر بلې ډېرېږي، ځکه چې د سوریې د وحشي رژيم له لوري غیر رسمي کمپونه له نظامي کمپاین سره پر یو وخت پراخېږي. نهه کلونه کېږي چې دا ستونزه په هغو کمپونو کې تکرارېږي چې زیربنا نه لري او بې ځایه شویو خلکو په کرهڼيزو ځمکو کې کېږدۍ درولې دي. له دوی سره مرسته نه کېږي، څو بل ځای ځان ته پیدا کړي. تر هغې ظالمانه بمبارۍ وروسته چې میلیونونه ملکي وګړي یې په ادلیب کې د ترکیې ـ سوریې پولې ته نېږدې سیمو ته کډه کړل، دوی هلته د ستړیا او پاتې کېدو احساس کوي. دوی نه ترکیې ته ننوتلی شي او نه هم بېرته خپلو کورونو ته راستنېدلی شي. د وضعیت د خرابېدو پر مهال دوی مناسبه مرسته هم نه شي تر لاسه کولای، ځکه چې په سلګونو زره کورنۍ د خپلو کورونو د امنیت د نه تامین له امله په کېږدیو کې ژوند کولو ته اړ شوي دي.

په دې کمپونو کې بې ځایه شوې کورنۍ سربېره پر دې چې د راتلونکي په اړه اندېښنه لري، د ژوند په ډېرو کمزورو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي. په داسې حال کې چې پر نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ټولنو سربېره، په سړه هوا کې خواړه، درمل، بخارۍ او د ژوند نور اړین توکي نه لري. بارانونو نه یوازې د بې ځایه شویو کورنیو کېږدۍ ویجاړې کړې، بلکې سېلاب یې کالي او کمپلې هم له ځان سره وړي دي. دوی ویده وو او کمپ یې په ډنډونو او خټو بدل شوی و، لکه هر ژمی چې همداسې کېږي.

د کډوالۍ کړکېچ په پیل کې، مرستندویه او د ملګرو ملتونو بشري سازمانونو د دغه ناورین د پای ته رسولو لپاره د حل لارو د پلټنې او د بې ځایه شویو کسانو د کړاونو د کمولو لپاره، چې د سوریې ظالم رژیم او متحدینو له لوري ورسره مخ شوي وو، له ملګرو هېودانو څخه د مرستې لپاره یې په مسلسلو کنفرانسونو کې برخه واخیسته.

له یوې اساسي، ان نیمګړې حل لارې پرته ډېر تریخ کلونه تېرېږي، چې موږ ته یو ځل نه څو ځله ښکاري:

ـ دا سازمانونه بشر پاله نه، بلکې له دغې بشر دوستانه قضیې څخه ګټه اخیستونکي دي، ځکه چې دا د کلنۍ ګټې پر فایل بدل شوي دي، چې په چل او دوکې بسپنه راټولوي، بیا یې ټوټه ټوټه کوي.

ـ هغه ملګري هېوادونه چې جوړ جاړی کوي او د هغو ښځو او مظلومو ماشومانو په غمیزه کې پاتې راغلي، د تودوخې لپاره ډېرې ساده اسانتیاوې نه لري؛ هغه ماشومان چې عمر یې له ناورین سره سم دی. په کمپونو کې د راتلونکي له هغو شرایط سره دوی مخکېدونکي دي چې ان د څارویو لپاره هم مناسب نه دی. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ترې وساتي. دا له ستونزو  ډک کلونه په داسې حال کې تېرېږي چې تر اوسه ان د واورې طوفانونه نه دي رامنځ ته شوي؟!  

ـ دا چې د کمپونو او نورو خلکو شرایطو ته پاملرنه نه کېږي، د چل او خنډ جوړولو یوه برخه ده چې پر دوی د امریکا حل لارې ومني؛ تر دې ادعا لاندې چې «ستاسو لپاره له امریکا پرته بل هېڅوک د خلاصون لار نه مومي» ظالم رژیم او متحدین یې په کمپونو کې زموږ د خلکو یوازينی لامل نه دی. د دوی شریکان هم په سیمه کې نه یوازې د کمپ اوسېدونکي د اساسي حل لارې په موندلو کې پاتې راغلي، یا له پامه غورځېدلي دي، بلکې د اشام خلک هم له همدغو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

اې مسلمانانو! پوه شئ:

په سوریه کې د زیانمنو مسلمانانو ملاتړ او د دوی له مصیبتونو څخه خلاصون احسان یا خیرات نه دی، بلکې د اسلامي عقیدې د ورورولۍ له مخې اړین ګڼل کېږي، چې د قرآن کریم په ایتونو او نبوي احادیثو کې یې غوښتنه شوې ده. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ]

ژباړه: «...او که هغوی د دین لپاره له تاسو څخه مرسته وغواړي، نو له هغوی سره مرسته کول پر تاسو فرض دي...»

[انفال: ۷۲]

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَا مِنِ امْرِئٍ يَخْذُلُ مُسْلِماً فِي مَوْطِنٍ يُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ، وَيُنْتَقَصُ فِيهِ عِرْضُهُ إِلا خَذَلَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ، وَمَا مِنِ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِماً فِي مَوْطِنٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَتُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ إِلا نَصَرَهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ».

ژباړه: «هر مسلمان چې بل مسلمان په داسې ځای کې پرېږدي چې ملګری ونه لري او عزت یې تر پښو لاندې کېږي، الله سبحانه و تعالی یې په داسې ځای کې یوازې پرېږدي چې د الهي مرستې په تمه وي او هر مسلمان چې له بل مسلمان سره په داسې ځای کې مرسته وکړي چې بريد پرې کېږي او عزت یې تر پښو لاندې کېږي، الله سبحانه و تعالی په هغه ځای کې مرسته ورسره کوي چې د الهي نصرت تمه ولري.»  

ـ اوس هغه وخت رارسېدلی چې د امت ژغورونکو ته فرصت ورکړل شي، تر څو د خلافت پروژه پر مخ یوسي، چې زموږ په عقیده کې ځای لري، نور هېڅ شی په خپل ذات کې د رژيم د راپرځولو پر وړاندې د هڅو د یووالي تضمین نه کوي. په دې سره به خلک له ستونزو خلاص شي، د دې پروژې کارکوونکي پرېږدئ چې کار وکړي.

اې الله سبحانه و تعالی! له موږ سره مرسته وکړه، له ناورین څخه مو وژغوره او د اسلامي دولت د تاسیس توفیق مو په برخه کړه. اې الله سبحانه و تعالی! په بې کوره خلکو د ژمي یخنۍ اسانه کړه او پر دوی رحم وکړه. 

[وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ]

ژباړه: «اوس چې دغه ظالمان څه کوي، تاسو الله سبحانه و تعالی له دوی څخه غافل مه ګڼئ. الله سبحانه وتعالی دوی د هغې ورځې لپاره ځنډوي چې داسې حالت به وي چې سترګې یې رډې پاتې وي.»

[ابراهیم: ۴۲]

د حزب التحریرـ  مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د ښځو برخه 

- د فعالیتونو او بشپړ پوښښ هشتگ - 

#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

#خلافت_را_برپا_کنید
#أقیموا_الخلافة

#خلافت_کو_قائم_کرو

#ReturnTheKhilafah

#YenidenHilafet

 حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

بسم الله الرحمن الرحيم

د دیني ویناوو د تغیر لپاره د غرب پلان او پر مسجدونو او منبرونو یې اغېزې

(ژباړه)

د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډیسمبر پر ۲۵مه د سوډان د دیني چارو او اوقافو وزیر نصرالدین مفره او د مصر د اوقافو وزیر محمد مختار جمعه په سکندریه کې د ابوبکر صدیق روزنځای د سوډاني او مصري امامانو او د یو شمېر نړیوالو زده کوونکو لپاره پرانیست. مفرح د دغه روزنځي د پرانیستې پر مهال وویل: «دغه برنامه د ګډو همکاریو په چوکاټ کې ټولو نړیوالو ته یو پیغام دی، هغه څه چې موږ متحد کوي، منځلاري ده.» نوموړي زده کوونکي له بې شمېره اسانه لارو څخه د خپل دعوتي پیغام منلو په وسیله د افراطیت پر وړاندې د منځلارۍ په وسیله د مبارزې لپاره دعوت کړل.

د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډیسمبر پر ۲۰مه د سوډان د اوقافو وزیر په مشرۍ د لوړ پوړو امامانو پلاوی، د دعوتي حرکتونو رهبران او د اسلامي فقې رهبران مصر ته ولاړل او له افراطیت څخه د فکر ساتنې په برنامه کې یې؛ چې په قاهره کې د نړیوالو اوقافو ادارې له لوري ښوونیزه برنامه پیل شوې وه، ګډون وکړ. له لوړ پوړو چارواکو سره بله برنامه هم وه چې وزیر مفره له مصري چارواکو او بنسټونو سره پکې لیدنې او کتنې وکړې. خو د دې مسلې حقیقت څه دی؟

د دیني ویناوو د بدلون لپاره د سوډان حکومت له لوري د امامانو لپاره دغه ښوونیزې برنامې د امریکا دولت له لوري د اسلامي هېوادنو پر دولتونو ور تپل شوې دي، ځکه دا له اسلامي ویناوو سره د مبارزې لپاره امریکایي تحریف شوې وینا وې دي؛ هغه اسلامي ویناوې چې اسلامي امت د اسلامي ژوند بیا پیلېدو او وحت لپاره د خلافت په تاسیس سره راپاڅوي. هغوی دغه ویناوې په مسجدونو کې غواړي چې نوی امریکایي اسلام مطرح کړي؛ څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون پر ۱۴مه په یوه استماعیه غونډه کې د کانګرس د یو سناتور اسکاټ پري د پوښتنې په ځواب کې دا مسله بیان کړه. دې پوښتنې ته د ټیلرسن ځواب دا وه: «د سعودي حکومت په همکارۍ په ریاض کې یوه اساسي لاسته راوړنه دا وه چې د اسلامي افراطي ویناوو پر وړاندې د مبارزې یو مرکز پرانیستل شو.» هغه وویل: «دغه مرکز اوسمهال پر خپل حال دی، پرانیستل شوی او موږ هلته یو. په دغه مرکز کې له ټولې نړۍ څخه بې شمېره عناصر له افراطیت سره د مبارزې لپاره ځای پر ځای شوي دي او یو عناصر چې موږ له هغه سره یوځای ارزونه وکړه او هغه په دې برخه کې اقدامات وکړل، د نویو درسي کتابونو خپرول دي چې د نړۍ په ټولو مسجدونو کې په شته مدرسو کې تدریسېږي. دا کتابونه هلته د شته کتابونو پر ځای، ځای پر ځای کېږي. موږ له هغوی وغوښتل چې نه یوازې نوي درسي کتابونه چاپ کړي، بلکې د پخوانیو کتابونو د پیدا کېدو مخه ونیسي او دا یوازې یوه نمونه ده.» ټیلرسن د خپلو خبرو پر دوام وویل: «دا مرکز ډېره پراخه لمن لري، له ټولنیزو ارتباطتي مسایلو نیولې تر رسنیو او په اسلامي ښوونیزو مرکزونو کې د امامانو روزل هم پکې شامل دي او نن د دغه نوي مرکز د تاسیس په اړه په هغو معیارونو سره چې موږ به ځواب ویونکي وو، له هغوی سره کار کوو.»

د «سي ای اې» پخواني رییس جیمز وولسي په ۲۰۰۶ میلادي کال کې ویلي وو: «موږ به هغوی ته داسې اسلام جوړ کړو چې زموږ مناسب وي، وروسته به هغوی له انقلابونو سره حرکت وکړي،  وروسته به په تعصبي شعارونو سره د یو بل پر وړاندې مبارزه پیل کړي او وېشل کېږي. وروسته به له موږ سره نښته وکړي او موږ به بریالي شو.» نو پر همدغه اساس، کومې ښونیزې برنامې چې نن په اسلامي خاورو کې فعاله شوې دي، د دې لپاره دي، څو زموږ مسجدونه په زیان اړوونکو مسجدونو بدل شي او په دې برخه کې د امریکا غوښتنې رښتیا شي او په منبرونو کې داسې ویناوې وشي چې له دین څخه د دولت بېلتون لامل شي او په اسلامي خاورو کې د غرب تمدن خپور شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَالَّذِينَ اتَّخَذُواْ مَسْجِداً ضِرَاراً وَكُفْراً وَتَفْرِيقاً بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَاداً لِّمَنْ حَارَبَ اللّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ وَلَيَحْلِفَنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلاَّ الْحُسْنَى وَاللّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ

[سوره توبه آیۀ 106]

ژباړه:  منافقان هغه کسان دي چې د مسجد جوړېدل به پیل کړي او موخه به یې مومنانو ته زیان رسول، هلته کفر ته کار کول، د مومنانو په منځ کې بې اتفاقي اچول، د مسلمانانو صفونه ځپل او د هغه کس لپاره به کمین وي چې تر دې وړاندې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره جنګېدلی وي. هغوی به قسم کاوه چې له نېکۍ پرته بل نظر نه لري او یوازنۍ موخه یې هغو کسانو ته خدمت کول دي چې لمنځونه کوي او بس. خو شاهدي ورکوم چې هغوی پخپل قسم کې درواغجن وو.

موږ باور لرو چې الله سبحانه وتعالی د کفارو دسیسي شنډوي او د خپل دین ملاتړ کوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ ‏** لِيَمِيزَ اللّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَىَ بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعاً فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ﴾ 

[سوره انفال آیۀ 36 و 37]

ژباړه: کفار خپل مالونه مصرفوي، څو خلک د الله سبحانه وتعالی له لارې وګرځوي. هغوی به خپل مالونه مصرف کړي، خو وروسته به د هغوی د پېښمانۍ لامل شي او له ماتې سره به مخ شي. له شک پرته کفار ټول دوزخ ته ځي او په هغه کې راټولېږي. دا ماتې په دنیا او په اخرت کې عذاب ورکول کېږي. څو الله سبحانه وتعالی ناپاک له پاکو څخه بېل کړي او ځینې ناپاکان پر نورو ورزیات کړي او ټول به یوځای راټول کړي او بیا به یې دوزخ ته ور وغورځوي. هغوی په دنیا او اخرت کې زیان کوونکي دي.

خبرداری، خبرداری! د مسجدونو او منبرونو د سېکولر کولو لپاره جهنمي نقشو مخنیوي ته پام کوئ او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره او د اسلامي امت د بیدارۍ په هدف کار وکړئ چې د ښکېلاکګرو دولتونو له نقشو څخه د امت ساتنه وکړي.

لیکوال: عبد الله حسین

د حزب التحر ـولایه سوډان د مرکزي اړیکو کمېټې تنظیموونکی

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د کمپاین د فعالیتونو د پای ته رسېدو په مناسبت نړیوال کنفرانس ـ

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د کمپاین په پای کې «د خلافت د سقوط د سلمې  کلیزې یادښت... خلافت تاسیس کړئ» د کمپاین په مناسبت د ۱۴۴۲هـ.ق، د رجب المحرم ۲۹مه/ ۲۰۲۱م، د مارچ ۱۳مه د دوشنبې په ورځ د الواقیه تلویزیون له لارې نړیوال کنفرانس جوړوي. نو له موږ سره اوسئ او په ثواب کې شریک شئ. الله سبحانه وتعالی تر هغه د خپل بنده مل او مرستندوی دی، چې بنده د خپل ورور مل او مرستندوی وي.

حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

التاريخ الهجري :1 محرم 1360
التاريخ الميلادي : چهارشنبه, 10 فبروری 2021م

حزب التحرير

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې