شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې طالبانو وروڼو پر امت غږ وکړئ، نه پر کفري نړیوالې ټولنې
بسم الله الرحمن الرحيم
اې طالبانو وروڼو پر امت غږ وکړئ، نه پر کفري نړیوالې ټولنې

خبر:

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سپټمبر په ۲۱مه، یوه خبري کنفرانس ته په کابینه کې له تازه ګومارنو ملاتړ وکړ، هغه وویل په کابینه کې قومي لږکیو ته ځای ورکړل شوی، لکه هزاره وو ته او ښايي  وروسته ښځې هم ورزیاتې شي. مجاهد د نړۍ له لوري د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندلو له امله ناخوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه؛ هېڅ دلیل نشته چې نړیوال دې موږ په رسمیت و نه پیژني. دا د ملګرو ملتونو مسوولیت دی، چې زموږ دولت په رسمیت وپیژني او نور اروپایي، آسیایې او ټول اسلامي هېوادونه، باید له موږ سره ډيپلوماتیکې اړیکې ولري، هغه د طالبانو سرپرستې کابینې لپاره د ځینو ګومارنو نوملړ اعلان کړ، چې وزیران او معینان پکې شامل وو. په ګومارل شویو کې د پنجشیر او بغلان څېرې هم وې. پنجشیر د ملی مقاومت جبهې مرکز دی، چې په یوازې ځان هڅه کوي طالبان د ټول افغانستان له نیولو راوګرځوي.

تبصره:

یو څه موده کېږي چې امت طالبانو ته په تمه دی، چې د اسلامي دولت یا خلافت د تاسیس اعلان وکړي؛ هغه چې د الله تعالی د کتاب او رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر بنسټ حکومتداري کوي. خو برعکس؛ طالبانو ناڅاپي د دولت بڼه صدراعظمي ته ورته اعلان کړه، چې د هغوی ماهیت، جزیات او تشکیلات څرګند کړي. د دې پر ځای چې طالبان د دولت اساسي او نور قوانین له قرآن او سنتو راواخلي، په بېړه یې نړیوالو قوانینو ته د خپلې ژمنتیا او له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو په ډاډ ورکولو پیل وکړ. طالبانو له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې اعلان کړې، چې د نړیوالې ټولنې د متحدینو په توګه له دوی سره دښمني لري. دا ټول په دوحه کې له متحده ایالاتو سره د دوی د موافقې سره سم تر سره کېږي. نو پر همدې اساس طالبانو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني. په دې توګه ذبیح الله مجاهد غوښتنه وکړه، چې نړیواله ټولنه دې نوی افغان حکومت په رسمیت وپیژني او له نړیوالو نورمونو سره سم دې ورسره معامله وکړي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د داعش (خراسان ډلې) شتون هم ردوي.

د دې غوښتنې په ځواب کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن د سپټمبر په ۲۲مه، د پنجشنبې په ورځ وویل: «زه فکر کوم چې د تګلارې او هدف د وحدت تر منځ پیاوړی اتحاد شته ... یوځل بیا، طالبان وايي، چې دوی د مشروعیت په لټه کې دي، دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې ملاتړ یې وکړي او کوم اقدامات چې دوی یې کوي، هغه څه دي چې موږ یې په لټه کې یو.»

په حقیقت کې "دین نصیحت دی" نو موږ پر طالبانو وړونو غږ کوو، چې په اسلامي امت غږ وکړي؛ نه په کفري نړیوالې ټولنې؛ هغه ټولنه چې واک یې د اسلام او مسلمانانو د سرسخته دښمنانو په لاس کې دی. موږ دوی ته نصیحت کوو، چې له دولتونو سره په اړیکو کې توپیري چلند وکړي. لکه هند، چین، روسیه او امریکا، چې په کفري نړۍ کې د شرارت محور دي، په ورته ډول په اسلامي نړۍ کې اوسني ظالم رژیمونه هم شته، چې د مسلمانانو واک یې غصب کړی د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د دوی نفرت او دښمني د شرارت له محور څخه کمه نه ده. همدارنګه دا هغه جاسوسان او وسیلې دي، چې د لویو قدرتونو لخوا د دوی د ګټو خوندي کولو لپاره کارول کیږي، له مسلمانانو سره جګړه کوي، ترڅو د اسلامي حکومت له حاکمیت او دولتدارۍ څخه مخنیوی وکړي.

په دې توګه د پاکستان، ترکیې، ایران او قطر ترمنځ هېڅ ډول عملي او عملیاتي توپیر نشته. له بلي خوا له امریکا سره، چې د کفر مشري کوي، هم څه توپير نه لري. د طالبانوتحریک باید له پراګماتیک عملي تفکر څخه کار وانخلي، ځکه پراګماتیک فکر سیاست هنر بولي. پرځای يې په ویلو او عمل کې د سیاست یواځنۍ مرجع شرعیت دی چې ورته قانوني احکام چمتو کوي په استثنآ د ځینو مواردو. هېڅکله باید دا فکر ونه کړو، چې د سیاسي خوځښتونو له شرعي احکامو سره په ټکر کې دي. له دغې لارې هغه څه چې د انسان له کمزوري او نیمګړي ذهن څخه راوځي، کولی شي انسان خوندیتوب او نیکمرغۍ ته ورسوي. ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې د خپل دولت په رسمیت پیژندلو غوښتنه له روم او فارس څخه کړې وه؟ آیا هغه خپل استازي هغوی ته ونه لیږل، ترڅو هغوی اسلام ته راوبولي، په داسي حال کې چې نه هغوی ورسره جګړه وکړه او نه یې د هغوی پر وړاندې اتحاد جوړ کړ؟ آیا هغه له قریشو څخه بشردوستانه او غیربشردوستانه مرستې وغوښتې یا هغه شتمني چې قریشو له مهاجرینو څخه اخیستي وه، بېرته وانخیستل؟ آیا هغه صلی الله علیه وسلم د مکې فتح کولو لپاره وسلې او پوځي ځواک د هغوی د سنګرونو نړولو لپاره چمتو نه کړل؟ آیا هغه صلی الله علیه وسلم د قریشو جنګیالي بښلي او له هفوی څخه یې د دولت په جوړولو کې مشوره غوښتې؟ ایا هغه د بدر او احد په جګړو کې قوي جنګیالي نه دي وژلي، په ځانګړي ډول د مکې له فتحې وروسته!؟

موږ په یقین سره ویلای شو چې په زرګونو مخلص افغان مجاهدین په هغه څه ریښتیني وو چې دوی له الله سبحانه وتعالی سره ژمنه کړې وه، چې د کلمة الله لوړولو او په کابل یا اسلام آباد کې د خلافت لپاره د فضا رامنځته کولو له لارې د الله تعالی د خوښۍ په لټه کې وو. دوی خپل ژوند په ملګرو ملتونو کې د یوې کږې څوکۍ لپاره نه دی قرباني کړی او نه د نړیوالې ټولنې خوښولو لپاره، هغه چې پر دوی یې له یوه سنګر څخه برید کړی و، ورسره جنګېدل، شهیدانېدل، ښځې يې کونډې او ماشومان يې یتیمان کېدل.

څرنګه چې طالبانو ته څرګنده ده چې د راشده خلافت د تاسیس پروژه نه لري او نه یې هم وړتیا لري. دا پر طالبانو وروڼو واجب ده، چې لاسونه هغو وروڼو ته ورکړي، چې د  رسول الله صلی الله علیه وسلم په منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره ریښتنې مبارزه کوي. نو اجازه ورکړئ چې هغوی حزب التحریر ته نصرت ورکړي، هغه حزب چې د دولت بشپړه پروژه لري او د دې وړتیا لري چې هم دولت رامنځ ته او هم یې حقوقي او سیاسي اداره پرمخ یوسي. لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرمخ وړله.

په حقیقت کې، حزب التحریر د نبوت په تګلاره د اسلامي دولت لپاره بشپړ چمتوالی نیولی، نه د فرقه یې او امارتونو په تګلاره، چې د مسلمانانو په وروستي دور کې یې شتون درلود. په حقیقت کې حزب التحریر د لوړو څوکیو په لټه کې نه دی، بلکې په اسلام له حکم کولو څخه ډډه نه کوي. کله چې حزب التحریر د حکومتولۍ غوښتنه کوي یوازي د اسلام د حاکمیت غوښتنه کوي، نه د مادي ګټو. حکومتولي په اسلام کې د هغو کسانو په غاړه شرعي مسوولیت دی چې وړتیا يې لري. څوک یې چې وړتیا لري، د دې جواز ورته نشته، چې له مسوولیت څخه یې ډډه وکړي.  دا هم جواز نه لري هغه کسان چې حکومتولي نه شي کولی هغوی دې د خپلو ځاني ګټو لپاره واک واخلي. مسلم له ابوذر رضی الله عنه څخه روایت کړی، چې ویلي یې دي: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: یَا رَسُولَ اللَّهِ أَلاَ تَسْتَعْمِلُنِي " اې! د الله رسوله ، ایا له ما څخه په عامه کارونو کې ګټه نه اخلي؟ رسول الله ورته وفرمایل:

«يَا أَبَا ذَرٍّ إِنَّكَ ضَعِيفٌ وَإِنَّهَا أَمَانَةٌ وَإِنَّهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ خِزْىٌ وَنَدَامَةٌ إِلاَّ مَنْ أَخَذَهَا بِحَقِّهَا وَأَدَّى الَّذِي عَلَيْهِ فِيهَا» 

ژباړه: اې ابوذره! ته کمزوری یې، په داسي حال کې چې واک یو امانت دی او د قیامت په ورځ د سپکاوي او پیښيمانۍ لامل ګرځي، پرته له هغه چا چې په خپلو ژمنو وفا وکړي او اړونده دندې په سمه توګه سرته ورسوي.

لیکوال: بلال المهاجرـ ولایه پاکستان

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

 

 

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې