جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اردوغان؛ یو انسان او دوې څېرې
بسم الله الرحمن الرحيم
اردوغان؛ یو انسان او دوې څېرې

خبر:

ولسمشر اردوغان د اسلامي همکاریو سازمان د پارلماني‌اتحادیې په شپاړسمې پرانیست‌غونډه کې وویل: «د فلسطین مسئله د اسلامي همکاریو سازمان مهم رکن دی. له قدس څخه دفاع له انسانیت څخه دفاع ده. پر غزه بې‌رحمه او بې‌عدالته بندیز دوام لري. موږ د غم او مرګ ترمنځ توپیر نه دی کړی، موږ به دا په راتلونکي کې هم ترسره نه کړو. له مظلومینو سره مرسته، پرته له دې چې څوک دي، د اېمان له اړتیاوو څخه ده. د قدس قضیه یوازې د څو تنو زړورو مسلمانانو قضیه نه ده، بلکې دا د ټولې اسلامی نړۍ ګډه قضیه ده،»

تبصره:

د اردوغان خبرې له څو اړخونو څېړلی شو:

تر ټولو مخکې دا چې اردوغان په خپلو پورتنیو خبرو کې صادق نه دی. له یوې خوا، د یهودي دولت د ظلم په اړه خبرې کوي، له بلې خوا پر دې ټینګار کوي، چې یهودي دولت ته مهربانه پیغامونه استوي او د اړیکو بیا غښتلي‌کېدو غوښتنه یې کوي. په یوې تلیفوني اړیکې کې چې تېره میاشت د ولسمشر اردوغان او یهودي دولت ولسمشر تر منځ ترسره شوې وه، اردوغان د ترکي-یهودي دولت اړیکې د منځني ختیځ امنیت او ټینګښت لپاره مهمې ګڼلي وې. هغه وویل؛ له فکري توپیرونو څخه هم سترګې پټېدای شي، که چیرې دوه‌اړخیزې او سمیه‌ ییزې لانجې په مخ کې وي او دا اړینه ده چې د سولې کلتور، زغم او ګډ ‌ژوند په سیمه کې بیا را ژوندی کړو. دغه راز ویې ویل، چې د فلسطین-یهودي دولت تر منځ د سولې اړیکو بیا له سره پیلېدل لومړیتوب دی.

د هغه څرګندونو ته په کتو، موږ د اردوغان له دوو انځورونو سره مخ کېږو. له کلونو راهیسې، اردوغان د امریکایي پالیسیو له مخې هڅه کوي، چې د مصر، عربي متحده امارات او نورو هېوادونو سره چې په مناقشه کې دي، سیاسي او اقتصادي اړیکې ورغوي. له بلې خوا غواړي هغه ډیپلوماټیکې اړیکې چې ګومان کیږي د یهودي ښکیلاکګر دولت سره خړې شوې بیا ټینګې کړي، هغه چې مخکې اردوغان ورته د ماشوم وژونکي او ترهګر دولت نوم ورکړی و.

له یوې خوا، اردوغان د 2023م. د ټاکنو لپاره د یهودي دولت ظلم په اړه خبرې کوي، تر څو په ټولنه کې محبوبیت او رېښه پیدا کړي، له بلې خوا، د یهودي ښکیلاکګر دولت ولسمشر ایزاک هرزوګ، د مسلمانانو ټولوژنکي ته په ټاکنو کې د بریا لپاره زنګ وهي او ورته مبارکي وایې.

له دې سره سره تېره میاشت هغه د یهودي دولت خوشحاله کولو لپاره هغه اسراییلي جوړه آزاده کړه، چې د اردوغان د کور انځورونه یې اخیستي وو او د جاسوسۍ په تور نیول شوې وه. وروسته د یهودي دولت ولسمشر او لومړي وزیر له اردوغان څخه په ټلیفوني اړیکه کې د تورنو کسانو خوشي کولو په اړه مننه وکړه. یو ځل بیا هڅه کیږي چې له یهودي دولت سره ډیپلوماټیکې اړیکې زیانمنې نه شي او د اړیکو ښه کېدو ته لوالتیا ډېره شوې ده، چې د همدې لپاره د ماوي مرمرا قضیه وتړل شوه او مسلمانان یوازې او بېپامه پریښودل شول.

البته، خیانتونه همدومره نه دي. یوه لوړ پوړي ترکي چارواکي په یهودي دولت کې خپریدونکې ورځپاڼې ته ویلي چې د ترکیې دولت منلې که چیرې یهودي دولت دا ژمنه وکړي، چې خپل سفیر په ترکیه کې وټاکي موږ حاضر یو چې په تل اویو کې سفیر وټاکو. د دې لپاره چې له یهودي دولت سره اړیکې بیا پیل او خوښ کړل شي، یو بل لوی خیانت یې ترسره کړ. د سفاردیانو (د یهودانو ټولنه چې له اسرايئله بیرون ژوند کوي) ټولنې په ملي جشن کې چې د امریکا سفاردیانو ټولنې لخوا په نیویارک ښار کې تنظیم شوې وه، د سفاردیانو ټولنه او ترکي یهودان چې له عثماني امپراطورۍ او ترکیې څخه امریکا ته کډوال شوي وو، راغونډ کړل شوي وو، د ترکیې سفیر په واشنګټن کې د سفاردیانو په جشن کې ګډون کړی و او د حانوکا (د یهودانو جشن) شمعې یې د یونان او یهودي دولت له سفیرانو سره بلې کړې وې.

دا ټول موږ ته یو څه ښيي او دا حقیقت دی، چې د بندو دروازو تر شاه خیانت اوس بربنډ شو. اردوغان ناوړه سیاسي پریکړې د امریکا خوشحاله کولو او خپلې چوکۍ ساتلو لپاره وکړې. هغه لویې حزبي خبرې کوي چې خلک یې خوښوي خو سر ته یې نشي رسولی. هغه خپله ټوله هڅه کوي، ترڅو امریکا او لویدیځ خوشحاله کړي. مګر نباید اردوغان د الله‌تعالی راضي کولو لپاره څه وکړي؟ نباید هغه د اسلامي امت ګټې د اسلامي پوځ په مټ وساتي، چې د یهودي دولت جرړې د فلسطین له سپېڅلې خاورې څخه وباسي؟

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: یلماز سیلیک

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې