پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په سياسي چارو کې دوه مخی غربي دريځ
بسم الله الرحمن الرحيم
په سياسي چارو کې دوه مخی غربي دريځ

خبر:

کله چې روسيې پر اوکراين پوځي يرغل وکړ؛ په نړيواله کچه بيلابېلو بنسټونو بېلابېل غبرګونونه وښودل، چې په دې غبرګونونو کې د سپورت له نړۍ څخه هم د اوکراين په ملاتړ له خواخوږيو ډک پيغامونه او غبرګونونه وليدل شول، چې مختلفو سپورتي سازمانونو يې رهبري کوله، همدارنګه د فوټبال ټولو فدراسيونونو لکه: FIFA او UEFA روسي لوبغاړي او سيلانيان د یوې ګډې اعلاميې په ترڅ کې په دې پلمه وځنډول، چې ګوندې په اوکراين کې له حالت ښه کېدو سره سم به يو ځل بيا فوټبال خلکو ته د سولې او ارامۍ هيلې ورکړي. په دې سره يې د "چمپينز" ليګ لوبې په شمول، چې پخوا به په سينټ پيټرزبورګ کې ترسره کېدې، ټولې هغه لوبې لغوه اعلان کړې، چې پخوا به په روسيه کې ترسره کېدې.

تبصره:

د سپورت نړۍ، چي ډیری وختونه بې پرې او غیرې سیاسي ګڼل کیږي، د اوکراین په شخړه کې داخلیږي، دا لومړی ځل دی چې سیاست په سپورتي ډګر کې لوبيږي. د سړې جګړې په جریان کې سپورت د امریکا او شوروي اتحادیې تر منځ د ځواک د ښودلو لپاره کارول کېده او همدارنګه سپورتي پیښې یوازې د لویدیځ لپاره يادګاري ورځې بلل کېدې.

 د Stop War (جنګ بند کړﺉ) په شان هشتاګونه او د فوټبال لوبغاړو په لاسبندونو کې د اوکرین بیراغونه هغه څه دي، چي په سپورت کي د شخړو نښې بلل کیږي. منافقت یې دومره روښانه دی، چي هر وخت لویدیځ تش په نامه ازادۍ، او د بشرحقونو شعارونه ورکوي.

غربي نړۍ د جګړې په غندلو کې ګړندي ګامونه واخيستل او له اوکرايني مهاجرینو څخه یي ملاتړ اعلان کړ؛ خو له مسلمانانو څخه يې هېڅکله ملاتړ نه اعلاناوه، ملاتړ خو لرې خبره ده چې په عراق او افغانستان کې يې په دوامداره توګه د بې ګناه خلکو وينې تويې کړې، هېچا دا جنايتونه ونه غندل او نه یې هم د دې جنايتونو پر وړاندې د مظلومانو غږ واورېده. ساده مسلمانانو ته هره ورځ د غرب یو یو منافقت بربنډیږي. کله چي غزه بمبار شوه مصري فوټبالر محمد ابوتریکه ته د هغه بیان له امله سزا ورکړل شوه، چې په خپل قميص (کمیس) باندې يې د غزې ملاتړ لپاره شعار لیکلی و. دفوټبال لوبغاړی میسوت اوزیل، چې په ختیځ ترکستان کې د چین حکومت لخوا د مسلمانانو په ځورونې نیوکه وکړه، نو د سپانسرشیپ تړونونه یی لغوه شول، له ډېرو نیوکو سره مخ شو او د ده نظرونه سانسور شول.

په ټول توان سره هغه غږونه په مريو کې خپ شول، چې په سوريه او نوره اسلامي نړۍ کې يې د مسلمانانو د مظلوميت غږ پورته کاوه، د روسيې په شمول چې په ۲۰۱۸ م، کې د نړيوال جام کوربنه وه، هېڅ فرد، فدراسيون او دولت ته اجازه ورنکړل شوه چې په ميانمار، عراق، سوريې، فلسطين، افغانستان او کشمير کې د مسلمانانو عام‌وژنه وغندي او پر وړاندې يې اقدام وکړي. تاسو وواياست چې نن ټول افراد، فدراسيونونه او دولتونه په اوکراين کې د سولې چیغې وهي؛ په افغانستان، عراق، سوريې، فلسطين، ميانمار، ایغور، کشمير، بوسنيا او نوره اسلامي نړۍ کې مسلمانان له کومې سولې برخمن شوي!؟ د ډنمارک په ګډون ټولو وژونکو دولتونو له هېڅ ډول يرغل، تعذيب، تحقير او شکنجې څخه لاس وانخیست. نن ورځ په کومو سترګو له روسيې سره په دې پلمه اړيکې پرې کوي، چې ګوندې له بشري او انساني حقونو تيری کوي!؟

د سپورت نړۍ همېشه له سیاسي جنجالونو سره مخ ده، ځکه چې د سپورت ملي فدراسیونونه د هېوادونو د سیاسي پریکړو یيروي کوي، لکه څرنګه چې قطر نړیوال جام له پراخو اختلافونو او جنجالونو سره مخ شو. د ځینو کلیشو برعکس په دې وپوهيږئ، چې سپورت خلک نه سره متحد کوي او نه هم سوله راولي. د سپورت ننۍ نړۍ له نړيوال پانګوال نظم سره مستقيمه اړيکه لري؛ له اسلامي خلافت پرته اوسنی نړيوال نظم هېڅوک نه شي ننګولی او نه هم څوک کولی شي، چې د ظالمانو له شره ميليونونه خلک وژغوري او له ځواکمنو استعماري هېوادونو، جواسيسو او بې عدالتيو سره مبارزه وکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکنه: یونس پیسکورکزیک

ژباړنه: حمزه "صيقي"

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې