پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
که غربي نړۍ سرې کرښې لري، نو اسلام هم سرې کرښې لري!
بسم الله الرحمن الرحيم
که غربي نړۍ سرې کرښې لري، نو اسلام هم سرې کرښې لري!

خبر:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو په هرات ولایت کې د ګازرګاه پر جومات د وروستي برید په اړه ویلي، چې «تروریزم» د نړیوال امنیت او سولې لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی او پکار ده چې پر وړاندې يې مبارزه وشي. دا موقف یې د هغې چاودنې په اړه نیولی، چې د سپټمبر په ۲مه (د سنبلې ۱۱مه) د جمعې په ورځ د هرات ښار د ګازرګاه په جامع جومات کې وشوه. په دې چاودنه کې د هرات ولایت د ګازرګاه جومات خطیب مولانا مجیب الرحمن انصاري له یو شمېر نورو کسانو سره شهید شو. ښاغلی انصاري یوازې د جومات خطیب نه و، بلکې د یوه متنفذ عالم په توګه هم پېژندل کېده.

تبصره:

ملګرو ملتونو، امریکا او لويو قدرتونو تل د اسلامي نړۍ او افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې. هغوی د دې لپاره چې پر نړۍ خپل واک ته دوام ورکړي او نړیوال سیکولر نظم د دوی په لاس کې وي، د اسلامي هېوادونو د کنټرول لپاره تل په کمین کې دي. امریکا او نور لوی قدرتونه په دې خاطر چې اسلامي امارت د غربي ارزښتونو او د سیکولر ژوند د تګلارې په لوري جذب کړي، همېشه یې د مداخلې په نيت بېلابېل موقفونه نیولي دي. امریکا د رينا اميري په نامه ښځه په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې خپله استازې ټاکلې ده؛ ټوماس ويسټ يې د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازی دی؛ همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو  ځانګړی راپورچي ریچارډ بنټ دی او دغه راز د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی او د نورو قدرتونو ځانګړي استازي د دې ښکارندویي کوي، چې دوی غواړي هم له ارزښتي پلوه او هم د خپلو استعماري ګټو له پلوه په افغانستان کې مداخله ولري.

کله چې د امنیت شورا استازي له یوې پېښې څخه استفاده کوي او په افغانستان کې د «تروریزم ګواښ» ته فضا جوړي، ترڅو خپلې ګټې خوندي کړي او کله چې غربي قدرتونه د ازادۍ، د ښځو حقونو، بشري حقونو او نورو مسائلو په اړه اندېښنه ښيي او د هغو پر اساس اسلامي امارت ګواښي او یا یې هیله‌من کوي... د دې ټولو معنا دا ده چې غربي نړۍ خپلې سرې کرښې لري، چې تل یې په خپلو ټولنو کې بیان او پلې کوي او دفاع ورڅخه کوي، خو زموږ په ټولنو کې يې د وسایلو او شعارونو په توګه کاروي. سیکولر ارزښتونه او د غربي قدرتونو ګټې دوی دې ته هڅوي، چې د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله وکړي او ان د مېرمنې او خاوند تر منځ د اړیکې تکلیف تعین کړي؛ خو له اسلامي امارت څخه بیا غواړي، چې د نورو په چارو کې د نه مداخلې تضمین ورکړي او نړۍ ته د دې ډاډ ورکړي چې نظام به یې له پولو بهر نه تېرېږي.

اسلامي امارت باید درک کړي، لومړی دا چې د نورو په چارو کې نه مداخله یو غیر واقعي او خیالي اصل دی. دویم دا، کله چې غربي نړۍ خپلې سرې کرښې لري او د هغو پر اساس له موږ سره تعامل کوي، اسلام هم خپلې سرې کرښې لري، چې اسلامي دولت یې باید ساتنه وکړي، د هغو پر اساس له نورو سره تعامل وکړي او څوک یې چې ماتوي، غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

اسلامي دولت چې په لومړیو وختونو کې په مدینه کې تاسیس شو، یوازې خپل ځان یې معیار وباله، هغه هم د ټول بشریت لپاره معیار. نو اسلام پخپله معیار دی، چې دا معیار یوازې د یوه واحد او ځواکمن نړیوال دولت په واسطه تمثیلېدلی شي. اسلام د حق او باطل، ښه او بد، روا او ناروا، خیر او شر، افراط او تفریط لپاره معیار دی. اسلام د دې لپاره راغلی، چې بشر ته د حق او مکلفیت د پېژندلو لپاره یوازینی معیار شي. په همدې توګه اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د ستر نړيوال راشده خلافت دولت په تاسیس سره له دغه معیار او سرو کرښو څخه دفاع وشي او په رښتیني ډول د نړیوال معیار په توګه تمثیل شي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې