سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له خلافت پرته، ان د نړۍ تر ټولو ستر پوځ لرل هم امت له زیان او کړاو څخه نه شي ژغورلی
بسم الله الرحمن الرحيم
له خلافت پرته، ان د نړۍ تر ټولو ستر پوځ لرل هم امت له زیان او کړاو څخه نه شي ژغورلی

خبر

په پاکستان کې موسمي بارانونو تر اوسه تر ۱۰۰۰ د ډېرو کسانو ژوند اخیستی چې ۱۱۹ یې یوازې په یوه ورځ وو. داسې راپورنه شته چې خلکو د ځان ژغورنې لپاره له چپرکټ او لنډمهاله نا مسلکي تجهیزاتو کار اخیسته.

په دې ډول پېښو کې د دولتونو دنده دا نه وي چې په ملیونونو وګړي له کومې مرستې پرته د خطر په خوله کې پرېږدي یا ورو او محدوده مرسته ورته ورسوي. والدینو راپور ورکړی چې ماشومان یې د پرېمانه اوبو د ناڅاپه راتګ په سبب له منځه تللي.

د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي، سلمان صوفي د نړیوال ملاتړ په اړه نهیلي څرګنده کړه او ویې ویل: «پاکستان له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان و، اوس چې پر دغو ستونزو د لاسبري کېدو په حال کې وو، دا موسمي طبعي پېښې وشوې».

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خیبر پښتونخوا ایالت لپاره، چې تر ټولو ډېر ځپل شوی، د ۱۰ ملیاردو روپیو (۴۵ میلیونو ډالرو) مرستې اعلان وکړ.

شریف وویل، هرې سېلاب ځپلې کورنۍ ته به ۲۵۰۰۰ روپۍ ( ۱۱۲ ډالر ) ورکړل شي. د دغو پيسو وېش په یوه اونۍ کې کېږي. ( بی بی سی )

تبصره

ایا یوه کورنۍ چې خپل هر څه او د عایدو سرچینه یې له لاسه ورکړې وي، په دې ۱۱۲ ډالرو خپلې اساسي اړتیاوې پوره کولی شي؟ چارواکي د دې پرځای چې د امت د ژوند او مرګ وضعت ته پام وکړي، د عامه افکارو د غولولو لپاره یوازې سرسري اقدامات کوي. د پېردولو لپاره په سیمه کې هېڅ خواړه نشته او ټول کاروبارونه له منځه تللي. د پاکستان اقتصادي ستونزې د عادل اسلامي اقتصادي نظام د پرېښودلو پایله ده.

که شرعي قانون بشپړ پلی شوی وای، پاکستان به په دومره ذلت بهرنۍ مرستې نه غوښتلې. د شتمنې اسلامي نړۍ ټولې سرچینې به د پخوا په څېر په سمه توګه سره یوځای شوې وای، بې کوره شویو مسلمانانو ته به یې د مرستې یو لوی پکېج برابر کړی وای او له دوی سره به یې مرسته کړې وای چې خپل عادي ژوند بیا پیل کړي. په داسې شرایطو کې اساسي دنده دا ده چې زیانمنو خلکو ته لومړي بشري حقونه؛ خواړه، جامې، سرپناه، روغتيايي خدمتونه او د زده‌کړې فرصتونه بابر کړي. سېلاب ځپلو ته د يو څو ډالرو ورکول د امت ستونزې هغسې نه حل کوي چې الله سبحانه وتعالې یې امر کړی.

پاکستان په نړۍ کې یو ستر او ښه سمبال پوځ لري، خو دا چې اسلامي  خلافت نشته او د کفري ځواکونو سیکولر قوانینو ته ژمن دی؛ نو یوازې یوه تت تصویر ته ورته دی چې عملي ګټه نه لري. الله سبحانه وتعالې دې دا د ذلت او کړاوونو دوره د راتلونکي د تاریخ د کتابونو له متن څخه لرې کړي او د نړۍ مسلمانانو ته دې د اسلام له حکم سره سم ریښتني حقونه ورکړي.

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ)

ژباړه: «اى هغو كسانو چې ایمان مو راوړى! له الله څخه ووېرېږئ او له ریښتینو کسانو سره ملګري شئ.» [توبه ۹: ۱۱۹]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

ژباړه: محمد هارون ر‌ؤفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې