Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 محرم 1443

میلادی نېټه :     سه شنبه, 31 آګست 2021 م

شمیره:      1443/4

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
حزب التحریر ـ ولایه افغانستان د امریکا او ناټو د اشغال پای ته رسېدل د افغانستان مجاهد ولس او ټول اسلامي امت ته مبارکي وايي

امریکا او متحدینو یې د افغانستان تر شل کلن اشغال وروسته د ۲۰۲۱م کال د اګېسټ په ۳۰مه د شپې په ۱۲ بجو له یوې شرموونکې ماتې سره خپل یرغلګر ځواکونه وایستل.

اللَّهِ أَكْبَرُ اللَّهِ أَكْبَرُ اللَّهِ أَكْبَرُ!

﴿حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ نِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ!

امریکا «له ترورېزم سره د جګړې»، بیارغونې او له خلکو سره د مرستې تر شعارونو لاندې پر افغانستان پوځي برید وکړ. مګر د دې شعارونو لاندې یې سلګونه زره ماشومان، مېرمنې او ملکي وګړي ووژل، مسجدونه یې وران کړل او کلي یې له خاورو سره خاورې کړل او پر افغانستان یې خورا فاسد چارواکي، ناولې مفکورې او ناکامې پوځي ستراتيژۍ وتپلې. امریکا په داسې حالت کې له افغانستان څخه خپلې پښې سپکې کړلې، چې پانګونې او لګښتونو یې هېڅ ګټه ورته ونه کړله او لاسپوڅی دولت او جوړښتونه یې د غڼې د ځالې غوندې ویجاړ او له منځه ولاړل. 

﴿إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا﴾ «الإسراء: ٨١»

له شک پرته باطل همېشه له منځه تلونکی دی

امریکا تر بریټانیې او شوروي وروسته درېیم زبرځواک دی چې په خورا ذلت له افغانستان څخه تښتي او دا د افغانستان د مجاهد ولس د فکري، سیاسي او نظامي هلو ځلو او مبارزې پایله ده چې په دې لاره کې یې بې شمېره ځاني، مالي او فزیکي سرښندنې وزغملې. هیله لرو چې الله سبحانه و تعالی دغه مبارزې او سرښندنې په خپل دربار کې قبولې کړي.

له مجاهدینو سره د امریکا د سولې خبرې اترې، له بګرام او کابل هوايي ډګر څخه په نیمه شپه کې د دوی تېښته، په افغانستان کې د دوی د سختې ماتې څرګندونه کوي. دغه ماتې به د امریکا د بهرني سیاست په تاریخ کې د تل لپاره د یوه تور داغ په توګه پاتې شي. همداراز د امریکا نړیوال اعتبار سخته ضربه وخوړه او په نړۍ کې امریکا د لومړي ځواک په توګه تر سختې پوښتې لاندې راغلې ده. لکه څنګه چې د سوریې قضیې د اوباما وېښتان سپین کړل، د افغانستان د حالاتو پېچلتیا د امریکا څلور ولسمشران پرېشانه کړي وو، تر دې چې جوبایډن یې ژړا ته اړ کړ.

اوس چې الحمدلله امریکايي ښکېلاک پای ته ورسېد، نو د افغانستان مسلمان او مجاهد خلک باید لاندې دوو بنسټیزو ټکو ته پام وکړي:

لومړی؛ تاریخي تجربو ثابته کړې ده، چې د افغانستان مجاهد ولس د ښکېلاکګرو په ماتولو کې بریالی و، مګر په نظام جوړولو او حکومتولۍ کې ناکام و. د افغانستان د مسلمانو خلکو غوښتنه او همدارنګه د ټول اسلامي امت هیله دا ده چې د اسلامي دولت او اسلامي حاکمیت بنسټ کېښودل شي. مخکېنیو نظامونو د خلکو چارې د اسلام د دین پر بنسټ مخته نه بېولې، له همدې امله یې د حکومتولۍ او اقتصادي پروګرامونه خورا کمزورې وو او ویې نشو کړلی چې اسلام بشپړ پلی کړي. نو پر همدې  بنسټ یې ډېر ژر اعتبار له لاسه ورکړ او سخته ماتې یې وخوړه. نو د افغانستان سیاسي او پوځي مشران باید دغه ټکی درک کړي، چې په افغانستان کې د مجاهدینو بریا باید د اسلامي امت ټولو جهادي ډلو ته نمونه او بېلګه شي او په افغانستان کې د اسلامي دولت جوړول کولی شي چې په سیمه او اسلامي نړۍ کې مهم بدلونونه راولي.

دوهم؛ پوځي یرغل او اشغال د افغانستان د مجاهد ولس په بې شماره سرښندنو سره مات شو، مګر د مبارزې او جهاد د پای اعلان باید ونه شي. ځکه تر اوسه فتنه شته او په فکري، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، استخباراتي او د حکومتولۍ په قوانینو او جوړښتونو کې لا هم د ښکېلاک میراث پر خپل ځای پاتې دی. دغه چارې زیاتې او ژورې مبارزې ته اړتیا لري، څو د ښکېلاک پاتې شوني د ژوند په ټولو برخو کې له جرړو او ريښو سره وایستل شي.

په پای کې د جهاد بریا یو ځل بیا د افغانستان ټول مجاهد ولس ته مبارکي وایو او د یادونې وړ ده چې تر نن وروسته به تاریخ بل ډول وي: له ښکېلاک پرته افغانستان او نړۍ پرته د امریکا له اعتباره. که څه هم غرب هڅه کوي، چې په خپلو دسیسو سره د افغانستان مجاهد ولس خپلو هیلو ته ونه رسېږي، مګر د مجاهدینو مشران باید پوه شي، لکه څنګه چې د جهاد په ډګر کې استقامت د پوځي اشغال د پای ته رسېدو سبب شو، همداسې د سیاست په ډګر کې استقامت به سیاسي دسیسې ناکامې او د اسلامي دولت پر جوړولو پای ته ورسېږي.  

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ «۴» بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ «۵»[الروم]

په هغه ورځ به مومنان د الله سبحانه وتعالی د مرستې او نصرت له امله خوشالېږي، د الله سبحانه وتعالی چې هر چا ته خوښه شي مرسته او نصرت ورکوي او الله‌جل جلاله پر هر څه برلاسی او مهربانه دی.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.