سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 رجب 1442

میلادی نېټه :     جمعه, 26 فبروری 2021 م

شمیره:      ۰۲۵/ ۱۴۴۲

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
اې اردوغان او د ( AKP) حکومته!

تاسو د هغو مسلمانو مېرمنو په نیولو د الله سبحانه و تعالی له نظام سره خپله دښمني څرګنده کړه؛ چې د خلافت غوښتونکې وې

د انقرې پولیسو د ۲۰۲۱م کال د فبرورۍ پر ۲۳مه، د مسلمانو ښځو پر کورونو برید وکړ او د درې ماشومانو میندې او یوه ۱۶ کلنه نجلۍ یې ونیول. د ورځې په اوږدو کې دوی یوه بله ځوانه مور د هغې له څلور میاشتني ماشوم سره یو ځای ونیوله. ټولې مېرمنې د څېړنې لپاره له انقرې څخه افیون ته ولېږدول شوې. د ترکیې رژيم په چاپو او نیونو سره غواړي چې له اسلام سره د خپلې دښمنۍ کچه په ډاګه کړي. همدا مېرمنې بیا د تحقیق لپاره د معمول خلاف ۳۰۰ کيلو متره لېرې ښار ته لېږدول شوې دي. زموږ خویندې په افیون (مخکینۍ عموریه) کې د ویډیو ډکولو له امله ونیول شوې، پخوانۍ عموریه چې د متعصم په څېر واکمن د اړتیا یادونه کوي او د یوې نیول شوې مسلمانې ښځې د دفاع لپاره یې د «وا، متعصما!» فریاد ته لبیک ویلی و.

اې اردوغان او د( AKP) ګوډاګی حکومته! سیکولریزم او ډیموکراسي چې تاسو ورته غېږ پرانېستې او ستاینه یې کوئ، ستاسو پر با عزته خویندو برید کوي، چې له تاسو څخه د رښتیني اتلانو جوړېدو هیله لري! ستاسو دولت، چې د ښکېلاکګرو په واک کې دی، ستاسو پر مسلمانو خویندو د اسلام ضد برید کوي! په داسې حال کې چې ستاسو خویندو د الله سبحانه و تعالی تر نظام لاندې په ټوله نړۍ کې ټولو مسلمانو او غیر مسلمانو ښځو ته له عزت او خوندي ژوند څخه پرته بل څه نه غواړي. دوی تاسو ته یادونه کوي چې په دین کې د خپلو خویندو د ساتنې مکلفیت تر سره کړئ او د دغه مکلفیت د تر سره کولو فضیلت تر لاسه کړئ! په هر صورت موږ شاهدان یو چې په دغه هېواد کې هېڅ داسې واکمن نشته چې له الله سبحانه و تعالی څخه د فضیلت د تر لاسه کولو یادونه وکړي.

اې عامه څارنوالانو چې د مسلمانو مېرمنو د ځورونې امر کوئ، اې د پولیسو افسرانو چې دغه له ظلم څخه ډک حکم پلی کوئ! اې د دې سېکولر ډیموکراټيک دولت مسلمانو سیاسیونو، چې لمونځ کوئ، قرآن کریم تلاوت کوئ او حجاب اغوندئ! تاسو په کوم قوم او کوم دین پورې اړه لرئ؟ ایا ستاسو نیکونه نه وو چې له دې خاورې څخه یې بایزنټين او رومیان وشړل؟ ایا په دې خاوره کې د قدرت لرونکو خلکو څخه یو هم نه دی پاتې چې له الله سبحانه و تعالی څخه وډار شي؟ ایا پر دوی ټولو بایزنټين اغېزه کړې او موږ پکې هېڅ رنګ نه درلود؟

اې اردوغان او د( AKP) ګوډاګی حکومته! تاسو ان پر خپلو درواغو، ستاسو پر بې ایمانۍ او غدارۍ پرده نه غوړوئ؟ د دې لپاره چې تاسو مخکې پر خپلو خولو اعتراف کړی او دا ستاسو د چلند او عمل سره په ډاګه شول. تاسو ان د کمالېستانو کار نه پرېږدئ، چې د دوی په زړونو کې د اسلام پر وړاندې لوی خنډونه دي چې یوازې دوی یې پر ژبه راوړلی شي... دا تاسو یاست چې په کلکه د هغوی نړیوال تړونونه پلي کوئ او ملاتړ یې کوئ، چې مسلمانې مېرمنې فسق ته اړې کوي؛ له ماشومانو څخه پرهېزګاري اخلئ او کورنی نظام ویجاړوئ. همدا تاسو یاست چې د بشري حقونو په پلمه د همجنس بازانو حقوق تضمینوئ! همدا تاسو یاست چې د هغه اساسي قانون ستاینه کوئ چې د الله سبحانه و تعالی د احکامو پلي کول منع بولي.

په پای کې، که د مومنو ښځو نیول د هغه چا وېرول وي چې خلافت غواړي، نو پوه شئ چې موږ له الله سبحانه و تعالي پرته له بل هېچا وېره نه لرو. موږ پر الله سبحانه و تعالی او د هغه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د ایمان په اړه د سومیه په څېر الګو لرو! موږ د اسلام د احکامو او شتمنیو د ساتنې په اړه د عمر رضی الله تعالی عنه په څېر الګو لرو ـ تاسو نه! تاسو د لنډ مهاله نړۍ د تر لاسه کولو لېوالتیا لرئ، چې فرعون یې ښه بېلګه دی... موږ د جنتونو د بې پایه نعمتونو په بدل کې خپلې دنیوي شتمنۍ قرباني کوو! تاسو د کفر د واکمنۍ تر سیوري لاندې له مرګه د تېښتې په لټه کې یاست! موږ هغه کسان یو چې د دعوت د مشعل په لوړولو سره په نړۍ کې د اسلام رڼا خوروو!

په الله سبحانه و تعالی قسم! موږ د نبوت پر منهج خلافت غواړو! موږ له خلافت پرته بل هېڅ نه غواړو او د الله سبحانه و تعالی له رضایت پرته پر بل هېڅ شي راضي نه یو.

[أَلْقُوا۟ مَآ أَنتُم مُّلْقُونَ]

ژباړه: «تاسو چې د کومو شیانو غورځوونکي یاست هغه وغورځوئ.» [یونس: ۸۰]

“Cast down whatever you are casting.” [Surah Yunus 80]

#MüslümanBacılarGözaltında

#HilafetİstemekSuçDeğildir

#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ 

  #أقيموا_الخلافة

#ReturnTheKhilafah 

  #YenidenHilafet

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې