پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 صفر 1443

میلادی نېټه :     شنبه, 02 اکتوبر 2021 م

شمیره:      ۰۰۹/ ۱۴۴۳

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
شوکت میرزایوف د مسلمانو ښځو په ځورولو کې د خپل ظالم معلم کریموف لار تعقیبوي

د تاشکند سترې محکمې د خپاره شوو خبرونو په اړه د آغلې م.م د نیولو په اړه چې پر فېسبوک یې ممنوعه مطالب خپاره کړي و، د مخنیوي په موخه یې یوه رسمي بیانیه خپره کړه. د نشریې د لیکوال له خولې، له ترهګرۍ سره د مبارزې پر وړاندې پولیسو په یونس آباد کې دغه ښځه له خپل کور څخه ونیوله او اوس مهال په تشتورما زندان کې ساتل کېږي. په daryo.uz کې د نشر شوې منبع پر اساس، ګومان کېږي چې م.م په داسې جرم تورنه ده چې له ۲۴۴-۱ مادې سره سم (ترتیب، ذخیره یا د داسې مطالبو خپرول او وېشل، چې ملي امنیت او عامه نظم ته ګواښ دي) ۳مه برخه، د مجازاتو G برخه. د ویبلاک لیکوال، رستم بیک کریم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ۵۶ ښځې نیول شوې دي او ټولې د ۲۴۴ (۳) مادې پر اساس پر مجازاتو تورنې دي. دا ټولې جنايي دوسیې دروغ دي. دغه ښځې ځکه ونیول شوې، چې د عبدالله ظفر او صادق سمرقندي امامانو خطبې یې پر خپلو فېسبوک پاڼو خپرې کړې وې،  چې د دوی د نیولو په اړه، رسمي مقاماتو هېڅ رسمي بیانیه یا بل څه نه دي خپاره کړي.

ازبکستان اوسمهال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د امادګۍ په حال کې دی، چې ښايي د اکتوبر په ۲۴مه تر سره شي. د ازبکستان خلک نه غواړي چې شوکت میرزایوف د دولت د رییس په توګه پاتې شي. له همدې امله، دوی لارو کوڅو ته راوځي او غواړي هغه ګوښه کړي، ځکه د ده د حکومت په اوږدو کې نه یوازې د خلکو ستونزې حل نه شوې، بلکې تر پخوا یې ډېر د خلکو ژوند تریخ کړ او د بشر حقوق یې تر پښو لاندې کړل. خلک له بیکارۍ، بېوزلۍ، ظلم، ازار، فساد، بې عدالتۍ او رشوت څخه ستړي شوي دي.

د ازبکستان خلک د ظالم کریموف له کلونو حکومت وروسته، پر شوکت میرزایوف ډېر باور وکړ او تصور یې کاوه چې دوی به له تیارو د روښنایۍ پر لور بوځي. له همدې سره، د هغه د قدرت تصدي داسې وه، لکه له باران څخه چې وتښتې او په یوه لوی سیلاب کې ولوېږې! نومونه بدل شول، خو اصلي هستۍ بدلون ونه کړ. هغه ښځې چې د تشتورما زندان کې ساتل کېږي. له خپلو میړونو سره د ملاقات لپاره په زندان کې د اجازې لپاره تللې وې. په پایله کې، دوی د ممنوع مذهبي مطالبو د خپراوي له امله تر تعقیب لاندې نیول شوې وې. ان ورځپاڼه لیکونکي او ویبلاګ لیکونکي چې د دولت جنایات او د خلکو وضعیت تر پوښښ لاندې نیسي، د دروغو تورنو له امله دوی هم زندان ته اچول کېږي. ان ویبلاګ لیکونکي او د بشر حقونو فعالان اړ کېږي، چې رواني روغتونونو ته لاړ شي. ازبېک دولت باور لري، چې د هغو خلکو قفل کول، چې په زندانونو او روغتونونو کې له جنایاتو څخه شکایت کوي، د هغوی غږ چوپ کوي او دا هغه تصور رامنځ ته کوي چې ټولې ستونزې حل دي، خو نه شي کولای چې حقیقت لکه د ازبیکو مشهور ضرب المثل پټ کړي، «تاسو نه شی کولای چې سپوږمۍ په لمن پټه کړئ، که تاسو ناروغي پټه کړئ، تبه یې ښيي.»

اې په ازبکستان کې مسلمانو ښځو او سړیو: دولت ستاسو ستونزې نه حل کوي، بلکې مسوولین خپلې شخصي ګټې ستاسو پر لومړیتوبونو غوره بولي. دوی ځکه له رهبرۍ سره مینه لري، چې شتمني، مجلل ژوند او شهرت تر لاسه کړي او په دې لاره کې ستاسو له سرښندنو مخ نه اړوي. دوی د خلکو شکایتونو ته غوږ نه ږدي، د عمر فاروق رضی الله تعالی عنه پر خلاف، چې ځینې وخت به په بدلو جامو کې په ښار کې ګرځېدلو او خپل ظاهر به یې پټولو، تر څو وګوري، چې رعیت یې څنګه ژوند کوي، ډېر لږ داسې کسان وو چې هغه ته له شکایت څخه به یې د شرم احساس کاوه.

ستاسو دغه واکمنان لکه د عمر فاروق په څېر نه دي، له همدې امله راپورته شئ او د الله تعالی له قانون سره سم ژوند وکړئ، ځکه دا یو الهي نظام دی او کولای شي چې ټولو بې عدالتیو او ستونزو ته د پای ټکی کېږدي. وروسته به زموږ مسلمانې ښځې لکه د جنایتکارو زندانیانو په څېر په زندان کې نه، بلکې هغوی به یې په خپلو کورونو کې وي، خپل اولاد به روزي او د کور چراغ به روښانه کوي.

په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون مه کوئ، تر څو له نوي ولسمشر څخه وغواړئ چې شوکت میرزایوف ځای ناستی شي، ځکه څوک چې په هماغه مصنوعي قوانینو سره حکومت کوي، هېڅ شی به بدل نه شي. سربېره پر دې، د نبوت پر منهج د راشده خلافت تاسیس پر تاسو واجب دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ...]

ژباړه: اې مومنانو! د الله تعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او هغو کسانو اطاعت وکړئ چې ستاسو څخه د امر خاوندان وي... [نسأ: ۵۹]

له الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اطاعت یوازې د راشده خلافت تر چتر لاندې شونی دی. نن ورځ موږ د اسلام د احکامو پر اساس داسې یو حالت ته اړتیا لرو. د سیکولار دولت په اړه، لکه څرنګه مو چې ولیدل، د الله سبحانه و تعالی قانون نه پلی کوي، بلکې پر خلاف یې دي او له مسلمانانو سره جنګ کوي او له وژلو څخه یې لاس نه اخلي. په همدې ترتیب سره، دوی غواړي چې د اسلام نور خاموش کړي، خو انشاءالله د اسلام نور به پر ټوله ځمکه خور شي.

[يُرِيدُونَ أَن يُطْفِؤُواْ نُورَ اللّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللّهُ إِلاَّ أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ * هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ] [توبه: ۳۲-۳۳]

ژباړه: دا خلک غواړي چې د الله تعالی نور په خپلو پوکیو سره مړ کړي. خو الله تعالی د خپل نور له بشپړولو پرته منونکی نه دی، که کافرانو ته دا هر څومره ناکاره وبريښي هم. هماغه الله تعالی دی چې خپل رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له هدایت او حق دین سره رالېږلی دی، تر څو چې هغه پر ټولو دینونو باندې برلاسی کړي، که مشرکانو ته دا څومره ناکاره هم برېښي.

د حزب التحریرـ مرکزي دفتر د ښځو برخه

 

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې