پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     30 شوال 1443

میلادی نېټه :     دوشنبه, 30 می 2022 م

شمیره:     

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
کله چې د نړۍ لومړی درجه ځواک له افغانستانه تر شرمناکې وتنې وروسته د اعتبار موندلو په لټه کې دی، نو داسې شمېرې او راپورونه خپروي چې افغانستان پکې یو کمزروی، فقیر او له قحطۍ سره مخ هېواد وښیي

(ژباړه)

د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په یوه ګډه مطبوعاتي بیانیه کې ویلي، چې بشردوستانه مرستو د ژمې په سختو میاشتو کې، په افغانستان کې د غمیزې مخه ونیوله، خو په ټول هېواد او ټولو برخو کې لوږه دوام لري. یوه نوې څېړنه ښیي چې شاوخوا ۱۹.۷ میلیونه کسان چې تقریباً د افغانستان د نفوس نیمایي کېږي، له سختې لوږې څخه کړېږي.
د آسیا او اقیانوسیې لپاره د WFP سیمه‌يیز مرستیال مدیر آنتیا وب زیاته کړه چې په هېواد کې له پرلپسې وچکالیو سره مل اقتصادي بحران له امله خلک له بې مخینې لوږې کړېږي او په ټول افغانستان کې به د میلیونونو افغانانو ژوند او معیشت وګواښي. ده همداراز ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام د نړۍ په کچه ستر بشردوستانه غذایي عملیات اجرا کړي چې تر اوسه دغه خدمتونه په ۲۰۲۲م کال کې ۱۶ میلیونه خلکو ته رسېدلي دي. ده زیاته کړه چې د اوکراین جنګ به پر افغانستان د غنمو، خوراکي او سون توکو د عرضې فشار زیات کړي. ملګرو ملتونو تایید کړه چې په روان کال کې بېړنیو حالاتو ته د رسیدګۍ، تغذیې او د خپلو پروژو د دوام لپاره ۱،۴ میلیارډه بودیجې ته اړتیا لري.
دوی ټولو د هغې قحطۍ په اړه خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د میلیونونو انسانانو ژوند ګواښي او په خپلو راپورونو او شمېرنو کې د قربانیانو وحشتناک شمېر ته اشاره کوي. افغانستان هغه هېواد دی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښې وروسته یې د امریکا پوځ چې له (تروریزم سره د مبارزې) تر شعار لاندې یې جنګ پیل کړی و، پر شاتګ او له خپلې خاورې څخه وتلو ته اړ کړ او امریکا ته یې درانه زیانونه واړول. دغه حالت د دې لامل شو چې پر امریکا بې شمېره نیوکې وشي او دې قضیې د لومړي درجه ځواک په توګه د امریکا سیاست وننګاوه. بل لور ته یې د واشنګټن له لورې بیا د نړۍ د رهبرۍ لاس ته رواړلو په اړه شکونه پیدا کړي. په امنیتي چارو کې امریکایي څېړونکي «اېلي لیک» په یوه راپور کې، چې په بلومبورګ ویبسایټ کې خپور شوی، تایید کړه چې له افغانستان تر وتلو وروسته د امریکا طرحه له بهره په افغانستان کې د تروریستانو په نښه کولو وړتیاوو ساتل دي. دا په دې مانا ده چې امریکا د خپلو الوتنو لپاره د پاکستان هوکړې ته اړتیا لري. 
دا د امریکا عادت دی چې لومړی بحرانونه او ستونزې زېږوي او وروسته د خپلو سازمانونو او بنسټونو له لارې د دغو ستونزو د حلولو په موخه خپل ځان مخکښ معرفي کوي! امریکا څنګه له یوه داسې هېواد سره تعامل کوي چې سختې جګړې یې پکې کړې او له ناامید‎ۍ، ماتې، پرشاتګ او د خپلو سیاستونو له ننګونې پرته یې بل شی نه دي موندلي. ایا دا ټوله بې حرمتي په خپلو سیاستونو کې د اسالیبو د تغیر لپاره زغمي؟! په داسې حال کې چې د امریکا شرط دا دی چې خپله رهبري او قیادت نړیوالو ته ثابت کړي او خپل قدرت ور وښیي، خو د افغانستان قضیه خورا ګرانه ورته تمامه شوه. امریکا د وسلو، لوجستیکي او معلوماتي ملاتړ لپاره میلیارډونه ډالره ولګول چې خپل ځای وساتي او د خپل سیاست اقتدار پر نورو وتپي.
په افغانستان کې وروستۍ چاودنې چې له لسګونو کسانو یې قرباني واخیسته، ښيي چې امریکا خپل پېچلي استخباراتي فعالیتونه بیا پیل کړي چې نسبت یې طالبانو ته کوي، ترڅو د داعش شتون تقویه کړي او په پایله کې امریکایي، غربي او سیمه‌ییزې استخباراتي شبکې خپل کار ته ادامه ورکړای شي او له دې لارې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي. پر دې سربېره له ناټو سره د یو لاس کېدو په بدل کې د روسیې پر وړاندې له اوکراین څخه د امریکا ملاتړ د دې واضح دلیل دی چې هغه غمیزې او قحطۍ چې د امریکا د سیاستونو له امله پېښېږي او میلیونونه انسانان قرباني کوي، امریکا یې په اړه کومه اندېښنه نه لري.
اې د افغانستان خلکو! کومه اتلولي او مېړانه چې تاسو له امریکا سره په جګړه کې وښودله، د دې لامل شوه چې عسکر یې سرکوزي، نهیلي، وېرېدلي او ماته خوړلي پر شا ولاړ شي، دا مغرور او کینه‌کښ دولت به هېڅکله دا ډول شرمناکه ماته هېره نه کړي. له همدې امله خو افغانستان ته د یو کمزوري هېواد خطاب کوي چې خلک یې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې په لوږه او وېره کې کړېږي. دا د یوه داسې دولت لپاره چې پانګوالي سیستم حکومت پرې کوي، د شخصي ګټو پر اساس عمل کوي او هېڅ انساني او اخلاقي ارزښت نه مني، کوم عجیب او د توقع خلاف کار نه دی چې متکبرانه چلند وکړي او خپلې ګټې د نورو په تاوان کې خوندي کړي. دغه هېواد ته دا هم عجیبه نه ده چې د خپل نړیوال برم ساتلو لپاره، د جنګونو پر تمویل او د خلکو د فقیر کولو او وږي کولو لپاره پرېمانه پیسي ولګوي. 
اې د افغانستان خلکو! څه چې تاسو د خوړو دکمښت، فقر، لوږې او وېرې له اړخه تجربه کوئ، يوازې په تاسو پورې محدود نه دي، ځکه اکثره مسلمان او د نړۍ هېوادونه د پانګوالۍ د دغه حریص نظام تر سیورې لاندې ژوند تېروي او یوازې څو ګوت‌شمېري هېوادونه ترې مستفید شوي او خوند ترې اخلي. په داسې حال کې چې د نړۍ ډېر خلک د دنیا له ماله بې برخې دي او حتی په فقر، ظلم او سختۍ کې ژوند کوي.
که د عزتمن ژوند هیله لرئ، د الهي شریعت حاکمیت وغواړئ او هغه لومړني کسان شئ چې د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکوي او د نبوت پر منهج د خلافت بنسټ ایښودونکي شئ.
اې د افغانستان خلکو! تاسو د خپلو مټو په زور د یو زبرځواک د عسکرو پوزې په خاورو وموښلې او په ذلت مو او وایستل. تاسو په خپل ایمان کې قوي یاست، ځکه خو تاسو خپل رب پر دغو دښمنانو بریالي کړئ. نو ښه ده چې همدا انګېزه ولرئ او خپله موخه ستره وټاکئ. نو د دغه امت - چې الله سبحانه وتعالی د خورا غوره امت خطاب ورته کړی- له مخلصو بچیانو سره یو ځای هڅه وکړئ. له حزب‌التحریر سره یو ځای شئ، هغه حزب چې هېڅکله یې نه تاسو او نه نورو مسلمانانو ته دروغ ویلي او تل یې په خپلو نصیحتونو ستاسو د دښمنانو دسیسې افشا کړې دي.
اې د افغانستان خلکو! دا وخت د پلټنې وخت دی، نو وګورئ چې په امت کې څوک مخلصین دي او له هغوی سره د اسلام دین د نصرت او د اعلاء کلمةالله لپاره یو ځای شئ او له الله سبحانه وتعالی سره د هغه په دغه قول تړون وکړئ:

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾

[الاحزاب: ۲۳]
ژباړه: په مومنانو کې داسې نارينه (غيرتي) کسان شته چې له الله سره په کړې ژمنه کې صادق وو؛ ځينو خپله ژمنه پوره کړه (د هغه په لاره کې شهیدان شول) او ځينې نور انتظار باسي او هېڅکله یې په خپل عهد کې هېڅ تغیر او تبدیل نه دی راوستلی.

ترڅو الله سبحانه وتعالی په خپل نصرت کې له تاسو سره مرسته وکړي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ ‌

[محمد: ۷]
‌ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! که د الله (دین) ته نصرت ورکړئ، تاسو ته به نصرت درکړي او ګامونه به مو ټينګ او پياوړي کړي.
د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر
د ښځو څانګه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې