جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د رښتینې رهبرۍ تړون چې الله سبحانه وتعالی یې د بیا واکمنېدو ژمنه کړې
بسم الله الرحمن الرحيم
د رښتینې رهبرۍ تړون چې الله سبحانه وتعالی یې د بیا واکمنېدو ژمنه کړې

هغه سپڅلی ذات چې انسان یې پیدا او فنا کړ، د هغه بدن ته یې روح دننه کړه او هغه ته یې عقل ورکړ. هغه سپڅلی ذات چې خپل پیغمبر یې راولېږه چې انسانان له تیارو څخه روښنایۍ ته راوباسي. هغه سپڅلی ذات چې خپل کتاب (قرانکریم) یې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل کړ، څو هغه څراغ شي چې د ټولو خلکو لاره روښانه کړي. هغه سپڅلی ذات چې فرمایلي یي دي:

(وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ * مَا أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِّزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِ)

[الذرات: ۵۶-۵۷]

ژباړه: انسانان او پېریان مې د عبادت لپاره پیدا کړي. هېڅ وخت له هغوی روزي نه غواړم چې ما موړ کړي.

هغه سپڅلی ذات چې فرمایي:

(قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ * لاَ شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَاْ أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ) [انعام: ۱۶۲-۱۶۳]

ژباړه: ووایه! لمونځ او زما ټول عبادات، زما ژوند او مرګ، ټول د نړۍ د الله سبحانه وتعالی لپاره دي.

الله سبحانه وتعالی خپل بنده ګان پیدا کړي او د هغوی ژمنه یې اخیستې چې دوی به دا مني چې الله سبحانه وتعالی مالک دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَى أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَى شَهِدْنَا أَن تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِينَ)

ژباړه: په یادراوړئ! کله چې الله سبحانه وتعالی د ادم له شاه څخه د هغه نسل پیدا کړ او هغوی یې د خپل پیدایښت پر څرنګوالي خبر کړل او یې فرمایل: «ایا زه ستاسو پروردګار نه یم؟» ویې ویل: «هو، شاهدي ورکوو!» په عقل او ژبه داسې اعتراف د دې لپاره دی چې د قیامت په ورځ ونه وایي چې موږ پر دې څه بې خبره وو.

الله سبحانه وتعالی موږ ته قانون راولېږه چې په ځمکه کې اوسېدونکي کسان ښه ژوند وکړي، دا ضمانت یې وکړ چې د قوانینو پلي کېدل درواغ نه شي کېدای چې د دوی په منځ کې له الله سبحانه وتعالی څخه د ډالرېدونکي رهبر په واسطه پلي شي. الله سبحانه وتعالی د خپل پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم امت وټاکه چې په نړۍ کې به د نورو لپاره غوره امت وي، څو امر به معروف او له منکر څخه منع وکړي. همدارنګه اومت هغه لور ته دعوت کړي چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وي.

 

(كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ)

[عمران: ۱۱۰]

ژباړه: تاسو تر ټوغوره اومت یاست چې د انسانانو د ګټې لپاره پیدا شوي یاست، امر په معروف او له منکر څخه منع کوئ او پر الله سبحانه وتعالی ایمان لرئ. که اهل کتاب پر داسې دین ایمان راوړي، د هغوی لپاره غوره ده. خو د هغوی ډېر کم شمېر ایمان لري او ډېری یې فاسقان دي. (یعنې د الله سبحانه وتعالی له اطاعت څخه بهر)

الله سبحانه وتعالی رهبریت د ژوند اړتیا کړه، چې په دې سره د مخلوق چارې حرکت وکړي. د مرغانو ډله یو رهبر لري چې هغوی رهبري کوي، همدارنګه څاروي هم یو داسې تن ته اړتیا لري چې دوی رهبري کړي، لکه مېږیان او مچۍ. دوی لکه انسانان داسې مخلوق دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِنْ شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ)

[انعام: ۳۸]

ژباړه: په ځمکه کې هېڅ داسې مخلوق او هېڅ داسې مرغه نشته چې په دوو وزرو الوزي، خو دا ټول ستاسو خوندې مخلوق دی. په دغه کتاب (قرانکریم) کې ټول څیزونه ځای پر ځای شوي او هېڅ نه دي پاتې شوي. ټول د الله سبحانه وتعالی لور ته ورګرځي.

رهبري هغه واک او قدرت دی چې ژوند رهبري کوي او د ادارې او رهبري کولو لپاره تر ټولو اړینه مسله ده. الله سبحانه وتعالی په اسلام کې د امت د امیر، رهبر یا امام پیروي واجبه کړې چې د الله سبحانه وتعالی احکام پلي کړي او الله سبحانه وتعالی پر امت واجبه کړې چې تر هغه د هغه اطاعت وکړي او نا فرماني یې نه وي کړې. که یې د الله سبحانه وتعالی له احکام پلي کېدو سرغړونه وکړه، هغه وخت بیا د اطاعت وړ نه دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په اسلام کې د امت لومړنی رهبر و او د بشریت لپاره تر ټولو غوره شخصیت. رسول الله صلی اله علیه وسلم یو پیغام، باور او یو قوي امت پرېښود، چا چې امت رهبري کړ او هغوی ته یې د الله سبحانه وتعالی لارښود او رڼا پرښوده. تر رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکې بشریت د داسې رهبر شاهد نه و. رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبیلو او قومونو کې له کوم رنګ په پام کې نیولو پرته خلک د الله سبحانه وتعالی تر بیرغ لاندې سره راټول کړل. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت تر منځ پولې ونړولې او زړونه یې له یوځای کړل.

الله سبحانه وتعالی ته عبادت کول دا مانا ورکوي چې په ځمکه کې نسل پراخه او د الله سبحانه وتعالی حکمت خور شي. دا هغه باور او دروند بار دی چې اسمان، ځمکه او غرونه یې د وړلو وس نه لري، خو پر انسان دا بار ور وتپل شو. رسولانو او پیغمبرانو دا باور تر لاسه کړ او د الله سبحانه وتعالی رسول صلی الله علیه وسلم وروستی پیغمبر و چې دغه درند بار پر اوږو واخلي او خپل امت ته یې راولېږدوي. همدارنګه اومت یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره دوام ورکړي.

دا د رښتیني، صادق او ایمان لرونکي رهبر تړون و، چې له مهربانۍ پرته بل څه نه لري او په خلکو یې کې قانون خپور کړ. دا ژوند له الله سبحانه وتعالی سره د مینې درلودو په مانا دی او الله سبحانه وتعالی پر خپلو بنده ګانو مهربانه دی.

(فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَذَبَ عَلَى اللَّهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ إِذْ جَاءَهُ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْكَافِرِينَ * وَالَّذِي جَاءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ * لَهُم مَّا يَشَاءُونَ عِندَ رَبِّهِمْ ذَلِكَ جَزَاءُ الْمُحْسِنِينَ)

[الزمر: ۳۲-۳۴]

ژباړه: نو تر هغه کس بل څوک ظالم دی چې پر الله سبحانه وتعالی پورې درواغ وتړي او رښتیا خبره چې هغه ته راغلې، درواغ وګڼي؟! ایا په جهنم کې د کافرانو لپاره ځای نشته؟! خو که څوک رښتیا خبره راوړي او بل کس یې تایید او تصدیق کړي، هغوی پرهیزګاران دي. هر هغه څه چې ویې غواړي، د الله سبحانه وتعالی له لوري د دوی لپاره شته دي او دا د نېکو کړنو ترسره کوونکو جزا ده.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره د هغه اصحابو رضی الله عنهم هم قدم کېښود او دوی هغې لارې ته دوام ورکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته پرېښوده. همدارنګه هغې لارې ته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته د دین د ساتنې لپاره ور وښوده. هغوی د تر لاسه کړو زده کړو د خورولو لپاره کار کاوه، د امت چارې یې تنظیمولې او په دغو چارو کې یې عدالت او امنیت ته هم پام کاوه. هغوی هڅه کوله چې د ټولو هغو کسانو لپاره اړتیاوې پوره کړي چې له اسلامي دولت سره یې اړیکې او پیوستون درلود. همدارنګه اصحابه وو د الله سبحانه وتعالی د رضا او اخرت لپاره ټول هغه څه مصرف کړل چې درلودل یې.

دوی پر بندګانو د الله سبحانه وتعالی د احکامو پلي کېدو او پرمختګ لپاره کار کاوه، د الله سبحانه وتعالی له غوسې او قهر څخه وېرېدل. دوی د خلکو د اړتیاوو پوره کېدو په ځانګړي ډول د مشرانو او هغو کسانو لپاره چې سرپرست یې نه درلود، خدمت کاوه.

د بېلګې په توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د یوې زړې او په سترګو ړندې مېرمنې خدمت چې بیا وروسته یې هم د هغې پالنې ته دوام ورکړ. عمر ابن خطاب هم د پالنې او روزنې په برخه کې ښه مثال دی.

کارځای ته په نوبت راتلل او هر یو څنګه چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وه، په ښه ډول یې ترسره کول. حتا له مرغانو سره به د دوی غم و چې وږي پاتې نه شي او څارویو ته یې هم پام کاوه چې ونه خوښیېږي. له الله سبحانه وتعالی څخه ورېدل.

هغه امانت چې د مسلمانانو خلفا هر یوه یې په تقوا او له الله سبحانه وتعالی څخه په ډار سره وساته.

هغوی کوښښ وکړ چې دغه دین وساتي، دفاع ترې وکړي او ټولې نړۍ ته یې ورسوي، څو په دې سره د الله سبحانه وتعالی کلام او حکومت یوازې د یوه الله سبحانه وتعالی شي.

د امت یوې ډلې چې له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې خیانت وکړ، پر دې وتوانېدل چې خلافت دولت نسکور کړي.

سیاسي بنسټ د دین ساتونکی دی او د الله سبحانه وتعالی د احکامو پلی کوونکی دی. هغوی د خپلو ګټو پر اساس هېوادونه سره ووېشل او د امت مال یې لوټ کړ، همدارنګه پردیو ته یې د دې څه تضمین ور کړ.

واک داسې کسانو ته ولېږدول شو چې وړ یې نه وو او دغه کسان باید د قیامت ورځې په تمه شي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِذَا ضُيِّعَتْ الْأَمَانَةُ فَانْتَظِرْ السَّاعَةَ» قَالَ: كَيْفَ إِضَاعَتُهَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «إِذَا أُسْنِدَ الْأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرْ السَّاعَةَ» بوخاري

ژباړه: کله چې امانت له لاسه ووت، د یو ساعت لپاره په تمه شئ! پوښتنه وشوه، کله به امانت له لاسه ووځي، اې د الله سبحانه وتعالی رسوله! هغه وفرمایل: کله چې واکمني د داسې چا لاسته ورشي چې هغه یې وړ نه وي. نور وروسته د یو ساعت لپاره په تمه شئ!

موضوع هغه چاته ور ګرځي څوک چې د خلکو د چارو سرپرستي نه شي کولی او د هغوی د ګټو لپاره نه شي درېدلی. دوی پر خلکو درنې مالیې لګوي او دوی خلک له هغو شتمنیو بې برخې کوي چې الله سبحانه وتعالی یې څښتن کړي دي. موضوع هغه چاته ورګرځي، څوک چې هېواد پلوري او بې عدالتي او فساد په خلکو کې خوروي.

نو هغه کسان چېرته دي چې د خلکو چارې یې پر غاړه واخیستې او د انساني نظام پر اساس یې پر هغوی حکومت وکړ. همدارنګه هغه کسان وځپي چې د کمو خلکو ګټې خوندي کوي او ډېری نور ترې بې برخې وي. لکه په نړۍ کې چې جګړې روانې دي، لوږه ده، پر ماشومانو جنسي تېري کېږي، څو دغه واکمنان د دغو بدبختیو مخه ونیسي.

هغه کسان چې په داسې نظام سره حکومت کوي چې د خلکو د چارو په ترسره کولو کې بې وسه دي او انساني اړتیاوې نه شي پوره کولی. زرګونه ماشومان چې له لوږې څخه خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا د اوسنیو ظالمو واکمنانانو له لاسه دي چې د امت د چارو په ترسره کولو کې بې وسه دي. کوم ماشومان چې د امن شتمني ده او باید له ښه ژوند څخه برخمن شي، ځکه چې دا یې حق دی.

د هغو کسانو تر منځ چې اوس واکمنان دي او هغه کسان چې د الله سبحانه وتعالی قانون ته یې غاړه اېښې ده، پر ځوانانو رحم کوي، ډېر توپیر دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَمْ يَرْحَمْ صَغِيرَنَا وَيُوَقِّرْ كَبِيرَنَا»

ژباړه: هغه څوک له موږ څخه نه دی چې پر ځوانانو رحم نه کوي او مشرانو ته درناوی نه لري.

دلته د هغو کسانو تر منځ چې د یتیمانو لاسنیوی کوي او د هغوی اړتیاوې پوره کوي، له هغو کسانو سره توپیر لري چې دې څه ته هېڅ پام نه کوي.

اوس چېرته دي د نن ورځې واکمنان کله چې خلک له بېکارۍ او لوږې سره مخ دي؟! چېرته دي د امت هغه ځوانان کوم کسان چې په ځورېدو او پر مخ یې د ټولو دروازو په بندېدو سره خپل ژوند له لاسه ورکوي؟!

چېرته دی زموږ د ځوانانو درد کله چې د غمونو او ځورېدنو په یو طوفان کې کلابند شوي وي؟! دوی داسې ژوند غواړي چې په هغه کې له منع شوو څخه منع کېدو او پاکۍ ته دعوت کېږي. چېرته دي هغه کسان چې امانت یې واخیست او د هغه د ساتلو لپاره کوښښ کوي. په ځوانۍ کې له الله سبحانه وتعالی وډار شول او له هغوی سره یې د ودونو په ترسره کېدو کې مرسته وکړه. هغه کسان چې الله سبحانه وتعالی د احکامو په پلي کېدو سره خوشحاله کوي او له هغوی سره یې مرسته وکړه.

ابوحریره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«ثَلَاثَةٌ حَقٌّ عَلَى اللَّهِ عَوْنُهُمْ؛ الْمُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، وَالْمُكَاتَبُ الَّذِي يُرِيدُ الْأَدَاءَ، وَالنَّاكِحُ الَّذِي يُرِيدُ الْعَفَافَ

ژباړه: درې کسان دي چې د الله سبحانه وتعالی لپاره ښه دي او باید مرسته وسره وشي: هغه غلام چې خپل څښتن ترې خوښ وي چې خپله ازادي واخلي، څوک چې د سپڅلو هیلو لپاره واده کوي او هغه څوک کې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد کوي.

چېرته دي هغه واکمنان کله چې ځوانان د ودونو لپاره پیسې او لګښتونه نه لري، څو په دې برخه کې د یوې کورنۍ ملاتړ وکړي او د واده د لګښتونو په تړاو یې خبرې ورسره وکړي. (یعنې په داسې حالت کې د مرستې کول چې لګښتونه ډېر او ځوانان بېکاره دي.)

چېرته دي هغه واکمنان، کله چې له یوې مېرمنې څخه د ازادۍ په بېلابېلو عنوانونو سره ګټه اخیستل کېږي، ظلم پرې کېږي او هغه حقونه کله چې هغه پر ځنځیر تړلې وي او د داسې چا په تمه وي چې نوموړې له درده ډک ژوند څخه ازاده کړي. دا څه د دې لامل شوي چې نوموړې هغه څه له لاسه ورکړي چې الله سبحانه وتعالی د هغې په فطرت کې ځای پر ځای کړي دي.

چېرته دي هغه کسان چې د نړۍ د رهبري کولو او له وچکالۍ، فقر، بېکارۍ او جګړو څخه یې د ژغورلو ادعا کوي؟! له یو ناخوښ ژوند څخه د خلکو سینې ټپي او مړۍ یې خفه شوې دي. هغوی د یو بل داسې سیسټم لپاره په تمه دي چې د ټولو خلکو د ژوند د چارو مسولیت پر غاړه واخلي. د شتمن او بېوله، د ځوان او سپین‌ږیري، سړي او ښځې او د یو انسان په توګه د بل انسان ساتونکي شي.

یعنې داسې سیسټم چې یوه مېرمن د خپل خلقت او فطرت اړوند ژوند ولر يا چارې مخته یوشي.

(أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ

( [عراف:۵۴]

ژباړه: خلقت او فرمان د الله سبحانه وتعالی دي. الله سبحانه وتعالی د ټولې نړۍ پروردیګار دی.

چېرته دي هغه رښتیني رهبران، څوک چې پر دې خبر دي چې الله سبحانه وتعالی دغه مسولیت بنده ګانو ته سپارلی چې د الله سبحانه وتعالی د مهربانه بنده رسول الله صلی الله علیه وسلم، اصحابه وو او ټولو هغو کسانو په مرسته راولېږدول شو، څوک چې رښتني وو. هر څوک چې رښتیا ویونکی وي او پر امانت یې وفا کړې وي، ژغورل شوی او هر څوک چې غفلت وکړي، درواغ ووایي، خیانت یې کړی او پېښمانه به شي. هغه ورځ چې پښماني به یې هېڅ ګټه ونه لري.

رښتینې رهبري د الله سبحانه وتعالی بلنه مني او الله سبحانه وتعالی ته صادقه وي. د دغه دین د تاسیس پیغام لري او له دغه دین څخه د دفاع او په ځمکه کې یې د پلي کېدو لپاره هڅې کوي. یو څوک شته چې د الله سبحانه وتعالی د شریعت پلي کېدو لپاره هڅه کوي، څو الله سبحانه وتعالی هغوی ته پر ځمکه د واکمنېدو وس ورکړي.

دا هغه کسان دي چې ځانېژندنه نه کوي، د هر ګواښ لپاره کلکه اراده لري او په کار کې ټنبلي نه مني. د هغوی صداقت الله سبحانه وتعالی ته معلوم دی.

رښتیني رهبري مسوله وي او دا هغه کسان دي چې له الله سبحانه وتعالی څخه وېرېږي.

في رواية عن أبي ذرّ قال: قلت يا رسول الله، ألا تستعملني؟ فضرب بيده على منكبي ثم قال: «يَا أَبَا ذَرٍّ إِنَّكَ ضَعِيفٌ، وَإِنَّهَا أَمَانَةُ، وَإِنَّهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ خِزْيٌ وَنَدَامَةٌ، إِلَّا مَنْ أَخَذَهَا بِحَقِّهَا، وَأَدَّى الَّذِي عَلَيْهِ فِيهَا» مسلم

ژباړه: ابوذر وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم مې وغوښتل چې یې والي وټاکي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه پر اوږه لاس کېښود او ویلي فرمایل: ته کمزوری یې ابوذره! دا ډېر ستر امانت دی. د قیامت په ورځ به پښېماني وي، خو هغه کسان به نه وي پښېمانه چې دغه مسولیت یې په ښه ډول ترسره کړی وي. په یو روایت کې هغه ته وایي: «اې ابوذره! وینم چې ته کمزوری یې او هغه څه چې د ځان لپاره یې غواړم، تاته یې هم هیله کوم. د دوو کسانو حکومت مه منئ او د یتیم مال مه خورئ.

رښتینې رهبري هغه ده چې هغوی پر خلکو د الله سبحانه وتعالی احکام پلي کړي، څو په دې سره د هغوی ژوند روښانه کړي. په دې سره به د الله سبحانه وتعالی شریعت پلی، د خلکو اړتیاوې به پوره او عدالت به تامین شي. هغه به د خلکو امنیت ټینګ او ډلې ډلې به اسلام ته داخلې شي. رښتینی رهبر هغه دی چې تر الهي قوانینو لاندې حاکمیت ولري او واکمنۍ وکړي او په همدغه نظر ورته وګوري. ځکه هغه د الله سبحانه وتعالی په ژمنه او د مومنانو پر بریا باور لري. رښتینې رهبري هغه ده چې پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړي، لکه ابوبکر رضی الله عنه چې تر ټولو غوره شخصیت و  او په هجرت کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوځای و.

 

"فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ يَعْبُدُ مُحَمَّداً ﷺ فَإِنَّ مُحَمَّداً ﷺ قَدْ مَاتَ، وَمَنْ كَانَ يَعْبُدُ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ حَيٌّ لَا يَمُوتُ"

ژباړه: هر چا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې عبادت وکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او وفات شوی او هر چا چې د الله سبحانه وتعالی عبادت وکړ چې الله سبحانه وتعالی هېڅ نه مړ کېږي.

هر چا چې د رسول الله صلی علیه وسلم غوندې عبادت وکړ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اوس وفات شوی. خو که چا په یو پرېکنده اقدام کې د دولت وحدت وساته، ارتداد یې له منځه وړی دی.

رښتینی رهبر هغه څوک دی چې خپل قوم ته دروغ ونه وایي، الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته صادق وي، شپه او ورځ د اسلام د عزت بیا راګرځېدو لپاره هڅه کوي او  هغوی سره یوځای کړي. د الله سبحانه وتعالی په عادلانه احکامو سره رهبري کوي.

رښتینې رهبري هغه ده چې له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پر ژمنه عمل وکړي، ځکه دا یو قانوني مسولیت دی چې باید ورته ژمن وي.

دا داسې رهبري ده چې هر وخت خپله ژمنه تازه کوي او ډاډ ورکوي چې د الله سبحانه وتعالی د قانون پلي کېدو لپاره به هڅه کوي او پر خلکو به د همدغه قانون په وسیله حکومت کوي. په دې سره به د اسلام عزت بیرته تر لاسه شي او دا به یوازنی حکومت وي چې بشر د ظالمانو له بشري قوانینو او حکومت څخه وژغوري.

هغه رهبري او حکومت چې یوازې د الله سبحانه وتعالی د حکم تر سیوري لاندې د ژوند کولو په اړه فکر کوي.

دا متحده رهبري د حزب التحریر په نوم په یو سیاسي حزب کې ده چې د اسلامي ژوند بیا راګرځېدو لپاره هڅه کوي. منصب نه غواړي او دنیوي عزت هم نه غواړي، بلکې له الله سبحانه وتعالی ډارېږي. ژمنه یې کړې چې د توحید بیرغ پر اسمان او ځمکه ورپول شي. ستره رهبري ده چې الله سبحانه وتعالی ته ژمنه ده او پر الله سبحانه وتعالی یې توکل کړی دی. د الله سبحانه وتعالی عبادت یې کړی، الله سبحانه وتعالی ژوند دی او هېڅ وخت به مړ نه شي.

(مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً)

[احزاب: ۲۳]

ژباړه: د مومنانو په منځ کې داسې کسان شته چې له الله سبحانه وتعالی سره پر کړې ژمنه ولاړ دي، ځینو یې ژمنه وروستیو ته یوړه (یعني د الله سبحانه وتعالی په لاره کې یې د شهادت شربت وڅښل) ځینې نور یې په تمه دي. هېڅ وخت یې خپله ژمنه او تړون بدل نه کړل.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: زینا از سمت

Last modified onدوشنبه, 09 می 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې