Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 جمادی الاول 1447

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 13 نومبر 2025 م

شمیره:      ۰۲۵/ ۱۴۴۷

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خپلو اتباعو پر وړاندې د امریکا بې‌پروايي؛ ښځې او ماشومان یې د لوږې له کړاو سره مخ دي!

(ژباړه)

د بشپړوونکو یا مکمِل خوړو د مرستې پروګرام (SNAP) د امریکا یو فدرالي پروګرام دی، چې موخه یې د ټیټ عاید لرونکو کورنیو او یا معیوبو کسانو سره مرسته کول دي؛ تر څو د برېښنايي کارتونو له لارې د خوړو او څښاک توکي (له الکولي مشروباتو پرته) وپېري او همدارانګه د کرنیزو محصولاتو د کرلو لپاره تخم ترلاسه کړي. راپورونه ښيي چې شاوخوا ۴۲ میلیونه امریکایان د خپل ځان او کورنۍ د خوړو برابرولو لپاره دغو مرستو ته اړ دي.

له دغو مرستو ګټه‌اخیستونکو لویانو کې ۵۴ سلنه ښځې –چې لویه برخه یې کونډې یا بې سرپرسته میندې دي- دي. دغه راز، د دغو مرستو ۳۹ سلنه ترلاسه کوونکي ماشومان دي؛ یعنې له هرو پنځو امریکایي ماشومانو څخه یو یې د ځان مړولو لپاره په دغو مرستو پورې تړلی دی.

د فدرالي ادارو د بندېدو پر مهال، ځینې ایالتونه اړ شول چې د ښوونځیو د وړیا یا ارزانه خوړو د پروګرامونو د تمویل لپاره بدیلې لارې پیدا کړي، تر څو هغه ماشومان چې د ورځې په جریان کې یوازې د ښوونځي خواړه خوري، وږي پاتې نه شي.

له دې امله، د دغه هېواد په ګوټ‌ګوټ کې د خوړو ډېری زېرمې اوس خپلې خالي المارۍ نندارې ته وړاندې کوي او له خلکو غواړي چې د زیاتېدونکې تقاضا د پوره کولو لپاره د خوراکي توکو او د پلورنځیو د ډالۍ‌کارتونو مرسته وکړي.

د خپلو اړمنو وګړو پر وړاندې د امریکا دا غفلت ډېرې پوښتنې راپورته کوي؛ څنګه ممکنه ده چې د نړۍ تر ټولو شتمن هېواد د خپلو میلیونو بېوزله او زیان‌منونکو اتباعو د لوږې له واقعیت څخه سترګې پټې کړي؟ ښايي پوښتنه درته پیدا شي چې امریکا خپلې پیسې –ان د فدرالي ادراو د بندېدو او رخصتۍ پر مهال- چیرې لګوي؟ ځواب څرګند دی؛ دوی د خپلو خلکو د اساسي اړتیاوو (خوراکي توکو) د تامین پر ځای؛ یهودي رژیم ته میلیاردونه ډالر لېږي چې فلسطینیان ووژني.

په دغه وضعیت کې، ځینې سیاستوال د ښایسته ماڼیو او مجللو تالارونو جوړول تر هر څه مهم ګڼي او ځینې نور بیا د خپلو شخصي ګټو ساتنه د هغو خلکو له هوساینې وړاندې او مهمه ګڼي، چې د استازیتوب دعوه یې کوي. لکه څرنګه چې ښکاري، د امریکا پانګوال نظام هېڅکله د خپلو خلکو د چارو په سمبالولو بوخت نه دی؛ بلکې تل یې د پوځیانو او پانګه‌والو –چې د نړۍ ماشومان یې د هغوی له اساسي حقونو؛ د امنیت، خوړو، سرپنا، زده‌کړې او ... حقونو محروم کړي- ملاتړ کړی.

له همدې امله؛ خپله په امریکا کې هم ماشومان له لوږي، بې‌وزلۍ، د زده‌کړې او درملنې خدمتونو او ... له نشتوالي سره مخ دي. ان هغه څوک چې د نړۍ په شتمنو هېوادونو کې ژوند کوي، نن تر بل هر وخت زیات، داسې نظام ته اړتیا لري چې خپل وګړي وږي پرې نه ږدي. دا په داسې حال کې ده چې د دغو بېوزلو خلکو حکام یوازې د خپلو بانکي حسابونو د ډېرولو په لټه او فکر کې دي.

هو، نننۍ نړۍ داسې یوه سیاسي نظام ته اړتیا لري چې حاکم یې د مسلمانانو د خلیفه، عمر بن الخطاب رضی‌الله عنه په څېر په خپله د خلکو منځ ته ووځي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې هر ماشوم تر ده مخکې موړ دی. داسې نظام چې د ما‌انزل‌الله له مخې حکومت وکړي؛ دا نظام –چې د دغو موخو او ارزښتونو او ان تر دې زیاتو د تحقق وړتیا لري- یوازې د نبوت پر منهج خلافت دی.

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر - د ښځو څانګه

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۱۴مه

۲۰۲۵م کال، د نومبر ۵مه

د صدور ګڼه: ۰۲۵/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.