جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سپکاوي پر وړاندې چوپ پاتې کېدل؛ د مسلمانو هېوادونو ډېر سپک قوانین دي
بسم الله الرحمن الرحيم
د سپکاوي پر وړاندې چوپ پاتې کېدل؛ د مسلمانو هېوادونو ډېر سپک قوانین دي

 خبر:

د اکټوبر پر ۷مه ازادي راډیو راپور خپور کړ، چې په تاشکند کې د ښوونځي زده کوونکي هر سهار د ښوونځي په دروازه کې ولاړ وي او نجونو ته وایي چې ښوونځي ته له ننوتلو وړاندې خپل حجابونه لرې کړي. د ښوونځي اداره وایي، چې دا د دوی د کابینې قوانین دي، چې د مکتب په یونیفورم یې وضع کړي دي.

د اکټوبر پر ۳مه د ازادي راډیو یو اېډېټور په تاشکند کې د یوې ولسوالۍ د عامه ښوونیزې څانګې له تازه غونډې څخه یو غږیز پیغام ثبت کړی و. په دغه پیغام کې د ولسوالۍ د عامه ښوونیز مرکز د استازي غږ اورېدل کېږي، چې د غونډې ګډونکوونکو ته یې د نجونو د ناروا حجاب په اړه خبرې کولې. نوموړي وویل، چې له سپټمبر وروسته زده کوونکي دا دنده لري، چې د ښوونځي په دروازه کې ودرېږي او نجونو ته په اسلامي حجاب کې د داخلېدو اجازه ور نه کړي.

تبصره:

ښوونځي ته په حجاب کې د نجونو نه پرېښودل، د ځوانانو نه پرېښودل چې ږیره ولري او د جمعې په لمانځه کې ګډون وکړي، ښځې نه پرېښودل چې په عامه ځایونو کې حجاب مراعات کړي، د دې ترڅنګ د مسلمانانو بندي کول او د ترورېزم او سختدریځۍ اصلي لامل ګڼل په ازبکستان کې د مسلمانانو د ژوند ورځني واقعیتونه دي!

 اسلام ۱۳پېړۍ مخکې دغو سیمو ته راغلی و. په یادو سیمو کې اسلام د ژوند په هره برخه کې په پوره او جامع ډول عملي شوی و او د دغې خاورې خلکو ته یې پرمختګ او سرلوړي ور په برخه کړې وه. د شریعت د ټولو قوانینو عملي کول، د علم د تر لاسه کولو لپاره ټولې اړتیاوې او د اسلام ریښې څو پېړۍ په دغو خلکو کې په پراخه کچه خپرې شوې وې. په دغو خاورو کې لوی لوی محدثین، لکه امام البخاري، امام الترمذی؛ ستوري پېژندونکي او  ریاضي پوهان لکه، میرزو الوګبېک، ابو ریحان البیرونی او محمد خوارزمي او داسې نور لوی لوی ساینس پوهان زيږېدلي او راپورته شوي دي.

د خلافت نړېدل او د یوه رښتیني حاکم نشت، چې د قران او سنت پر بنسټ کار وکړي، د ازبکستان پر مسلمانانو ظلم کولو ته لار هواره کړې ده. خو د خلافت او رښتیني حاکم نشتون د الله سبحانه وتعالی اوامر لکه له خلیفه سره بیعت کول، په ژوند کې د شریعت پلي کول او نړۍ ته د اسلام لېږدول نه معطل کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

(صحیح المسلم)

ژباړه: که چېرې یو څوک مړ شي او له امام (خلیفه) سره یې د بیعت کړۍ په غاړه کې نه وي، د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.

نو دغه ستونزې مو اړ کوي، چې د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړو او له خلیفه سره بیعت ولرو. دغه کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې سره سم عملي کړو. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

[ال عمران:۱۰۴]

ژباړه: ستاسو په منځ کې به خامخا یوه ډله خلک وي، چې په نېکیو به امر کوي او له بدیو څخه به خلک منع کوي او همدغه ډله خلک به بریالي وي.

همدغه خلک به په ژوند کې د ټول اسلام د عملي کولو لپاره خپل غږ پورته کوي او د ایډیالوژیک او سیاسي فعالیتونه به د مسلمانانو دنده بولي. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ»

[صحیح مسلم]

ژباړه: که چېرې یو ناروا عمل ووینئ، نو په لاس سره یې مخنیوی وکړئ. که مو نشو کولی، نو په ژبې سره یې مخه ونیسئ او که مو دا هم نشو کولی، نو په زړه کې یې بد وګڼئ؛ چې دا د ایمان تر ټولو کمزوری حالت دی.

 څه چې نن په ازبکستان او نورو هېوادونو کې روان دي، ټول منکرات دي او الله سبحانه وتعالی ورڅخه ناراضه دی. د طاغوت قوانین په زور عملي کېږي، پاکې او مسلمانې ښځې تل ځورول کېږي، پرهېزګاره او دینداره مسلمانان زندان ته اچول کېږي او داسې نور ډېر اعمال تر سره کېږي چې د الله سبحانه وتعالی او پیغمبر صلی الله علیه و سلم له اوامرو سره په ټکر کې دي.

اې مسلمانانو! موږ باید دغه ناروا اعمال په یوې طریقې سره اصلاح کړو او دغه ناوړه واقعیت ته بدلون ورکړو. که را پورته نشو، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه اخطار مصداق ګرځو:

«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنْ الْمُنْكَرِ أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْهُ ثُمَّ تَدْعُونَهُ فَلَا يُسْتَجَابُ لَكُمْ»

(امام ترمذی، بن ماجه)

ژباړه: زما د په نفس قسم وي، چې تاسې باید په معروف امر وکړئ او له منکر څخه منعه وکړئ؛ که نه، نو الله سبحانه وتعالی به تاسو ته جزا درکړي. تاسې به هغه ته لمونځ او دعاګانې کوئ، خو ستاسې لمونځ او دعاګانې به نه قبلېږي.

هغه کسان چې د ظالمو پاچاهانو د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې دي، خامخا به له جزا سره مخ کېږي او الله سبحانه وتعالی به یې په دنیا او اخرت کې ورټي. نو هڅه وکړئ چې د الله سبحانه وتعالی له جزا څخه ځانونه وساتو او د دغه بد واقعیت د سمون لپاره کار وکړو!

د الله سبحانه و تعالی له خوا د منع شويو کارونو پر وړاندې چوپ مه پاتې کېږئ! د خلافت د بیا تاسیس لپاره له حزب التحریر سره، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې سره سم روان دی، یو ځای شئ. الله سبحانه وتعالی دې زموږ مرستندوی شي!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

اېلډر خمزین

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

 

Last modified onجمعه, 01 نومبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې