دوشنبه, ۲۵ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۱۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ایا د اسلامي امت زلمیان د امریکا کمزوري د امت په ګټه بدلولی شي؟

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

څو کاله وړاندې په رسنیو کې د امریکا د زوال په اړه د مقالو لیکنه ډېره کمه وه. خو نن ورځ د امریکایي ځواک زوال د ورځنیو موضوعاتو مهمه برخه ګرځېدلې ده.« ایا امریکا مخ پر ځوړ ده؟»، «امریکا په چټکۍ سره مخ پر ځوړ روانه ده»، «په راتلونکي کې د امریکا ځوړ او د چین ځواکمنېدل» ، « د امریکا د امپراتورۍ ځوړ به د دیموکراسۍ د ژغورلو هیلې را ژوندۍ کړي». دا او دې ته ورته سریزې په وار وار د رسنیو په سرټکو کې راغلي او بحثونه پرې شوي دي. سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ رسېدلو او د هغه «تر هر څه وړاندې امریکا» شعار هم د امریکا د ځوړ په اړه فکر بدل نه کړ، ان تر دې چې دغه شعار د ځوړ په لور د امریکا تګ نور هم چټک کړ.

د ۲۰۱۸م په جنوري کې ګالپ(Gallup) په ۱۳۴ هیوادونو کې  نظر پوښتنه کړې او په دې بهیر کې دا جوته شوې چې په نړۍ کې د امریکا رول د اوباما د ولسمشرۍ په دور کې له ۴۸ سلنې څخه د ټرمپ تر یو کلنې ولسمشرۍ وروسته ۳۰ سلنې ته را ټیټ شوی، چې دا د نړۍ د مشرتابه په اړه د ګالپ له لورې را ټول شوی تر ټولو ټیټ ریکارډ ګڼل کېږي.

یوازې څو لسیزې وړاندې امریکا د شوروي اتحاد د ړنګېدو خوښي لمانځله، په داسې حال کې چې مخامخ یې د هغوی پر وړاندې نه کومه مرمۍ کارولې او نه یې پر وړاندې د امریکا د یو قطبي کېدو او ستر قدرت څرګندونې کړي. د امریکا د هغه مهال دریځ د نن ورځې له دریځ سره ډېر توپیر لري.

د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ نه دی بریالۍ شوی، چې په افغانستان کې د طالبانو تر نامه لاندې یو نامجهز، ضعیف روزل شوی او د مدرسو له زده کوونکو څخه جوړ پوځ مات کړي.

دغه جګړه چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي، د امریکا د خلکو ملا یې ماته کړې او د سرتېرو روحیه یې کمزورې کړې. له شپاړس کلنې جګړې او میلیاردونو ډالرو لګښت سره سره د افغانستان سیاسي وضعیت د پخوا په پرتله نور هم کړکېچن شوی دی. داسې برېښي، چې امریکا د طالبانو د ماتې پرځای د اشرف غني حکومت له ننګونې سره مخ کړی دی.

د بي بي سي تازه راپور ښیې چې په کابل کې د امریکا په ملاتړ د را منځته شوي دولت حالت ترینګلی دی او طالبان په څرګنده توګه د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره تر خپل نفوذ لاندې لري. په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت د هغه راپور د خپراوي مخه نیولې، چې پکې د افغانستان د بیا رغونې په اړه د ځانګړې څېړونکې ادارې (SIGAR)له لوري د طالبانو تر واک لاندې سیمو کچه ښودل شوې.

د امریکا د کمزورتیا بله نښه د شمالي کوریا د هستوي فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راتلل دي. له ۱۹۹۴م راهیسې واشنګټن په پرله پسې توګه هڅه کوي، چې د پیونګیانګ د اټومي ځواک جوړولو مخه ډب کړي او په دې اړه یې ډېرو تړونونو ته غاړه ایښې، خو بیا هم په ۲۰۰۶م کې شمالي کوریا لمړنۍ هستوي ازموینه تر سره کړه او د اټومي ځواک لرونکو هیوادونو په قطار کې ودرېد. د شمالي کوریا او امریکا تر منځ اوسنۍ ترینګلتیا هم د تېر په څېر د امریکا په ناکامۍ سره پای ته رسېږي. امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې له پرله پسې اعلامیو، بندیزونو او له چین سره د اټومي جګړې د خطر را منځته کېدو له څرګندونو پرته بل څه نه دي کړي. پیونګیانګ د امریکا له فرصتونو څخه ګټه اخیستې او د واشنګټن ډیپلوماټيکې هڅې یې د جنوبي کوریا ولسمشر ته په پیونګیانګ کې د دوه اړخیزو خبرو بلنې ورکولو په موخه له ناکامۍ سره مخ کړې.

ډېر ځله سیاسي موخې له جنګ او نظامي ځواک څخه لاس ته راځي او له  دې امله مخالف لوری غاړې ایښودنې ته اړ باسي. خو که د نظامي ځواک خبره شي، د افغانستان او شمالي کوریا په قضیو کې د امریکا ناکامي له ورایه ښکاري. که چېري په نړۍ کي یو زبر ځواک د اوږد مهاله شخړو په پای ته رسولو کې پاتې راځي، نو د لمړۍ درجې نظامي ځواک درلودل هسې یو تشریفاتي چاره ده. دغه دوه اوږد مهاله شخړې د امریکا واقعي زوال په ډاګه کوي. که واشنګټن په افغانستان کې په ټیکاو راوړلو کې پاتې راځي او که شمالي کوریا د داسې هستوي ځواک څښتنه ګرځي، چې د امریکا خاوره مخامخ ګواښلی شي، نو امریکا به د نورو زبر ځواکونو، لکه:چین او روسیې پر وړاندې څنګه درېږي!؟ او د دې ترڅنګ نور کوچني قوتونه، لکه: پاکستان او ترکیه هم په دې توانېدلي،چې د امریکا ګټې له ګواښ سره مخ کړي.

د امریکا د غوښتنو پر وړاندې د پاکستان درېدل یوه جالبه ننګونه ده. اوس جوته شوې چي په افغانستان کې جګړه مارې مخالفې ډلې لکه: افغان طالبان، حقاني شبکه او نورې جګړه مارې ډلې د پاکستان د پوځ له لوري تجهیز او ملاتړي کېږي. نو ځکه د اسلام آباد له مرستې پرته د واشنګټن او د مخالفینو د رهبرۍ تر منځ د سولې خبرې اترې ناشونې دي.که څه هم پاکستان خپل ستراتیژیک قوت پر افغان مخالیفینو له لاسه ورکړی، خو پر مخالیفینو د نفوذ ساتلو له لارې کولای شي امریکا ته سخت ګذار ورکړي او اوس دا فرصت اسلام آباد لري. بل لوري ته د پاکستان هستوي ځواک دی، د ځینو اټکلونو له مخې د پاکستان د اټومي وسلو کچه به په نږدې راتلونکې کې ۲۴۰ ته ورسېږي.کله چې شمالي کوریا په لږ شمېر اټومي وسلو کولای شي د امریکا ګټې وګواښي، نو فکر وکړئ چې پاکستان به د داسې اټومي ځواک په لرلو سره امریکا څومره وګواښلی شي!؟د يوې سمې رهبرۍ په پایله کې پاکستان د دې وړتیا لري، چې له افغانستان سره په ګډه امریکا له سیمې وشړي او د هند له لورې د هر راز را منځته کېدونکو ګواښونو پر وړاندې د تاکتیکي هستوي وسلو د زېرمو پر مټ مقابله وکړي.

په ورته وخت کې ترکیه، که څه هم یو غیر اټومي ځواک دی، خو کولای شي چې په اروپا کې د امریکا د مشرتابه رول تر ګواښ لاندې راولي. ترکيه؛ د اروپا په لویه وچه کې د ناټو تر ټولو غښتلي پوځ درلودونکي هیواد په توګه کولی شي، چي د امریکا د نفوذ کچې ته زیان واړوي. د سټراټفورډ «جورج فریډمن» په وینا: د ترکیې پوځونه کولای شي آلمان ته په یوه ساعت او فرانسې ته په نیمه ورځ کې له کوم خنډ پرته ورسېږي. د ناټو په ځواک کې له امریکا پرته یوازې برټانیه کولای شي په لوېدیځ کې د ترکیې پر وړاندې ودرېږي.

په خواشينۍ سره، د دواړو هیوادونو د رهبرانو دوه مخي توب یوازېنی علت دی، چې د امریکا پر وړاندې د پاکستان او ترکیې مخه نیسي. په اروپا او آسیا کې د اسلامي خلافت د بیرغ تر سیوري لاندې یوه مخلصه رهبري د امریکا پر وړاندې درېدلای شي او نړۍ د اسلام د حکم پر مټ رهبري کولای شي. ایا په نظامي ځواکونو کې داسې څوک شته چې دا رهبري د خلافت په تاسیس سره را منځته کړي؟

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَجِيبُو الِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوٓا أَنَّا للَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ ۦوَأَنَّهُۥٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

]الاٴنفَال:  [24

ژباړه: اې ايمان راوړونكو!  د الله او د هغه د پېغمبر بلنې  ته لبيك وواياست،چې كله پېغمبر تاسو ته دهغه شي په لور بلنه درکړي چې تاسې ته ژوند بښونكى دى. او وپوهېږئ چې الله دانسان او دهغه دزړه ترمنځ حايل دى  او د هغه لوري ته به تاسې ورغونډ کړای شئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي  دفتر ته

لیکوال: عبدالمجید بهټي

ژباړن: عبدالله لطفي

د مطلب ادامه...

نور باید زموږ ځواکونه د استعماري استثمار قرباني نه شي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

هو، نبوي مسجد او بیت الله شریف د دې حق لرې چې د هغو لپاره زموږ وینې تویې شي، خو ایا الاقصی مسجد او هغه مظلومان چې چیغو یې غوږونه کاڼه کړي دا حق نه لري؟

 

له هغې وروسته خبرو اترو ډېره فضا ګرمه کړه، چې د ۲۰۱۸م د فبروري پر ۱۹مه  د پاکستان د دفاع وزیر خرم رستګار تایید کړه چې پر ۱۶۰۰ وسلوالو سربېره چې اوسمهال په سعودي عربستان کې اوسېږي، د پاکستان دولت تر ۱۰۰۰ نور  ډېر وسلوال هلته لېږلي دي. له دې سره سره هغه وویل، چې پاکستان به هېڅکله په منځني ختیځ او یا نورو عربي هېوادنو کې په هره جګړه کې ګډون ونه کړي. که څه هم اسلام او مسلمانان هلته د پاکستاني ځواکونو لېږل اړین نه بولي؛ بلکې دغه د امریکا هوډ دی چې په اسلامي نړۍ کې یې خپلو لاسپوڅو رژیمونو ته امر کوي چې دغه کار ترسره کړي. زموږ ځواکونه د اشغال شوي کشمیر له ختیځې پولې څخه چې پکې مسلمانان د مشرکو هندیانو لخوا قصابي کېږي لوېدېځې پولې ته لېږدوي؛ ترڅو امریکایي صلیبي ځواکونه د افغان سیمه‌ییزو جنګیالیو له فشار څخه وژغوري.

پاکستاني حکام، مسلمان ځواکونه د خلیج او سعودي عربستان هغو کلیدي لاسپوڅو ته استوي، چې د امریکا د خوښۍ او د مسلمانانو د جګړې پر وړاندې د بشار اسد د ظالم رژیم د ژغورلو په بدل کې اجوره اخلي؛ په داسې حال کې چې په سوریه، میانمار(برما)، فلسطین او اشغالي کشمیر کې مسلمانان د مرستو چیغې وهي، چې څوک یې غږ واوري.

کله چې له ښکېلاک څخه د اسلامي خاورو د ازادولو موضوع یاده شي، پاکستانی مزدور رژیم ټینګار کوي چې غربي رسم شوو پولو دولت- ملت ته احترم وکړي؛ خو کله چې د امریکا او د مزدورانو د پروژو د تامین موضوع یې یاده شي، په اړه یې هېڅ اندېښنه نه کوي. هو، نبوي مسجد او بیت الله شریف پر موږ حق لري چې د ملاتړ لپاره یې زموږ وینه تویې شي، خو د الاقصی مسجد له ملاتړ څخه څنګه؟ ایا دا حق لري؟ هو، بیت الله شریف دا حق لري، چې ورته وینه تویې شي؛ خو دا د مسمانانو وینې دي چې د کفارو د وحشت په پایله کې په ناحقه تویږي.

عبدالله بن عمر رضی الله عنه وایې، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مې کعبه کې په طواف کې ولید چې ویل یې:

«مَا أَطْيَبَكِ وَأَطْيَبَ رِيحَكِ مَا أَعْظَمَكِ وَأَعْظَمَ حُرْمَتَكِ وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَحُرْمَةُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ حُرْمَةً مِنْكِ مَالِهِ وَدَمِهِ وَأَنْ نَظُنَّ بِهِ إِلاَّ خَيْرًا»

(ابن ماجه)

ژباړه: څومره پاکه، څومره ښه بوی  او څومره لویي لرې؛ قسم په هغه چا چې د محمد روح یې په لاس کې دی، د مومن وینه او د مال حرمت الله (سبحانه وتعالی) ته له تا باارزښته دی او موږ مومن ته له خیر پرته د بل څه فکر نه کوو.

په حقیقت کې هغه څه چې نن یې اړتیا احساسېږي، د نبوت پر منهج د خلافت تاسیس دی، ځکه تر حاکمیت لاندې یې اسلامي ځواکونه یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره وژنه کوي او وژل کېږي، جنت ته کار کوي او د مظلومینو په دعا کې شاملېږي.

د حزب التحریر – ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: په ژوندۍ بڼه خبر ې اترې « د اسلامي هویت استرداد ورک شوی دی!»

د حزب التحریر ولایه فلسطین له غړي ښاغلي شیخ عصام عميرة (أبو عبد الله) سره « د اسلامي استرداد هویت ورک شوی دی!» تر سرلیک لاندې د الواقیه تلویزیون په ژوندۍ بڼه مرکه 

   ۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۶مه، پنچ شنبه/ ۲۰۱۸م، د فبروري ۲۲مه

د مطلب ادامه...

ولایه تونس: د تونس په پلازمېینه کې د غوطې د اهل د نصرت او د غوطې د اهل د نصرت لپاره د مسلمانانو ځواکونو د راغوښتلو لپاره لاریون!

حزب التحریر ولایه تونس د تونس په پلازمېینه، د الفتح جامع مسجد مخکې د غوطې د اهل د نصرت او د غوطې د اهل د نصرت لپاره د مسلمانانو ځواکونو د راغوښتلو لپاره لاریونونه تر سره کړل.                        ۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۱۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۲مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: په کللي ښارګوټي کې د غوطې د نصرت او د واقعي سنګرونو پیل ته د راغوښتلو لپاره لاریونونه

حزب التحریر ولایه سوریې د ادلب په حومه، تل الکراه سیمه کې د غوطې د نصرت، معامله ګرو رهبرنو د لرې کولو، د واقعي سنګرونو پیل ته د راغوښتلو، د ډلو د خپلمنځي جګړې د رد او تقبېح کولو لپاره لاریونونه تر سره کړل. 

                                ۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۱۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۲مه

د مطلب ادامه...

د ملګرو ملتونو سازمان تش په نامه امنیت ساتونکی دی، خو په اصل کې قاتل سازمان دی!!

د بریتانیې د ټایمز ورځپاڼې د «د ملګرو ملتونو د سازمان کارکوونکي په یوه لسیزه کې د ۶۰۰۰۰ جنسي تېریو مسؤل دي» تر سرلیک لاندې یو رپوټ خپور کړی. دغه رپوټ د یادې ورځپاڼې لخوا د رسواییو د افشا کولو د پراخ پوښښ په لړکې خپرېږي چې دغه خیریه سازمان ته یې ټکان ورکړ؛  مخکې له دې دغې ورځپاڼې په لومړي مخ په دې اړه رپوټ خپور کړی و چې آکسفام، رولانډ فن هاوېرمیرین په هایټي کې د خپلې څانګې د مشر په توګه وګوماره، دا هغه کس دی چې په دې وروستیو کې یې په هایټي کې له زلزله ځپلو سره د سازمان لخوا د مرستې په جریان کې  له فاحشو سره د معاملې په تورونو له اصلي کسانو و، دوه کاله وروسته دی د بریتانیې له یو بل مرستندوی سازمان څخه د فحاشۍ په تور شړل شوی و.  

دا لومړی ځل نه دی چې د ملګرو ملتونو د سازمان د کارکوونکو او سوله‌ساتو ځواکونو سرغړونه په ډاګه شوې. په  2017 کال کې په ګڼو رپوټونو کې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د خپلو کارکوونکو پر وړاندې یې د دغه کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې د جنسي تیریو ۳۱ شکایتونو تر لاسه کړي. د جون په میاشت کې د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې اعزامي هیئت رپوټ ورکړ چې د دوی لاس ته د دوی د خپلو واحدونو د غړو او نورو نړیوالو ملکي کارمندانو لخوا تر د سره شوو جنسي استفادو په تړاو رپوټونه رسېدلي. د ملګرو ملتونو یو رپوټ همدا راز وایي چې د ملګرو ملتونو د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو غړو په هغو هېوادونو کې چې کار یې پکې کړی او چېرته چې فکر کېده چې ملګري ملتونه مرستې ورغلي، د جنسي خدماتو په بدل کې مرسته کوله.

د ټایمز هغه رپوټ چې د آکسفام  د رپوټ په څنډه کې خپور شوی دی، د ملګرو ملتونو د بېړنیو همکاریو مرکز د کارکوونکو د پخواني مشر، انډري مکلوډ خبره راوړې ده. نوموړی د ملګرو ملتونو د سازمان کارکوونکي په نړۍ کې په زرګونو جنسي تېریو تورنوي. مکلوډ وايي چې په دغه نړیوال سازمان او د دوی په نمایندګیو کې شاوخوا ۳۳۰۰ بچه بازان کار کوي. نوموړی دا اټکلونه د هغه حقیقت پر بنسټ کړي چې د جنسي تېریو له هرو لسو قضیو چې نړیوالو کارکوونکو کړې، د یوې یې رپوټ ورکړل شوی.

د نړیوال سازمان د سوله ساتو ځواکونو د کار په اړه د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې غوښتنه شوې چې د هغو هېوادونو پوځیان چې د ماشومانو د جنسي ځورونې په قضیو کې ښکیل دي، د نړیوالې سوله ساتنې په عملیاتو کې یې باید د ګډون مخه ونیول شي.

لکه څنګه چې په دې اړه یو متل وايي: «خپل ساتونکی یې غل دی!» هغه سازمان چې د بشر له حقونو د دفاع ټټر وهي، وایي چې د ښځو او مېرمنو له حقونو دفاع کوو او پر وړاندې یې د خشونت مخه نیسو، پخپله یې یو زیات شمېر کارکوونکي تاوتریخوالی کوي! تش په نامه امنیت ساتونکي  خو به حقیقت کې جلادان دي! دا د دغه نړیوال سازمان د عمل او وینا د تناقض له ګڼو بېلګو څخه یوه بېلګه ده، هغه سازمان چې د ظالم او خوسا پانګوال نظام استازیتوب کوي، هغه نظام چې ځان د بشر د حقونو د ساتونکي په توګه ښیي خو په حقیقت کې له پیاوړي سره د کمزوري پر وړاندې او له بډای سره د بېوزله په مقابل کې درېږي،  هغه نظام چې د پیاوړو دولتونو اجنډا او امر د زیانمنېدونکو دولتونو په لګښت پلي کوي...

اې د ټولې نړۍ مسلمانانو!

څوک د دې وړ دي چې له تاسو ساتنه وکړي، ګټې مو خوندي او امنیت مو ټینګ کړي ... په پیسو پورې تړلي ناعادلانه سازمانونه او که یو عادلانه او قوي الهی نظام؛ داسې نظام چې یوازې راشده خلافت دولت یې پلی کولی شي، هغه چې د الله د قانون مطابق حکم کوي او مقررات یې پلي کوي؟ الله تعالی فرمایي:

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ

(سجده: ۲۲)

تر هغه ظالم څوک دی چې د الله پر ایتونو باندې پند ورکړل شي، مګر بیا مخ ترې واړوي، پرته له شکه موږ مجرمینو ته سزا ورکوو

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د مېرمنو څانګه

د مطلب ادامه...

د اخند بهارت(لوی هند) پروژې په لمنڅه وړلو سره، اسلامي خلافت تاسیس کړئ Featured

  • خپور شوی په پاکستان

د پاکستان پوځ د خلافت تر حاکمیت لاندې کولی شي د هند ترهګر پوځ په ګنډو کړي

له هغې وروسته چې هندي ډارنو سرتېرو د ۲۰۱۸م د فبروري پر ۱۵مه د کشمیر په بوطال سیمه کې پولې ته څېرمه د مسلمانو ماشومانو د ښوونځي «ون» سرویس وویشت؛ پاکستاني ځواکونو د الله سبحانه وتعالی د رضا او د مومنانو د دعا د تر لاسه کولو لپاره سمدلاسه د هندي ځواکونو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، پنځه تنه هندي سرتیري یې جهنم ته ولېږل او زیات شمېر یې ټپیان کړل. په حقیقت کې د پاکستان پوځ نه یوازې دا چې د هندي سرتېرو تکراري ظلم ته ځواب ورکولی شي، بلکې د هندي فوځ د ماتولو او په ټوله کې د هغوی د سیمه ییز تاوتریخوالي د پای ته رسولو توانایي هم لري. یوازې د دې خاورې حکام خنډ دي، چې زموږ ځواکونه یې له افغانستان سره په رسم شوو پولو کې د امریکایي اشغال د ساتلو لپاره ځای پرځای کړي دي؛ په داسې حال کې چې دوی په اشغال شوي کشمیر کې جهاد پرېښی دی. همداراز د پاکستاني فوځ په تجهیزولو کې اوسنی محدودیت، د تېرو محدودیتونو د دوام لړۍ ده.

په حقیقت کې د پاکستاني فوځ پر وړاندې لوی خنډ امریکایي پلوه حکام دي، دغه حکام پاکستاني فوځ ته د هغه څه اجازه نه ورکوي چې د اقدام کولو توانایي ورکوي او ورته اړتیا ده. مشرف په لومړي ځل ادعا وکړه، چې په ۲۰۰۲م کې به په کشمیر کې د جهاد منع کول د کشمیر د مسلمانانو د ستونزو د حل لپاره د امریکا ملاتړ تضمین کړي. ورپسې یې ادعا وکړه چې په ۲۰۰۳م کې له هند سره اوربند په سیمه کې د امریکا شتون تضمینوي؛ په داسې حال کې چې پاکستان کولی شول په قبیله وي سیمو کې د امریکا پر جګړه تمرکز وکړي. ښکاره ده چې د امریکا ټول ضمانتونه یوازې مسلمانانو ته ضربه رسوي او د هند بدنیتیو ته یو نوی فرصت ورکوي. هند په حقیقت کې دغه مطلب درک کړی چې پاکستاني حکام امریکا پورې تړلي دي او د هغې له اجازې پرته هېڅ څه هم نه شي ترسره کولی، نو ځکه یې خپله دښمني او ظلم د دواړو ازاد کشمیر او اشغال شوي کشمیر د مسلمانانو پر وړاندې ډېر کړي، په داسې حال کې چې د هند لخوا څو ځله اوربند مات شوی، خو پر وړاندې یې امریکا هېڅ هم ونه کړل. پر دې سر بېره متحده ایالاتو د ترورېزم پر وړاندې په جګړه کې د پاکستان له هڅو او قربانیو څخه، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د هندي اطلاعاتي پټنځایونو د رامنځته کولو په اړه مننه وکړه، چې هند په بلوچستان یا له په نورو سیمو کې د پاکستان پر وړاندې نوې جبهې پرانیزي.

که مسلمانان اوس داسې حکام ولري چې اسلام او مسلمانانو ته ژمن وي، د امریکا غوښتنو، ژمنو او ضمانتونو ته شا کړي او له دوی سره له هر ډول اړیکو ځان  وساتي، له خپلې خوښې سره سمه فضا بدلولی شي؛ ځکه د اسلام تر چتر لاندې نظامي همغږي، مرسته،  خبر رسونه (پټه او ښکاره)، په پر له پسې د غونډو جوړول او د اسلام او مسلمانانو له دښمنو ملتونو سره هر راز دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې نشي ټینګوی. اسلام له مسلمانانو څخه غواړي چې د مشرکو هنديانو د دولت د اشغال پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي او واک یې ختم کړي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا﴾

[نساء :١٤١]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی کفار پر مسلمانانو هېڅکله نه دي واکمن کړي.

او بیا فرمایي:

﴿فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ﴾

[بقره :١٩٤]

ژباړه: او  که هر چا پر تاسو تېری وکړ، تاسو هم ورباندې د دوی په څېر تېری وکړئ.

 او په بل ځای کې فرمایي:

﴿وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ﴾

[بقره :١٩۱]

ژباړه: او دوی له هغه ځایه  وباسئ، چې تاسو یې ترې ایستلي یئ.

پرېږدئ چې امریکایي ځواکونه په غربي پولو کې زموږ د افغان مسلمانانو په لاس هلاک شي، چې مخکې هم د دوی لخوا پر ګونډو شوي وو؛ لکه څنګه چې په شرقي پوله کې د هندي مشرکو عسکرو پر وړاندې د بریا او شهادت لپاره د پاکستان مسلمان وسله وال ځواک مبارزه کوي. پرېږدئ، هر څوک چې توان لري د پاکستان له مسلمان وسله وال ځواک سره یو ځای شي، دوی وروزي او له فرمان سره سم یې جګړې ته واستوي. مسلمانانو ته اجازه ورکړئ چې د اشغالي کشمیر د ازادولو او له پاکستان سره یې د تړلو لپاره هر اړخیز مالي او اطلاعاتي ملاتړي شي. زموږ پر هستوي شتمنۍ کار کولو ته اجازه ورکړئ، چې هند یې له وېرې د دفاع د اقدام فکر ونه کړي او لاس او پښې یې فلج شي. اجازه ورکړئ، چې یو ځل بیا د هند په ټوله وچه کې د اسلامي ژوند بیا راتګ او د هغه نفوذ د پخواني واک په څېر چې پېړۍ پېړۍ یې دوام وکړ، د هندي دولت د اشغال ریښې له بېخه وباسي. په پای کې مسلمانانو ته اجازه ورکړئ چې د نبوت پر منهج اسلامي خلافت تاسیس کړي، ځکه د هغه په تاسیس سره دا هر څه امکان لري.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د مونيخ د۵۴مې امنیتي غونډې خطاب Featured

  • خپور شوی په پاکستان

نه جنرال باجوا! خلافت کوم نااشنا احساس نه؛ بلکې هغه فریضه ده چې

 رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د بیا راتګ زېری ورکړی

د ۲۰۱۸م کال د فبروري په ۱۷مه د مونیخ په ۵۴مې امنیتي غونډه کې جنرال باجوا وویل:« د خلافت مفهوم یو خیالي احساس دی» همداراز هغه وویل: « په پاکستان کې د خلافت فکر نه دی خپور شوی». .په دې اساس د لویو استعماري قدرتونو په کنفرانس کې چې له لسیزو راهیسې یې د امت پر وړاندې جګړه روانه کړې، د نړۍ د تر ټولو لوی اسلامي پوځ قومندان د خلافت د فکر په اړه نا سمې خبرې کوي.

له شک پرته چې خلافت د تېر حسرت نه، بلکې د ټولو مسلمانانو مسولیت دی او په اړه یې بې پروایي په جهالت کې مړینه ده. رسول الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مِيتَة جَاهِلِيَّةً»

(مسلم)

ژباړه: څوک چې مړ شي او له امیر سره یې بیعت نه وي کړی د هغه مرګ د جهالت مرګ دی.

خلافت د ټولو عمرونو پر خاوندانو فرض دی؛ رسول الله علیه وسلم فرمایلي:

«وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ فتَكْثُرُ»  قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: « فُوا بِبَيْعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِوَ أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّا للَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ»

(بخاری)

 

ژباړه: په حقیقت کې ورسته له ما بل نبي نشته، خو خلفاء به وي او زیاتیږي به، نو دوی ورته وویل، په څه باندې موږ ته امر کوې؟ ویې فرمایل: لومړنی بیعت لومړنی دی هغه بشپړ کړئ او حق یې ورکړئ، ځکه الله د هغه څه پوښتونکی دی، کوم چې هغوی یې رعایت او سرپرستي کړې ده

او رسول الله علیه وسلم یې له جبریه نظامونو ورسته د راګرځیدو زیری ورکړی. رسول الله علیه وسلم فرمایلي:

«ثُمّ تكونُ مُلْكاً جَبريَّةً، فتكونُ ماشاءَالله أنْ تكون، ثُمّ يرفعُها إذ اشاءَ أنْ يرفعَها.  ثُمّ تكونُ خِلافةً على مِنهاجا لنُّبُوَّة ،ثم سكت»

(رواه احمد)

ژباړه: بيا به جبريه نظامونه وي او تر هغه به وي چې الله سبحانه وتعالی یې وغواړي.  بيا چې کله وغواړي هغه به لرې کړي او  د نبوت پر منهج خلافت به راشي، بيا غلی شو.

له شک پرته نه یوازې دا چې د خلافت فکر په پاکستان کې ځای نیولی، بلکې د پوځیانو په ګډون دا د ټولو مسلمانانو لویه غوښتنه ده. له دې کبله پاکستاني حکام مجبور دي چې نوم یې واخلي، خو تر څنګ یې دوی خپل صلیبي باداران په دې ډاډمنوي چې خلافت به د تېر په څېر بیا د دوی د ښکار لپاره را ونه ګرځي. نو له همدې امله د پاکستان حکامو د خلافت غوښتونکو پر وړاندې د تهمت، ځورونې، نیولو، ربړولو او تښتولو کمپاین پیل کړی دی. حزب التحریر ټولو مسلمانانو ته دعوت ورکوي چې د خلافت د حکم د ادا کولو لپار ورسره یو ځای کار وکړي. او همدارنګه د پوځونو پر افسرانو غږ کوي چې ژر تر ژره نصرت ورکړي، چې یو ځل بیا دا حقیقي دین پر اسلامي خاورو عملي کړي.

د حزب التحریر ولایه ـ پاکستان مطبوعاتي دفتر

ژباړن: علي عسکري

د مطلب ادامه...

د ښځو لاسته راوړنې که د دوی ګمراه کول او ورباندې سوداګري کول؟

(ژباړه)

په ۲۰۱۷ م کال کې د سعودي ښځو پنځه لاسته راوړنې چې د ډېریو ورځپاڼو او سایټونو د غوره او په زړه پورې سرمقالو په توګه وټاکل شوې، تر څو خپل پیروان د هغه هېواد د ښځو د حق پر وړاندې د سعودي پادشاهانو له لطف څخه خبر کړي:

لومړۍ لاسته راوړنه، د موټر چلونې جواز ورکول: د ۲۰۱۷م په سپتمبر کې ملک سلمان بن عبدالعزیز د سلطنتي حکم په صادرولو سره ښځو ته د موټر چلونې اجازه ورکړه.

دویمه لاسته راوړنه، د ولایت (شرعي قیمومیت) پای ته رسېدل: د ۲۰۱۷م په مې کې ملک سلمان په خپله پرېکړه کې داسې فرمان ورکړ: «اړتیا ده د ځانګړو کتل شو ښځو اجراات او اړوند ادارې چې غواړي ښځې پکې کار وکړي، په وړاندې شوو ټولو لومړنیو خدماتو کې، چې د هغوی د دندې د ترسره کول لپاره د ولي (شرعي قیم) اجازه پکې شرط وه، د جوړ شوي قانون په اساس لرې کېږي او دغه اجراات باید د فرمان د صدور له تاریخ وروسته په درې میاشتو کې پوره شي.»

دریمه لاسته راوړنه: په لوبو او د لوبو په ډګرونو کې د ښځو ګډون: ریاض کې د اکتوبر په میاشت، د ټولو لوبو د ادارې رییس ترکي آل الشیخ اعلان کړه چې: «په ریاض او جده کې د لوبو د درې ستډیومونو د چمتو کولو کار پیل شوی او د ۲۰۱۸م تر پیل پورې به په ځانګړو ملاحظاتو سره د کورنیو د ورتلو لپاره چمتو شي.»

څلورمه لاسته راوړنه، د رهبرۍ په سترو پستونو کې د ښځو ټاکل: د ۲۰۱۷م په مارچ کې د سعودي د شورا مجلس په ملي دفاع وزارت کې د ملاتړو خدمتونو د تر سره کولو لپاره د ښځو په ګومارلو او ناستو نظامیانو ته د کورونو په ورکولو پرېکړه وکړه. دغه پرېکړه د هغې غوښتنې پایله وه چې د امنیت شورا د کمېټې له خوا وړاندې شوې وه. د سعودي عربستان د لوړپوړو چارواکو د څرګندونو پر بنسټ د ۲۰۱۷م په سپتمر کې د لومړي ځل لپاره یو ښځه د دولت په لوړ پوست باندې په دنده وګومارل شوه. فهد بن محمد الجبیر د ختیځو سیمو مسول او ایمان بنت عبدالله الغمادي د الخبر ولایت د ښاروال د مرستیالې په توګه وټاکل شوه او د معلوماتي تکنالوژۍ ریاست او د ښځو برخې خدمتونه یې د دې پر غاړه کړل. ایمان لومړۍ سعودي ښځه ده چې د ښاروالۍ په چارو کې په دنده وګومارل شوه.

پنځمه لاسته روړنه، له ښځو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخنيوی: د ۲۰۱۷م په سپټمبر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ‌ډاکتر عواد بن صالح العواد داسې دستورالعمل صادر کړ چې پر بنسټ به یې هر ډول سریالونو چې پکې ددې هېواد یا نورو ښځو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې ښودنه کېږي، بندیز ولګاوه. یاد وزارت چې په خپل ټویټر پاڼه کې اعلامیه خپره کړه، په دې یې ټینګار کړی و چې «هر چا چې د دې دستورالعمل خلاف عمل ترسره کړ، بې ځوابه به یې پرېنږدو.»

خو هغه لاسته راوړنې چې ادعا یې کېږي، د سعودي ښځو له ګمراه کولو او د دین د احکامو له لرې کولو څخه یې پرته بل څه نه دي. هغوی غواړي چې ښځې ګومان وکړي چې دغه بدلونونه هغه لاسته راوړنې دي چې سیکولریزم موږ ته راکړې؛ سیکولریزم چې ښځو ته له ظلم وحشت او تېري پرته بل څه نه دي راوړي؛ ځکه د باطل پایله هم باطله وي. د ۱۴سوه کاله اسلامي حاکمیت په اوږدو کې د لور، مور او مېرمنې په توګه له غوره حقونو او باعزته مقام څخه برخمنې وې او د داسې نارینه وو په ملاتړ چې په ژوند کې یې ملګرتیا او مهرباني ورکړې وه، ژوند کاوه.

ډېر وخت وشو چې د غرب د زهرجنو غېشو موخه مسلمانې ښځې دي؛ ځکه غرب پوهېږي چې ښځې د خپلو ماشومانو تربیه کوونکې دي او هغوی د کورنیو د ملا تیر جوړوي. دښمنان هڅه کوي چې هغوی د خپل دین د احکامو پر وړاندې شکمنې کړي، د اسلام انصاف او عدالت نه ناهیلې شي. اوس د سعودي د ښځو وار رارسېدلی چې د اسلام پر وړاندې بغاوت وکړي او د دروغو، تهمت او مغالطې له لارې ورته دېکته شي، هغوی چې د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې پورته شوې دي اتلانې دي، همداراز دا پنځه لاسته راوړنې چې رسنیو یې په بیان کې ستونی وشکول، دې ته یې اشاره وکړه چې دا پنځه لاسته راوړنې د شاته پاتې کېدو له امله لاسته راغلې. دغه ناځوانه او خبیثه اشاره چې د اسلامي احکامو د تورنولو لپاره ده، په داسې حال کې چې اسلام له داسې واقعیت څخه بېرازه دی.

د بشر د حقونو سازمان د تېر کال په جولای کې  «په سعودي کې د سړي د ولایت (قیمومیت) قانون؛ ښځې د هغو کسانو په څېر دي چې په صندوق کې ژوند کوي» تر عنوان لاندې راپور خپور کړ او په هغه کې ګواکې هغه چې محدودیتونه چې پر سعودي ښځو تحمیلېدل، محکوم کړل. یاد سازمان هغه څه ته اشاره کوله، چې ریاض لس کاله مخکې پر ښځو د تحمیل شوو محدودیتونو د لرې کولو لپاره کار کوه، له هغې ډلې یو هم د هغه قانون لغو کول و چې ښځو به د دندې په ترسره کولو کې باید له پلار څخه اجازه اخیستې وی. (سرچینه:  نن روسیې خبر پاڼه)

هغه یو شمېر محرومیتونو چې سعودي ښځو په خپل ژوند کې تجربه کړي، اسلام ترې بېرازه دی. دغه ژوند چارواکو او هغو علماوو چې له کوم شرعي فقاهت پرته یې عجیبې فتواګانې ورکولي، ښځو ته راوړی دی. د سعودي چارواکي او درباري علما و  پر ښځو ظلم وکړ؛ نه د هغوی دین. څرنګه کېدلی شي چې د هغوی د دین پیدا کوونکی، هغوی له هغه څه نه محروم کړي چې د پیدا کوونکي نافرماني یې پرې کېږي؟! نو هغه څه چې دردونکي دي، دا دي چې ښځې له ستونزو سره سره ویاړ کوي چې دغه لاسته راغلي بریاوې د سیکولریزم دي او په اسلام نیوکې کوي او ترې ګیله منې دي په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی ښځو ته غوره احکام ورکړي چې د باغزته ژوند لرونکې وي.

خو نن چې د سعودي پادشاهان او درباري علما د ښځو د توانمند کولو تر سرلیک لاندې شرموونکي عملونه تر سره کوي، شرم یې تر زرو کلونو د جبران وړ نه دی. ایا په دې لاسته راوړونو سره، ښځو خپل حقونه او شرافت لاسته راوړ او د ارامتیا، امنیت او خوښۍ احساس کوي؟! ایا په داسې لاسته راوړنو سره د ښځو اقتصادي وضعیت بدلون وکړ او پر خپل غریب ژوند برلاسي شول؟!

د معلوماتو له نه شتون سره سره، په نقل شو راپورونو او د الجزیرې شبکې په نقل، د «سعودي عربستان او د تور طلا په هېواد کې فقر او پارادوکس» د دولت ځینې کړنې لکه په ۲۰۱۴م کې ۲۹ ميلیارده سعودي ریال چې ۷.۷ مېلیون ډالره کېږي د دې هېواد له بودیجي څخه د فقر پر وړاندې پروژې ته ځانګړې کړل، خو اوس هم د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون نه دی راغلي، فقر او بېکاري پر خپل ځای پاتې ده. په داسې حال کې چې د نفوسو د ثبت او احول سازمان ټینګار کړی چې د ۲۰۱۷م درې ورستیو میاشتو کې سعودي عربستان کې ۱۲.۸ سلنه بېکاري زیاته شوې ده.

ایا په سعودي کې به په  دې لاسته راوړنو سره نور د طلاق قضیې پای ته ورسېږي؟! په داسې حال کې چې په سعودي کې د ورځي ۱۲۷ طلاقه، په منځنۍ توګه په ساعت کې ۵ طلاقه اخیستل کېږي او یا به د سعودي نجونو دایمې مجردي پای ته ورسېږي؟! په داسې حال کې د هغو نجونو شمېر چې د واده کولو زمینه ورته نه دی برابره شوې او د پلار په کورونو کې پاتې دي شمېر یې ۲۲۷.۸۶۰ ته رسېږي او زیات شمېر یې  ۳۲ کاله عمر لري. (منبع: د ثبت احول نفوس عمومي سازمان)

ایا دا هغه څه دي چې سعودي نجونې یې هیله لري؛ موټر چلونه، د فوټبال په سیالیو کې حضور او د دولتي مقامونو لاسته راوړنه؟! ایا د مسلمانو عربستانې ښځو او نورو اسلامي خاورو د ښځو غوښتنې همدا دي؟! مسلمانې ښځې به په دې شعارونو ونه غولېږي؛ ځکه چې هغوی په ناسم ډول دغو شعارونو ته مخه کړه او ښه پوهېږي چې د دې شعارونو تر شا هېڅ خیر نشته، بلکې یوازې هغه څه چې د دوی له حقونو ملاتړ کوي او د خیر پایله یې تضمینوي، د پروردګار د شرعیت حاکمیت یې دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لِأَهْلِهِ، وَأَنَا خَيْرُكُمْ لِأَهْلِي، مَا أَكْرَمَ النِّسَاءَ إِلاَّ كَرِيمٌ، وَلَا أَهَانَهُنَّ إِلاَّ لَئِيمٌ»

(رواه ترمزی)

ژباړه:  په تاسو کې  غوره کس هغه دی چې له کورنۍ سره یې کړه وړ ښه وي. زه له خپلې کورنۍ سره په تاسو کې غوره یم. ښځو ته هغه څوک احترام کوي چې خپله محترم وي، ښځې هغه څوک توهینوي چې خپله پست او ذلیل وي.

نو مسلمانې ښځو غوښتنې باید د خپل پروردګار له شریعت پرته بل څه نه وي.

لیکواله: زینت الصامت
ژباړن: علي عمار

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې