جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 ذولقعده 1441

میلادی نېټه :     شنبه, 18 جولای 2020 م

شمیره:      1441/17

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
خلک له کرونا او فقره مري، د افغانستان حکومت د دوی له کفنه غلا کوي!

څو څېړنیز راپورونه ښيي چې د افغانستان دولتي چارواکو له کرونا سره په مبارزه او له بېوزلو خلکو سره په مرسته کې میلیونونه ډالر غلا کړي دي. څېړنیز راپورونه وايي چې دغو چارواکو د خلکو له وچې ډوډۍ ۸۰۰ میلیونه افغانۍ غلا کړې دي. طبي وسایل او توکي یې د بازار له بیې څو برابره لوړ حسابلي او میلیونونه ډالر یې خپلو جیبو ته اچولي دي. که څه هم د افغانستان فاسد دولت هڅه کوي چې د دې موضوع د څېړنې لپاره د پرلپسې کمیسیونو په جوړولو د خلکو احساسات مړه کړي؛ خو دولت هېره کړې چې د فساد غر یې دومره اوچت شوی، چې په څو ګوتو نه پټېږي.

په واقعیت کې په افغانستان کې فساد د شعارونو، ادارو، کمیسیونونو او قوانینو د جوړولو پر خلاف ورځ تر بلي ژور کېږي. دولت ادعا کوي چې فساد یې کم کړی دی؛ خو واقعیت دا دی چې فساد کم شوی نه دی، بلکې بڼه یې بدله شوې. دولت د اصلاحاتو او سیستم‌جوړونې په نامه د مفسدینو او له غرب څخه د راغلو کسانو نوی نسل، پر لوړو پوسټونو ګومارلی دی او له امله يې فساد ژورې رېښې موندلې دي او څو برابره زیات شوی دی.

فساد د پانګوالي-ډیموکراسي نظامونو نه بېلېدونکې برخه ده او د پای ته رسولو مسئله یې هم د خلکو له ژونده د دغو نظامو د ټغر په ټولېدو پورې تړلې ده. د څېرو بدلون، کمیسیونونه او ادارې جوړول او د قوانینو تصویب یوازې پر ټيټ رتبه او تر لاس لاندې کسانو د فساد لارې بندوي؛ خو چارواکي په بې‌غمه زړه فساد کوي او د قانون او عدلي بنسټونو له سترګو پټېږي. نو د هغه نظام په وسیله د فساد له منځه وړل ناشوني دي، چې خپله د اشغال، فساد او درغلۍ له لارې پر خلکو تپل شوی وي او مفسدین د همدغه نظام زېږنده دي.

یوازینۍ لاره چې د فساد جرړې ایستلی او ټولنه د فساد او مافیا له منګولو ژغورلی شي، د یوه عادل اسلامي دولت په اډانه کې د اسلامي ارزښتونو او افکارو پلي کول دي؛ ځکه اسلام متقي او پرهېزګاره رهبران او شخصیتونه روزي، چې هغو ته تر دنیا آخرت ډېر اهمیت لري او څوک چې آخرت ته ترجیح ورکړي، فساد نه کوي. هغوی سرچینې او امکانات پر مستحقو کسانو وېشي، ناروغانو ته د خپلو کورنیو د غړو غوندې رسېدنه کوي او حاکمیت مسوولیت ګڼي، نه د مال ګټلو وسیله.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې