پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     2 جمادی الاول 1441

میلادی نېټه :     شنبه, 28 ډسمبر 2019 م

شمېره:      ۱۲/ ۱۴۴۱

بريطانيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په برېتانیا کې د هندي تبعیض په اړه د حزب التحریر د غړو ناسته

په برېتانیا کې د حزب التحریر غړو نن د لندن په هاملټس ټاور کې د یوې بیړنۍ ناستې په ترڅ کې په هند کې د وروستیو پیښو په اړه خبرې اترې وکړې. د هندو ملت پاله بھارتیا جنتا ګوند (BJP) د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په ۱۱مه د ۱۹۵۵ تابعیت قانون کې بدلون راوست او د هندوانو، سکهانو، بودايانو، جينانو، بودایانو او عيسويانو مذهبي ډلو لپاره یې د هندوستان تابعيت  منظور کړی، په داسې حال کې چې له مسلمانانو یې دا حق واخیست. 

په دې ناسته کې حقوقي متخصصینو، ښوونکو، سوداګرو، امامانو، ټولنیزو فعالانو او داسې نورو متخصصینو هم برخه اخیستې وه؛ چې درې مهمې ویناوې پکې وشوې، لومړی محبوب حسین په دې اړه وینا وکړه چې ډېموکراسي څنګه د حکامو، سیاسي ګوندونو او اکثریتو په غوښتنه او هوس پر لږکیو ظلم کوي، لکه څنګه چې CAA  ښیي.

په دویمه وینا کې اسلام محمد وویل، چې د هند له خوا دا ډول یرغل لومړی ځل نه دی، ځکه چې موږ د هند له لوري په دې وروستیو کې په کشمير کې د هند یرغلونه وینو. هغه څرګنده کړه چې ولې د مزدور او ناکام دولت –ملت له امله؛ نه یوازې په هندوستان، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان قرباني کیږي. د نبوت په طریقه د راشده خلافت رامنځ ته کول هغه ډال دی، چې مسلمانان د خپل ځان د ساتنې لپاره ورته سخته اړتیا لري.

په پایله کې ښاغلي لیاقت سرکار د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، چې څنګه د اسلام حاکمیت یوه متحده ټولنه رامنځته کولی شي؛ په داسې حال کې چې اسلام په هند کې د اسلامي حکومتولۍ پر مهال دا کار کړی و. هغه زیاته کړه چې څرنګه د خلافت د نظام تر چتر لاندې مسلمانان او کفار بشپړ تابعیت لري، چې کولی شي په سوله کې خپل مذهب وپالي.

ناسته په دې موافقې سره پای ته ورسیده، چې مسلمانان باید د خلافت نظام د بیا تاسیس لپاره کار وکړي، ځکه هغه د ټولو ساتنه کوي.

د خلافت دولت هر هغه زیان د زغملو وړ نه بولي، چې د اتباعو له خوا یو بل ته رسیدلی وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ قَتَلَ نَفْسًا مُعَاهَدًا لَمْ يَرَحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا يُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا»

ژباړه: که چېرې یو څوک هغه کس ووژني، چې د مسلمانانو له خوا یې ساتنه کېږي، حتا د جنت عطر به هم بوی نه کړي، که څه هم د هغو بوی د څلوېښتو کلونو په واټن کې وي.

همدا راز هر څوک چې د خلافت تر نظام لاندې ژوند کول غواړي، ښه راغلاست ورته ویل کېږي او ساتنه یې کېږي. دوی کولای شي د دولت بشپړ اتباع شي. د خلافت دولت هېڅکله له خلکو سره د بې عدالتۍ د له منځه وړلو لپاره له خپل نړیوال مکلفیت څخه مخ نه شي اړولی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّىٰ يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّـهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْلَمُونَ

[التوبة: ۶]

ژباړه: او که له مشرکانو څخه کوم څوک په پناه غوښتلو تا ته راشي (چې د الله سبحانه و تعالی کلام واوري)، نو هغه ته پناه ورکړه؛ تر دې پورې چې د الله سبحانه و تعالی کلام واوري. بیا هغه تر امن ځای پورې ورسوه، دا باید د دې لپاره وشي چې دوی نه پوهېږي.

یحیی نسبت

په برېتانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې