شنبه, ۰۲ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     8 شوال 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 18 جون 2019 م

شمېره:      1440/ 30

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
مننه او کورودانی

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «مَنْ لَا يَشْكُرُ النَّاسَ لَا يَشْكُرُ اللهَ» (څوک چې له خلکو څخه منندوی نه وي، له الله سبحانه وتعالی څخه مننه نه کوي.)

(ژباړه)

د ۲۰۱۹م کال د جون په ۱۰مه دوې پرېکړې د حزب التحریر په ګټه تمامې شوې. لومړي وزیر د حزب التحریر د فعالیتونو د درولو په موخه دغه دوې قضیې وړاندې کړې وې، چې د مدني ټولنې او اساسي قانون وزیر المهدي دا طرحې ومنلې.

کله چې موږ د نهیلۍ پړاو ته نیږدې شو، نو دغه نېکمرغه امت یو څراغ روښانه کړي. په زړه پورې او د پام وړ خبره خو دا ده چې د دغه څراغ رڼا له داسې ځای څخه راځي چې په هېڅ ډول نه غواړي د نورو د لاس آله شي، په داسې حال کې چې په وار وار د ځینو مغرضو او خرڅو شووو رسنیزو سازمانانو له نیوکو سره مخ شوی. نن قضایه قوې په ځانګړې توګه د استیناف محکمې له حزب التحریر څخه ملاتړ وکړ.

دا حزب یوازې سیاسي فعالیتونه کوي او له پیل څخه تر اوسه پرې کوم مادي فعالت نه دی ثابت شوی. د دوی له انده د دغه حزب جرم دا دی چې خپل سیاسي فغالیتونه نه دروي او له تخنیکي اړخه د ژوند له تنظیم سره کومه اداري ستونزه نه لري. دوی یوازې تاریخ تېره کپیټالیزم نظام نه غواړي او وایي چې د بهرنیانو اطاعت ته باید د ژوند د اړتیا په توګه ونه کتل شي.

په همدې هیله چې هغو کسانو ته د ملاتړ لاس اوږد کړو چې عدالت کوي او حق ته غاړه ایږدي او مونږ پوهیږو چې دا به هغوی له ستونزو او مصیبتونو سره مخ کړي. الله سبحانه وتعالی دې هغو کسانو ته اجر ورکړي چې له موږ سره یې په دغو قضیو کې مرسته وکړه. حزب التحریر له دوی سره ژمنه کوي چې دوی به پر هغه ایډیالوژۍ ثابت پاتې کېږي او هغه لویې مسلې به په پام کې نیسي چې د امت لپاره برخلیک ټاکونکې دي.

هغه کسان د ستاینې وړ دي چې له حق سره دریږي او په بې عدالتۍ کې په پاتې کېدو شرمېږي.

وکیله حنان خمیري

د حزب التحریر-ولایه تونس مطبوعاتي دفتر د ښځو د برخې رسمي ویانده

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې