جمعه, ۲۱ رجب ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۱/۰۳/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اخرت شهيد څوک دی او څوک به د شهيد پور ادا کوي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د اخرت شهيد څوک دی او څوک به د شهيد پور ادا کوي؟

اسما فوزي محمد ته!

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته، د قدر وړ شېخ صاحب!

د اسلامي شخصيه کتاب دویم جلد، ۱۶۵ مخ د «شهيد» په موضوع کې... د اخرت د شهيد په تړاو داسې راغلي: «په اسلام کې شهادت پنځه معتبرې درجې لري، چې يو مسلمان ترې برخمن کېدای شی او هغه عبارت دي له المطعون څخه، یعنې هغه څوک چې د طاعون (وبا) له امله مړ شي او هغه ناروغي چې د طاعون په نامه ونومول شي. المبطون بیا هغه کس دی چې د نس ناستې د ناروغۍ له امله مړ شي. الغريق هغه څوک چې په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شي. الهدم هغه چاته وایي چې ودانۍ پرې راونړېږي او مړ شي، یعنې تر خاورو خځلو لاندې شي. شهید هغه څوک دی چې د جګړې له ډګر څخه بهر د الله سبحانه وتعالی د کلام د لوړولو (لإعلاء كلمة الله)په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

په داسې حال کې چې په نورو احاديثو کې راغلي چې شهيدان یوازې هغه کسان دي، چې د الله سبحانه تعالی په لار کې د جګړې پر مهال په دغو حالتونو سره په شهادت رسېدلي وي... لکه په لاندې حديث کې چې راغلي. له عقبه بن عامر رضی الله عنه څخه روايت دی، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«خَمْسٌ مَنْ قُبِضَ فِي شَيْءٍ مِنْهُنَّ فَهُوَ شَهِيدٌ: الْمَقْتُولُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْغَرِقُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْمَبْطُونُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْمَطْعُونُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالنُّفَسَاءُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ»

(صحيح)

ژباړه: هر هغه څوک چې له دغو پنځو شيانو څخه د يوه له امله مړ شي، شهيد دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې ووژل شي، شهيد دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د ګېډې د ناروغۍ له امله مړ شي، شهيد دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د طاعون ناروغۍ له امله مړ شي، شهيد دی. هغه ښځه چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د زېږون پر مهال مړه شي، شهيده ده.

پوښتنه: ايا د دواړو حديثونو ترمنځ کوم تړاو يا ټکر شته؟ په ډېر درنښت هيله کوم چې ياده موضوع راته روښانه کړئ.

دویمه پوښتنه: د شهيد د موضوع په اړه په ورته سياق کې بل روايت هم شته. له عبدالله بن عمرو بن ال‍‍‍‍عاص رضی الله عنه څخه روايت دی، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«يُغْفَرُ لِلشَّهِيدِ كُلُّ ذَنْبٍ إِلَّا الدَّيْنَ»

ژباړه: له پور پرته د شهيد ټول ګناهونه بخښل کېږي.

پوښتنه دا ده: که يو څوک په ژوند کې نه وي توانيدلی، چې خپل پور ادا کړي... څوک باید د نوموړي پور د هغه تر شهادت وروسته ادا کړي؟ مخکې له مخکې درڅخه مننه کوم.

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.

لومړی: د شهيدانو په تړاو:

۱. مسلم له ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت کړی، چې نبي کريم صلی الله عليه وفرمايل:

«بَيْنَمَا رَجُلٌ يَمْشِي بِطَرِيقٍ وَجَدَ غُصْنَ شَوْكٍ عَلَى الطَّرِيقِ فَأَخَّرَهُ فَشَكَرَ اللَّهُ لَهُ فَغَفَرَ لَهُ وَقَالَ الشُّهَدَاءُ خَمْسَةٌ الْمَطْعُونُ وَالْمَبْطُونُ وَالْغَرِقُ وَصَاحِبُ الْهَدْمِ وَالشَّهِيدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ»

ژباړه: که چېرې يو سړی له لارې څخه يو اغزی لېري کړي، الله سبحانه وتعالی به له ده څخه خوښ شي او دی به وبښي. هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل: شهیدان پنځه دي؛ په خنجر وهل شوی کس، هغه څوک چې د ګېډې ناروغي ولري او مړ شي، هغه کس چې په اوبو کې ډوب شي، هغه څوک چې د نړېدلې ودانۍ تر خځلو لاندې شي او بل هغه کس چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې شهيد شي.

۲. له عقبه بن عامر رضی الله عنه څخه روايت دی، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«خَمْسٌ مَنْ قُبِضَ فِي شَيْءٍ مِنْهُنَّ فَهُوَ شَهِيدٌ: الْمَقْتُولُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْغَرِيقُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْمَبْطُونُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْمَطْعُونُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالنُّفَسَاءُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ»

(دا حدیث نسايي او طبراني روایت کړی دی)

ژباړه: هر هغه څوک چې له دغو پنځو شيانو څخه د يوه له امله مړ شي، شهيد دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې ووژل شي، شهيد دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د ګېډې د ناروغۍ له امله مړ شي، شهيد دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د طاعون ناروغۍ له امله مړ شي، شهيد دی. هغه ښځه چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د زېږون پر مهال مړه شي، شهيده ده.

۳. په دې کې کوم ټکر نشته، ځکه د مسلم حديث کې راځي:

«الْمَطْعُونُ وَالْمَبْطُونُ وَالْغَرِقُ وَصَاحِبُ الْهَدْمِ»

ژباړه: په خنجر وهل شوی کس، هغه څوک چې د ګېډې ناروغي ولري، په اوبو کې غرق شوی وي او هغه څوک چې په نړېدلې ودانۍ کې مړ شي.

پورته حديث مطلق دی، خو په وروستي حديث کې راځي:

«وَالْغَرِيقُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْمَبْطُونُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْمَطْعُونُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ»

ژباړه: هغه کس چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې اوبو ډوب کړی وي، شهيد دی؛ هغه چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د ګېډې په ناروغۍ مړ شوی وي، شهيد دی؛ هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د طاعون ناروغۍ له امله مړ شوی وي، شهيد دی؛ هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د خنجر د زخم له امله مړ شوی وي، شهيد دی.

دغه حديث مقيد دی او د قيد کليمه يې «فِي سَبِيلِ اللَّهِ» ده. نو د دغو دواړو حديثونو تر منځ جمع په دې ډول کيږي، چې مطلق په مقيد باندې حمل کېږي. پر دې اساس دغه ټول کسان په هغه صورت کې شهيدان دي، چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې مړه شوي وي. نو "د الله سبحانه وتعالی په لار کې" د لفظ معنی په قرينې پورې تړاو لري. په دې ډول چې که چېرې «د الله په لار کې» لفظ د نفقې يا جهاد له قرينې سره يو ځای راشي، لکه «څوک چې د الله په لار کې نفقه ورکوي» يا «څوک چې د الله په لار کې جهاد کوي» نو معنی يې داسې کيږي چې دوی د کليمې د لوړولو لپاره د الله سبحانه وتعالی په لار کې جهاد کوي. په صحيح بخاري کې راغلي چې ابو موسی رضی الله عنه وايي، چې يو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ويې ويل: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! هغه څوک چې د غنيمت لپاره جګړه کوي، هغه څوک چې د نامه لپاره جګړه کوي او هغه څوک چې د مقام لپاره جګړه کوي؛ په دوی کې کوم يو د الله په لار کې دی؟ نبي کريم صلی الله عليه وسلم ځواب ورکړ:

«مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ»

ژباړه: هغه کس د الله سبحانه وتعالی په لار کې دی، چې د کلمة الله د لوړوالي لپاره جګړه کوي....

خو که چېرې (د الله په لار کې) لفظ پرته له کومې قرينې څخه بيان شي، نو معنا يې يه همدغه لفظ پورې محدوديږي او د الله سبحانه وتعالی پر اطاعت او هغه ته په نږدې کېدو دلالت کوي. که یو څوک مومن وي، د الله سبحانه وتعالی اطاعت کوي او په حدیث کې د یاد شويو ډولونو له امله مړ شي، هغه د اخرت شهید دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې په جګړه کې وفات شي، هغه د دنیا او اخرت شهید دی. يعنې د دغو حديثونو  موخه داسې ده، چې که چېري د ګېډې ناروغ په داسې حال کې ومري چې د الله سبحانه تعالي اطاعت کوي يا یو څوک د طاعون او ډوبېدو له امله د الله سبحانه تعالی د اطاعت پرمهال ومري... نو دوی شهیدان دي او که دګېډې ناروغ او د طاعون ناروغ په داسې حال کې ومري چې د الله سبحانه تعالی اطاعت یې نه وي کړی، نو دا حدیث پر دوی نه تطبیقېږي.

دویم: ستا د پوښتنې په اړه چې د یو شهید پور به څوک ادا کوي. که يو څوک په ژوند کې نه وي توانيدلی چې خپل پور ادا کړي، نو د نوموړي وارثان به يې پور ادا کوي. که یې وارثانو د پور د ادا کولو توان ونه لري، نو دولت به یې پور ادا کوي. لکه څنګه چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دغه حديث شریف کې یادونه کړې ده:

«أَنَا أَوْلَى بِكُلِّ مُؤْمِنٍ مِنْ نَفْسِهِ، مَنْ تَرَكَ مَالاً فَلِأَهْلِهِ، وَمَنْ تَرَكَ دَيْناً أَوْ ضَيَاعاً فَإِلَيَّ وَعَلَيَّ»

(مسلم روایت کړی دی)

ژباړه: زه د مومن په چارو کې د مسووليت له پلوه د هغه په پرتله ډېر مسوول يم. که له  چا څخه شتمني پاتې کېږي هغه یې وارثانو ته رسېږي او که پر ده باندې پور وي او صغيران اولادونه ترې پاتې وي، نو مسووليت يې زما پر غاړه دی.

همدا راز د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په هغه حديث شریف کې، چې ابو داود له جابر رضی الله عنه روايت کړی، وايي:

«كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم لَا يُصَلِّي عَلَى رَجُلٍ مَاتَ وَعَلَيْهِ دَيْنٌ، فَأُتِيَ بِمَيِّتٍ فَقَالَ: أَعَلَيْهِ دَيْنٌ؟ قَالُوا: نَعَمْ دِينَارَانِ. قَالَ: صَلُّوا عَلَى صَاحِبِكُمْ. فَقَالَ أَبُو قَتَادَةَ الْأَنْصَارِيُّ: هُمَا عَلَيَّ يَا رَسُولَ اللَّه،ِ قَالَ: فَصَلَّى عَلَيْهِ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم، فَلَمَّا فَتَحَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: أَنَا أَوْلَى بِكُلِّ مُؤْمِنٍ مِنْ نَفْسِهِ. فَمَنْ تَرَكَ دَيْنًا فَعَلَيَّ قَضَاؤُهُ، وَمَنْ تَرَكَ مَالًا فَلِوَرَثَتِهِ»

ژباړه: نبي کريم صلی الله علیه وسلم د پوروړي د جنازې لمونځ نه ادا کاوه. يو مړی د نبي کريم صلی الله عليه وسلم حضور ته راوړل شو، نو ده صلی الله عليه وسلم وپوښتل: ايا د ده پر غاړه پور شته؟ دوی وويل: هو، دی دوه ديناره پوروړی دی. ويې فرمايل: پر خپل ملګري مو د جنازې لمونځ وکړئ. ابوقتاده رضی الله عنه وويل: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! زه یې پور ادا کوم. وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه د جنازې لمونځ ادا کړ. کله چې پر رسول صلی الله عليه وسلم باندې الله سبحانه وتعالی پراخي راوسته او شتمن شو، نو ويې فرمايل: زه د مومن په چارو کې د مسووليت له پلوه تر هغه ډېر مسوول يم. که څوک پور تر شا پرېږدي، زه به يې ادا کوم او که څوک شتمني تر شا پرېږدي، شتمني يې بیا د وارثینو ده.

په دې هیله چې دغه ځواب به د دواړو پوښتنو لپاره کافي وي او الله سبحانه وتعالی ستر عالم او حکيم ذات دی.

ستاسې ورور، عطا بن خليل ابو الرشته

ژباړن: صدیق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې