پنجشنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۱هـ| ۲۰۲۰/۰۵/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د زکات مستحقينو ته د زکات ورکولو اعظمي حد
بسم الله الرحمن الرحيم
د زکات مستحقينو ته د زکات ورکولو اعظمي حد

شاني ایاز ته:

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

زه يوه پوښتنه لرم، هیله ده راته ځواب یې کړئ.

يو کس په زکات کې څومره پیسې ترلاسه کولی شي؟ د بېلګې په ډول؛ يو کس دومره پيسې ترلاسه کولی شي چې کور پرې جوړ کړي، البته که دغه کس کور ونه لري؟ يا هم داسې يو حد شته چې يو کس څومره پيسې ترلاسه کولی شي؟ جزاک الله

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

ستا پوښتنه مستحق کس ته د زکات د اعظمي حد ورکولو په اړه ده.

د دې پوښتنې ځواب دا دی چې په شريعت کې په دې اړه کوم ښکاره نص نشته چې وښیي د زکات اعظمي حد څومره دی، چې یو مستحق کس ته باید ورکړل شي. خو د زکات (صدقې) په اړه ايت شته چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ)

[التوبة:۶۰]

ژباړه: دا صدقات (زکاتونه) د فقیرانو او مسکینانو لپاره دي او د هغو خلکو لپاره چې د صدقې (زکاتونو) د چارو مامورین وي، د هغو لپاره چې موخه یې زړونه لاسته راوړل وي. دغه راز د غاړې خلاصول (مسوولیت اداکول) او د پوروړو د مرستې لپاره، د الله په لار کې، او په مسافر پالنه کې د استعمالولو لپاره دي. دا د  الله تعالی له لورې یوه فریضه ده. الله سبحانه وتعالی په هر څه پوهېدونکی او د حکمت څښتن دی.

کېدای شي له دغه ایت څخه یو مستحق کس ته د اعظمي اندازې زکات ورکولو په اړه استنباط وکړو. دا ځکه په دې ايت کې زکات اخيستونکي کسان له بشپړ وضاحت سره بيان شوي او دوی ته د زکات ورکولو علت هم ښودل شوی دی. دا په دې مانا چې زکات اخيستونکي د دوی د شته حالت په نظر کې نيولو سره د زکات مستحقین ګرځېدلي دي. تر کومه ځايه چې په پورته ايت کې د زکات مستحقين ډلبندي شوي، نو زکات همدوی ته ورکول کېږي. که د يادې ډلبندۍ له مخې کوم څوک د زکات مستحق نه شي، نو زکات نه ورکول کېږي.

د بېلګې په ډول: د بېوزلۍ او اړمنتیا د تعریف له مخې بېوزله او اړمن کسان د زکات مستحقين دي، نو دوی ته د زکات ورکولو اعظمي حد هغه مقدار زکات دی، چې دوی د اړتیا له حالت څخه وباسي. يعني هغه زکات چې دوی شتمنوي او دوی د زکات د مستحقينو له ډلې څخه باسي. يا په بل عبارت؛ له زکات ورکولو وروسته پر دوی هغه تعریف پلی نه شي چې یو کس یې له مخې فقیر او بېوزله پېژندل کېږي. دوی ته ښايي هغومره اندازه زکات ورنه کړل شي چې فقر له منځه وړي او ياده اندازه کېدای شي له يوه تن څخه بل تن ته او له يوه حالت څخه بل حالت ته توپير ولري.

د بېلګې په ډول، زکات ټولونکي (العاملین عليها) ته ځکه زکات ورکول کېږي، چې د دوی دنده همدغه زکات ټولول دي، يعني د زکات ټولولو په لار کې د دوی د هڅو په بدل کې زکات ورکول کېږي. دولت کولی شي د دوی هڅو ته په کتو تنخوا ورکړي. که دولت دوی ته تنخواګانې ونه ټاکي، دوی ته به د دوی د هڅو بدله (المثل) ورکول کېږي، نه زیات. ځکه زکات دوی ته نه دی وربښل شوی، دوی یوازې د خپلو هڅو بدله ترلاسه کوي.

دغه راز پوروړي (غارمين) ته په دې موخه زکات ورکول کېږي چې خپل پور په بشپړه توګه تادیه کړي او تر دې زيات شی په زکات کې نه ورکول کېږي، ځکه دوی د پور له امله د زکات مستحقین ګڼل شوي دي. که دغه تعریف بدلون وموند او پر دوی نه پلی کېده، نو دوی د زکات مستحقين نه دي.

له همدې امله دا د ټولو ډلو لپاره صدق کوي؛ دوی ته زکات په دې موخه ورکول کېږي، ترڅو د دوی دغه حالت چې دوی يې د زکات مستحقین ګرځولي دي، ترې لرې شي. که د دوی دغه حالت بدلون مومي چې دوی يې د زکات مستحقين ګرځولي ، بیا نو دوی د زکات مسحقين نه دي.

له پورته ښودل شویو ماناوو څخه یې موږ ځیني د " خلافت د دولت مالي سرچينو " کتاب کې د زکات د مصارفو په فصل کې ذکر کړي چې په لاندې ډول دي:

۱. بېوزله (الفقرا): هغه کسان دي چې د خپلو لومړنيو اړتياوو پوره کولو لپاره په کافي اندازه پیسې لاسته نه شي راوړلای، ترڅو خپلې لومړنۍ اړتیاوې لکه غذا، جامې او سرپناه پرې برابره کړي. هر هغه څوک چې د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره لږ عايد لاسته راوړي بېوزله ګڼل کېږي، نو صدقه (زکات) اخيستل ورته جواز لري. دغه کسان زکات اخيستلی شي، دومره اندازه صدقه ورکول کېدای شي چې د ده اړتيا او فقر له منځه يوسي. الله سبحانه وتعالی شتمن له زکات اخيستلو منع کړی دي. امام احمد او اهل سنت له عبدالله بن عامر څخه روايت کوي: د الله رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«لا تحل الصدقة لغنيّ، ولا لذي مِرَّةٍ سَوِيّ»

ژباړه: صدقه (زکات) د شتمن کس لپاره نه ده روا او نه هغه چا ته روا ده چې روغ او پياوړی وجود لري. ذي مرة هغه کس دی چې ځواک او د رزق لاسته راوړلو توان ولري. که دی توانايي او ځواک ونه لري، نو بيا بېوزله ګڼل کېږي. شتمن هغه کس دی چې له نورو څخه په مالي لحاظ خپلواک وي. داسې چې تر خپلو اړتياوو زيات عايد لاسته رواړي. په دې اړه احادیث شته چې شتمن کس یې واضح کړی دی. عبدالله بن مسعود وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«ما من أحد يسأل مسألة، وهو عنها غني، إلاّ جاءت يوم القيامة كدوحاً، أو خدوشاً، أو خموشاً في وجهه. قيل: يا رسول الله، وما غناه، أو ما يغنيه؟ قال: خمسون درهماً، أو حسابها من الذهب»

(رواه الخمسة)

ژباړه: هيڅوک په داسې حال کې د کوم شي غوښتنه نه کوي چې شتمن وي. که داسې وکړي، دی به د قيامت په ورځ په داسې حالت کې راشي چې مخ يې چیچل شوی، توږل شوی او ټپي شوی وي. يو چا وويل، ای د الله رسوله صلی الله علیه وسلم، د ده شتمني څومره کېدای شي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:۵۰ درهمه يا د هغه معادل سره زر.

څوک چې ۵۰ درهمه یا ۱۴۸،۷۵ ګرامه سپين زر، يا یې معادل سره زر ولري او د ده د غذا، جامو، سرپناه، کورنۍ ماشومانو او نوکر تر لګښتونو زیات شي، دی بډای ګڼل کېږي او د ده لپاره جواز نه شته چې د زکات مال واخلي.

۲. مفلس (المساکين): دوی هغه کسان دي چې څه نه لري او مفلسۍ سخت راګير کړي وي، خو بيا هم دوی له خلکو څخه د کوم شي غوښتنه یا سوال نه کوي. ابوهريره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې وایي: 

«ليس المسكين الذي يطوف على النّاس، تَرُدُّه اللقمة واللقمتان، والتمرة والتمرتان، ولكن المسكين الذي لا يجد غنى يغنيه، ولا يفطن به فيتصدق عليه، ولا يقوم فيسأل النّاس»

ژباړه: مسکين هغه کس نه دی چې په خلکو پسې ځي او له دوی څخه يوه يا دوې ګولې ډوډۍ يا يوه یا دوې خرماوې غواړي. مسکين هغه څوک دی چې دومره څه نه شي پيدا کولی چې د ده لپاره بسنه وکړي او نه هم خلک د ده حالت درک کولای شي، ترڅو خيرات ورکړي. نه هم دی له خلکو سوال کوي.

(متفق عليه)

 مسکين د الله سبحانه تعالی د قول مطابق تر فقير د شتمنۍ له اړخه خوار دی: (أَوْ مِسْكِيناً ذَا مَتْرَبَةٍ) [البلد: ۱۶]  ژباړه: یا پر خاورو ناست مسکين ته. یعني د ده د لوږې او لوڅوالي له امله په خاورو ککړ وي. زکات (صدقه) د مسکين لپاره روا دی او دی یې ترلاسه کولی شي. ده ته په دومره اندازه صدقه ورکول کېدای شي چې د ده نيستي پرې لېري شي او دی پرې خپلې لومړنۍ اړتياوي پوره کړای شي.

۳. هغه کسان چې د زکات ټولولو دنده ورسپارل شوې ده (العاملين علیها): دوی پيغام رسوونکي او د صدقې ټولونکي دي او دنده ورکړل شوې ده چې صدقه (زکات) له هغو کسانو څخه ټول کړي چې پرې فرض دی، يا ټول شوی زکات پر مستحقينو وېشي. دوی ته هم صدقه (زکات) ورکول کېږي، ان که شتمن هم وي. دوی ته د زکات ټولولو يا ويشلو په مقابل کې د زکات مال ورکول کېږي. ابو عبید له عطا بن ياسر څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«لا تحل الصدقة لغني إلاّ لخمسة: عامل عليها، أو رجل اشتراها بماله، أو رجل له جار فقير تصدّق عليه بصدقة فأهداها إليه، أو غازٍ، أو مغرمٍ»

ژباړه: صدقه (زکات) اخيستل د شتمن لپاره روا نه دي، پرته له دغو پنځو کسانو څخه: هغه څوک چې صدقه ټولوي، هغه سړي چې صدقه په خپلو پيسو سره پېري، هغه چا ته چې صدقه ورکړل شي او دی يې خپل ګاونډي ته خيرات کړي، مجاهد يا پوروړی.

 بسر بن سعيد له ابن السعدي المالکي څخه روايت کوي: "عمر رضی الله عنه زه د صدقې راټولولو مسوول وټاکم. کله چې ما ياده چاره بشپړه کړه او صدقه مې ده ته تسليم کړه، ده زما لپاره د يو څه مزد دستور ورکړ. ما وويل: ما د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره ياده چاره ترسره کړې. ده وويل: هغه څه چې زه درکوم هغه واخله. زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې په دې دنده ګومارل شوی وم. هغه صلی الله عليه وسلم زه ګومارلی وم او ما همدا خبره وکړه چې تا اوس ماته وويل. رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وفرمايل:

«إذا أعطيت شيئاً من غير أن تَسألَ فَكُلْ وتَصَدَّق»(متفق عليه)

ژباړه: که تا ته له سوال کولو څخه پرته يو څه درکول کېږي، ويې خوره او خيرات يې کړه.

۴. هغوی چې په زړونو کې یې باید محبت پیدا شي (مؤلفة القلوبه): دا هغه حاکمان، مشران، متنفذين او مخور کسان دي چې لا یې پر اسلام ثبات نه وي پيدا کړی. په داسې حال کې چې خليفه يا د هغه واليان دا مناسبه وګڼي، ترڅو دغو کسانو ته د زکات یوه برخه ورکړي او د دوی په زړونو کې اسلام بشپړ ځای ونيسي. عقيدې يې پياوړې شي او له دوی څخه د اسلام او مسلمانانو په ګټه کار واخيستل شي، یا هم د دوی پر ټولنه اغېز وکړي. دا هغه حالت ته ورته دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوسفيان، عیينه بن حصن، الأقرع بن حابس او عباس بن مرداس او نورو ته زکات ورکاوه. عمرو بن تغلب وايي:  

«أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أتي بمال، أو سبي فقسمه، فأعطى رجالاً، وترك رجالاً، فبلغه أن الذين ترك عتبوا، فحمد الله، ثم أثنى عليه، ثمّ قال: أمَّا بعد، فوالله إني لأعطي الرجل، وأدع الرجل، والذي أدع أحب إليّ من الذي أعطي، ولكني أعطي أقواماً، لما أرى في قلوبهم من الجزع والهلع، وأَكِلُ أقواماً إلى ما جعل الله في قلوبهم من الغنى والخير» [بخاري]

ژباړه: يو څه پيسې او اسیران رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په لاس ورغلل، نو ويې وېشل. رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه شیان ځينو خلکو ته ورکړل او ځينې يې پرېښودل. وروسته خبر شو، هغو کسانو چې ونډه نه وه ترلاسه کړې د کمۍ احساس يې کاوه. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله سبحانه وتعالی حمد او ثنا وويل او زياته يې کړه: پوه شئ! پر  الله قسم ما يوه سړي ته ونډه ورکړه او بل مي پرېښود. هغه کس چې ما پرېښود ما ته ډېر غوره دی، تر هغه چا چې ما ونډه ورکړه. البته، زه هغو خلکو ته چې د دوی په زړونو کې وېره او بې صبري وينم ونډه ورکوم او زه پر نورو هغو خلکو باور لرم چې الله سبحانه وتعالی د دوی په زړونو کې غنا او نيکي اېښې ده.

هغوی چې په زړونو کې یې باید محبت واچول شي په هغه صورت کې د زکات مستحقین دي چې مسلمانان وي. که دوی کافران وي، دوی ته زکات نه ورکول کېږي، ځکه کافرانو ته زکات ورکول نه دي روا. دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغې وینا مطابق چې یمن ته یې د معاذ د لېږلو پر مهال وکړه:

«فأعلمهم أن الله افترض عليهم صدقة في أموالهم، تؤخذ من أغنيائهم، وترد على فقرائهم» ژباړه: دوی پوه کړه چې الله سبحانه وتعالی د دوی پر شتمنو زکات فرض کړی دی چې ورڅخه اخيستل کېږي او بېوزلو ته ورکول کېږي. [دا حدیث بخاري له ابن عباس څخه روايت کړی دی] همدې ته ورته دوی ته په هغه صورت کې زکات نه ورکول کېږي چې د زکات ورکولو علت شتون ونه لري. د علت له مخې دوی ته مخکې زکات ورکول کېده. که دلیل نه وي دوی ته زکات نه ورکول کېږي. لکه ابوبکر او عمر رضی الله تعالی عنهما چې د اسلام له پیاوړتیا او پراختیا وروسته مولفة القلوب ته زکات ورکول بند کړل.

۵. غلامان (الرقاب): هغو غلامانو ته زکات ورکول کېږي، چې يا ورسره بادار د ازادېدلو تړون کړی وي، يا دوی د زکات په پيسو پېرل کېږي او ازادېږي البته په هغه صورت کې چې د ازادولو تړون یې نه وي شوی، خو اوسمهال غلامان نشته.

۶. پوروړي (الغارمين): دوی هغه څوک دي چې پوروړي دي او د پور په ادا کولو کې له ستونزو سره مخ وي. دوی ته ځکه زکات ورکول کېږي چې خپل پورونه تاديه کړي او د خلکو ترمنځ د شخړو مخنيوی وشي، ديت ورکړي يا خپل شخصي پورونه ورکړي. هغه پوروړي چې ديت ورکوي يا شخړې حلوي هغوی ته هم زکات ورکول کېږي که څه هم هغوی شتمن يا بېوزله وي، فقط په هغه اندازه چې دوی خپل پورونه تاديه کړي، نه زيات. انس رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: 

«إن المسألة لا تحل إلاّ لثلاثة، لذي فقر مدقع، أو لذي غرم مفظع، أو لذي دم موجع»

ژباړه: دروېزه کول له دریو کسانو پرته بل چاته نه دي روا: ډېر زیات فقیر، سخت پوروړی او هغه کس چې ديت يې پر غاړه وي او د نه خلاصولو په صورت کې يې د خپلوان ژوند په خطر کې وي.

مسلم، ابوداوود او النسايي له قبيصة بن مخارق الهلالي څخه روايت کوي چې نوموړی وایي:

«تحملت حَمَالَةً، فأتيت رسول الله صلى الله عليه وسلم، أساله فيها، فقال: أقم حتى تأتينا الصدقة، فنأمر لك بها، ثمّ قال: يا قبيصة، إن المسألة لا تحل إلا لأحد ثلاثة: رجل تحمل حمالة، فحلت له المسألة حتى يصيبها، ثمّ يمسك، ورجل أصابته جائحة اجتاحت ماله، فحلت له المسألة حتى يصيب قواماً من عيش، أو قال سداداً من عيش، ورجل أصابته فاقة حتى يقول ثلاثة من ذوي الحجا من قومه لقد أصابت فلاناً فاقة، فحلت له المسألة حتى يصيب قواماً من عيش، أو قال: سداداً من عيش، فما سواهن في المسألة يا قبيصة، فَسُحْتٌ يأكلها صاحبها سُحْتاً»

ژباړه: زه تر ډېر فشار لاندې راغلم، نو د سوال (دروېزه)  لپاره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ولاړم. هغه راته وفرمايل: په تمه اوسه ترڅو چې موږ ته صدقې راشي، نو له هغو څخه به یې درکړم. وروسته يې وويل: ای قبيصة، سوال کول پرته له درو تنو بل چا ته نه دي روا: هغه کس چې تر ډېر فشار لاندې راشي، نو ده ته جواز شته چې د صدقې غوښتنه وکړي او ترلاسه يې کړي بیا دې د نورې صدقې غوښتنه نه کوي؛ هغه کس چې شتمني يې له مصیبت سره مخ شي، هغه ته جواز شته چې سوال وکړي، ترڅو دومره اندازه ترلاسه کړي چې د ده د ژوند لپاره بسنه وکړي يا هم دومره ترلاسه چې د ده اړتياوې پوره کړي او هغه کس چې له فقر سره مخ وي او د ده د محل درې عاقل سړي ووايي چې فلانی سړی له فقر سره مخ دی، بیا ده ته جواز شته چې سوال وکړي، ترڅو دومره اندازه ترلاسه کړي چې د ده د ژوند لپاره بسنه وکړي يا هم دومره څه تر لاسه کړي چې د ده اړتياوي پوره کړي. له یادو کسانو پرته چې هر څوک سوال کوي، ای قبيصه، هغه حرامې پيسې خوري.

هغه کسان چې پور اخلي، ترڅو خپلې شخصي چارې مخ ته يوسي دوی ته هم زکات ورکول کېږي، ترڅو خپل پورونه ادا کړي. که دوی بېوزله وي يا هم نه وي بېوزله، خو نه شي کولی خپل پورونه ادا کړي. که شتمن وي او کولی شي چې پورونه ادا کړي دوی ته هيڅ نه ورکول کېږي، ځکه دوی ته زکات  نه دی روا.

۷. د الله سبحانه وتعالی په لار کې (في سبيل الله): يعني جهاد، کوم څه چې د جهاد لپاره لازم وي او جهاد پرې مخ ته ځي لکه: د پوځ تجهیز، د فابریکو تاسيسول او د وسلو توليد. کله چې په قران کريم کې د «في سبيل الله» لفظ يادونه کېږي هدف ترې له جهاد پرته بل شی نه دي. زکات د جهاد لپاره لګول کېږي او اړتیاو یې هم شته. کوم حد يې هم نه دی معلوم چې څومره باید ولګول شي. نو د دې جواز شته چې د خليفه له حکم سره سم ټول زکات يا يوه برخه د جهاد لپاره ولګول شي. ابو داود له ابي سعيد څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«لا تحل الصدقة لغني إلاّ في سبيل الله...»

 ژباړه: د شتمن سړي لپاره زکات نه شته پرته له دې چې د الله په لاره کې یې ورکړي.... او په بل روايت کې: « ...أو لغازٍ في سبيل الله...» ژباړه: يا د الله سبحانه وتعالی په لار کې د مجاهد لپاره.

۸. لاروی مسافر (ابن السبيل): هغه کس چې سفر يې ځنډېدلی وي او دومره پيسې ونه لري چې کور ته ځان ورسوي. ده ته دومره اندازه زکات ورکول کېږي چې ټاکل شوي ځای ته ځان ورسوي، کچه یې نه ده مالومه ښایي لږ وي يا زیات. همدارنګه ده ته د ده اړتيا وړ لګښتونه ورکول کېږي، ترڅو ټاکل شوي ځای ته ځان ورسوي ان که دی په خپله سیمه کې شتمن هم وي. رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې تړاو فرمايي: «لا تحل الصدقة لغني إلاّ في سبيل الله، أو ابن السبيل، أو...» ژباړه: شتمن ته صدقه نه ده روا پرته د الله په لاره کې، يا مسافر، يا... [ابو داود]

له يادو اتو ډلو پرته بل چا ته زکات نه ورکول کېږي. زکات د مساجدو، روغتونونو، خیريه اسانتیاوو په جوړولو يا د دولت يا امت په چارو کې نه شي مصرف کېدای، ځکه زکات شخصي شتمني ده چې د اتو ډلو لپاره ځانګړې شوې ده او نور هېڅوک له دوی سره په زکات کې ونډه نه لري.
خليفه مسوولیت لري چې يادو اتو ډلو ته زکات، د دوی د ګټو په نظر کې نيولو سره ورکړي. لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او تر هغه وروسته خليفه ګانو د زکات ورکولو څارنه کړې ده. خليفه ته جواز شته چې د اتو ډلو ترمنځ زکات ووېشي او دی کولی شي چې له يادو اتو ډلو څخه ځينې د مصلحتونو له مخې ترې مستثنا کړي. که له يادو ډلو څخه څوک پيدا نه شي، زکات د بیت المال د صدقاتو په ریاست کې ساتل کېږي، ترڅو په هغه ځای چې اړتيا یې وي د مستحقينو لپاره ولګول شي.

ابن عباس د صدقې په تړاو وايي: «که له يادو اتو ډلو څخه پر يوې ډلې هم صدقه مصرف شي، صدقه صحيح ده.» عطا او حسن هم ورته نظر لري. مالک وايي: «د صدقې ويشل زموږ په اند اجتهادي موضوع ده چې د والي صلاحيت دی او والي حالاتو ته په کتو، هره ډله چې اړتيا ورته لري او د نورو په نسبت لومړيتوب لري ورکوي يې.»

پورته نقل قولونه د (الاموال في دولت الاخلافه)کتاب څخه را اخیستل شوي دي.

فکر کوم همدومره به بس وي او الله سبحانه وتعالی تر ټولو عالم او حاکم ذات دی.

ستاسو ورور عطا بن خليل ابوالرشته

ژباړن: صديق احمدزی

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې