سه شنبه, ۱۰ ربیع الاول ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۰/۱۰/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا«فعلي متواتر سنت» او «قولي متواتر سنت» دواړه یو شی دي او که توپیر لري؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا«فعلي متواتر سنت» او «قولي متواتر سنت» دواړه یو شی دي او که توپیر لري؟

پوښتنه:

السلام‌علیکم‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

د اسلامي شخصیې د کتاب، په درېیمه برخه، ۸۲ یمه پاڼه کې داسې راغلي دي:

۱. متواتر هغه حدیثونه دي چې په قطعي ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري ثابت شوي وي، یقین علم وړاندې کوي او په ټولو مواردو کې پر هغه عمل کول واجب دي. هغه که قولي، فعلي او یا هم سکوتي حدیثونه وي. د هغوی له ډلې، قولي متواتر حدیثونه د رسول الله صلي الله علیه وسلم دغه قول وي:

«مَن كَذَب عليّ متعمداً فليتبوأ مقعده من النار»

ژباړه: هغه څوک چې په قصدي ډول پر ما دروغ وتړي، باید خپل ځای اور وټاکي.

فعلي متواتر سنتونه، پنځه وخته لمنځونه، د لمانځه رکعتونه او هغه څه دي چې د لمانځه، روژې او حج په اړه راغلي وي.

زما پوښتنه د فعلي متواترو سنتو په تړاو ده چې تعریف یې څه دی؟ ایا تواتر عملي اخبار دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ترسره کړي دي او که تواتر هغه کړنې دي چې خلکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وخته تر اوسه ترسره کړي دي؟ ځینې څېړونکي هغه څه چې دوی یې تواتر عمل بولي، یا «تواتر توارث» نوم پرې اېږدي، تواتر قسمونه یې شمېرلي دي. څنګه چې شیخ شبېر احمد عثماني د خپل کتاب «فتح الملهم» په مقدمه کې په ۱۸مه پاڼه کې داسې لیکلي دي: «او درېیم قسم: تواتر عمل او تواتر توارث وي، هغه په هره پېړۍ کې د ډېر شمېر عاملینو له کړنو څخه عبارت دي. د شریعت له عهد صاحب څخه تر موږ پورې، په داسې ډول چې د عرف او عادت له دیده پر دروغو د هغوی توافق یا غیر ممکن تر سترګو شي.

د بېلګې په توګه: مسواک په اوداسه کې سنت دی او د سنت کېدو اعتقاد یې فرض دی، ځکه په عملي تواتر ثابت دی او انکار ترې کول کفر دی... پنځه وخته لمنځونه هم همداسې دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټاکلو وختونو کې شپه او ورځ دغه لمنځونه ادا کړي دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو پیراوانو په هر ځای کې چې وي، په همدغه ډول یې هره ورځ ادا کړي دي. تر اوسه په دې کې شک نشته کې د سند اوسېدونکو دا ډول تر سره کاوه؛ څنګه چې د اندلس اوسېدونکو په همدغه تر تیب ادا کاوه او هغه ډول چې یمنیانو لمنځ کاوه، د ارمنستان اوسېدونکو هم په همغه ډول ترسره کاوه.

نو ایا تواتر عمل او تواترتوارث هغه څه چې فعلي متواتر سنت یې بولو، د یو څیز نوم دی او که دوه بېل څیزونه دي؟ که دوه متفاوت څیزونه وي، په هغه صورت کې یې تواتر ومنو او که یې رد کړو؟ د حدیثونو ځیني محقیقین لکه ابن حجر، نووې، سیوطي او داسې نورو حدیثونه په «صحیح لذاته او صحیح الغیره» او همدارنګه په «حسن لذاته و حسن لغیره» حدیثونو وېشلي دي.

په داسې حال کې چې د اسلامي شخصیې کتاب په لومړۍ او درېیمه برخه کې داسې راغلي چې موږ په «صحیح» او «حسن» بسنه کړې ده. ایا دغه اختلافونه یوازې په اصطلاح کې دي؛ په مانا او نوم کې یې اتفاق دی او که په مانا کې هم توپیر لري؟ الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته برکت درکړي!

ځواب:

وعلیکم‌السلام‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

متواتر سنت؛ هغه که قول، فعل، تقریر قول او یا تقریر فعل وي، یوازې په هغه صورت کې متواتر شمېرل کېږي چې په تواتر ډول له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه رانقل شوي وي. په دې قول چې ګواکي کړنې هم په هغه صورت کې په فعلي متواتر سنتو بدلېږي چې ځینو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوره او ځینو نورو د تابعینو او تبع تابعینو په وخت کې د هغه د ترسره کولو اقدام کړی وي؛ که څه هم له عمل او یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تقریر څخه په متواتره بڼه هم نه وي ثابت شوي، ناسم قول دی. پر همدغه اساس، متواتر هغه دي چې په تواتر ډول ثابت شي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترسره کړي دي او یا یې ترسره کېدل تایید شوي وي.

د دې نظریې اصحاب چې څه وایي، د فرضي چارو له ډلې دي. دلیل یې دا دی، هغه بېلګې چې دوی راوړي دي، لکه: پنځه وخته لمنځونه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په تواتر ثابت شوي او د مسواک په اړه هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه صحیح حدیثونه راغلي دي؛ د دغو حدیثونو د تواتر حکم په سند باندې متکي دی. نو که په تواتر نقل سره ثابت شوي وي، مواتر دي او که په سند کې د احاد په بڼه راغلي وي، نو بیا تواتر نه شمېرل کېږي. یعنې په روایت کې، سند یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د باور وړ دی. نو د هغوی دا قول چې پنځه وخته لمنځونه په سند، اندلس، یمن او ارمنستان کې له کوم اختلاف پرته پنځه وخته ترسره کېږي، که له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په تواتر ډول نه وو ثابت شوي، په هېڅ صورت یاد لمنځونه متواتر نه کېدل. هغه څه چې دغه لمنځونه یې متواتر کړي دي، ثبت یې په تواتره بڼه له رسول الله صلی الله علیه وسلم رانقلېدل دي.

لنډه دا چې د باور معیار تواتر سند دی. که نقل متواتر و، باور ورباندې کېږي، که متواتر نه و، سند یې لیدل کېږي او هغه ته په کتو پېژندل کېږي. څنګه مو چې وویل، د هغوی خبرې یو فرضي ادعا ده. ځکه داسې بېلګه نه شو پیدا کولی چې یوازې د مسلمانانو له کړنو څخه ثابته وي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له عمل څخه ثابته نه وي.

خو صحیح لذاته، صحیح لغیره، حسن لذاته او حسن لغیره، د تحقیق وړ مسله ده. دا موضوع په لنډ ډول او پر اختلافي اړخونو له کومې نیوکې او تعرض پرته داسې بیانوو.

صحیح حدیث هغه ته ویل کېږي چې راوي یې عادل وي، د قوي حافظې څښتن او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې نقل کړي وي. همدارنګه سند یې متصل او معلل نه وي. دغه ته صحیح حدیث ویل کېږي. د صحیحو حدیثونو مراتب د اوصافو په درلودو سره توپیر کوي. همدا لامل دی چې صحیح البخاري مقدم پېژندل شوی، وروسته مسلم او تر هغه وروسته د یادو دوو کتابونو شرطونه.

پر همدغه اساس، که د صحیح حدیث ټول شرطونه شتون ولري، خو ضبط یې پټ پاتې شوی وي، هغه ته حسن الذاته ویل کېږي او که د حدیث صحت حسن ډېر وي، د حسن حدیث د صحت قوت ډېرېږي او په هغه صورت کې صحیح الغیره حدیث بلل کېږي. که سند د صحیح او حسن شرطونه پوره نه کړل، هغه کمزوری حدیث بلل کېږي. په هغه وخت کې چې په نورو روایتونو سره د نفس له پلوه کمزوری وي، قوي شي، په هغه صورت کې حسن الغیره ورته ویل کېږي.

پر همدغه اساس، کمزوری حدیث کمزوری دی، د بل کمزوري حدیث په تقویه کولو سره یاد حدیث نه حسن کېږي. «حسن الغیره» حدیثونه په لومړیو پېړیو کې د حدیثونو په علم کې مشهور نه وو. هغه کس چې په لومړي ځل یې دا اصطلاح وکاروله، امام بیهقي رحمه الله و چې د خپل کتاب په څو ځایونو کې یاد کړي دي. څنګه مو چې ځینې مصادر نقل کړل. د «حسن الغیره» په اړه: په کمزوري سره د کمزوري تقویه د عمل له پلوه اختلاف دی. ځینې محدیثین یې مني او ځینو دا مسله رد کړې او کمزوری یې کمرزوی بللی دی. څنګه مو چې وویل: «دا همغه حدیثونه دي چې ما پخپل کتاب کې لیکلي دي.» ځکه هغه حدیثونه چې «حسن الغیره» یې بولي، هغه حدیثونه دي چې د سند له پلوه کمزوري دي. نو «حسن الغیره» د حدیثونو نوی ډول نه شي کېداي.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابورشته

ژباړن: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې